دپښتو نثر دريمې دورې ادبي اثار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نثر دريم دور ادبي اثار[سمول]

خوشحال خان

1)دستار نامه

اول نثري تخليق په شلو خصلتونو او شلو خويونو 1076 کښې په رنتهمبور جېل کښې ليکلې ده۔ 2)بياض

دې کښې خوشحال خاندان او ژوند خالات شته۔ افضل خان ورنه حوالې راخستې دي۔ 3)مکتوبات

وخت په وخت خوشحال اېمل او دريا خان او ځينې نورو سياسي کسانو ته ليکلي دي۔ 4)ترجمه شوي کتابونه

لکه هدايه او ايينه او عيار دانش

5)زنځيرۍ

پښتو شارټ هېنډ ليک کتاب دې چې خوشحال خاندان استعمالو لو۔

عبد القادر خان خټک

1)ګلدسته اول

ګلستان سعدي (656ھ) پښتو ترجمه چې 1124 کښې شوې ده۔ترجمه اسانه او ځينې فارسي ترکيبات هم لري۔

ګوهر خان

1)قلب السير

ګوهر دېوان لرلو خو ناياب دې

افضل خان خټک

1)تاريخ مرصع

افضل خان دا کتاب دپاره استفادې د خوشحال بياض تذکرت الابرار والاشرار(افغاني انساب) تاريخ خان جهاني و مخزن افغاني (افغانانو ابتدا نه تر سوري خاندان)نه کړې دي۔ کتاب اول کښې مشهور پېغمبران بيا بر صغير حکمرانان بيا پښتنو تاريخ او بيا پښتنو قبيلو (خټک قبيلې) او اخر کښې وليان معرفي شوي دي۔

کاظم خان شېدا

1)مقدمه دېوان

خپل دېوان باندې يي ډېره دقيقه مقدمه سره د عربۍ او فارسۍ ګرانو ټکو ليکلې ده۔

د هوتکو او سدوزو دور

محمد هوتک

1)پټه خزانه

پټه خزانه (1141) د 139 ھ نه 1141 پورې پنځوس شاعران معرفي کوي‌۔ نثر ساده او با محاورا لري۔ تاريخي اهمیت يي زيات دې۔ دغه کتاب نه نورو اثارو پته لګي لکه لرغوني پښتانۀ تاريخ سوري وغېره 2)حلاصت الفصاحت(فصاحت علم) 3)خلاصت الطب (طب علم) دېوان يي هم و۔

پير محمد کاکړ

1)معرفت الافغاني

دا کتاب پښتو زدکړې دپاره و۔ پښتو صرف و نحو لغات او متلونه يي لرل۔نثر يي خوږ او ساده او روان دې۔

مسعود

1) ادم خان درخو

ادم خان درخو (1000ھ) په نثر کښې وليکله۔ سره د نثر اشعار يي هم استعمال دي۔

نورمحمد

1)نافع المسلمين

دې خپله عالم و ځکه يي کتاب کښې ديني موضوعات بيان دي او نثر يي روښان غوندې مسجع دې۔او ځينې نظمونه لري۔

ملا يونس توخي

1)جامع الفرايض

دې د هوتکو شاه حسېن باچا درباري عالم و او خلقو ته يي سبق ښودلو ځکه يي ديني کتاب و کښلو۔چې ناياب دې۔

مظفر

1)تاريخ اعثم کوفي

کتاب يي د افضل خان خټک په وينا دفارسۍ نه ترجمه کړو۔ نثر ساده روان او د افضل خان نثر غوندې دې۔پادري هيوز دا اثر د افضل خان ګڼي چې غلط دې۔

يار محمد هوتک

1)مساييل ارکان خمسه

دغه کتاب کښې فقهي مساييل دي خو اوس ناياب دې۔ دې شاعر او عالم و ميراوس خان ځوي شاه حسېن باچا به دۀ ته اشعار د اصلاح دپاره راوړل۔

حاجي ابراهيم

1) دزقوم بادشاه قصه

دغه کتاب نسخه قاضي اثر صيب سره شته۔

2)دسيف الملوک قصه

دغه کتاب نسخه پېښور عجايب ګر کښې شته۔ دۀ نثر سجع لري او دا قيصې د عربۍ او فارسۍ ترجمې ښکاري۔

امير محمد انصاري

1) ګلستان سعدي دوم

د عبد القادر نه پس دۀ هم ترجمه کړې دې۔دې نسخه لندن ميوزم کښې د 129 صفحو سره شته۔نثر يي د عبد القادر نثر ته نشي رسېدې۔

نواب محبت خان

1)رياض المحبت

د پښتو غټ لغت او ګرايمر و او د افعالو ګردانونه يي هم ورکړي وو ۔ پښتو لغات يي په فارسي معني کړي وو۔ دۀ په اردو فارسي او عربي اشعار لرلو او په سنسکرت پو هېدو په فارسي يي تاليفات وو ۔ښه عالم و

الله يار دوم

1)عجايب اللغات

دې کښې پښتو هندۍ فارسۍ او عربۍ ټکي غونډ کړي دي۔کتاب سرييزه کښې پښتو ځينې قواعد ليکلي دي۔ الله يار د محبت خان ورور و چې هغه هم رياض المحبت لغت ليکلې و۔

نواب مستجاب خان

1)ګلستان رحمت

دې کښې خپل پلار خافظ رحمت خان او د هند پښتنو ژوند حالات ليکلي دي۔

قاسم علي افريدي

1)فرهنګ افريدي

دې کښې فارسۍ مصدرونو او لغاتو مقابل کښې پښتو انګريزي کشميري او اردو مترادف لغات ليکلي دي۔

شمس الدين کاکړ

1)سراج الموتی‌‌ٰ

دې کښې فقهي او ديني مسلو بيان و۔ دې ښه عالم او شاعر او دېوان هم لري۔