دوهم مانویل پالایولوګوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوهم مانویل پالایولوګوس
دوهم مانویل پالایولوګوس
دوهم مانویل پالایولوګوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۷ جون ۱۳۵۰
قسطنطنیه   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 21 جولای 1425 (75 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قسطنطنیه   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بیزانس سترواکي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد یولسم قسطنطین پالایولوګوس [۱]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کورنۍ پالایولوګوس   د (P53) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دوهم مانویل پالایولوګوس (په یوناني: Μανουὴλ Παλαιολόγος، رومي بڼه یې: Manouēl Palaiológos؛ د ۱۳۵۰ کال د جون له ۲۷ – د ۱۴۲۵ کال د جولای تر ۲۱)، له ۱۳۹۱ کال څخه تر ۱۴۲۵ کال پورې د بیزانس سترواک و. له خپل مرګ لږ وړاندې د یو راهب له لورې یې سر وخریل شو او د متیو نوم یې ترلاسه کړ. مېرمن هیلینا ډراګاس وړاند وینه وکړه چې د دوی زامن، آتم جان پالایولوګوس او یولسم قسطنطین پالایولوګوس سترواکان کېږي. د جولای په ۲۱ نېټه د نوموړي یادبود د یونان د ارتودوکس کلیسا له خوا لمانځل کېږي. [۲]

ژوند[سمول]

دوهم مانویل پالایولوګوس د سترواک پنځم جان پالایولوګوس او د هغه مېرمنې هیلینا کانتاکوزین دوهم زوی و. هغه ته چې د خپل پلار له خوا د حاکم لقب ورکړل شوی و، راتلونکی دوهم مانویل په ۱۳۶۵ او ۱۳۷۰ کلونو کې د بیزانس سترواکۍ د ملاتړ لپاره لوېدیځ ته سفر وکړ او په ۱۳۶۹ کال کې یې د تیسالونیکا د حاکم په توګه دنده پر مخ یوړه. په غیر قانوني توګه د واک په ترلاسه کولو کې د هغه د مشر ورور، څلورم اندرونیکوس پالایولوګوس له لورې ناکامه هڅه  د دې لامل شو چې مانویل د خپل پلار وارث او مرستیال سترواک اعلان شي. په ۱۳۷۶ – ۱۳۷۹ کلونو او بیا په ۱۳۹۰ کال کې، څلورم اندرونیکوس او بیا د هغه د زوی اوم جان د دوی ځای ونیو، خو مانویل په ۱۳۹۰ کال کې د وینس جمهوریت په مرسته خپل وراره ته ماتې ورکړه. که څه هم پنځم جان بېرته واک ته راستون شو، خو مانویل اړ شو چې په پروسا (برسا) کې د عثماني سلطان اول بایزید دربار ته د افتخاري یرغمل په توګه لاړ شي. مانویل هلته د خپل استوګنې په اوږدو کې اړ شو چې په عثماني خوځښت کې برخه واخلي چې فلاډیلفیا یې را وپرځوله، چې په اناتولیا کې د بیزانس وروستی کلا ګڼل کېده. [۳]

د قسطنطنیې کلابندي او د اروپا دربارونو ته لیکونه[سمول]

دوهم مانویل د ۱۳۹۱ کال د فبروري په میاشت کې د خپل پلار د مړینې په اورېدو د عثماني درباره وتښتېد او د هغه د وراره اوم جان له لوري د احتمالي ادعا په وړاندې یې پلازمینه خوندي کړه. که څه هم د اوم جان سره اړیکې ښې شوې، سلطان اول بایزید د ۱۳۹۴ کال څخه تر ۱۴۰۲ کال پورې قسطنطنیه کلابنده کړه. په ورته وخت کې د عثمانیانو پر وړاندې صلیبي جګړه چې د هنګري د پاچا، د لوګزامبرګ سیګسموند تر مشرۍ لاندې وه، د ۱۳۹۶ کال د سپټمبر په ۲۵ د نیکوپولس په جګړه کې له ماتې سره مخ شوه. دوهم مانویل په دې صلیبي جګړه کې د مرستې لپاره ۱۰ کښتۍ لېږلې وې. د ۱۳۹۷ کال د اکټوبر په میاشت کې، د مانویل تره تیوډور کانتاکوزینوس، د ناتالا له  جان سره یوځای د فرانسې د شپږم چارلز دربار ته د سترواک لیکونه (چې د ۱۳۹۷ کال د جولای له لومړۍ نېټې سره یې سمون درلود) راوړل او د فرانسې له پاچا څخه یې د پوځي مرستې غوښتنه وکړه. د دې ترڅنګ، چارلس د ۱۳۹۸ کال د اپریل په میاشت کې د انګلستان د پاچا دوم ریچارډ سره د خبرو لپاره د دوو اشرافو لپاره، د نورو مرستو د غوښتلو په موخه بسپنه هم چمتو کړه. خو انګلستان په دې وخت کې د هر ډول مرستې د چمتو کولو لپاره د کورنیو ستونزو سره مخ شو. [۴][۵]

خو دواړه مشران د فرانسې د مارشال دوهم ژان لی مینګر سره ټاټوبې ته راستانه شول چې له اګیس مورتس څخه له شپږو کښتیو او ۱۲۰۰ سرتېرو سره د دوهم مانویل مرستې ته را لېږل شوی و. مارشال د ناتالا جان وهڅو چې په خپله د لوېدیځې اروپا دربارونو ته لاړشي او د عثماني سترواکۍ په وړاندې مرسته وغواړي. له نږدې پنځه کلنې کلابندۍ وروسته، دوهم مانویل ښار خپل وراره ته وسپاره، چې د ښاغلي ژان دي شاتیموراند تر مشرۍ لاندې د  ۳۰۰ کسیز فرانسوي ګارنیزیون له لوري یې مرسته کېده او (له ۴۰ کسانو سره یوځای) یې د مارشال سره بهر ته یو اوږد سفر پیل کړ.[۶][۷]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  2. Great Synaxaristes: کينډۍ:In lang Ὁ Ὅσιος Μανουὴλ Αὐτοκράτωρ Κωνσταντινουπόλεως. 21 Ιουλίου. ΜΕΓΑΣ ΣΥΝΑΞΑΡΙΣΤΗΣ.
  3. Barker 1969، ص. xix.
  4. Hinterberger او Schabel 2011، ص. 397.
  5. Barker 1969، ص. xxiv.
  6. Hinterberger او Schabel 2011، ص. 398–399.
  7. Hinterberger او Schabel 2011، ص. 398.