دکافر ولسمشر په ضد پآڅون د اسلام له نظره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ترتیب کوونکی :محمدبشیر مدنی[سمول]

دکافر ولسمشر په ضد پاڅون :[سمول]

وړاندې مویاد کړه چې مشربه یاکافر وي او یاهم مسلمان ، همدارنګه مخکې مو ذکرکړه چې د عادل مسلمان مشرپه وړاندې امت څه دندې او مسؤلیتونه لري اودا موهم یادکړه چې که دغه پاچا په ښکاره فسق سره د هغه څه نه ووت چې د عدالت غوښتنه وه .[سمول]

پدې مسأله کې به ان شاء الله د هغه پاچا حکم بیانوو چې د اسلام څخه وتلي وي که دا وتل هررنګ ولري لکه د اسلامی شریعت څخه پرته په وضعي قانون عمل کول ، یاد اسلامي شریعت بدلول ، یا د الله جل جلاله په دین اودهغه په احکامو پورې ملنډې وهل ، یا داسلام او مسلمانانو په ضد ددوی ددین په سبب جګړه تپل ، یا دسیکولر نظام رواج کول او دنورو باطلونظامونو لکه دیموکراسي اوداسې نور خپرول او دوسلې په زور دهغو حفاظت کول ، یا دمسلمانانو په مقابل کې د کافرانوسره دوستي د هغوی مرسته او هغوی ته لاس ورکول او داسې نورډولونه چې په هغې سره د اسلامی امت څخه وځي .[سمول]

الله جل جلاله د مشرانو په اطاعت امر کړی دی چې هغوی علماء کرام او پاچایان دی ، الله جل جلاله فرمایلي دي : إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُواْ بِالْعَدْلِ إِنَّ اللّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿58﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا ﴿59﴾[1][سمول]

ژباړه : بیشکه الله حکم کوي تاسو ته چې و سپارئ تاسو امانتو نه د امانت خاوندانو ته او هرکله چې فیصله کوئ تاسو په منځ د خلکو کې نو فیصله کوئ په انصاف سره ، بیشکه الله ښه څیز دی هغه ، چې نصیحت کوي تاسې ته ، په هغې سره ، بیشکه الله ، دئ ، ښه اوریدونکئ او ښه لیدونکئ / اې هغه کسانو چې ایمان مو راو ړئ دی حکم ومنئ د الله ، او حکم ومنئ درسول ، او د خاوندانو د حکم ستاسو نه ، نو بیا که ستاسو په منځ کې جګړه راشي په څه خبره کې نو و اپس کوئ هغه الله ته او رسول ته که یی تاسې چې ایمان لرئ ، په الله او په ورځ د آخرت دا کار غوره دی او ډیر ښه دی د انجام په لحاظ سره .[سمول]

علماء کرامو ویلي دي : لومړۍ مبارک آیت د پاچایانو په اړه نازل شوئ دی ، په دوی لازم دي چې امانتونه خپلو مستحقینوته وسپاري اوکله چې د خلکو ترمنځ پریکړه کوي باید په عدل او انصاف سره يې وکړي چې هغه قرآن کریم او نبوي احادیث دي ، اودوهم : مبارک آیت د لښکر او دولس د نورو ډلو په هکله نازل شوی پدوی لازم دي چې دخپل مشراطاعت او پیروي وکړي ، کوم چې دولس د غنیمتونو په ویش د هغوۍ د پریکړو او جهادي امورو او داسې نورو کارونو په اړه تصمیم نیسي او کارکوي تردې چې په ګناه امر ورته وکړي خوکله یې چې د الله جل جلاله د نافرمانئ ورته وویل بیا د الله جل جلاله په نافرمانئ کې د خلکو اطاعت نشته او که د خلکو او ولس ترمنځ په کوم واړه اویالوۍ څیزکې اختلاف پیدا شي بیا یې د الله جل جلاله په کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم احادیثو ته ور وړي او دهغو مطابق پرې فیصله وکړي .[سمول]

دا ښکاره خبرده چې کوم هغه پاچایان چې د الله جل جلاله د حکم په خلاف احکام صادروي او خلک د هغه باطلو قوانینو په منلو مجبوروي چې د الله جل جلاله دین سره په ټکر کې وي ، دغه حاکمان په هیڅ صورت کې مسلمانان ندي لکه څنګه چې مخکې یې دلائل ذکرشول نو ددوی اطاعت او پیروي واجب نده بلکې هرڅوک دخپل توان په اندازه باید د هغوۍ په مقابل کې جګړه وکړي اودا پري واجب دي .[سمول]

له همدې سببه علماء کرمو ذکرکړي دي چې کوم مشران چې اطاعت کول یې واجب دي هغوی علماء ، فقهاء او هغه حاکمان دي چې د الله جل جلاله په اطاعت او پیروی سره امرکوي ، نه هغه کسان چې په منکر سره امر کوي د معروف له کولو څخه منع کوي او هغه حرام بولي او نه دهغو حاکمانو اطاعت شته چې خلک د وسلې په زورد اوسپنې او اور په کارولو سره کفرته بیایي نو دغسې حاکمان په هیڅ صورت سره هغه مشران نشي کیدی چې اطاعت او پیروي یې لازمیږي .[سمول]

د عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه د الله جل جلاله ددې مبارک فرمان په هکله چې « وأولی الأمر منکم » کې وايي : دغه خلک فقهاء او دیني علماء دي .[سمول]

عبد الله بن احمد رحمت الله علیه ویلي دي : د الله جل جلاله پیروان اوتابعداران هغه څوک دي چې خلکو ته ددین معناوې ورښئي اوهغوی ته په معروف او نیکی امرکوي اوله بدی څخه یې منع کوي نو الله جل جلاله په خپلو بندګانو د دوی اطاعت لازم کړی دی .[سمول]

د جابر بن عبد الله رضی الله عنه څخه روایت دی چې دغه کسان فقهاء او علماء دي .[سمول]

دعطاء رحمت الله علیه څخه د الله جل جلاله ددې مبارک فرمان په اړه چې : « أطیعوا الله و أطیعوا الرسول وأولی الأمر منکم » کې وایي : دغه کسان علماء او فقهاء دي او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اطاعت څخه مطلب د قرآن کریم او نبوي احادیثو پیروي او متابعت دی .[سمول]

د میمون بن مهران رحمت الله علیه څخه راغلي دي : د الله جل جلاله ددې مبارک فرمان په اړه چې : « فان تنازعتم فی شئ فردوه الی الله والرسول » ترڅو چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوندی وي اوکله چې وفات شي بیا خپله ستونزه دهغه سنتو ته وړاندې کوۍ .[سمول]

مجاهد رحمت الله علیه ویلي دي :  « أطیعوا الله و أطیعوا الرسول وأولی الأمر منکم » څخه مطلب علماء او فقهاء دي ، « فان تنازعتم فی شئ فردوه الی الله والرسول » څخه مطلب د الله جل جلاله کتاب او دپیغمبر صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث دی او مشرانو ته هیڅ څیزمه وړاندې کوئ .[سمول]

امام قرطبي رحمت الله علیه ویلي دي : جابر بن عبد الله رضی الله عنه او مجاهد رحمت الله علیه ویلي دي : د « أولو الأمر » څخه مطلب قاریان او عالمان دي همدغه دامام مالک رحمت الله علیه نظر هم دی ، په همدې ډول امام ضحاک رحمت الله علیه هم ویلي دي : چې مطلب ترې فقهاء او دیني علماء دي ، تردې چې امام قرطبي رحمت الله علیه ویلي دي : د میمون بن مهران ، مقاتل او کلبي څخه روایت دی چې د « أولو الأمر » څخه مطلب د جهادي ګروپونو قوماندانان دي .[سمول]

سهل بن عبد الله التستري رحمت الله علیه ویلي دي : ترهغه به خلک په خیر او له فتنو څخه ژغورل شوي وي ترڅوچې د پاچایانو او علماؤ قدر او احترام کوي کله چې دغه کار وکړي نو الله جل جلاله به یې د آخرت او دنیا جوړه کړي او که دوی ته په سپکه سترګه وګوري آخرت او دنیا به یې خراب شي .[2][سمول]

امام ابوبکر جصاص رحمت الله علیه ویلي دي : د « أولی الأمر » په تفسیر کې علماء کرام اختلاف لري ، د جابر بن عبد الله رضی الله عنه او ابن عباس رضی الله عنهما څخه په یوه روایت کې راغلې ، اوهمدارنګه د حسن ، عطاء ، او مجاهد رحمت الله علیهم په نظر أولو الأمر فقهاء او علماء دي ، په بل روایت کې د عبد الله بن عباس او ابوهریرة رضی الله عنهما څخه راغلي دي چې : أولوالأمر د جهادې ګروپونو امیران دي ، داهم روا دي چې دآیت شریف څخه ټول مطلب دي ځکه چې دغه نوم کې ټول یادشوي کسان راځي ، ځکه چې امیران د لښکرو ، جهادي ګروپونو او دښمن د جګړي لپاره کارکوي او علماء کرام د اسلامي شریعت د ساتنې د روا او ناروا د بیانولو چارې په غاړه لري ، نو خلکو ته ددې امیرانو او مشرانو د اطاعت او دهغوی د امر منلو ویل تر هغه چې عدل کوي پداسې حال کې چې علماء کرام پخپله عادل او مراقبت والا ، پخپل دین باندې ټینګ په ورسپارل شوې دندې کې امانت کار او دا د الله جل جلاله ددې مبارک فرمان په څیر دی لکه چې الله جل جلاله فرمایي : « فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ ﴿43﴾» [3][سمول]

ژباړه :ـ- نو تپوس وکړئ د عالمانو نه که یئ تاسو چې نه پوهیږئ .[سمول]

ځینې خلک داهم وایي : دلته په ډ‌اګه معلومیږي چې د « أولو الأمر» څخه مطلب امیران دي ځکه چې په عدل او انصاف سره امر وړاندې تیر شو او دغه خطاب دهغه لپاره دی چې د احکامو د پلې کولو اختیار لري او هغه امیران او قاضیان دي بیا ورپسې د أولی الأمر د اطاعت امر پرې عطف شوی چې هغوی هغه امیران دي کوم چې په دوی باندې حکم او پریکړه کوي پداسې حال کې چې عادل وي او خلک ترې راضي او خوښ وي پدې کې ددې څخه ممانعت نشته چې د جهادي ګروپونو د امیرانو او علماء کرامو اطاعت وشي ځکه چې په عدل سره د فیصلې کولو د امرپه لومړې والي سره د امیرانو د اطاعت ځانګړتیا پرته له نورو څخه معلومیږي تردې چې ویې ویل : د الله جل جلاله مبارک فرمان له دې څخه وروسته چې : « فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ ...﴿59﴾[4][سمول]

ژباړه :ـ- نو بیا که ستاسو په منځ کې جګړه راشې په څه خبره کې نو و اپس کوئ هغه الله ته او رسول ته .[سمول]

پدې سره دلالت کوي چې د أولی الامر څخه مطلب فقهاء دي ځکه چې الله جل جلاله ټولو خلکو ته د دوی د اطاعت امر کړی دی او أولی الامر ته یې حکم کړی چې  د تنازع او جنجال مسأله د الله جل جلاله کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو ته وړاندې کړه .[سمول]

څوک چې عالم نه وي نو دغه مقام او منزلت نه لري ځکه چې جاهل د الله جل جلاله کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنتو ته د فیصلې په وړاندې کولو او په پیښو باندې د قرآن کریم او نبوي احادیثو د دلائلو په وجوهاتو نه پوهیږي نو له دې څخه دا ثابته شوه چې  د أولی الأمر څخه مطب علماء کرام دي .[5][سمول]

په يقيني ډول امام ابن كثير رحمت الله علیه ويلي دي: علي بن طلحه رحمت الله علیه د ابن عباس رضی الله عنه څخه نقل كوي چې ( أولو الأمر) فقهاء او ديني علما دي.[سمول]

همدارنګه مجاهد عطاء حسن بصري او ابو العاليه ويلي دي: (اولوالامر) علماء دي، خو په ظاهري ډول داسې څرګندېږي چې دغه مبارك آيت عام دى په ټولو اولولامر اميرانو او علماء تطبيقېږي [6][سمول]

امام نووي رحمت الله علیه د علماء كرامو څخه نقل كوي چې : د أولوالأمر : څخه مطلب هغه څوك دي چې الله جل جلاله يې اطاعت پرې واجب كړى وي لكه علماء او اميران داد مخكينيو او وروستيو مفسرينو فقهاو او نورو نظر څښتنانو راى ده.[سمول]

داهم ويل كېږي چې : مطلب يې علماء دي او همدارنګه ويل كېږي چې : اولي الامر اميران او علماء كرام دي. [7][سمول]

له همدې امله امام شوكاني رحمت الله علیه ددې آيت په تفسير كې ويلي دي: (اولي الامر: امامان، اميران او قاضيان دي او هر هغه څوك چې شرعي مشرتوب ولري نه طاغوتي مشري [8][سمول]

حافظ ابن حجررحمت الله علیه ويلي دي: امام طيبي ويلي د الله جل جلاله په دې فرمان كې چې (أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ)[9] كې د فعل اعاده او تکرار دي ته اشاره ده چې د رسول اكرم صلی الله علیه وسلم اطاعت مستقل دى او په اولي الامر كې دفعل اعاده نه ده ذكر كړې دادېته اشاره ده چې په اولي الامر كې به ځينې داسې خلك هم وي چې اطاعت او پيروي يې نه واجبېږي بيايې د الله جل جلاله په دې فرمان كې بيان كړ چې : فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ) لكه چې وويل شي كه چېرې په حق سره عمل ونكړي نو اطاعت يې مه كوئ او خپلې منځي شخړې د الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم حكم ته وړاندې كړئ [10][سمول]

شهید سيد قطب رحمت الله علیه ويلي دي:[سمول]

الله جل جلاله فرمایلي دي چي:  وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ) يعنې هغه مومنان چې د ايمان شرط په كې موجود وي ، په مبارك آيت كې د اسلامي شريعت څرګند حدد الله جل جلاله او پيغمبرصلی الله علیه وسلم د اطاعت او يواځې الله جل جلاله حاكم ګڼل او د خلكو لپاره د ابتداء څخه د تشريع او قانون ګرځول او د همدغه الله جل جلاله د لوري څخه د قانون او شريعت اخيستل او د هغه څه په اړه چې الله جل جلاله  شرعی نص په كې رالېږلی  او همدغه الله جل جلاله ته د هغه څه په هكله چې عقلونه او پوهه او نظر په كې اختلاف لري له هغه شي نه چې د الله جل جلاله له لوري د عامو اصولو د پلي كېدو په اړه یی كوم حكم نه وي په كې راغلى له هغه څه نه چې حكم په كې راغلى وي،  حكم د الله جل جلاله اطاعت اصل ګرځوي او همدارنګه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  اطاعت او پيروي هم اصل او اساس ګرځوي، ستاسو څخه د اولي الامر اطاعت د الله جل جلاله او پيغمبر صلی الله علیه وسلم د اطاعت تابع دى تر څو دا وښيي او ثابت يې كړي چې د اميرانو اطاعت د الله جل جلاله او پيغمبرصلی الله علیه وسلم داطاعت څخه اخيستل شوى وروسته له دې چې دوى په دې سره اعتراف وكړي چې ستاسو له جملې څخه دې، په ايمان او د هغه په شرط تړل شوي دي. [11][سمول]

يقيناً چې الله جل جلاله فرمايلې دي: وَلَن يَجْعَلَ اللّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا [12][سمول]

ژباړه: او له سره به ونه ګرځوي الله لپاره د كافرانو په مومنانو باندى هېڅ لاره د حجت او د بري.[سمول]

د الله جل جلاله په دې مبارك فرمان كې چې: ولن يجعل) نفي د نهي په معنى سره ده، يعنې تاسو په مسلمانانو باندې د كافرانو لخوا كوم تسلط او لاره مه ګرځوى. له همدې امله علماء كرامو ويلي دي: د كافر لپاره د مسلمان غلام مريتوب نشته د اخستلو په وسيله ملكيت هم یوه لار ده نو ځكه يې روا والى نشته په دې سره پيمان نه تړل كېږي [13][سمول]

دا دهغه چا نظر دى چې وايي آيت شريف د دنيا او اخرت اړوندو څيزونوته شامل دى ځينې علماء بيا داوايي چې آيت شريف د آخرت په څېزونو پورې اړه لري.[سمول]

علماء كرامو په دې اجماع كړې ده چې : په مسلمان باندې د كافر نه په واده او نه په نورو څېزونو كې اختيار او تسلط شته له همدې امله امام ابن مندز رحمت الله علیه ويلي دي: ټول هغه علماء كرام چې علم ترې اخيستل كېږي په دې سره اتفاق لري چې په هېڅ ډول د كافر لپاره په مسلمان باندې سرپرستي نشته. [14] .[سمول]

دغه قول او هغه لويه لار او سرپرستي چې په مبارك آيت كې يې رد او نفي شوې داده چې دغه كافران د مسلمانانو په سرحاكمان او مشران وي همدغه كافران په مسلمانانو د وكړه او مكړه حكم جاري كوي ځكه چې مشر دخپلې خوښې د حكم په پلي كېدو سره په خلكو زوراچوي او څوك چې ددې امر مخالفت كوي هغوى ته تعذيب وركول كېږي ، وايو څرګند او واضح حقيقت دى نو كله چې سپڅلى شريعت د نارينه مسلمان او مسلمانې ښځې د واده په اړه د كافر سرپرستې منع ګرځولې په داسې حال كې دا ديو مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې ځانګړنې كار دى نوڅنګه به د داسې يو لوى او عظيم كار مخه ونه نيسي چې هغه اسلامي خلافت او يا په كوم هېواد كې د زياترو مسلمانانو اسلامي امارت دى آيا دابه د يو مسلمان له ځانګړي كار څخه په منع كېدو زيات غوره او ارزښنتاك نه وي.[سمول]

په يقيني ډول صحابه كرامو دپيغمبرصلی الله علیه وسلم سره په دې بيعت و كړ چې د خپلو اميرانو به اطاعت كوي او خبره به يې اوري مګر كله چې د اسلام څخه په ظاهر،څرګند او ډاګيز كفر سره چې د الله جل جلاله په دين كې يې حكم معلوم وي خارج شي نو په دې مهال له دوی څخه وځي او دې ته كوم حق نه ثابېتېږي او نه په دوى باندې كوم اطاعت او پيروي شته دغه پخوانی ثابته اجماع د علماؤ کرامو څخه نقل شوی او هېڅوك نشي كولاى چې ددې اجماع په اړه ووايي چې ثبوت ته څه زيان ورسوي.[سمول]

د جناده بن ابي اميه رحمت الله علیه څخه روايت دى چې موږ عباده بن الصامت رضی الله عنه ته ورغلو او هغه مريض وه ورته ومو ويل الله جل جلاله د روغ كړه موږ ته يوڅه خبره وكړه چې الله جل جلاله يې درته ګټه ورسوي هغه مبارك وويل: پيغمبرصلی الله علیه وسلم  موږ اسلام ته راوبللو او موږ ورسره بيعت وكړ او ويې فرمايل په هغه څه كې چې بيعت يې را څخه واخيست: په رضا او ناخوښى، تكليف او راحت كې د امير خبره او رېدل او اطاعت پي كول او كه څه هم دغه اميران كوم څيز د د نیوي مال او متاع څخه د خپلو ځانونو لپاره خاص وګرځوي.[سمول]

د امارت او مشرۍ د مستحق په وړاندې به جنجال نه كوو او مقابله به ورسره نه كوو تر څو چې ښكاره،څرګند او ډاګيز كفر ترې ووينی چې ستاسې سره د هغه په هكله د الله جل جلاله څخه په هغه كې دليل او ثبوت وي. دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه او امام مسلم رحمت الله علیه روايت كړى او همدارنګه امام احمد رحمت الله علیه او امام ابن حبان رحمت الله علیه هم ذكر كړى دى.[سمول]

بواح،: ښكاره او څرګند ته وويل كېږي.[سمول]

امام نووي رحمت الله علیه د عباده رضی الله عنه د مخكيني حديث شريف په شرح كې ويلي دي: قاضي عياضي رحمت الله علیه ويلي دي: علماء كرام په دې سره متفق دي چې د كافر لپاره امامت نشته او بيعت نه ورته اخيستل كېږي او كه چېرې كوم مسلمان امير كافر شي نو د امارت څخه د عزل كړى شي.[سمول]

او همدارنګه قاضي عياض رحمت الله علیه ويلي دي: كه چېرې كوم امير لمونځ پرېږدي او خلك هغه ته نه رابولي نو معزول دكړى شي.[سمول]

او همدارنګه قاضي عياض رحمت الله علیه ويلي دي: كه چېرې كوم مسلمان امير كافر شي او يا شرعي احكامو ته تغير وركړي او يا مبتدع شي امارت او مشرى څخه ووت او اطاعت يې نشته ، په مسلمانانو واجب دي چې په ضد يې پاڅون وكړي او د قدرت څخه يې لرې كړي او كه يې توان وي يو عادل امام يې د پرځاى و دروي كه چېرې دغه كار پر ته له يوې ډلې څخه بل چاته امكان نه لري نو په دوى واجب دى چې كافر امير د قدرت څخه لرې كړي. [15][سمول]

حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ويلي دي: فقهاء په دې سره متفق دي چې د غالب امير اطاعت او  تر امر لاندې يې جهاد كول واجب دي او اطاعت يې له هغه څخه چې په ضد يې پاڅون وشي غوره دى. له دې څخه يواځې هغه څه مستثنى دي چې د امير څخه ښكاره كفر سر ووهي نو په دې مهال يې اطاعت نشته، بلكې د داسې امير په ضد په توان لرونكو جهاد واجب دى. [16][سمول]

او همدارنګه حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ويلي دي: امير د كفر په سبب په اجماع سره ګوښه كېږي نو په هر مسلمان واجب دي چې ددې لپاره را اوچت شي چاچې دغه كارته مټې را و نغښتې هغه ته ثواب او اجر دى او چاچې فريب او چالبازي وكړه ګناهګار شو او څوك چې ددغه كار څخه عاجز او بې وسه شو په هغه باندې ددغه ځاى او ټاټوبي څخه هجرت كول واجب شو،[17] په دې اړه فتح الباري ج۱۳\۱۳۳ مخ وګورئ دغه اجماع ابن حجر له ابن التين څخه نقل كړې[18][سمول]

امام ابن حجر رحمت الله علیه ويلي دي: ابن التين له داودي رحمت الله علیه څخه نقل كړي چې هغه ويلي دي : كوم نظر چې علما كرام يې د ظالمو اميرانو په هكله لري دادى چې: كه چېرې د فتنې او ظلم كولو پرته يې د ګوښه كېدو توان لري نو ګوښه كېدل يې واجب دي او كه نه بيا صبر كول واجب دي.[سمول]

ځينې علماؤ ويلي چې : د لومړي سر څخه د فاسق لپاره د بيعت اخيستل نشته خو كه چېرې يو عادل امير وروسته ظالم شي نو په ضد يې پاڅون نشته ترڅو كافر شوى نه وي كله چې كافر شو بيا پاڅون واجب دى. [19][سمول]

امام ابويعلي رحمت الله علیه ويلي دي: كه چېرې د امير څخه يوداسې څه ښكاره شي چې په ديني لحاظ عيبناك ترې ښكاره كېږي نو په اړه يې دوكتل شي كه دايمان راوړلو څخه وروسته كافر شو نو دامامت او مشرۍ څخه ووت په دې كې څه اشكال او سختي نشته ځكه چې د اسلامي امت څخه ووت وژل يې واجب شول. [20][سمول]

شیخ الاسلام ابن تيميه رحمت الله علیه ويلي دي: كوم امير چې داسلامي نظام څخه پرته یی دبل نظام او قانون د پيروۍ اجازه وكړه ګوښه كېدل يې واجب شول او اطاعت يې حرام دى ځكه په داسې حالت كې دكفر د صفت وركولو مستحق ګرځي. [21][سمول]

همدارنګه ابن تيميه رحمت الله علیه ويلي دي: محمدصلی الله علیه وسلم د ټولوانسانانو او پيريانو دهدايت لپاره رالېږل شوى دى كه چا داباور وكړ اوعقيده يې لرله چې يو چاته د محمدصلی الله علیه وسلم  د شريعت څخه وتل او اطاعت نه كول روادي نو دغه كس كافر دى وژل يې واجب دي. [22][سمول]

دغه د قران كريم، نبوي احاديثو او د ديني امامانو اقوال په څرګند ډول ددې حكم ښكارندوى دى چې څوك د مشرانو او اميرانو څخه د الله جل جلاله د دين څخه ووزي په خلكو باندې يې  اطاعت واجب نه دى بلكې په ضد يې پاڅون لازم دى او كه پخپله قدرت پرې نږدي بايد ګوښه كړى شي. په راتلونكو كرښو كې د ځينو علماؤ كرامو اقوال ذكر كوو چې چا دالله جل جلاله حكم پرېښود او يايې د الله جل جلاله د اجازې پرته نور وضعي قوانين جوړ كړل او يايې هم د خلكو ترمنځ د الله جل جلاله دحكم د پلي كولو څخه انكار وكړ.[سمول]

امام ابن حزم رحمت الله علیه د هغه چاپه اړه یې د خلكو لپاره هغه قوانين جوړ وي كوم چې د الله جل جلاله په دين كې نشته وايي:[سمول]

د قوانينو جوړول د څلورو وجو هاتو څخه خالي نه وي:[سمول]

۱- يا لازمي فرض له منځه وړل لكه : ځينې لمونځونه، ځينې روژې ، ځینې زكاتونه ، ځينې ارکان حج ياد زنا څه اندازه حد کمول، او يا هم دقذف څه حد کمول  یا ددې ټولو له منځه وړل .[سمول]

۲- يا په كوم يادشوي شي كې زياتوالى يا د نوي فرض منځ ته راوړل.[سمول]

۳- يا د حرام څيز حلال ګڼل لكه د خنزير غوښه، شراب څښل، د مردارو خوړل.[سمول]

۴- يا د حلال څيز حرام ګڼل لكه د پسه غوښه او داسې نور هر يو ددې څخه چې څوك عقيده پرې ولري كافر او مشرك دى په يهودو او نصارى پورې تړل شوى او د هغوى څخه دي.[سمول]

په هرمسلمان دا فرض دي چې كه هر څوك داسې وويني چې د څلورو يا دشويو امورو څخه په يو باندې عقيده ولري پرته د توبې له غوښتلو څخه يې ووژنئ او توبه يې قبوله نكړئ كه توبه يې هم وكړه ، مال يې د مسلمانانو بيت المال ته وسپارئ ځكه چې د غه كس خپل دين بدل كړى يقيناً پيغمبر صلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي جل جلاله  چاچې خپل دين بدل كړى وي ویی وژنئ) [23]دغه حديث په احكام د ابن حزم ج ۶\ ۱۱۰ مخ او همدارنګه ۲\۱۱۷-۱۰۹-۷۸-۷۷ او حديث شريف امام بخاری رحمت الله علیه امام احمد رحمت الله علیه د ابن عباس رضی الله عنهما څخه روايت كړى دى.[سمول]

همدارنګه ابن حزم رحمت الله علیه ويلي دي: كه چېرې څوك داسې عقيده ولري چې د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  د مرګ څخه وروسته يو شخص كولاى شي چې كوم حلال څيز حرام كړي او يا كوم حرام څيز حلال و ګرځوي او يا كوم حد واجب وګرڅوي په داسې حال كې چې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ترمرګ وړاندې واجب شوي نه وي او يا داسې شريعت او قانون جوړ كړي چې د پيغمبرصلی الله علیه وسلم په ژوند كې يې و جود نه در لود دغه شخص كافر او مشرك دى او مال يې حلال دى حكم يې د مرتد دى او هېڅ تو پير نه لري.[24][سمول]

امام ابن كثير رحمت الله علیه د الله جل جلاله ددې حكم پ اړه چې: أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ [25][سمول]

وايي: الله جل جلاله دهغه چابدي بيانوي چې د الله جل جلاله دهغه حكم څخه سرغړاوى كوي چې ټول خير او نيكي یی په كې ده دټول شر او بدى څخه سرغړاوي كوي او دغه شخص د نورو نظرياتو، شخص او نفسياتي غوښتنو او دهغه اصطلاحاتو نه مخ اړوي چې پرته له كوم شرعي دليل څخه پرې استناد او تكيه كوي.[سمول]

لكه څنګه چې د جاهليت په زمانه كې جاهلانو دخپلو نظرياتو او نفسياتي غوښتنو په بنا به يې په ګمراهى او ناپوهۍ سره فيصلې كولې، لكه تاتاريانو به چې خپل سياسي امور د چنګيزخان په لاس جوړشوي قانون په اساس فيصلې كولې چې دهغه كتاب څخه عبارت وه چې ديهوديت،نصرانيت اسلامي امت څخه اخيستل شوى وه او نور هم ورسره ګډ شوي وه او په دې كې ډېر داسې احكام وه چې صرف دده د نظر او نفسي غوښتنې زېږنده وه او بس په دې سره د غه وضعي قانون يې زامنو ته په يو اساسي قانون واو ښته پيروي او اطاعت به يې كاوه،دالله جل جلاله په كتاب او د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په نبوي سنتو به يې وړاندې كاوه چاچې داكار وكړ هغه كافر شو وژل يې واجب دي تر هغه چې د الله جل جلاله او د هغه د پيغمبرصلی الله علیه وسلم حكم ته بېرته راوګرځي په لږاو ډېر كې يواځې د الله جل جلاله او درسول الله صلی الله علیه وسلم دپرېكړې څخه پرته حكم و نه كړي.[26][سمول]

د الله جل جلاله دكتاب او دپيغمبرصلی الله علیه وسلم د سنتو څخه پرته بل چاته خپله فيصله وړل،شیخ حمدبن عتیق نجدی رحمت الله علیه د نواقض الاسلام د ذکر کولو په درشل کې ویلي دي :څوارلسم څیز چې داسلام ماتوونکی دی : د الله جل جلاله د کتاب او دپیغمبر صلی الله علیه وسلم دسنتوڅخه پرته بل چاته خپله فیصله وړل هم د ایمان د نواقضو څخه دی . شيخ حمد بن عتيق دحافظ ابن كثير رحمت الله علیه ددې قول په هکله چې د الله جل جلاله ددې فرمان په اړه : أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ) ، کې راوړي ،وايي: ددې په څېر عام بانډه چيان هم په دې كې واقع دي او ددوى په شان هغه كسان چې دخپلو پلرونو هغه قوانين چې مشرانو يې جوړ كړي او ډېر بد او ملعون موضوعات يې په كې ځاى كړي چې د رفاقو قانون ورته ويل كېږي د الله جل جلاله په كتاب او د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  په نبوي سنتو يې وړاندې كوي چاچې وضعي قانون په الهي قانون وړاندې كړ كافر دى وژل يې واجب دي تر څو چې پېرته د الله جل جلاله او د پيغمبرصلی الله علیه وسلم  حكم او فيصلې ته را وګرځي [27][سمول]

د ابن تیميه رحمت الله علیه څخه د هغو تاتارينو په هكله پوښتنه وشوه چې يوپه بل پسې د شام په هېواد يرغل كوي اسلام ښكاره كوي خو ډېر شرعي احكام نه پلي كوي د دوى حكم څه دى او په ضديې جګړه څه حكم لري؟[سمول]

په ځواب كې یی ورته وويل: د الله جل جلاله لپاره دحمد او ثناء وي: هره ډله له دوى څخه او يا نور خلك چې داسلام ظاهرو احكامو كوم چې په تواتر سره راغلي وي مخ واړوي جګړه ورسره واجب ده تر دې چې اسلامي احكام په ځان و مني اګر كه ددې تر څنګ په شهادتينو اقرار وكړي او ځينې شرعي احكام هم مني لكه څنګه چي ابوبكر صديق رضی الله عنه د زكات نه وركوونكي ووژل.[سمول]

په همدې سره فقهاء كرام دعمررضی الله عنه د مناظرې څخه چې دابوبكر صدیق رضی الله عنه سره يې وكړه متفق شول او صحابه كرام هم د اسلامي حقوقو په اعادې سره متفق شول تر څو په قران كريم او نبوي احاديثو عمل وكړى شي.[سمول]

او همدارنګه د پيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه په لسو طريقو باندې دخوارجو په اړه حدیث شریف ثابت دی چې : خوارج بدترين دخلكو ظاهراً او باطناً جل جلاله سيرت او صورت)  دي ددې سره چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرمايلي دي: خپل لمونځونه به ددوى دلمونځونو په پرتله كم ګڼئ او خپلې روژې به د دوى د روژو په پرتله په لږ نظر وينئ. دغه حديث شريف امام بخاری رحمت الله علیه امام مسلم رحمت الله علیه امام ابن ماجه رحمت الله علیه د ابو سعيدرضی الله عنه څخه روايت كړى. امام احمد رحمت الله علیه،امام بخاری رحمت الله علیه،اوامام أبوداود رحمت الله علیه،دعمران بن حصين رضی الله عنه )څخه روايت كړى دى،امام مسلم رحمت الله علیه،امام أبودادرحمت الله علیه دعلي رضی الله عنه څخه،امام احمد رحمت الله علیه،امام أبوداود رحمت الله علیه امام ابن ماجه رحمت الله علیه دانس رضی الله عنه څخه روايت كړى دى.[سمول]

له دې څخه داښكاره شوه چې يواځې په اسلام باندې منګولې لګول او ځان مسلمان بلل او په ځان داسلامي احكامو له منلو پرته هغه له جګړې څخه نشي ژغورلى نو جګړه ورسره كول واجب ده تر څو ټول دين يواځې د الله جل جلاله لپاره شي او ترڅو فتنه ختمه شي نو كله چې دين دالله جل جلاله څخه پرته د بل چالپاره وي نو جګړه ورسره واجب ده.[سمول]

نو هره ډله چې دځيني فرضو لکه لمونځونه، روژې، حج او يا دناحقه وينو،مالونو،شرابو، زنا، قمار او يا دخپلوانو د نكاح حراموالى ونه مانه او يا يې دكفارو په ضد جهاد كول او يا په اهلو كتابو جزيه مقررول او داسې نور واجبات او ديني فرايض او محرمات ونه مني هېچاته د هغې په انكار او پريښودو كې عذر نشته په كومو سره چې منكر او نه منونكي د وجوب يې كافر كېږي. نو هغه ډله چې يادشوي څېزونه نه مني جګړه يې په ضد روا ده اګر كه په خوله اقرار هم پرې كوي په دې هكله څومره چې ماته معلومات دى د علماء تر منځ اختلاف نشته . [28][سمول]

همدارنګه ابن تيميه رحمت الله علیه ويلي دي: هره ډله چې داسلام د ښكاره او متواتر كوم حكم د منلو څخه انكار وكړ دديني علماؤ په اتفاق سره يې په ضد جګړه كول واجب دي اګركه په شهادتينو باندې اعتراف هم كوي او په خوله سره يې وايي.[سمول]

كه چېرې يې په شهادتينو اعتراف وكړ او د پنځو لمونځونو دكولو څخه يې انكار وكړ په ضديې جګړه كول واجب ده ترڅو چې لمونځ وكړي.[سمول]

او كه چېرې يې د زكات وركولو څخه انكار وكړ جګړه ورسره واجب ده تر څو زكات وركړي او همدارنګه كه چېرې د رمضان د مياشتې د روژې نيولو او كعبې شريفې ته د حج كولو څخه انكار وكړي او دبدو كارونو دحراموالي، زنا، قمار، شرابو او داسې نورو حرامو كړل شوو څېزونو د حرمت څخه يې انكار وكړ او همدارنګه كه چېرې د ناحقه وينو ، مالونو، ناموس عفت او داسې نورو څېزونو د حكم څخه چې په قران كريم او نبوي احاديثو سره ثابت دي انكار وكړي،او همدارنګه كه چېرې په امر بالمعروف، نهي عن المنكر د كفارو په ضددجهاد كولو څخه تر هغه چې تسليم شي او يا هم په ذلت سره جزيه وركړي انكار وكړي، او همدارنګه هغه څوك چې دقرانكريم نبوي احاديثو اوسلفوصالحو،امامانو خلاف د بدعت ښكاره كوونكو په ضد جګړه هم واجب ده تر دې چې ابن تیمیه رحمت الله عليه وويل: الله جل جلاله فرمايلي دي: جل جلاله وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ) [29][سمول]

ژباړه: وجنګیږی جل جلاله  ای مومنانو) له دغو کفارو سره ترهغه پورې چې نشي پاتې فتنه جل جلاله  فساد په ځمکه کې) او شي دین جل جلاله  حکم ) ټول خاص الله لره جل جلاله  او نور ټول باطل ادیان ورک شي ) .[سمول]

كه چېرې ځينې ددين د الله جل جلاله  لپاره او ځينې نور پرته د الله جل جلاله څخه وي نو جګړه او جهاد واجب دى ترڅو ټول دين يواځې د الله جل جلاله لپاره شي. [30][سمول]

تېر شوي نصوص په دې دلالت كوي چې شرعي مسووليت د عامو مسلمانانو په غاړه دا دى چې د كافر مشر په ضد پاڅون او هغه له قدرت څخه لرې كول او په ځاى يې د مسلمان مشر ټاكل واجب او حتمي دي كه څوك دا توان ولري پاڅون كول پرې حتمي دي او د الله جل جلاله په وړاندې يې لوى اجر دى.[سمول]

او كه څوك دا توان نه لري چې د غه كافر مشر د قدرت څخه ګوښه كړي نو شرعي دلايلو دا په ډاګه كړې چې په دې مهال د كافرمشر د ګوښه كولو لپاره تيارى اودحالاتو برابرول ترڅو دټولو لورو څخه پاڅون ته لاره هواره شي دا هغه واجب دي چې هېڅكله له منځه نه ځي او الله جل جلاله  هېڅوك د هغه د توان څخه د پاسه نه مكلفوي.[سمول]

الله جل جلاله  فرمايلي دي: وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ لاَ تَعْلَمُونَهُمُ اللّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنفِقُواْ مِن شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنتُمْ لاَ تُظْلَمُونَ ﴿60) [31]  [سمول]

ژباړه: او تیاری جل جلاله  ای مومنانو) لپاره د جل جلاله  جنګ ) ددغو جل جلاله  ماتوونکو دعهد یا دمطلق کفارو) څومره چې توانیږي جل جلاله  جمع کولی شي ) تاسې له قوت جل جلاله  اسباب د جنګ ) او له روزل شوو ساتل شوو آسونو جل جلاله  لپاره د جهاد ) چې ویروي تاسې په دغه جل جلاله قوت او تیاري ) سره دښمنان دالله او دښمنان ستاسې او نور کسان بې له دوی نه چې نه پیژنی تاسې هغوی الله عالم دی په جل جلاله عدالت د ) هغوی او هرهغه څه چې نفقه کوي جل جلاله لګوی ) تاسې له یوه شي په لاره د الله کې جل جلاله  لپاره د ترقی د دین ) پوره جل جلاله  بدل دهغه ) به در کړشي تاسې ته حال داچې پرتاسې به ظلم و نکړی شي جل جلاله  د ثواب په لږوالي او دعذاب په ډیروالي ) .[سمول]

په دې مبارك آيت كې الله جل جلاله خپلو مؤمنو بندګانو ته دوسلو او جګړه ايزو ضرورياتو د برابرولو امر كوي چې دمشركانو او دالله جل جلاله د دښمنانو د مقابلې لپاره د جګړې څخه وړاندې د دښمن دوېرولو او دآسونو دتيارولو لپاره لازمي ده ځكه چې د جګړې څخه وړاندې تيارى په جګړه كې د ښه نيت ښكارندويي كوي او دتيارى نشتوالى د وروسته والي ښكارندويي كوي چې دادمنافقانو دصفاتوڅخه دي، لكه څنګه چې الله جل جلاله  فرمايي: جل جلاله وَلَوْ أَرَادُواْ الْخُرُوجَ لأَعَدُّواْ لَهُ عُدَّةً وَلَكِن كَرِهَ اللّهُ انبِعَاثَهُمْ ............. ﴿46﴾) [32]              [سمول]

ژباړه: که اراده وی د وتلو جل جلاله  غزاته له تاسره ) نو هرو مرو تیار کړی به ؤ دوی دپاره د وتلو غزاته څه اسباب د تیارې ولکن نه وه غوره کړی الله پورته کیدل ددوی جل جلاله  غزاته ) .[سمول]

داځكه چې دوى د جهاد د لپاره تيارى نه وه نيولى او د جګړو لپاره يې څه ګڼل او ناكام يې كړل بيا د ناكامانو سره يو ځاى كښېناستل:[سمول]

دلته اساسي توان او قوت د دښمن د مقابلې لپاره ټول هغه څه برابرول دي چې په جګړه ترې كار اخيستل كېږي خو په يقيني ډول پرته له شك څخه ايماني قوت ترما دي قوت وړاندې او مخكښې رول لوبولى شي، ځكه چې الله جل جلاله جل جلاله  دسورت په لومړي سركې دايمان د جوړښت دپيغمبرصلی الله علیه وسلم اطاعت او پيروي،داختلاف نشتوالي په دنيوي څيزونو باندې دمقابلې اوجنجال ختمول،بيايې د سورت په نيمايي كې د مادي تيارى امر،او په دې مبارك ايت كې هم په مادي تيارى امر كوي، الله جل جلاله جل په ډېرو اياتو نو كې عموماً په ايماني تيارى امركوي او له جګړې څخه وړاندې ورته په خاص ډول امر كوي الله جل جلاله  په عام ډول په تقوى باندې د امر كولو په اړه فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَآمِنُوا بِرَسُولِهِ يُؤْتِكُمْ كِفْلَيْنِ مِن رَّحْمَتِهِ وَيَجْعَل لَّكُمْ نُورًا تَمْشُونَ بِهِ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿28﴾  [33][سمول]

ژباړه : ای مومنانو وویریږی تاسې له عذابه د الله او ایمان راوړی په رسول ددغه جل جلاله الله چې محمد دی  ) چې درکړي تاسې ته دوی حصې برخې له رحمته خپله او چې وګرځوي تاسې لره یوه رڼآ چې تلل په هغې سره جل جلاله  پر صراط ) او و بښي تاسې ته جل جلاله  کناهونه ستاسې ) او الله ښه مغفرت کوونکی جل جلاله  دخطیآتو) ډیر رحم والادی جل جلاله  په انعام د اجر او ثواب سره ) .[سمول]

او همدارنګه الله جل جلاله  فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلاَ تَمُوتُنَّ إِلاَّ وَأَنتُم مُّسْلِمُونَ ﴿102﴾ وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ  ............. ﴿103﴾ [34][سمول]

ژباړه: ای مومنانو وویریږی له الله نه په حق دویرې دده او مه مری مګر پداسې حال کې چې مومنان جل جلاله  موحدان ) یاست او منګولي ولګوی جل جلاله  ای مومنانو ) تاسې په رسی د الله جل جلاله چې قرآن دی ) ټول او مه سره مختلف کیږی جل جلاله  وروسته له اسلامه ) .[سمول]

او داسې نور ډېر آياتونه په قرانكريم كې ذكر شوي دي.[سمول]

د ايمان د صحت او جوړوالي امر د تقوى د اسبابو لټونه او منګولې پرې لږول دي د دې وضاحت چې د الله جل جلاله دلارې دمجاهدينو لويه وسله چې ځانونه پرې سنبالوي دالله جل جلاله  دغه فرمان يې په اړه ذكر شوى چې فرمایی : جل جلاله إِذْ قَالَتِ الْمَلآئِكَةُ يَا مَرْيَمُ إِنَّ اللّهَ يُبَشِّرُكِ بِكَلِمَةٍ مِّنْهُ اسْمُهُ الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ وَجِيهًا فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ وَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ ﴿45﴾ وَيُكَلِّمُ النَّاسَ فِي الْمَهْدِ وَكَهْلًا وَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿46﴾  قَالَتْ رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ قَالَ كَذَلِكِ اللّهُ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ إِذَا قَضَى أَمْرًا فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ ﴿47﴾ [35][سمول]

ژباړه: ای مومنانو کله چې مخامخ شی کوم فوڅ جل جلاله  ددښمن) سره جل جلاله  چې جنګ درسره کوي نو ثابت قدم اوسی تاسې جل جلاله  او مه تښتی ) او یادوی تاسې الله جل جلاله ډیر جل جلاله  په خوله او زړه ) ښایی چې تاسې په مراد ورسیږی جل جلاله  په بري سره په دښمن د ذکر په برکت ) او حکم ومنی تاسې د الله او درسول ددغه الله ) او مه کوی جګړه په خپلو منځونو جل جلاله  په کارد جهاد کې ) پس بې زړه به شی تاسې او ولاړ به شي باد دنصرت او قوت او جل جلاله دولت ) ستاسې او صبر کوی جل جلاله په قتال اوسختیو،بیشکه الله له صابرانو سره دی په جنګ کې په نصرت او حاظت ) او مه کیږی ای مومنانو) په شان د هغو کسانو چې را ووتل له کورونو خپلو دپاره د فخر او ښودنې خلکو ته شوکت دبدبه خپله ) او اړوي دوی خلک ) له لارې د الله جل جلاله څخه .[سمول]

يقيناً الله جل جلاله  خپلو مجاهدو بندګانو ته د صفونو د يوځاى كېدو او دټوليو دمخامخ كېدو په مهال د ثابت او ټينګ درېدو او د الله جل جلاله دزيات ذكر او يادښت او دپيغمبرصلی الله علیه وسلم داطاعت او پيروى او دالله جل جلاله  په رسي د ټينګومنګلو لږولو دجنجال او اختلاف د پريښودلو كوم چې د ناكامى توان او طاقت د ختمېدو لامل ګرځي امركوي. كوم چې په دې مبارك آيت كې يې امر را غلى د هغه قوي او كاري وسلې څخه دى چې مجاهدين خپل ځانونه پرې مسلح كوي او د ښمنان يې چې هر څومره مادي قوت او زور ولري داسې وسله نشي ترلاسه كولاى كه چېرې مجاهدين داسې وكړي نو الله جل جلاله ورسره دى له همدې امله الله جل جلاله خپل فرمان په دې مبارک آیت سره ختم كړى چې: إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ﴾ [36][سمول]

ژباړه :  يعني الله جل جلاله د صابرانو ملګرى دى.[سمول]

او له چاسره چې الله جل جلاله ملګرى شي او بريالى يې كړي نو هېڅوك نشي پرې كامياب ېدى لكه چې الله جل جلاله فرمايي: جل جلاله إِن يَنصُرْكُمُ اللّهُ فَلاَ غَالِبَ لَكُمْ وَإِن يَخْذُلْكُمْ فَمَن ذَا الَّذِي يَنصُرُكُم مِّن بَعْدِهِ وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكِّلِ الْمُؤْمِنُونَ) [37][سمول]

ژباړه: که مرسته وکړي له تاسې سره الله جل جلاله لکه چې په بدر کې یی وکړه ) نونشته جل جلاله هیڅ) غالب پرتاسې باندې او که مرسته ونه فرمایی له تاسې سره جل جلاله  الله چې په احد کې یی پریښودی ) نو څوک دي هغه چې مرسته به وکړي له تاسې سره وروسته له هغه جل جلاله  خذلان د الله جل جلاله لخوا) .[سمول]

په جل جلاله الاكتفاء بما تضمنه من مغازي رسول الله و الخلفاء) كې راغلي دي:[سمول]

ابو عبيده رضی الله عنه دجهاد صف برابركړ دلومړي سرڅخه يې تر پايه پورې معاينه كاوه او كاته به يې د هر بيرغ او هر قدم سره به درېده او ويل به يې: اى دالله جل جلاله بندګانو د الله جل جلاله څخه نصرت او برياليتوب په صبر سره وغواړئ ځكه چې الله جل جلاله  دصابرانو ملګرى دى، اى د الله جل جلاله  بندګانو: زېرۍ او بشارت د هغو كسانو لپاره دى چې ستاسو څخه شهید شي او څوك چې ژوندى پاتې شي دهغوى لپاره د نصرت اوغنيمت زېرى دى، مګر خپل ځانونه په جګړه دغشو په ويشتلو د تورو په وهلو، د نېزو په كارولو د همزولو سره په مقابله كولو ټينګ او محكم كړئ. ځكه په الله جل جلاله سره سوګند كوم هغه څه چې دالله جل جلاله  سره دي پرته د هغه داطاعت په سختو ځايونو او جګړه ايزو سنګرونو كې دهغه پروردګار درضا دغوښتنې څخه پرته لاس ته نه راځي.[38]  [سمول]

بېشكه الله جل جلاله دخپلو هغو دوستانو حالات بيان كړي چې د بدر په ورځ دخپلو د ښمنانو د مقابلې لپاره ووتل خوكله يې چې خپل لږ شمېر او كمه وسله وليده،د دښمن د زيات شمېر اوښه تياري په مقابل كې چې ټول له يوې مخې راوتلي وه نو په دې مهال مومنانو هغه عظيم قوت ته مخه كړه چې بل هېڅوك قوت يې مقابله نه شي كولاى او په هغه دروازه يې منګلوې ټينګې كړې چې په لاس يې د اسمانونو او ځمكې پاچاهي ده او هغه ذات چې د مومنانو د دښمنانو د هلاكېدو اراده په يو لفظ دجل جلاله كن) يعنې شه ، سره وكړي نوالله جل جلاله دا كولى شي دحكم منع كوونكي يې نشته او د امر وروسته كوونكي يې نشته، په دې پو هېږو چې څه توان او طاقت نه لرو دوى څه توان او زور نه لري مګر كله چې په الله جل جلاله سره توكل و كړي او په صداقت سره الله جل جلاله ته مخ واړوي او دالله جل جلاله په وړاندې عاجزي ښكاره كړي نو الله جل جلاله د دوى دحالت بيان موږ ته كړي چې فرمایی : إِذْ تَسْتَغِيثُونَ رَبَّكُمْ فَاسْتَجَابَ لَكُمْ أَنِّي مُمِدُّكُم بِأَلْفٍ مِّنَ الْمَلآئِكَةِ مُرْدِفِينَ [39]     [سمول]

ژباړه: یادکړی هغه وخت چې استغاثه به کوله تاسې رب خپل ته نو الله ور ورسیده له پاره دجل جلاله  فریاد ) ستاسې چې بیشکه زه مرسته کوونکی یم له تاسې سره په زرو تنو له پرښتو ځنی یوه په بله پسې راتلونکې .[سمول]

يقيناً زموږ دپيغمبرصلی الله علیه وسلم  او اصحابو كرامو حالت دبدر په ورځ همداسې وه كله يې چې د مشركانو ځواك وليد لكه څنګه چې قران كريم يې انځور وړاندې كړى په ډېر تكبر او ځان ښودنې سره دمسلمانانو مقابلې ته راووتل د پلو،سورو او مشرانو څخه يې هېڅوك وروسته نشول بلكې ټول په يو مخ را ووتل ددې لپاره مقابلې ته راغلل چې دغه د اسلام مبارك دين بالكل له منځه يوسي مسلمانان ختم كړي خلك يې ياد كړي او هر وخت دغه وېره په مسلمانانو وتپي خوكله چې پيغمبرصلی الله علیه وسلم اوصحابه كرامو دكفارو مادي توان وليد چې دمقابلې توان يې نشته نو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  خپلې سختې تكيه ګاه ته مخ وا ړاوه او هغه ځواكمن ذات ته يې هيله او اميد وكړ چې عادل دى او ټوله شپه پيغمبرصلی الله علیه وسلم دخپل پروردګار په وړاندې په عاجزۍ، خوارۍ او خشوع سره ولاړوه دعا او زاري يې كوله تر څو چې سهار شو دصحابه كرامو زړونه پرې وسول تردې چې جبريل جل علیه السلام ) او ورسره پرښتې يې وليدې نو پيغمبرصلی الله علیه وسلم  زېرى وركړ خپلو صحابه كراموته يې بشارت وركړ چې پرېښتې راغلې.[40][سمول]

له همدې امله امام بخاري رحمت الله علیه يو باب په دې نوم سره چې: د جګړې څخه وړاندې نيك عمل،په دې اړه يې دحضرت ابوالدرداء رضی الله عنه دغه قول راوړى چې: يقيناً تاسو د خپلو اعمالو په سبب جګړه كوى په دې كې دأبو الدرداء رضی الله عنه دغه ټكي ته اشاره ده چې د برياليتوب دلويو اسبابو او لاملونو څخه دجګړې نه وړاندې نيك عمل كول دي.[سمول]


- سورت النساء آیت 58، 59 . [1][سمول]

- تفسیر قرطبي ج 5 ص 362.، اعتقاد اهل السنه لعبدالله بن احمد ج 1 ص 72- 73 . [2][سمول]

- سورت النحل آیت 43 . [3][سمول]

- سورت النساء آیت 58، 59 . [4][سمول]

- احکام القرآن للجصاص ج 3 ص 177- 178 . [5][سمول]

- تفسیر ابن کثیر ج 1 ص 784 – 785 . [6][سمول]

- شرح صحیح مسلم ج 12 ص 464- 465 .، تفسیر ابن کثیر ج 1 ص 445 .  [7]  [سمول]

- فتح القدیر للشوکاني ج 1 ص 481 . [8][سمول]

- سورت النساء آیت 59 .[9][سمول]

- فتح الباری ج 13 ص 112 . [10][سمول]

- في ظلال القرآن ج 2 ص 690-691 . [11][سمول]

- سورت النساء آیت 141 . [12][سمول]

- تفسیر قرطبي ج 5 ص 418 ، تفسیر ابن کثیر ج 1 ص 863 . [13]  [سمول]

- أحکام أهل الذمة لابن القیم ج 2 ص 414 . [14][سمول]

- شرح صحیح مسلم ج 12 ص 229 ، کتاب الامارة . [15][سمول]

- فتح الباری ج 13 ص 5 او وروسته پاڼې ، نیل الاوطار ج 7 ص 198 ، [16][سمول]

- فتح الباری ج 13 ص 133 ، [17][سمول]

- فتح الباری ج 13 ص 116 . [18][سمول]

- فتح الباری ج 13 ص 8 . [19][سمول]

- المعتمد فی اصول الدین لابی یعلی ص 234 . [20][سمول]

- الفتاوی المصریة لابن تیمیه ص 507 . [21][سمول]

- مجموع الفتاوی ج 3 ص 422 . [22][سمول]

- احکام ابن حزم ج 6 ص 110 ، اوهمدارنګه ج 2 ص 117 ، 78 ، 77 ، [23][سمول]

- مجموع الفتاوی ج 28 ص 524 ، سورت النساء آیاتونه : 151- 152 ، الاحکام ج 1 ص 73 . [24][سمول]

- سورت مائدة آیت 50 . [25][سمول]

- تفسیر ابن کثیر ج 2 ص 107 . [26][سمول]

- مجموعة التوحید ، رساله بیان النجاة و الفکاک من موالاة المرتدین وأهل الاشراک .ص 214. [27][سمول]

- مجموع الفتاوی ج 28 ص 502-503. [28][سمول]

- سورت انفال آیت 39 . [29][سمول]

- مجموع الفتاوی ج 28 ص 510- 511 . [30][سمول]

- سورت انفال آیت 60 . [31][سمول]

- سورت توبه آیت 46 . [32][سمول]

- سورت الحدید آیت 28 . [33][سمول]

- سورت آل عمران آیت 103- 102 . [34][سمول]

- سورت انفال آیت : 45- 47 . [35][سمول]

- سورت بقره آیت 153 . [36][سمول]

- سورت آل عمران آیت 160 . [37][سمول]

- الاکتفاء بما تضمنه من مغازی رسول الله ...ج 3  ص 201[38][سمول]

- سورت انفال آیت 9 . [39][سمول]

- الخصائص الکبری ج 1 ص 330.[40][سمول]