دو آب، بامیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دو آب (همدارنګه دو آبه او دو آب میخ زرین) د افغانستان په بامیانو ولایت کې یو کلی دی. دغه کلی د برمیان ښارګوټي شمال ختیځ ته په غرنۍ سیمه کې د قندک لویې لارې په اوږدو کې د بغلان ولایت له پولې څخه په ۱۰ کیلومتره فاصله کې موقعیت لري. دغه کلی یو بازار، د ډبرو د سکرو د تللو یو مرکز او د پولیسو یوه پوسته لري. دو آب د ډبرو د سکرو د ویستنې مرکز دی چې د ډبرو سکاره په کې له کانونو څخه په پخوانیو لارو چارو (لاسي ډول) ویستل کېږي. د ډبرو د سکرو ریښې د ځمکې پر سر د لید وړ دي چې بیا د ځمکې تر تله د هغو د ویستنې هڅې کېږي. په دغه سیمه کې کانونه چت نه لري او له همدې امله په کانونو کې د غورځېدنې پېښې معمول دی. له ۲۰۰۹/۲۰۱۰ زکال څخه د دغه کلي د ډبرو د سکرو کان یو چینایي شرکت ته ورکړل شو څو د ډبرو سکاره د پرمختللو وسایلو څخه په ګټنې استخراج کړي. د تلې له جوړولو وړاندې له دغه ځایه بغلان ولایت ته د ډبرو سکرو قاچاق په پریمانه کچه شتون درلود. په ۲۰۰۸ زکال کې د نیوزلنډ هېواد د بیارغونې ډلې یا د پي آر ټي، کیوي ۵ (Kiwi 5) ګرځنده ټیم دغه کلي ته ولاړ څو په دغه کلي کې شته ملي پولیسو ته د ډبرو د سکرو له قاچاق سره د مبارزې لارې چارې ور وښيي. په دغه کلي کې د واټ ته څېرمه ماینونو بریدونو شتون درلود. دو آب ته څېرمه د ملي پولیسو پوستې ته نږدې د واټ ته څېرمه ماین په یوه برید کې یو نیوزلنډي سرتېری هم ووژل شو. بل ځل په نیوزلنډي ځواکونو باندې په لاس د جوړ شوي ماین له چاودنې وروسته د هغوی دری موټر د آر پي جی راکټونو او اتوماتیک وسلو تر برید لاندې راغلل. دغه چاره لامل وګرځېده په سیمه کې د متحده ایالاتو او نیوزلنډ ځواکونه په ګډه د طالبانو پر ضد عملیات وکړي چې له امله یې ۱۳ طالب ترهګر ووژل شول. [۱]

د باغک برید[سمول]

په دو آب سیمه کې د ۲۰۱۲ زکال په اګست میاشت کې دوه نیوزلنډي سرتېري د آر پي جي راکټونو او اتوماتیک وسلو په یوه برید کې ووژل شول. نیوزلنډي سرتېري دلته راغلي وو څو له هغو ملي پولیسو سره مرسته وکړي چې هڅه یې کوله د طالبانو مشهور بم جوړونکی ونیسي. له دغه برید وروسته په دغه سرتېرو باندې د طالبانو دویمې ډلې چې د جنګیالیو شمېر له ۱۲ څخه تر ۱۷ تنه و برید وکړ چې له امله یې یو نیوزلنډي قوماندان او د هوایي ځواکونو د ځانګړې قطعې (SAS) یو پخوانی سرتېری ټپي شو. د کیوي ډلې یو سرتېری چې د خپل قوماندان د ژغورنې هڅه یې وکړه ووژل شو. دغه سرتېری د ډګرمن ویلیام میلون لمسی، لومړی بریدمن مالون و چې نیکه یې په ۱۹۱۵ زکال کې د ترکیې په ګالیپولي کې د چناق قلعې په جګړه کې د نیوزلنډي ځواکونو مشري کوله او په همدغه جګړه کې ووژل شو. په دغه برید کې بل وژل شوی نیوزلنډی سرتېری د LAV قطعې ته اړوند لومړی بریدمن پرالی دورر و چې په سر باندې په سپکه وسله ویشتل شوی و. هغه له برج بهر ولاړ و څو د یاغیانو له برید څخه د مهماتو له رامنځته شوې اورلګېدنې سره مقابله وکړي. په دغه برید کې د افغان ملي پولیسو دوه سرتېري مړه او ۴ ټپیان شول. [۲]

په دغه برید کې یو ملکي وګړی هم ټپي شو. په ۲۰۱۳ زکال کې د انزاک (د سرتېرو) په ورځ نیوزلنډي جنرال جونز څرګنده کړه چې له څېړنو وروسته څرګنده شوې چې ۲ تنه ټپیان د نیوزلنډي ځواکونو د هغه ۲۵ ملي متري توپ د چرو له امله ټپیان شوي چې له خپلو پیاده ځواکونو یې ملاتړ کاوه. دا څرګنده شوه چې توپچي ملامت نه و ځکه هغه د سرتېرو د ملاتړ په موخه د عادي پوځي پړاوونو د ترسره کولو په هڅه کې و. په دغه ۱۲ دقیقه یي وسله واله جګړه کې بم جوړونکی وتوانېد وتښتي خو یو طالب ترهګر ونیول شو. طالب جنګیالي شمال ختیځ لوري ته د بغلان ولایت پر لور د تېښتې په حالت کې ولیدل شول. په دغه وسله واله جګړه کې د دوه سرتېرو له وژل کېدو سربېره کیوي ډلې ۶ نور ټپیان هم لرل. نیوزلنډي سرتېرو ونشو کړای تښتېدلي یاغیان تعقیب کړي، ځکه چې دوی په بغلان ولایت کې د پوځي عملیاتو اجازه نه لرله او د هنګري هېواد د پي آر ټي ډلې تر کنټرول لاندې و. راتلونکې ورځ نیوزلنډي ځواکونو ته په بغلان ولایت کې د عملیاتو اجازه ورکړل شوه او بامیانو ولایت ته نور کومکي ځواکونه ولېږل شول. په بغلان ولایت کې عملیات د نیوزلنډ د هوایي ځواک ځانګړو سرتېرو او د متحده ایالاتو ځانګړو ځواکونو ترسره کړل. دغه دوه نیوزلنډي سرتېري د نیوزلنډ په کرېسټ چرچ کلیسا کې د بشپړو ویاړلو نظامي مراسمو له ترسره کېدو وروسته خښ شول. [۳]

په دره کې د لاس جوړو بمونو پر مټ برید[سمول]

د ۲۰۱۲ زکال د اګست په ۱۹مه د کیوي ډلې د څلورو زرهي موټرو کاروان د دو آب د عملیاتي مرکز لویدیځ ته په درې کیلومترۍ کې د واټ ته څېرمه ۲۰ کیلوګرامه باروتو لرونکي بم په واسطه په نښه شول. دغه کاروان یو ناروغ سرتېری له FOB څخه له ځانه سره راوړی و او رومرو اډې ته ګرځېدل. په دغه بمي چاودنه کې چې له لرې د ریموټ کنټرول یا سیم په واسطه ورته چاودنه ورکړل شوه او برید جنرال جونز هغه ډېره لویه توصیف کړې درې سرتېري ووژل شول. دغه سرتېري لومړی بریدمن تاماته، لومړی بریدمن جاسیندا بیکر او سرتېری ریچارډ هریس و. ټول دغه مجربه سرتېري و. ښځینه سرتېرو هم د کیوي پي آر ټي ډلو ۱۵ سلنه برخه جوړوله چې ډېرو یې د موټر چلونکو او طبي پالونکو په توګه کار کاوه. په دغه سیمه کې د پي آر ټي یوه لومړنۍ ګزمه د یوې ښځینه افسرې له خوا مدیریت کېده. دغه بم د یاد کاروان وروستی موټر په بشپړ ډول له منځه یووړ.

دغه لویدیځه برخه دومره ناهمواره ده چې له امله یې د هاموې زرهي موټرو ګزمه غوره بلل کېږي ځکه چې کولای شي له واټونو څخه بهر د توپ لرونکو ټانګونو پر ځای ښه ګزمه وکړي. هغه دره چې برید په کې وشو ډېره تنګه دره ده او د لویو ډبرو لرونکي لوړ غرونه لري. طالب یاغیانو د غره له سره پر دغو ځواکونو ډزې وکړې. نیوزلنډي سرتېرو هم د کوچنیو اتوماتیک وسلو په کارولو هغوی ته ځواب ورکړ او له هاموې ګانو څخه یې پر هغوی ۲۵ ملي متري کانون توپونه وویشتل. جنرال جونز په نیوزلنډ کې څرګنده کړه چې دغه بم په ریموټ باندې کنټرول کېدونکی بم نه و، ځکه چې د دوی د موټرو کاروان د څپو په قطع کوونکو وسایلو سمبال و او کولای یې شو د هغو څپې اخلال کړي. [۴]

د طالبانو یوه ویاند څرګنده کړه چې د ژمي په موسم ګڼ شمېر ډلې په بامیانو ولایت کې ځای پر ځای شوې چې هره یوه یې ځانته موخې لري. هغه په بامیانو کې په نیوزلنډي پي آر ټي غږ وکړ چې له ځنډ پرته دې د بامیانو ولایت خوشی کړي. هغه ادعا وکړه چې طالبان به نیوزلنډي سرتېري په نښه کړي. د بامیانو والي وویل چې سیمه ییز ځواکونه له طالبانو سره د جګړې په موخه کافي وسلې نه لري او د درنو وسلو د کارونې غوښتنه یې وکړه. د نیوزلنډ راډیو راپور ورکړ چې د نیوزلنډ لومړي وزیر جان کي څرګنده کړې چې تېره اونۍ د نیوزلنډ د هوايي ځواک(SAS) څلور اطلاعاتي افسران بامیانو ولایت ته تللي څو داسې اطلاعات راغونډ کړي چې په وروستیو بریدونو کې د مسئولو یاغیانو پر وړاندې د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو عملیات یې له مخې و ارزوي.

په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد افغان او ائتلاف ځواکونو راتلونکې ورځ د سهار پر مهال درې طالب وسله وال دو آب ته څېرمه د بغلان ولایت په حدودو کې د هلیکوپترو څخه په ګټنې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول. یو له دغه نیول شوو کسانو څخه دریمه درجه سیمه ییز طالب قوماندان بلل کېده چې د وسلو له پېر او پلور سره یې اړیکه لرله. د دغه عملیاتو په ترڅ کې یو طالب ووژل شو. د نیوزلنډ لومړي وزیر وویل چې په دغه عملیاتو کې هېڅ نیوزلنډي سرتېري ونډه نه لرله.[۵][۶][۷]

سرچينې[سمول]

  1. "NGA GeoName Database". National Geospatial Intelligence Agency. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جون ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Waikato Times.26 April 2013.
  3. Waikato Times. p 5. 1.6.13.
  4. TV3 NEWS. 13.6.2013
  5. Radio NZ News 20th Sept 2012
  6. Radio NZ.24 Sept 2012
  7. Radio NZ news.25 Sept 2012