دښی پایلی سببونه :

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دالله جل جلاله ‌‌إطاعت :[سمول]

ترټولو او چت سبب دښی پایلی دادی چی دالله جل جلاله په طاعت او تقوا سره ځان سنبال کړی چی اساس او بنسټ ئي دالله جل جلاله تو حید دی ، دمحرماتو نه ځان وساتی ، توبی ته منډه وکړی دلوی او وړوکی شرک څخه ځان وژغوری کوم چی دمسلمان ټول نیک عملونه پری باطلیږی اواجر او ګټلی ثوابونه ئی له منځه وړی .ځنی وختو کی یو انسان ځان ته یی پام نوی داسی کار ترسره کوی چی ددی ټول عمل محوه کوی دی به دثواب په لټه کی وی حال داچی هغه ټول دده دیو عمل په ذریعه له مینځه تللی وی لکه شرک چی دانسان عمل له مینځه وړی یا حسد چی دانسان عمل خوری لکه چی زنګ په وسپنه ولګی او هغه له مینځه ختم کړی ، مهم دادی چی همیشه اوتل دخدای جل جلاله په اطاعت کی وسیږو ترسو وکولای شو چی خپل کړی عملونه خوندی کړو او الله جل جلاله ددی اعمالو ثواب موږ ته راپه برخه کړی.[سمول]

* دعا کول :[سمول]

بل داچی انسان دالله جل جلاله څخه په دعاکولو کی ډیر اصرار وکړی چی : یا الله جل جلاله په ایمان اوتقوی سره مرګ راکړه .لکه څنګه چی رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل دښی پایلی دعا ګانی غوښتل حال داچی درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول تیرشوی اوراتلونکی ګناهونه یی الله جل جلاله ورته معاف کړی وو، دا تعلیم اوښودنه ده امت ته چی هر امتی باید په دغه لاره خپل تګلاره برابره کړی.[سمول]

* إصلاح دباطن سره دظاهره:[سمول]

بل داچی انسان باید ډیر کوښښ وکړی او ټول توان او طاقت وکاروی ترڅو خپل باطن او ظاهر اصلاح کړی او نیت او قصد ئی دواړه ددغه هدف او موخی لپاره استعمال کړی ، داد الله جل جلاله سنت او ثابته لارده چی څوک حق غواړی هغی ته ئی الله جل جلاله درسیدو توفیق ورکوی په هغی دثابت پاتی کیدو او په هغی دمرګ لارورته برابروی . که ښکاره کی یو انسان ښه مسلمان ځان وروپیژنی خلکو باندی اما په باطن کی دی بدکار وی نوداخطرناکه مرحله دانسان دی ځکه داسی انسان سره هیڅ غم اوفکر نوی .[سمول]

* استقامت :[سمول]

یعنی په خپل اقرار یی چی کړای دی ثابت پاتی کیدل اوپه هره زمانه کی چی له فتنوسره مخامخ کیږی په خپل ایمان اواقرار ثابت پاتی شی. په دی اړه الله جل جلاله فرمایی{ِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلاّ تَخَافُوا وَلاَ تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ}سورة (فصلت /۳۰[سمول]

ژباړه : بیشکه هغه کسان چی ئی ویلی دی رب زموږ الله جل جلاله دی بیا محکم ولاړوی په دی خبری باندی راکوزی به په دوی باندی ملائکی، چی مه ویریږی او مه خفه کیږی اوخوشحاله اوسی په هغه جنت چی وی تاسی وعده به ئی درسره کولای شوه .نو زیری ورکول له ملائکو له خوا یو مسلمان ته دا دده ښه پایلی نښه ده چی الله جل جلاله ورباندی په قهر ندی ُ که وای نو ولی به فرشتو دی ته دجنت زیری وکوله بلکه دا انسان به په ډیره خطرناکه حالت کی قبض کاوه.[سمول]

*- په الله جل جلاله باندی ښه ګمان کول:[سمول]

           په دی اړه دپیغمبرصلی الله علیه وسلم حدیث دی "عن أبي هريرة رضي الله أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : " يقول الله تعالى: أَنَا عِنْدَ حَسَنِ ظَنِّ عَبْدِي بِي  }[1] ژباړه : دحضرت أبوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : الله جل جلاله فرمایی : زه دخپل بنده دښه ګومان سره یم .تردی چی دیو مسلمان په دعاکی هم په خدای جل جلاله باندی ښه ګمان کول ددعا دقبولیت درجه اخلی، ځکه دعا وکړی اوګمان یی دا وی چی ځما دعا قبلیږی نو خدای جل جلاله له ده له ګمان سره سم کارکوی ، ددی وجی نه ددعا آداب دادی چی دزړه دیقین نه به دعا غواړی اودغافل زره څخه دعا نه قبلیږی[سمول]

*- تقوى او دالله جل جلاله څخه په هرحالت کی ویریدل  :[سمول]

قال تعالى: {َمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا} لطلاق  آیة / 4 ژباړه : اوهغه څوک چی ویریږی دالله جل جلاله نه نووبه ګرځوی هغه لره له کاره دهغه نه آسانی .[سمول]

*صدق او ریښتینولی  :[سمول]

په دی اړه الله جل جلاله فرمایی:{ یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَكُونُواْ مَعَ الصَّادِقِين} (التوبة ) آیة ( ۱۱۹ ) [سمول]

ژباړه : ای هغوکسانو چی ایمان موراوړی دی وویریږی د الله جل جلاله نه اوشی دریښتینانوسره . پدی آیت کی خدای جل جلاله همیشه پاتی کیدل یی سره د ریشتنی خلق امر کړی دی او دا حسن خاتمه یا نیکه پایلی د انسان لپاره لوی عامل دی ځکه چی انسان دخپلو ملګرو له لاسه یا بی راهه کیږی اویا هم سمی لاری ته ګرځی.[سمول]

توبه کول الله جل جلاله ته:[سمول]

  توبی سره دانسان ټول کړی ناکاره اوناروا عملونه محوه کیږی اګر که دبحر اودریا دزګ هومره وی. اوتوبه دانسان دکامیابی یولامل د انسان له بریاوو څخه  دی. خدای جل جلاله په دی اړه فرمایی:{ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ} سوره  النور آیت / ۳۱ .ژباړه : اوتوبه وباسی الله جل جلاله ته ټول ای مومنانوښائی چی تاسو به خلاص شی له عذابه .[سمول]

دالله جل جلاله په طاعت او عبادت همیشوالی او دوام :[سمول]

دالله جل جلاله عبادت په همیشه توګه اداکول په دی معنا چی هیڅ کله دخدای له عبادت څخه غفلت نکوی اودینه نګوری چی کم عبادت دی اوکه زیات ولی په همیشوالی سره یی اداکوی دا دانسان دنیکی پایلی لوی سبب دی. داچی په نیک عمل باندی همیشوالی کول مهم دی دپیغمبرصلی الله علیه وسلم له مبارک حدیث څخه معلومیږی:عن أبی سلمه عن عَائِشَةَ رضى الله عنهاأنها  قالت: سئل النی النبي صلى الله عليه و سلم : " أَيُّ الأَعْمَالِ أَحَبُّ إِلَى اللهِ؟ قَالَ: «أَدْوَمُهَا وَإِنْ قَلَّ ». " [2] ژباړه : حضرت ابی سلمه رضی الله عنه  د عائشی رضی الله عنها څخه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه پوښتنه وشوه کوم عمل الله ج ته محبوب دی پیغمبرصل الله علیه وسلم وویل همیشه عمل کول اګرکه کم وی.[سمول]

 دمرګ یادول او لږ امید لرل :[سمول]

           دمرګ یادونه خو هره شیبه کی دانسان لپاره پکاردی تردی چی ددنیا له محبت سره دډیروالی له امله ځان هلاک نکړی اورسره امید اوهیله لرل دخدای جل جلاله درحمت ځکه ایمان دویری اوامید ترمینځ دی. نودغه یادول دمرګ اوهیله دخدای دمغفرت اورحم دواړه دانسان دښی پایلی سبب ګرځی.[سمول]

هر وخت د مرګ يادونه ددې سبب كيږي چې دنيا او دهغې نعمتونه پرېږدي او د آخرت لپاره تشويق او ترغيب شي دابه يې دې ته وهڅوي چې د نیك عمل په كولو كې كوښښ وكړي او دمنځه تلونكې دنيا ناروا غوښتنو ته تكيه ونكړي.[سمول]

دبدی پایلی دسببونودترسره کولوڅخه ځان ساتل :[سمول]

هر هغه شیان چی دبدی پایلی سبب وی له هغوڅخه ډډه اوپرهیز کول لکه په ګناهونو باندی اصرار او ټینګار کول ددنیا سره مینه لرل اویاهم په توبی کولو کی وروسته والی په خپل ګناه باندی نه پښیمانه کیدل اوبرسیره پردی په ګناهونو باندی فخرکول لکه چی دادځنی بدبختو انسانانو عمل اوتګلاره دی. داسی نورشیان چی دشریعت له لاری معلومیږی چی ګناه اومعصیت دی له هغوڅخه زان ژغورل دښی پایلی سبب ګرځی انسان لپاره.[سمول]

په ښكاره او پټه باندې د الله جل جلا له څخه وېرېدل :[سمول]

او په هغه څه باندې منګولې لږول چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم د الله جل جلا له له لوري موږ ته راوړى دى همدا دكاميابۍ او خلاصون يوازينۍ لاره ده الله جل جلا له فرمايلي دي: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ} د آل عمران سورة102 آية .ژباړه: اى هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى ( اى مومنانو)وورېږی له الله جل جلا له نه په حق وېرېدلو سره اومه مرى مګر په داسې حال كې چې تاسې مسلمانان ( موحدان) ياست. او بايد بنده د ګناهونو څخه ډېر  کلک ووېرېږي ځكه لوی ګناهونه انسان هلاكوي د ټینګار او دوام په صورت سره واړه ګناهونه غټ ګرځي او كله چې واړه ګناهونه زيات شي او په څنګ كې يې توبه او له الله جل جلا له څخه بښنه نه وي نو دا په زړه باندې راچاپیره او ديوه داغ په بڼه واقع شي ، عن سهل بن سعدعن النبی صلی الله علیه وسلم :  إيَّاكمْ ومُحَقَّرَاتِ الذُّنُوبِ فإِنَّمَا مَثَل مُحَقَّرَاتِ الذُّنُوبِ كمثل قوم نزلوا بطن واد فجاء ذا بعود وجاءَ ذَا بِعُودٍ حَتَّى حَمَلُوا مَا أنْضَجُوا بِهِ خُبْزَهُمْ وإنَّ مْحَقَّراتِ الذُّنُوبِ مَتَى يُؤْخذْ بها صاحبها تهلكه .[3][سمول]

ژباړه: د ګناهونو د لږ ګڼلو څخه تاسو وېروم او بايد په كم نظر ورته ونه ګوری او بابيزه يې ونه شمیرى ځكه ددې سارى داسې دى لكه يو ‏ټولى خلك چې يو خوړ ته كوزشی هریویولرګی راوړی اوپه پای کی تری لوی انبارجوړشی اوپه آسانی سره خپله ډوډی پری پخه کړی په همداډول وړوګناهونوته بایدپه کمه سترګه ونه کتل شی ځکه که دکوونکی سره پری حساب وکړی شی نوددی په وسیله به هلاک شی.[سمول]

هميشه الله جل جلا له يادول:[سمول]

چاچې هر وخت الله جل جلا له ياد كړ په همدې يې خپل عمل پاى ته ورساوه او د ژوند په وروستیو شيبو كې يې د ((لا اله الا الله)) مباركه كلیمه وويله د پيغمبر صلى الله عليه وسلم  زيرى يې په برخه شو چې فرمايي :« مَنْ كَانَ آخِرُ كَلاَمِهِ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ دَخَلَ الْجَنَّةَ»[4][سمول]

ژباړه: د چاچې د ژوند اخرى شيبى د (لا اله الا الله ) مباركه كلیمه وی جنت ته به داخل شي. معاذ رضی الله عنه روايت كړى هغه وويل له پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه دغوره عملونو په هكله پوښتنه وشوه پيغمبر صلى الله عليه وسلم  وفرمايل: "  أحبُّ الأعْمالِ إِلَى الله أَن تَمُوتَ ولِسانُكَ رطب من ذكر الله ." [5] ژباړه : الله جل جلاله ته  ترهرڅه غوره عمل دادی چی ته په داسی حالت کی مړ شی چی ژبه دی لنده وی په ذکر دالله جل جلاله .[سمول]

د قبرونو زيارت کول له عبرت لپاره :[سمول]

         كله چى انسان دا ژور او تورتم كورونه وويني او د مړو دغه پايلې ( خاتمې ) ته ځير شي چې په تنګ قبر كې يې كیږدي او دپاسه تيږې او خښتې پرې برابرې كړي او ښه ډېره خاوره پرې واچوي او بيا ژوندي خلك بیرته راوګرځي د مال په وېشلو يې پيل وكړي او خاص څيزونه يې هم وويشي او ښځه يې په نكاح كړي څه وخت وروسته يې بالكل هیر كړي سره ددې چې په ژوند كې  ټول واك او اختيار دده سره وه. امر به يې منل كیدو او د ويلو به يې چا مخالفت او نافرماني نه كوله، نو كله چې يو مسلمان هديرې ته ورشي او پدې كې فكر وكړي نو د پيغمبر صلى الله  عليه وسلم پدې مبارك ارشاد به پوه شي او حكمت به يې ورته څرګند شي چې فرمايي:[سمول]

"فَزُورُوا الْقُبُورَ؛ فَإِنَّهَا تُذَكِّرُ الْمَوْتَ. ".[6]ژباړه: زيارتونو ته ورشى ځكه دا انسان ته مرګ ور په يادوي.[سمول]

دمړي پريمنځل اوپه جنازه كې ئې ګډون كول :[سمول]

كله چى مړى مينځی او په جنازو كې يې ګډون كوﺉ، نو د لرګي په تخته هرې خواته د مړي را اړول دا پخپله لوى پند او نصيحت دى، ځکه كه چیرې ژوندى وى نو د خپل توان په وسيله به يې هیچاته دا اجازه نه وه وركړې چې دی بربنډکړي اوپه تخته یې واچوي يا ددې جرات وكړي او دده له اجازې پرته به څوك ور نږدې شوى هم نه وه. ښايي ډير قوي او د لوى هيبت څښتن به و مګر د مرګ په وسيله داسې يو غلى او بې حركته جسم ترې جوړ شو چې مينځونكي يې پخپله خوښه هر لوري ته اړوي او وينځي يې.كله به چې مكحول د مشقي رحمةالله عليه كومه جنازه وليدله ويل به يې: راځى چې ځو، موږ روان يودا څومره لوي پند او نصيحت دى، او څومره لوی غفلت او بې پروايي ده، لومړنی شخص مړوي قبر ته يې بيايي او وروستنى ناپوه او بې عقل ژوندى ورځنې هیڅ پند او نصيحت نه اخلي.حضرت عثمان رضى الله عنه به چې په كومه جنازه كې ګډون وكړ او په قبر به ودريد ډېر به يې ژړل، يو كس ورته وويل: كله چې جنت او دوزخ ياد شي ته نه ژاړې او چې په قبر ودرېږې بيا ژاړې ؟ ده مبارك وفرمايل چي ما د پيغمر صلى الله  عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې ويل به يې: " إِنَّ الْقَبْرَ أَوَّلُ مَنَازِلِ الآخِرَةِ ، فَإِنْ نَجَا مِنْهُ ، فَمَا بَعْدَهُ أَيْسَرُ مِنْهُ ، وَإِنْ لَمْ يَنْجُ مِنْهُ ، فَمَا بَعْدَهُ أَشَدُّ مِنْهُ }[7]ژباړه: د آخرت د منـزلونو څخه لومړی منـزل قبـر دى څوك چې ددې له عذاب څخه وژغورل شي بيا وروستني منزلونه ډېر آسانه دي ، او څوك چې ددي څخه ونه ژغورل شي او په كې ګير شي بيا راتلونكي منزلونه ډېر سخت دي.[سمول]

نیکانو ته ورتلل او پوښتنه يې كول:[سمول]

دنیكانو پوښتنه زړه بيداروي ، همت پيدا كوي، اراده او قصد ټينګوي، ځکه چې زيارت كوونكي ( پوښتونكي) خلك نیك او متقي كسان ويني چې د الله جل جلا له  په بندګى او عبادت كې هڅه او هاند كوي يو له بل څخه مخكې كیږي او مسابقه كوي، مقصد يي يوازى د الله جل جلا له  رضا، او د جنت ګټل او لاس ته راوړل وي،[سمول]

او په نفسیاتي غوښتنو كې یې له ډوبیدلو څخه ځانونه ګوښه كړي او مخونه يې ترې ګرځولي دي او په دنيايى كارونو ځانونه ډېرنه مصروفوي ځكه چې دا پدې نیكه او لويه لاره باندې د تللو مخنيوى كوي. الله جل جلا له خپل پيغمبر صلى الله  عليه وسلم  ته لار ښوونه كړېده چې ددې خلكو سره يو ځاى پاتې شي { وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَنْ ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا} د كهف سورة 28 آیت .[سمول]

ژباړه: او بند ( ټينګ ) كړه نفس خپل له هغو كسانو سره چى بولى (عبادت كوى) د رب خپل په سبا (د ورځې په لومړنۍ برخه کې) او بيګاه (د ورځې په وروستۍ برخه کې يعنى تل ) غواړي دوى ذات  ( رضاء) د الله.[سمول]

حسن بصري رحمةالله عليه ته چا وويل اى ابو سعيده: موږ ته لار وښايه ايا دهغو خلكو سره كښینو چې موږ تردې پورې وېروي چې نږدې زړونه مو له وېرې څخه وخیژي، حسن بصري ورته وويل: كه چيرې دداسې خلكو سره كښینې چې تا وېروي ترڅو چې ډاډ( دزړه آرام) او اطمئنان درته ورسیږي ډېر غوره دى د هغو كسانو له ملګرتيا څخه چې تاته اطمئنان در كوي ترڅو چې د ډار او وېرې سره مخامخ شې.[سمول]


۱- متفق علیه : امام بخاري (13/ 328 - الفتح)، اوامام مسلم (8/ 62)، د حدیث نمبر2675[سمول]

۱ـ صحیح البخاری کتاب الرقاق باب القصد والمداومه علی العمل رقم [انظر: 1970 - مسلم: 782، 783 - فتح: 11/ 294]۶۱۰۰[2][سمول]

امام البانی ویلی دی : (صحيح) دی ، انظر حديث نمبر: 2686 په  صحيح الجامع کی .  ۱ـ مسند احمد بن حنبل ج 5 ص 231  [سمول]

۲-  رواه أبو داود (1616) وأحمد 5/ 233. والحاكم 1/ 351 وقال: هذا حديث صحيح الإسناد ولم يخرجاه ووافقه الذهبي، عن معاذ بن جبل - رضي الله عنه -. والحديث حسنه الألباني في "الإرواء" (687).[سمول]

۳ـ امام البانی وائی : حسن دی ،  حديث نمبر: 165 په صحيح الجامع .[سمول]

-۱ـ صحیح مسلم دحدیث نمبر ۹۷۴. د پیغمبرصلی الله علیه وسلم قول : اللهم اغفرلاهل بقیع الغرقد .[سمول]

1- مسند احمد بن حنبل ج ۱ ص ۶۳ سنن ترمذی دحدیث نمبر ۲۳۰. امام الباني ویلی دی  (حسن) دی د حديث نمبر: 1684 په  صحيح الجامع کی روایت کړی .[سمول]