دځینی وبائی مرضونو وضاحت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دځینی وبائی مرضونو وضاحت :[سمول]

طاعون ( وبا، كولرا):[سمول]

يوه خطر ناكه سارى ناروغى ده مكروب يي په 1894م كښي ير سنى yersin كشف كړي دى دا ناروغى په دوو ډولو څرګنديږى:د سنجكى (دمل) په ډول او بله يي په ريوى ( ذات الريه ) ډول . عوارض يي تر پنځــــو ورځو وروسته څرګنديږى او هغه دادى چي ناروغ د ســـــر په درد، لــــړزی، سخـــتى تبى، سر ګـــــرځيدو د لنفاوى غــــدو په التهاب د پښتورګو تورى ( طحال) او د اينى په پاړسوپ اخته كيږى اپلتى وايي په ورانه يا تخرګ يا غاړه كښي يي د چارمغـــز په اندازه دردناكه پړسوپ پيدا او تريوي اونـــــى ( هفتى ) وروسته  نم كوى.  (1)                                     [سمول]

(دوهم ) :- سل ( نرى رنځ )د سږو ناروغى، توبركلوز، توبر كيولوسس، ټى بى T.B يوه ناروغى ده ) چى: ميكروب يي په 1882م كال د يوه المانى پروفيسور په واسطه چى كنج نوميده كشف شو د بسيل په واسطه منځ ته راځى او د عضويت په مختلفو برخو باندى اخته كيږى دا ناروغى عموماً په ناتوانو او كمزورو خلكو كښي را پيدا كيږي او د ټولنيزو ناسمو شرايطو سره ټينګ ارتباط او اړيكى لرى د  نفوسو دزياتوالـــى او په تيره بيا فقر او د لمر د وړانګو څخه نه استفاده دناروغى په تقويه كښي پوره مرسته كــــــوى.[سمول]

سل مختلف ‌‏ډولونه لرى چى مهم يي دادى:[سمول]

۱:- د سږى سل:[سمول]

د كوخ د بسيل په وسيله پيدا كيږى دغه بسيل د تنفس له لارى سږو ته داخليږى او هغه په مختلفو درجو سره مصابوى.د ناروغى عمومى نښى: تبه اوټوخى، ډنګروالى، بى اشتهايي او نور دى. ناروغ تل كسالت لرى او جسمى فعاليت يى د منځه ځى د تداوى او علاج دپاره يي روحى او جسمى استراحت او په انتى بيوتيكوستريتومايسين ( د ورځى يوګرام) يا دى هيدرو بتومايسين، ايزونيازيد باس P.A.S  توصيه كیږې.[سمول]

۲:- د كولمو توبر كلوز:[سمول]

كله كله د ناروغى عامل د هغو خلكـــو په وجود كښي چى د سږى توبركــــــــــلوز لري دخپلوبلغمودتيرولو په اثر معدى ته ځى او دهغه ځايه بيا په كــــولمو كښي ځاي نيسي او كله بيا پداسی حال كښي چى د ناروغ سږى روغ وى مرض په كولمو كښي پيداکيږي. دا وروستى ډول يي زياتره د هغو غواوو د شيدو د خوړو څخه را پيدا كيږى چى مسلولـــي وى. ددى مرض تشخيص د سږى د توبركلوز د لرلو د سابقي يا د بطن دردونو د پيدا كيدو او ځينى په حرقفى حفره كي د پاړسوپ د پيدا كيدوله مخه كيږى او كله بياناروغ په يوه  دوامداره اسهال اخته وى چى دا نښى د كولمو سل تاييدوى دا اسهال په واقعاتو كښي د سل مخصوصه دارويي ماده د عرضى تداوى سره استعماليږى او د نس دپاړسوب په صورت كي كه دارويي تداوى اثر ونه كړى نو د جراحى څخه كار اخستل كيږى.[سمول]

٣- دخصيتينوتوبرکلوز:[سمول]

عموماپه تالي صورت سره منځ ته راځي اودپوښتورګوبډوډي)اوبولي لارودټوبرکلوزي آفت څخه وروسته پيښيږي،دغه آفت په نادرډول دسږي دټوبرکلوزڅخه وروسته راپـيدا کيږي،تداوي يي دارواوجراحي عمل ده.[سمول]

دسل نور ډولونه :[سمول]

دسږي جاورسي سل، دهډوکو او مفصلونو توبرکلوز، دزنګانه دمفصل توبـــــرکلوز، دحرقفي دمفصل توبرکلوز،دعجزي حرقفي مفصل توبرکلوز، عضدي ترقوي مفصل توبرکلوز، دفقاري ستنې توبرکلوز،دلنفاوي غداتو توبرکلوز دپښتورګو توبـــــرکلوز ، دسحایاوو توبرکلوز ...... اوداسې نور.[1][سمول]

الهم اجعل خير أعمالنا خواتيمها، وخير أعمارنا أواخرها، وخير أيامنا يوم نلقاك فيه، اللهم وفقنا جميعا لفعل الخيرات واجتناب المنكرات . وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه.[سمول]


۱- دریم ټوک د۲۶۷۲ څخه تر ۲۶۷۳ پورې مخونه ، فرهنګ عمید۱۲۱۹ مخ (1) د پښتو ، پښتو تشريحى قاموس 4 ټوك 2074 مخ د ژباړونكى له پلوه.[سمول]