دکلیمی شرطونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال : محمدبشیرمدنی[سمول]

د کلیمی شرطونه[سمول]

د کلیمی طیبی شرطونه اته دی چی په لاندی ډول سره وړاندی کیږی:[سمول]

الف : علم : یعنی پدی کلیمی باندی ځان پوهول چی په هغی کی دنورو ټولو باطلو معبودانو نه انکار کول او دیو الله جل جلاله دربوبیت ، الوهیت او اسماؤ صفاتو اقرارکول او منل دی ددی شرط دلیل دقرآن کریم دغه مبارک آیت دی چی الله جل جلاله فرمائی : فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا اللَّهُ وَاسْتَغْفِرْ لِذَنْبِكَ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مُتَقَلَّبَكُمْ وَمَثْوَاكُمْ سورت محمد ایت ( ۱۹)[سمول]

ژباړه : پوه شه ای مخاطبه ! چی نشته په رښتیا سره دعبادت او بندګی ، حقدار غیر دالله جل جلاله نه او بښنه وغواړه دګناه خپلی ځان لپاره او مؤمنانوسړو اوښځو لپاره او الله جل جلاله پوه دی ستاسو په ځای داوړیدلو راوړیدلو په ورځ کی او په ځای داستقرار اوآرام په شپه کی .[سمول]

اوحدیث شریف کی راځی : عَنْ عُثْمَانَ - رضي الله عنه - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللّهِ - صلى الله عليه وسلم - "مَنْ مَاتَ وَهُوَ يَعْلَمُ أَنَّهُ لاَ إِلٰهَ إِلاَّ الله دَخَلَ الْجَنَّةَ". رواه مسلم.[سمول]

ژباړه : روایت دی د عثمان رضی الله عنه څخه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : هرهغه څوک چی مړشی پداسی حالت کی چی هغه پوه وی پدی خبره چی حقدار د بندګی په رښتیا سره نشته غیر د الله جل جلاله نه بل څوک نو هغه به جنت ته ننوځی .[سمول]

ب : یقین : پدی کلیمی داسی کامل یقین کول چی په هغی کی دشک او ګمان لپاره څه مجال نه وی دلیل ددی شرط د قرآن کریم داآیت دی الله جل جلاله فرمائی : إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَ رَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتابُوا وَ جاهَدُوا بِأَمْوالِهِمْ وَ أَنْفُسِهِمْ في‏ سَبيلِ اللَّهِ أُولئِکَ هُمُ الصَّادِقُونَ سورة الحجرات آیت ( ۱۵)[سمول]

ژباړه : الله جل جلاله فرمائی یقینا مؤمنان هغه کسان دی چی ایمان راوړی وی په الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم باندی بیا شک او تردد نه وی کړی په خپل ایمان کی او جهاد یی کړی وی په خپل مال او نفس سر د الله جل جلاله په لارکی نو دغه کسان رښتینی دی . اوحدیث شریف کی  راځی : عن أبی هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : " أشهد أن لا إله إلا الله، وأني رسول الله لا يلقى الله بهما عبد، غيرَ شاكٍّ فيهما، إلا دخل الجنة " رواه مسلم[سمول]

ژباړه : ابوهریرة رضی الله عنه روایت کړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه چی ده مبارک فرمایلی دی : هر هغه څوک چی ګواهی وکړی ددی خبری چی نشته بل حقدار دعبادت او بندګی په رښتیا سره غیر د الله جل جلاله نه اوګواهی ددی خبری کوی چی زه د الله جل جلاله لیږل شوی رسول یم نونه مخ کیږی الله جل جلاله سره یوبنده پدی عقیدی پداسی حال کی چی شک نه کوی پدی عقیده کی مګر جنت ته به ننوځی .[سمول]

ج : اخلاص : یعنی مسلمان د الله جل جلاله عبادت او بندګی پدی قصد او نیت سره وکړی چی دمخلوق لپاره یا ددنیوی اغراضو لپاره نه وی ددی شرط دلیل دقرآن کریم دغه مبارک آیت شریف دی چی الله جل جلاله فرمائی : ﴿ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ وَذَلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ ﴾ سورة البینة آیت ( ۵)[سمول]

ژباړه : اودی خلکو ته امر نه ؤ شوی مګر ددی خبری چی بندګی وکړی دیو الله جل جلاله خالص ګرځوونکی دخپل دین الله جل جلاله لپاره پداسی حال کی چی کلک ولاړوی په توحید دالله جل جلاله باندی او مقابله کوونکی دی دشرک اومشرکینواو ودروی لمونځونه او ورکوی زکات دمالونواو دادی دین کلک اومحکم .[سمول]

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمائی :[سمول]

الْحَدِيثِ ، إِنَّ أَسْعَدَ النَّاسِ بِشَفَاعَتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ مَنْ قَالَ : لا إِلَهَ إِلا اللَّهُ خَالِصًا مِنْ قِبَلِ نَفْسِهِ "  [سمول]

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی : ډیر دښی برخی وړونکی خلک ځما له شفاعت نه هغه څوک دی چی ګواهی کړی وی ددی خبری چی نشته حقدار دبندګی په رښتیا سره غیر دالله جل جلاله نه اودایی په اخلاص سره ویلی وی له زړه نه .[سمول]

د: صدق : یعنی دا انسان په خپل شهادت او اقرار کی رښتینی دی او د دروغو څخه ځان ژغوری دلیل پدی شرط باندی دا آیت کریمه دی ، الله جل جلاله فرمائی :[سمول]

سورة العنکبوت آیت ( ۱- ۲ ) .{الم * أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ * ژباړه : الله جل جلاله ښه پوهیږی په مطلب ددی حروفو مقطعاتو( الم ) الله جل جلاله فرمائی : آیا ګمان کوی خلک چی پریښودلی به شی صرف پدی خبری چی وائی دوی موږ ایمان راوړی دی او دوی به ونه ازمایلی شی .[سمول]

اوحدیث شریف کی راځی : وفي الصحيحين عن معاذ بن جبل رضي الله عنه عن النبي[سمول]

صلى الله عليه وسلم قال: (  ما من أحد يشهد أن لا إله إلا الله وأن محمدا عبده ورسوله صدقا من قلبه إلا حرمه الله على النار) .[سمول]

ژباړه : روایت  کړی معاذ بن جبل رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه هغه مبارک فرمایلی دی : نشته هیڅ یوبنده دالله جل جلاله چی هغه ګواهی کوی په رښتیا سره پدی خبره چی نشته حقدار دبندګی اوعبادت په رښتیا سره غیر دالله جل جلاله نه اوګواهی کوی پدی خبری چی محمد صلی الله علیه وسلم دالله جل جلاله بنده اورسول دی په رښتیا سره دخپل زړه نه مګر الله جل جلاله حرام کړی دی په هغه باندی اور دجهنم .[سمول]

هـ : محبت : یعنی د دی کلیمی سره مینه کول معناداچی دغه مبارکه دکوم شی ښودنه او تعلیم ورکوی دهغی سره مینه او محبت کول اودڅه نه چی انسان منع کوی دهغی نه ځان ژغورل ، ددی شرط دلیل دقرآن کریم نه لاندی آیت کریمه دی الله جل جلاله فرمائی : وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَتَّخِذُ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَنْدَادًا يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللَّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبًّا لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا وَأَنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ ﴿۱۶۵﴾ سورت البقرة .[سمول]

ژباړه : الله جل جلاله فرمائی : ځینی دخلکو نه هغه څوک دی چی نیسی غیر دالله جل جلاله نه نور همسیالی اوشریکان او مینه کوی دهغوی سره په شان دمحبت کولودالله جل جلاله سره  او هغه کسان چی توحید والادی او حقیقی مؤمنان دی هغوی ډیر زیات محبت کوونکی دی دالله جل جلاله سره او کله چی ووینی هغه کسان چی ظلم او شرک یی کړی ؤ عذاب بیا به پوه شی چی یقینا قوت او طاقت ټول یو الله جل جلاله سره دی او یقینا الله جل جلاله سخت عذاب ورکوونکی دی .[سمول]

اوپه حدیث شریف کی راغلی دی چی :[سمول]

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ ثَلَاثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ ، وَجَدَ حَلَاوَةَ الْإِيمَانِ ؛ أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ ، أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا ، وَأَنْ يُحِبَّ الْمَرْءَ لَا يُحِبُّهُ إِلَّا لِلَّهِ ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الْكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّار.ِ[سمول]

ژباړه :  دحضرت أنس رضی الله عنه روایت دی چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی : دری صفات دی چاکی چی موجود شول نو وبه څکی پدی سره هغه خوند اوخوږ والی دایمان اوهغه دری شیان دادی :[سمول]

ــــ اول صفت دایمان : چی الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم ورته ډیر زیات ګران اومحبوب وی دهرچا نه او دهرڅه نه .[سمول]

ـــ دوهم صفت دایمان دادی : چی مینه اومحبت دچا سره نه کوی مګر د الله جل جلاله لپاره .[سمول]

ـــ دریم صفت دایمان دادی : چی بد وګڼی اوریدل کفر اوهری بی دینی ته وروسته دهغی نه لکه څنګه چی دا خبره بده ګڼي چی اورته وغورځول شی ( یعنی پخپل ایمان ډیر کلک وی لکه څنګه چی په اورکی غورځیدل ورته سخت تمامیږی ) .[سمول]

و: انقیاد : یعنی تسلیمیدل اوتابعداری ددی کلیمی دحقوقو لپاره اومراد دحقوقونه هغه فرض اوضروری احکام دی چی په اخلاص سره وی اوصرف د الله جل جلاله دراضی کولولپاره وی او پدی شرط باندی دلیل دا آیت کریمه دی ، الله جل جلاله فرمایی : وَ أَنيبُوا إِلي‏ رَبِّکُمْ وَ أَسْلِمُوا لَهُ مِنْ قَبْلِ أَنْ يَأْتِيَکُمُ الْعَذابُ ثُمَّ لا تُنْصَرُونَ سورت زمر آیت ( ۵۴) .[سمول]

ژباړه : اورجوع وکړی ای خلکو خپل معبود اورب ته اوغاړه کیږدی دهغه اوامروته او توحید ته مخکی ددی نه چی عذاب د الله جل جلاله راشی بیابه تاسوسره هیڅ قسمه نصرت او مدد کیدای نشی .[سمول]

اوحدیث شریف کی راځی چی :[سمول]

.[سمول]

( لا يُؤمن أحدكم حتى يكون هواه تبعا لما جئت به )قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :  [سمول]

ژباړه : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : ایمان والا اومؤمن نشی جوړیدای یوانسان ترڅو چی خپل خواهشات تابع نکړی دهغه دین چی ما راوړی دی .[سمول]

ز: قبول والی او منل :[سمول]

یعنی ددی کلیمی لاندی چی څه احکام دی هغه منل په خپل قول اوعمل ، سیرت او صورت کی او پدی شرط باندی دلیل دا آیت کریمه دی ، الله جل جلاله دکفارو په اړه فرمایی :[سمول]

إِنَّهُمْ كانُوا إِذا قيلَ لَهُمْ لا إِلهَ إِلاَّ اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ سورة صافات آیت- 35[سمول]

ژباړه : یقینا دوی هغه خلک دی کله چی به دوی دتوحید کلیمی طرف ته را بلل کیدل نو دوی به تکبر او لویی کوله .[سمول]

ح : الکفر بالطاغوت : یعنی انکار کول دطاغوت دمعبودیت او تابعداری نه ، اوطاغوت هر هغه معبودته ویل کیږی چی سوا دالله جل جلاله نه دکوم شی عبادت کیږی اوهغه پری راضی او خوشحاله وی ، دلیل پدی شرط باندی دا آیت کریمه دی ، الله جل جلاله فرمایی : لاَ إِکْرَاهَ فِی الدِّینِ قَد تَّبَیَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَیِّ فَمَنْ یَکْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَیُؤْمِن بِاللّهِ[سمول]

فَقَدِ اسْتَمْسَکَ بِالْعُرْوَهِ الْوُثْقَىَ لاَ انفِصَامَ لَهَا وَاللّهُ سَمِیعٌ عَلِیمٌ[سمول]

سورت البقرة آیت ( ۲۵۶) .[سمول]

ژباړه : نشته تکلیف او زور په دین کی ځکه په تحقیق سره ښکاره شوی ده سمه لاره دخرابی نه اوهرهغه څوک چی انکار وکړی دبندګی دغیر الله جل جلاله نه اوتصدیق وکړی دتوحید دالله جل جلاله په تحقیق سره دی انسان کلکی منګولی ولګولی په هغه رسی دتوحید چی هغه نه شلیدونکی ده دهمیش لپاره او الله جل جلاله ډیر اوریدونکی او ډیر پوه دی دمخلوقاتوپه حال .[سمول]

ترتیبوونکی : محمدبشیر مدنی[سمول]