دکورني باغ جوړول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی لعل ولي حقمل داودزی لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی باغدارۍ څانګه

پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګه |Jpg.باغ جوړونه:image_24]]

تاريخچه[سمول]

کورنۍ باغداري دسبودتوليد پخوانۍ طريقه ده چي او س هم په کليوکي ترسترګو کيږي.فرانسويانو دسبزيجاتو،ميوه جاتو اوګلانو باغداري په منځنيو پيړيو کي پيل کړي وه چي دهغي جملي څخه کورنۍباغداري (kitchen gardening) په فرانسه کي ډير شهرت موندلي چي شاهديي دحکومت هغه سروي ګاني ښکاروي چي تقريباً يوپه څلور (1/4)برخه استهلاک شوي سبزيجات اوميوه جات په فرانسه کي دکورنيو باغونوپه واسطه توليد شوي.

همدارنګهدشمالي امريکا په استعماري دوره کي دسبزيجاتو باغونه موجود ول چي سبزيجات به پکي په قطاري شکل کرل کيدل. د16 او 17 پيړيو په منځ کي داروپا په شاهي قصرونوکي هم دسبزيجات اوميوه جاتو واړه واړه باغونه دقصر دضرورت په اساس کرل کيدل چي دغه باغونو ته به يي ښه ډيزاين ورکولوچې هم دځاي ښکلا وه اوهم يي ورڅخه زيات حاصل اخستلو .په هغه وخت کي انارشي اوملک الطوافي وه هرڅوک په خپل سر وه نه منطم مارکيټ وه نه داسي بازار چي سبزيجاتو اوميوه جات پکي په دوامداره توګه پيداشي . نوکورنۍ مجبوري وي چي دځان دبقا لپاره دخپلوکورنو په شاوخوا کي سبزيجات اوميوه جا ت دضرورت په اندازه په کورنيوباغونوکي توليد کړي .همدارنګه په افغانستان کي هم دغه ډول باغداري ډير اوږد تاريخ لري له پخوا راهيسي خلکو په غير فني او بي نظمه توګه کورني باغونه کرل چي دباغ ناسمي اداري له امله به کورنۍ بيا هم بازار ته احتياج وي خو اوس دا ډول باغداري مخ په عصري کيدو درومي .

د کورني باغ پيژندنه[سمول]

داصلي کور يا اشپزخاني په ګاونډکي هغه قطعه ځمکه يا plot چي د سبزيجاتو دروزلو لپاره ترې کار واخستل شي او په يوه څنډه کي يي دميوه جاتو يو څو وني او زينتي بوټي اوګلان هم روزل شوي وي کورني باغ يا Kitchen garden تشکيلوي . دKitchen garden نظريه دلاسي باغ يا Handy garden څخه کوم چي اشپزخاني ته نژدي وي اخستل شوي ده تر څو هغه اړتياوي چي اشپزخانه يي دسبزيجاتو په باره کي لري په وخت سره پوره کړي .دکورني باغ څخه حتى هغه وخت چي پخلي په اشپزخانه کي جريان ولري هم ځيني سبزيجات لکه مرچ، پالک ، رومي بانجان ،توربانجان او داسي نو ر سبزيجات په تازه تو ګه حاضر کيداى شي . کورني باغ داقتصادي اړخ څخه د تازه توليد يواځينۍ لار ده چي دسبزيجاتو کرلو انتخاب پخپله د يوي کورنۍ د غړو له اړخه کيږي . نه يواځي دا چي کورنى باغ د يو ي کورنۍ تازه او د خپلې خوښي شنه سبزيجات عرضه کوي بلکه د پيسود سپما سبب يي ګرځي .دا د يوي کورنۍ لپاره ښه مشغولتيا ده او د هغوي د بيکاره وخت څخه د ګټې اخستنى لاره هواروي . په يو کورني باغ کې د کال په ټولو موسمونو کې تازه سبزيجاتو ته لاس رسي په لږه او يا زياته اندازه موجود وي .په دې ډول باغ کېکرونده ضرور ده چې د حويلۍ په داخل کې يا بل نږدې ځاى کې تر سره شي تر څويوفاميل د ضرورت په وخت کي سبواوميوو ته لاس رسي ولري. په دې ډول کرونده کې د کرلو لپاره زياتو مصارفو ته ضرورت نشته او کوشش بايد وشي چې په دا ډول د سبو روزنه کې هر ډول سبزيجات موجود وي او په هر وخت کې د خوراک لپاره اماده وي. دسبزيو او ميوو داډول کرنه خصوصاً دښارونو په اطرافو کي زياتهدتطبيق وړده ځکه چي دلته ځمکه يو محدود فکتور ګڼل کيږي .دارنګه کرنه په ښارونو کي دوګړو د هستو ګنځايونو دبامونو دپاسه هم ممکن دي که چيري ځمکه ډيره محد وده وي .

دکورني باغ اهداف اوضروريات[سمول]

♦ .دکورني باغ څخه يو اځيني هدف دادي چي ديو فاميل ورځنۍ اړتيا چي دسبزيو او ميووپه باره يي لري پوره کړي. ♦ ديوي کمي او واحدي ځمکي څخه په اعظمي تو ګه استفاده کول .په اقتصادي لحاظ يوه کورنۍ په پښو درول ځکه که هغه سبزيجات او ميوه جات چي له مارکيټ څخه يي په پيسو اخلي په خپل کورني باغ کي توليد کړي دپيسو دسپما سبب بهيي وګرځي . ♦ په کورني باغ کي کښت هدف دهر وخت لپاره تازه سابو،ګلانو اوميوو ته لاس رسې دي.

دکورني باغ ګټي[سمول]

(Advantages of kitchen gardening) دکورنۍ باغدارۍ ګټي په الاندي څو ټکو کي شرح کيږي . • په کورني باغ کي دسبزيجاتو او ميوه جاتو کرل ديوه فاميل سره مرسته کوي ترڅوپه دوامداره توګه تازه سبزيجاتو او ميوه جاتوته لاس رسي ولري او همداراز دمارکيټ نرخ ټيټ ساتي . • کورني باغ دفزيکي تمرين او تفريح يوه ښه وسيله ده دventataratnum (1963) له نظره دسهار يا ماښام په وخت کي په کورني باغ کي يو يا دوه ساعته کار کول وجود ته يو ‌ښه فزيکي تمرين او دماغ ته ښه تفريح ده . • دکورني باغ پواسطه مونږکولي شوچي په شخصي هڅو دکور مصارف راکم کړو .ځکه په کورني باغ کي توليد کړي سبزيجات دمارکيټ دسبزيجاتو په نسبت ارزانه پريوزي . • کورني باغ مونږ سره مرسته کوي ترڅو يوه صحتمنده کورنۍ فضا رامنځ ته کړو . • دکورني باغ په ايجاد سره زمونږ دچاپيريا ل مړه او سپيره برخه په ژوندۍ ساحه بدلوي او په ترڅ کي يي مونږ ته تازه سبزيجات او ميوه جات دکال په مختلفو موسمونو کي په لاس راځي . • دکورني باغ په جوړولو سره زمونږ دکورچاپيريال او ماحول ته په څو چنده زياته ښکلا اوزينت بښل کيږي. • دکورني باغ په جوړولو سره دکمي ځمکي څخه مؤثره استفاده کيږي. • دکورني باغ په ايجاد سره دسبزيجاتو توليد زياتيږي . • دکور نۍ دغړو داضافي وخت څخه پکي کار اخستل کيږي. • په مسلسله او دوامداره تو ګه پکي سبزيجات توليديږي . • په کورني باغ کي دکور داضافي اوبو څخه داوبخور په توګه کاراخستل کيږي . • دافاتو اومرضونو څخه پاک سبزيجات او ميوه جات پکي توليديږي. دکورني باغ دجوړولو موخي • دځمکې څخه موثره استفاده. • دسبزيجاتو توليد زياتيږي. • په مسلسل توګه باندي سبزيجات توليديږي. • دکور داعضاو داضافي وخت څخه پکې کاراخيستل کېږي او مزدروته ضرورت نه وي. • دکور داضافي اوبو څخه دابېاري په توګه استفاده کېږي. • دکمي ساحي نه اعظمي استفاده کېږي. • دافت وژونکو څخه خالي سبزيجات پکې توليديږي.

دکورنيوباغونومحدود يتونه[سمول]

(Limitation of kitchen gardening)

کــــــورنـــي باغونه يوشمــــير مــــحــــــدوديــــتونه لـري چــــي په لانـــــدي تـــو ګه ذکـــــرکـــيـــــږي. • دکورني باغ دکښت لپاره ځمکه يو محدودونکي فکتور ګڼل کيږي. • دکور دخاوند دکورني باغ په هکله د کا في پوهي نشتوالي او عدم موجوديت . • داکثره کورنيو دبازارد مارکيټ په سبزيجاتو او ميوه جاتو تکيه کول چي په دي سره په مارکيټ کي دسبزيجاتو او ميوه جاتو نر خونه په ډيره بي نظمه توګه پورته خيژي. • دکورني باغ اساسات او قواعد (Principles of kitchen gardening ) هغه کورنۍ چي غواړي کورني باغ (Kitchen garden) جوړکړي نو لاندي اساسي ټکي با يد په نظر کي ونيسي تر څويي دباغ جوړولو پروسه په ډيره ښه توګه ترسره شي . • يو باغدار بايد دټولوهغه سبزيجاتو په باره کي کافي معلومات ولر ي کوم چي غواړي دکال په دوران کي يي وکري. • هغه ساحه چي کورني باغ په کي جوړيږي بايد په وړو وړو پلاټو (Sub plots) باندي وويشل شي چي هر يو Sub plot يي تقريباً10 ft2 اندازه ولري . • دکورني باغ په ټوله ساحه کي بايد کرنه وشي او هيڅ ساحه بايد غير له کرني ونه ساتل شي. • دباغ موقعيت بايد دکور په ګاونډ کي وي . • څوکلن سبزيجات او ميوه جات با يد ددايمي بلاک يو طرف ته وکر ل شي. • ميوه داره وني بايد دباغ غربي اوشمالي پولو سره نـــژدي وکرل شي . • ګډه (Mixed) کرنه ،کمکي کرنه او کرنيز تناوب بايد په نظرکي ونيول شي . • په کورني باغ کي بايددسبزيجاتواو ميوو ميانه او پسينه انواع مادۀ نظر ونيول شي . • په کورني باغ کي بايد دسبزيجاتو کرنه دقطار په شکل په کموفاصلوترسره شي نسبت تجارتي کرني ته . • په کورني باغ کي سبزيجاتو او ميوه جاتو ته سره اچونه او اوبه ورکول بايد دهغوي دضرورت په اندازه تر سره شي . د باغ موقعيت (The location of the garden): دکاميابوکورنيو باغونو لپاره اساسي فکتور دموقعيت انتخاب دي کورني باغونه بايدداوسيدوځايونو سره نژدي وي دڅريدونکو ژوو څخه بايد په مکمل ډول وساتل شي .کورني باغ بايدپه سيوري لرونکي ځاي کي جوړنه شي . هغه قطعه ځمکه چي غواړو کورني باغ په کي جوړ کړو بايد لمر ته مخامخ و ي او پوره لمر ولري. دکورختيزيا جنوب خواته يوه قطعه چه دلويو ونو دسيوري لاندي نه وي يوه ښه ساحه ده. په دغه ساحه کي بايددنژدي ونو هيڅ ريښي موجودي نه وي ځکه داريښي ددغه قطعى ځمکي څخه ټول غذايي مواد په مصرف رسوي او سبزيجات به کمزوري وده ولري.

د باغ اندازه[سمول]

(Size of the kitchen garden): دکورني باغونو سايز اواندازه دځمکي په واک کي لرل ،دکورنۍدغړوپه شمير اودباغ داداري لپاره دفرصت په وخت پوري اړه لري يوکورني باغ لپاره ښه او نورماله اندازه200m2 مترمربع او يا (60ft×50ft) ده .دغه پلاټ يا قطعه ځمکه که ښه اداره او تنظيم شي دهغي کورنۍ چي دغړوشمير يي پنځه تنه وي دسبزيجاتو ورځنۍ اړتيا په ښه تو ګه پوره کوي .په بعضي ځايو کي دکورني باغ لپاره اندازه د10 – 20 مرلو (بسپي ) پو ري هم ښود ل شوي دي چي دسبزيو په څنګ کي يوه څه دميوه جاتو وني هم دکورني ضرورت په خاطر روزل کيږي . په ښاري سيموکي چيرته چي خالي ځمکي ډيري محدودي وي هلته يو څو فټه مربع ساحه باغ کرل ديو ي کورنۍ لپاره څه ناڅه سبزيو شکولو لذت ورکولي شي چي په داسي شرايطو کي يو تراس لرونکي باغ کافي بريښي.

دخاوري حالت[سمول]

Soil Condition  :

يوه Loose   او په اسانۍ سره تيت کيدونکي خاوره چي دعضوي موادو له  لحاظه غني وي په کورني باغ کي دسبزيجاتو دروزلو لپاره په زړه پو ري ده . خاوره بايد ډيره تيزابي نه وي  د6.5  _6  پوري  يي  PH   وي  مثلاً کمي تيزابي خاوري دټولو سبزيجاتو لپاره  ښي خاوري دي .  کلى (Clay)  خاوري دشګو او کمپوسټ يعنى حيواني سري په  علاوهکولو سره بهترولي شو . او شګلنه (sandy) خاوره د کلى (Clay) خاوري او حيواني سري (Cattle manure ) دعلاوه کولو په واسطه حاصلخيزه کولي شو .زهکشي او ابيا ري (Drainage and Irrigation ):دکورني باغ لپاره انتخاب شوي دځمکي قطعه بايد دزهکش (Drain) خواته  تدريجي ميلان ولري  ترڅو اضافي اوبه په اسانۍ سره ښکته دزهکش خواته لاړي شي .

هغه ماحول يا سا حه چي کورني باغ (Kitchen Gardening ) په کي جوړيږي بايدد اوبو باوري او ثابتي سرچيني په کي موجودي وي . مثلاً داوبو کوچني حوضونه په نژدي ساحو کي بايد موجود وي ترڅو په ژمي يا وچو وختو نو کي ورڅخه د اوبخور لپاره استفاده وشي .په يوه ډيره کوچنۍ قطعه ځمکه کي اوبه ورکول ديوي قطۍ (ډيګۍ) په واسطه چي داوبو څخه ډکه وي ترسره کيدي شي . دا ډيګۍ بايد دکور د نلکي درلودونکي وي تر څو دکور اضافه او ضايع شوي اوبه هم دي ډيګۍکي جمع شي او يو بل ربړي نل يا پايپ چي ډ يګۍ سره وصل وي دplot يا قطعى خواته لاړوي تر څو دپلاټ داوبو کولو لپاره ورڅخه استفاده وشي.

دکورني باغ لپاره سامان الات[سمول]

(Equipment for kitchen gardening) داچي دکورنيو باغونو ساحي په کوچني او محدود شکل غوره کيږي او کنترول يي هم په اسا نه توګه سرته رسيږي نو زياتو قيمتي او مغلقو سامان الاتو ته په کي چندان ضرورت نه ليدل کيږي خو دکار داسانتيا په خاطر هغه سامان الات چي ساده اوارزانه تماميږي او په کرنيزو عمليات لپاره په کار وړل کيږي بايد په نظر کي ونيول شي.چي داکرنيزسامان الا ت عبارت له بيلچه يا يوم چي دځمکي او خاوري په اړولو اونباتاتو ته دکربستر په برابرولوکي په کار وړل کيږي ،پنجي يا پنځه غاښۍ چي دپو لو او دچرو په جوړو لو کي تر ي استفاده کيږي، رمبي چي دهرزه ګياه په کنترول ،للون او دنباتاتو په رنګړي کولو کي پکاريږي ،دشاخۍ مختلف ډولونه ،کرنډۍ ،لرګي تخته ياخطکش چي دنباتاتو ترمنځ پري مساوي فاصلي تعينيږي دکلټيواټورونو(cultivators) مختلف ډولونه چي په قطار جوړولو ،خيشاوه اودځمکي په نرمولو ،بزغليو په کرلو کي تري ګټه اخستل کيږي .کوداله ياتزکوره چي دځمکي په اړولوکي تري استفاده کيږي ،لور يا چاقو چي د بعِضي سبزيجاتو په قطع کول او ريبلو کي مرسته کوي ،اره او قيچي چي داهم قطع کولوکي کارول کيږي لاسي وړه کراچۍ چي دباغ محصولات او توليدات پري کورته انتقالولو کي اسانتيا رامنځ ته کوي او همدارنګه لاسي کراچۍ دکورفضوله مواد يا ډيران باغ ته په وړلو کي هم مرسته کوي که چيري دکورني باغ ساحه يوڅه اندازه لويه وي اوورسره په څنګ کي دکورنۍ اقتصادي حالت هم ښه وي نو په دي صورت کي بيا وړوکي تراکتور اويا دوه ټيره لاسي تراکتور چي دباغ دساحي په اړولو اونرمولوکي ونډه لري او همدارنګه د پولو .چرو يا لښتي په جوړولوکي هم تري کاراخستل کيږي ډير غوره بلل کيږي. چي دپورته ذکر شوي کرنيزو سامان الاتو مختلف ډولونه په لاند ي شکلونو کي ښودل کيږي.

په کورني باغ کي کرنيز عمليات[سمول]

(agro practices and management in kitchen gardening) مخکي له دي چي په يوه سا حه يا ځمکه باندي کورني باغ جوړشي يو لړ کرنيز عمليات بايد په کي ترسره شي .چي دکورني باغ لپاره دځاى ټاکلو څخه وروسته سمدستي ځمکه 40cmښه ژوره قلبه او واړول شي هرزه ګياه اونوربيکاره فضوله مواد تري ټول شي دقلبي څخه وروسته لوړي او ژوري ساحي په يو ليول (level) همواري شي اوبيا ښه ورسته اوتجزيه شوي ډيراني سره دضرورت په اندازه ورعلاوه شي او د دوهم ځل لپاره 20cm اندازه سطحي قلبه شي تردوهم ځلي قلبي وروسته ماله شي .ترڅودغه ‌ډيراني سره دخاوري سره ګډه شي همدارنګه ديومترمربع لپاره د2-3 kg عضوي سره دخاوري دحالت په بنسټ سپارښت کيږي. چي په دي ډول به دخاوري structure او texture دواړه اصلاح شي له دي وروسته دغه دکورني باغ لپاره انتخاب شوي قطعه ځمکه دسبزيجاتو او بعضو ټيټ قدو ميوه جاتوونو دکښت لپاره په مختلفو پلاټونو ويشل کيږي او دکښت لپاره اماده کيږي.

دکورنۍ باغ پلانول[سمول]

(Planning the garden ) ديوکورني باغ په پلان اوډيزاين کي بايد لاند ي مهمي نقتي په نظر کي ونيول شي 1- د کورني باغ لپاره دځاى انتخاب او په څوبرخوويشل (Select place for kitchen garden ) ◈ هغه ځاي چي کورنۍ باغچه په کي جوړيږي بايد دابيارۍ او ذهکشۍ ښه سهوليت اواسانتيا وي ولري . ◈ ديوکورني باغ لپاره بايد يو ه خلاصه او لمريزه ساحه انتخاب شي . نه داسي ساحه چي سيوري ولري. ◈ کورنې باغ بايد دکور شمال شرقي سيمي لوري ته موقعيت ولري . ◈ دکورني باغ ټول پلاټ بايد مستطيلي سايز ولري .يو مستطيلي باغ ته اوس د مربع ډوله باغ باندي ترجيع ورکول کيږي. ◈ ديوکورني باغ ټول پلاټ بايد په دوه (٢) برخو وويشل شي . 1. دايمي بلاک (Permanent Block ) :چه دغه بلاک بايد دباغ شمال څنګ ته واقع وي او څو کلن نباتات لکه papaya دستروسو وني کيله ، ګيلاس ،امرود ، انناس او داسي نورټيټ قدي وني په کي وکرل شي. دڅو کلنو سبزيجاتو او ميوه جاتو په کرلو سره کولي شو چي هرکال په ډير کم مزد په زياته اندازه حاصلات تر لاسه کړو. 2. موقتي بلاک (Temporary Block ) : دابلاک يا برخه بايد دباغ جنوب لوري ته واقع وي .چي دغه برخه بيا په څو وړو پلاټو نوويشل کيږي او څومختلف ډوله دموسم مطابق موقتي سبزيجات په کي کرل کيږي . ◈ کورني باغ بايد احاطه ولري او دا احاطه بايد دي ته زمينه برابره کړي چي ختونکي نباتات (Climbing plants ) پري وخيژي لکه د Cucurbitaceae دکورنۍ ځيني نوعو لپاره. ◈ په کورني باغ کي ددوو پلاټونو ترمنځ پو لي بايد داسي جوړي شي چي Root crops لکه ملۍ ګازره ،شلغم او داسي نورو ته د کرلو زمينه برابره شي. ◈ حيواني سره او دکور اضافه او وراسته مواد دباغ ددايمي بلاک (permanent block) په دوه کونجو نو کي دکمپوسټ جوړولوکندو (compost pits) کي واچول شي . ◈ په بلاک کي sub plot بيا په څو کرښو ويشل کيږي ترڅو په مختلفو ورځو کي مختلف نباتات په نوبتي شکل وکرل شي چي په نتيجه کي يو ه کورنۍ دکال په ټول دوران کي تازه سبزيجاتوته لاس رسي پيداکوي.

◈ په مختلفووختونوکي دمختلفونباتاتوکرل ترڅو يو کورنۍ ته په دوامداره توګه سبزي په لاس ورشي چي داوختونه اونباتات په لاندي جدول کي ښودل کيږي.

په کورني باغ کي دنباتاتو پلان چارټ planting chart for kitchen garden ميتوددکرلو دتخم ټوکيدني وخت په ورځ سره دنباتاتو ترمنځ فاصله په cm سره دکرلووخت

10m2ساحي لپاره دتخم اندازه سبزيجاتvegetables شماره دقطار په شکل پوله باندي کرل 4-6 60 x 30 March -July 5 gm مرچ (chillies)


1 دقطار په شکل پوله باندي کرل 4-6 60 x 30 February-June 1 gm بانجان brinjal 2 دقطار په شکل پوله باندي کرل 4-6 60 x 45 July 1 gm رومي بانجان (Tomatoes) 3 دډبل ليکي په شان په پلاټ کي کرل 6-8 45x 30 March -June 20-25 gm ليړوګا ن Bhendi 4 دلاين په شکل په پلاټ کي کرل 4-8 په يولاين چي 15cm دي کرلي شو Aug/Sept 100 gm پالک (palang sag) 5 بزغلي يي انتقاليږي پلاټ ته اودقطارپه شکل کرل کيږي 5-8 40 x40 Sept/Dec 15 gm کاهو (Letuce) 6 بزغلي يي انتقاليږي پلاټ ته اودقطارپه شکل کرل په پوله 4-6 45 x 30 ‌Jul-Aug-Sept-Oct-Nov 1 gm ګلپي (cauliflower) 7 بزغلي يي انتقاليږي پلاټ ته اودقطارپه شکل کرل کيږي 4-6 60 x 45 July 1 gm رومي بانجان (Tomatoes) 8 په قطار شکل . . Oct-/ Dec 1.5-2 kg کچالان (potato) 9 په قطار شکل 5-6 60 x 30

20 gm لوبيا 10 بزغلي يي انتقاليږي پلاټ ته اودقطارپه شکل کرل کيږي 4-6 45 x 40 Sept- Oct 1gm کرم (cabbage) 11 درمبي په واسطه په نرۍ ليکو کرل 4-6 45 x 30 June- July 50 gm فرانسوي لوبيا 12 درمبي په واسطه په نرۍ ليکو کرل 4-6 45 x 30 Sept- Nov 75 gm مټر (peas) 13 دلاس په واسطه شيندل په نرۍ ليکو باندي 5-8 150 x 100 Sept- Nov 5 gm ګازره (carrot) 14 په قطار شکل 5-7 15 x 10

25 gm پياز(Onions) 15 په قطار شکل 10- 12

June- July

(,papaya 16 دقطار په شکل پوله باندي کرل 4-6 50 x50 June- July Aug 2- 3 gm بادرنګ cucumber 17 دقطار په شکل 4-6 45 x 35 June- July Aug 4-5 gm توريي 18 دقطار په شکل 5-6 -do- Oct- Dec 80 x 100 gm شلغم 19





2- په پلاټونو يا قطعو کي د نباتاتو تنظيمول (Arrangement of crop in the plot ) • ټول هغه دايمي او بوټه يز نباتات بايد د پلاټ په شمالي او جنوبي څنډوکي وکرل شي په دي ډول روزل شوي نباتات به په نورو موسمي سبزيجاتو سيوري ونه کړي اونه به د قطعي يا plot په داخلي عمليو کي مداخله وکړي .ځيني ميوه جات چي وړه او کنتروليدونکي وده ولري لکه کيله ، پپايا او داسي نو ر مېوه داره وني دقطعي يا پلاټ په شمال لويديځه څنډه کي کرل کيږي .

• داوږدوسبزيجاتو فصلونه لکه ليړوګان (Okra) او د غله جاتو cereal crop بعضي بوټي لکه جوار او نور سبزيجات چي په تازه ډول داستفادي وړوي په شمالي څنډه کي د دايمي نباتاتو پسي پيوست وکرل شي . • همدارنګه نور نباتات بايد په قطعو يا پلاټو کي د قد دلوړوالي په اساس دشرق يا جنوب طرف ته وکرل شي يعني په پلاټ کي لومړي لوړ قدي سبزيجات اودپلاټ په آخر کي دشرق يا جنوب خوا ته ټيټ قدي سبزيجات وکرل شي په دي ترتيب کرنه کي ګټه داده چي ديو قطار نباتات نه شي کولي دنباتاتو په بل قطار باندي سيو ري جوړکړي . • هغه نباتات چي په کورني باغ کي دکرني وړدي قطارونه يي بايد دشمال څخه د جنوب په امتداد منظم او جوړ شي په دي ترتيب سره به په کورني باغ کي موجوده ټول نباتاتو ته زمينه برابره شي تر څو دلمر پوره رڼا واخلي .

3- دنباتاتو انتخابول (Selection of crops):دکورني باغونو کليدي اصل دسبزيجاتواوميوه جاتو صحيح انتخاب دي نوبايد انتخاب لپاره مناسب پلاننګ وشي . داچي په يو کورني باغ کي بايد کوم ډول نباتات وروزل شي دا د پلاټ يا هغه قطعه ځمکه چي غواړوباغ په کي جوړکړو په سايز يا اندازي پو ري اړه لري .په يو لوي کورنى باغ کي دنباتاتو انتخاب دباغ دساحي په اساس نه محدوديږي په دي حالاتو کي دنباتاتو انتخاب دمارکيټ دتقاضا ، دمختلفو سبزيجاتو لپاره د ځمکي موزونيت او همداشان دروزونکي ددلچسپۍ له مخيټاکل کيږي . مګر دکوراو يا اشپزخاني لپاره باغ کي دنباتاتو انتخاب په لاندي عواملو پوري اړه لري چي په لنډه توګه يي تشريح کوو. • .توافق دنباتا تو دهغه سيمي دآب هوا سره چي باغ په کي جوړيږي : په کورني باغ کي بايد داسي نباتات وکرل شي چي دهمغه سيمي داقليم او اب هواسره ښه توافق ولر ي او دعدم مطابقت مخه بايد ونيول شي . • دباغ اندازه (size of garden ):يو ډير کوچنى کورني باغ بايد ديو څوډوله موسمي سبزيجاتو دروزلو لپاره محدود او مشخص شي .دکرلو لپاره دنباتاتو شمير اويا دمختلفو نباتاتود ډولونو دانتخاب اندازه د باغ داندازي په زياتوالي سره زياتيدلي شي . • اړتيا(Need) :اصلاً په يوکورني باغ دشنوسبزيجاتو او نورو نباتاتو لکه فرانسوي لوبيا ، بانجان رومي ،تور بانجان ليړوګان او نورو دروزلواوکرلو ديو ي خوالذت او خوند اخستل دي له بلي خوا دغه سبزيجات کيداى شي چي په ډير نازکوالياو تازه والي سره په تيار ډول شکول کيږي په نازک ،نرم او تازه ډول په اشپزخانه کي داستفادي وړګرځي . • خاصه دلچسپي (Special interest) : دکورني باغ خاوند ممکن دخپلي خاصي علاقه مندۍ له مخي داسي سبزيجات وکر ي کوم چي په محلي مارکيټ کي په اسانۍ نه موندل کيږي . يادغير موسمي وختونولپاره سبزيجات (of season vegetables) تر روزني لاندي نيسي . • په يو کورني باغ دمتوازنې غذا په نظرکي نيولو سره بايد مختلف سبزيجات او ميوه جات وکرل شي مثلاً په لاندي ډول . b. Different kinds of vegetables  : لکه رومي بانجان ، کچالو، توربانجان ،ګلپي ،چغندر ،ګازره ، Cucurbits ځيني نو عي اوداسي نور. c. Leafy vegetables هغه سبزيجات چي د خوړ و وړ برخه يي پاڼه تشکيلوي لکه پالک ،کاهو ، کرم ، ګندنه ، او داسي نور. d. Legume vegetables ليګومي سبزيجات لکه لوبيا،مټر cow peaاونور. e. Vegetable used as row لکه ملۍ ،شلغم ، چغندر اوداسي نور. f. Vegetable used to increase taste هغه سبزيجات چي دذايقي دزياتولو لپاره استعماليږي لکه پياز ،هوږه، مرچ، دڼيا اوداسي نور. g. Vegetable used as fruit هغه سبزيجات چي دميوي په شکل استعماليږي خواصلاً سبزي ده لکه هندوانه ، خټکي ،بادرنګ اونور h. Different kinds of fruit مختلف ميوه جات لکه کيله ،papaya، امرود شفتالو،انناس ( pineapple )اودستروسو ځيني نوعي .همدارنګه gingerاوکورکمن ( turmeric )نباتات دintercropping په ډول ددي ميوو په منځ کي کرل کيدي شي . يو څه لږ زينتي بوټي لکه ګلاب .کشمالي اوپه همدي رقم نورهم په کورني باغ کرلي شو. په permanent block کي دميوه داروونو د قطارونو شمير په پورته جدول کي ښودل کيږي.

• په کورني باغونو کي بايدداسي سبزيجات ونه کرل شي ډير زيات وخت اوزيات کارته اړتيا ولري .دکدوکورني دځينو نباتاتو دکرلو څخه بايد ډډه وشي ځکه دوى ته د پورته ختلو مکانيزم برابرول نوروسبزيجاتو ته د سيوري سبب ګرځي .خوکچيري باغ کټاري(fence) ولري نو دکټاري په امتداد يي روزلي شو. • په کورني باغ کي بايد هغه سبزيجات يا نباتات وکرل شي چي دهمغه سيمي داقليم سره اشنا وي . 4- دنباتاتو لست کول: دهغه نباتاتو لست کول چي غواړو په کورني باغونو کي يي وکرو دوده يز فصل او دباغ داندازي په اساس په لاندي جدول کي ترتيب شوي دي. دژمي فصلونه Winter crops داوړي فصلونه kharif crops دباغ اندازه Size of garden مرچ (chillies) مرچ (chillies) 1

ډير وړوکي کورني با A: Very small kitchen garden شړشم (mustard sag ) ليړو ګان bhendi 2

بانجان tomatoes / brinjal بانجان poi sag / brinjal 3

پالک (palang sag) اوري (data sag) 4

مرچ (chillies) مرچ (chillies) 1


وړوکي کورني باغ B: Small kitchen garden شړشم (mustard sag ) اوري (data sag) 2

پالک (palang sag) ليړو ګان bhendi 3

رومي بانجان (Tomatoes) بانجان brinjal 4

بانجان(brinjal اوري (data sag) 5

مرچ (chillies) مرچ (chillies) 1


يونارمل اندازه کورني باغ C: Normal size kitchen garden (60ft x 30ft) بانجان brinjal بانجان brinjal 2

کچالان (Tomatoes) ليړو ګان bhendi 3

فرانسوي لوبيا ( French been) اوري (data sag) 4

پالک (palang sag) Cow pea 5

شړشم (mustard sag ) poi sag 6

پپايا ،کيله (banana ,papaya څوکلن نباتات (perennial crops 7

Roselle etc اونور

8


دژمي فصلونه Winter crops داوړي فصلونه kharif crops دباغ اندازه Size of garden مرچ (chillies) مرچ (chillies) 1




لوي کورني باغ D: Home garden




بانجان brinjal بانجان brinjal 2

کچالان (Tomatoes) ليړو ګان bhendi 3

شړشم (mustard sag ) اوري (data sag) 4

پالک (palang sag) Cow pea 5

کاهو (Letuce) poi sag 6

ګلپي (cauliflower) Jhinga 7

رومي بانجان (Tomatoes) کريله(karela) 8

کچالان (potato) بادرنګ (Cucumber) 9

Lauki White gourd (kumra) 10

کرم (cabbage) سورکدو (Red gourd) 11

فرانسوي لوبيا ( French been) ادرک (ginger) 12

مټر (peas) -- 13

ګازره (carrot) -- 14

پياز(Onions) -- 15

پپايا ،کيله (banana ,papaya څوکلن نباتات (perennial crops 16

Roselle etc اونور etc اونور 17

دافاتواو امراضو دمخنيوي لاري چاري[سمول]

1-حشرات او فنګسونه:-که چيري کورني باغونه دحشراو فنګسونو دحملي لا ندي راشي نو دکنترو لپاره يي بايد دinsecticide او fungicide دګډي سپري په واسطه چي د Malathionملتيان او Dithane M-45 دمرکبونوڅخه مشتق دي په يو ليتر اوبو کي دچاي دکاشوغي په اندازه اچول کيږي او په نباتا تو باند ي سپري کيږي. سپين ميږيان هغه حشري دي چي په پلاټو نو او چمنونو کي سوري اوځالي جوړ وي چي ددي سوريو له امله دټول پلاټ نباتات اوچمن بدرنګه او خسته معلوميږي .دکنترول لپاره يي 30 cc پترول په دغه سوريو کي اچول کيږي اووروسته يي سوري بندوي .دپترولو بوي ميږيان په خپلو ځالو کي وژني . 2-دMoss کنترول: moss هغه ګل لرونکي نباتات دي چي دکورني باغونو په نمجنو اوګنده ځايونوکي وده کوي او دالودګۍ سبب ګرځي چي دکنترول لپاره يي بايد ددغه ګنده چمن ماشين کولو وروسته يو ضعيفه محول دپوتاشيم پرمنګانټ (potassium permanganate) په ککړه ساحه باندي وپاشل شي ترڅودکورني باغ ساحه ددغه ګند او نم څخه پاکه شي. 3-دڅريدونکو حيواناتو کنترول: ددي لپاره چي کورني باغ کي مونبات د وزو ،غواو او داسي نورو حيواناتو څخه په امن کي وي نو دکور ګرد چاپيره دکټاري (fence) يااحاطي ارشد ضرورت دي .نو بغير دشپول يا کټاري جوړلو څخه بايد څو ک دکورني باغ په جوړولو لاس پوري نه کړي. ددي لپاره چي په کورني باغ کي دمرضونواوافاتو څخه پاک اوخالي سبزيجات او ميوه جات توليدکړي وي نو لاندي څو ټکي په نظر کي بايد ونيول شي . • دسبزيجاتو او ميوه جاتوتخمونه بايد ديوډاډمني او باوري منبع څخه واخستل شي . • دسبزيجاتو او ميوه جاتوهغه ډولونه بايد وکرل شي چي دامراضو او افاتو په مقابل کي مقاوم وي .

• دسبزيجاتو او ميوه جاتوتخمونه بايد په مناسبه او معقوله اندازه فنګس وژونکي درملوباند ککړ شي • په کورنيو باغونو(kitchen garden) کي بايد هرزه ګياوي په مکمل ډول کنترول شي .ځکه داهرزه بوټي دمختلفو ناروغيو دسپورونو اوحشراتو ځالي جوړوي . • دکورني باغ په پلاټونو کي بايد کرنيزتناوب په هتمي توګه مراعت شي . 4- کيماوي کنترول: که چيري اړتيا وليدل شي نو دپاملرني له مخي دي فنګس وژونکي اوحشره وژونکي درمل مخکي له مخکي دوقايي په شکل استعمال شي ترڅو دمختلفو فنګسي او ويروسي ناروغيو مخه ونيول شي ځکه چي ويروسي ناروغۍ دهغه حشراتو لکه سپين مچ ،سپږۍ او نور حشراتو په واسطه سبزيجاتو اوميوه جاتو ته انتقاليږ ي .نولازمه ده چي حشرات مخکي له مخکي وقايه او کنترول شي.

دافت وژونکو(pesticide) استعمال په وخت کى با يد  لاندوټکوته پاملرنه وشي.

♦ لږتاثيرلرونکي دوابايداستعمال شي. ♦ هغه دوايي بايد استعمال شي چي د( LD50) اندازه زياته وي . ♦ ډيرى جذبونکي دواګاني بايداستعمال نشي . ♦ پرته دضروت څخه بايددوايي استعمال نشي . ♦ ددوا استعمال بايددفني اشخاصودمشورى سره سم اجراشي . ♦ باغوان بايددحاصل راټولولوپه وخت کى خپلى سترګى ، خوله ، اولاسونه دحاصل سره ونه لګوي . ♦ دخوراک نه مخکى بايدخپل لاسونه پاک پريمنځي. ♦ دحاصل راټولولوپه وخت کي بايدخوراک ونه خوړل شي ميوي اوسبزي بايددخوراک نه مخکى پريمنځل شي . ♦ ددواپاشۍ جامي بايدجداوي . ♦ دوايي بايددتيزلمرپه وخت کي استعمال نشي استعمال مناسب وخت يي سهاراومازيګردي . 5- دکورني باغونو دافاتودکنترول لپاره ځيني عامي طريقي هم پکار وړل کيږي لکه دسور مرچک (hot pepper) استعمال. سورمرچک يا hot pepper په خپل ترکيب کي د capsaicin په نوم ماده لري چي دحشراتو او وړو ژوو لپاره دڅکلو وړ هم نه ده .چي پدي ترتيب دحشراتو او وړو حيواناتو مخه دباغ څخه اوړي . همدارنګه ځيني نوري مادي هم د افتونو او حشراتو دکنترول لپاره په کار وړل کيږي چي دهغي جملي څخه دصابون يادونه کولي شو .ځکه بعضي حشرات شته چي دصابون سره ډير سخت حساسيت لري خودصابون سره بايد ډير احتياط وشي ځکه يو شمير صابونونه لرونکي ديوڅه کيمياوي موادو دي چي دا کيمياوي مواد دنباتاتوپاڼي اونوري اجزاوي سختي زيانمنوي .نو دابه ډيره غوره وي چي دحشراتو ضد صابون (insecticidal soap استعمال شي تر څو مو ددغه مشکل مخه نيولي وي . دحاصل راټولول او زخيره کول څرنګه چي په کورني باغ (Kitchen garden ) کي کرنه يواځي دکورنۍ دسبزيجاتو او ميوه جاتو ورځنۍ اړتيا تامينوي نو يي حاصل هماسانه ا وپه تدريجي شکل تازه اوپهfresh ډول داشپزخاني دضرو رت په اندازه راټوليږي او کوم خاص پروسس ته په کي ضرورت نه ليدل کيږي . خو که چيري توليدات زيات وي او داشپزخاني داړتيا څخه اضافه وي نو داينده لپاره زخيره کيږي. زخيره کول څخه مقصد دادي چي که حاصل دوچولو وړوي نو وچوي يي او که دقطۍ بند(Caning)کولووړ وي نو قطۍ کوي يي مثلاً درومي بانجانو څخه روب جوړول دمرچکو ، بادرنګو او ګازرو اودا سي نورو سبزيجاتو څخه اچار جوړول اوليړو ګان اوداسي نور...


نباتات دوچولو وړتيا لري.  او يا داچي  ديو څه مالي  امکاناتودلاسته راړولو   په خاطر بازار ته په تازه ډول  عرضه کيږي  

سرچینې[سمول]

1. شيرذاد،ب،م،دميوو اوسبو سمون او ساتنه (1366)کابل پوهنتون دزراعت پوهنځى. 2. سعادت ،م،اسماعيل ، دسبوروزني اساسات (1388)ننګرهار پوهنتون دزراعت پوهنځى. 3. Malik, mohammad,N, Horticulture, National Book foundation Islamabad ,1996. 4. Texts Books of gardener’s Guide and vegetable of India.