دوحشي ژوو دانقراض(له منځه تلل) لاملونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی شاه پور حکیمي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې اوځنګلونو څانګه

پورته کوونکی فیض الرحمن لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپيریال ساتنې اوځنګلونو څانګه

عمومیات[سمول]

The tiger (Panthera tigris.

وحشي ژوي او ددغه ډګرڅیړنه په تیره بیاپه اوسني وخت کې چــــــــې له یوخوا ګڼ شمیروحشي ژوي دبیلابیلولاملونوله مخی .لکه:دډیرزیات ښکارکولوله کبله،دصنعتی سیمو اوښاری سیمو پراختیا ،دکیمیاوی زهـــــری وژونکو مرکباتو،دورځنیو فعالیتونودګڼوالــــی اواضافــی ناپاکــــیودخپـــــــــــــــریدو،دتـــرانســـــپورتـــــــــــــی کرښــــــــو، دبریښـــــــــــنااوګــــــــــــــازدلیکووپراختیااودښـــــــــــــکاردبیلابیلووســــــــایلودرامنځته کیدو،دڅړځایونواوځنکلونودلمنځــه تلواونوروډولونو له کبله مخ په ورکیدودي،نوځــکه دهغوپه هکله څیړنواهمیت موندلې دی. وحشي ژوي په مجموع کې خپل طبعي چاپیریال اوځانګړي سیمه کی ژوند لري. لکه:ځنــــــــګـلـونـو،غـرونـو،دښتـو،بــــیدیاو،څـــــړځایونو،شنوورشوګانواونوروځایونوکې ژوند لري. وحشي ژوي ټول هغه ژوندي مخلوقات دي چې دانسان له مرستی اولاس نیوي څخه پرته خپلوځانونوتــه دخــــــــــــپل ژوند تیرولواړتیاوی پوره کوي.لکه:خوراک موندل،داوسیدودځای برابرول،اوبه اونور... وحشي ژوي له هیڅ پلوه په انسان متکي نه دي اونه هم روزنی ته اړتیا لري اوپه ازاد ډول بـیدیــــــاوکی ژوندتیروي. سره لدی چې مونږپه خپلو ورځنیوخبرواتروکې وحشي ژويوته یوشمیرنوری اصطلاح ګانې.لکه:غرني ژوي،سارایي څاروي،ځنګلي یاښکاري حیوانات اوداسی نورهم کاروو،خوترټولوغوره اومـنـــــل شوي نومونه په لاندی ډول دي. همدا وحشی ژوي چه دwild life په معنا دي. لـکــه:پړانګ،لیوه،زمرۍ،ګیدړ،سورلنډی،باز،بیزو،هوسۍ،قاز،مار،کشپ،کارغه اونور... چې داټـــــــــــول زمونږاوستاسود اوسیدولو له سیموډیرلری ژوند لري.لکه: دښتو،غرونو،ولاړواوبو او ځنګلونوکې دخپل ژوند طبعي چاپیریال کې په خپلواک ډول،ازاد ژوند او تـګ را تـګ کوي اوخپلي ټولی اړتیاوی دخپل چاپیریال څخه بشپړوي،خویوشمیریي له انسان سره روږدیږي. لکه:باز،شارو،بیزو،مړزان،سوی اونور....

دافغانستان وحشي ژوي[سمول]

ژوي دچاپیریال دیوی مهمې ارزښتمنی پدیدی په توګه طبعیي بیارغاونه باندی ژوره اغیزه لري په طبعیت کې په تیره بیا په ځنګلونو کې بیلابیل ژوي ژوند کوي چې هریو یي ځانګړی دنده لري. دهغو ژویو ارزښت چې په ځنګلونو او څړځایونو کې اوسیږي،د ګرځندویانو(توریستانو یا سیلانیانو) درابللو،ښکار کولو، دهغوی دپوستکي دارزښت اود طبیعت د توازن لمخی ډیر اوچت دی.د دغو ژویو يه ژوند او پایښت کې دانسانانو د فعالیت اغیزه ډیره ژوره ده او دهغوی ښکارکول او په پټنځایونو کې یي لاس وهنه دهغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.انسان دځنګلونو په وهلو دکورنیو څارویو څرولو،دوښودسوځولو په خاطر دونو بوټو په پری کولو سره وحشي ژویو ته ګواښ پیښیږي. دافغانستان طبیعي جوړښت چې ډیره برخه یي غرونه دي،په تیره بیا دهندوکش لړۍ چې زیاتی لوړې ژوری او شګلنی لمنې او ډاکونه لري،دژویو لپاره یي جغرافیایي ارزښت را منځ ته کړی دی او دژوند اوژویو ډول ډول والی یي پیاوړی کړی دی. زموږ په هیواد کې دځمکی دجوړښت،اقلیمي شرایطو او خوراکي توکو دپیدا کیدو له مخی دبیلابیلو ژویو او الوتونکو لپاره دژوند غوره چاپیریالونه رامنځته شوي وي چې یو شمیر یي دادي: ذوحیاتین اوڅښیدونکي لکه :چرمښکۍ،سمساره،چنګاښ،مار او نور... په افغانستان کې یوازی دمار ۲۷ ډولونه پیژندل شوي دي. او اوه ډولونه یي زهري دي چې دوه ډوله یي کبرا او پنځه ډوله يي افعي ماران تی لرونکي ژوي:چې ۱۲۰ ډولونه یي په افغانستان کې پیژندل شوي،خو له بده مرغه زیات شمیر یي اوس د له منځه تللو په حال کې دي لکه:پړانګ چې دپامیر په لوړو درو او مرغاب کې لیدل شوي وه.سور لنډیان چې دهیواد مرکزي سیمو کې ژوند کوي.لیوان ،سرې ګیدړې،غرنۍ پیشو ګانې او کوچنۍ وحشي پیشوګانې چې په ټول هیواد کې شته.چې هم په غرنیو سیمو کې او هم په ځنکلونو کې اوسیږي.همدا رنګه مارکوپولو پسونه،هوسۍ،مارخور اوزی او نور چې هر یو يي دیادولو وړ دي اودافغانستان په بیلابیلو سیمو کې ژوند کوي یوه سروې چې زموږ په هیواد کې تر سره شوې وه،په هغه کې دهیواد په بیلابیلو سیمو کې دالوتونکو ۳۰۰ بیلابیل ډولونه پیژندل شوی و چې په هغو کې د دښتو،ځنګلونو او اوبو بیلابیل الوتونکي یادولی شو چې تر ټولو نامتو یي ځاڼه ،ډنګ،مارغه،طوطي،کارغه،باښه،طوطکۍ،چنچړی،پتکه او نور دي.

ښکار او ډولونه یي[سمول]

ښــــکـــاردژویـــــــودنیــولوهـــــــدف مند فعالیت دی چې هغه په ژوندي ډول حلال شوی یا یي مړجسد دپلورلو،ساتلویاخوړلوپه موخه ترلاسه شي.ښــکــارپه بیلابیلو وسایلو لکه:ټوپک،دام،جال،چنګک،تازي سپی،روزل شوی باښی اویانورو په واسطه ترسره کیږي.دښکـــــــــــــــــار لـــــــــپاره پخوا هم بــــــیلابیل وسایل کارول کیدل.دبیلګې په ډول:پخوانیووختونوکې دهوسیوښکار،دآس،غشي اولیندۍ په واسطه ترسره کیده،خودټوپک په رامنځته کیدو سره ښکاربــــله بڼه غوره کړله.معمولأ:دښـــــــــــکار لــــپاره بیلابیل ټوپکې.لکه:موشکش،بادي اوچریي کارول کیږي،چی دا دښکارپه ډول پوری اړه لري،چريي ټوپک دښکارډیرمعمول ټوپک دی چې د زرک ،سیسۍ،مرغاوۍ شامتولو،دغره کوترواوداسی نورود ښکار لپاره کارول کیږي.ځیني وخت په ښـــکارکې دوکی اوغولول هم ترسره کیږي.لکه:دمرغاویو دښکارلپاره دهغو ولاړو اوبو غاړی ته چې هلته مرغاوۍ راځي یوپټ مورچل(نور) جوړیږي او دټوپک لپاره سوري(تیرکشونه)پکی جوړیوي.دښکارلپاره په اوبو کې له خټوځخه څو څیری داسی جوړوي، چی له لری کــټ مټ دمرغاویو په څیرښکاري،پدی ډول دهوامرغاوۍ دوکه کیږي ډیرژر راکوزیږي او پدی ډول دښکاري مړۍ جوړه شي! یاهم دبازدنیولولپاره یوه ژوندۍ کوتره جال ته نږدی تړي(مولی کوي)ترڅوکوتره باز وغولوي اوپه جال کی وه نښلي ،همدارنګه ښکاري سهار د وخته یو زرک قفس کې له ځان سره دښکار وړ ځــــــای ته وړي،هلته دتیږو شاته(نور)کې کیني اوهغه ځـــــــای کې چې بوس یي اچولي وي قفس ږدي او پدې ډول ساراوي زرکان دقفس دزرک په نارواوغږونوباندی بوسوته راکوزیږي،پدی ډول دښــــــــکاري دټوپک ښکارشي.

انقراض(له منځه تګ)[سمول]

موږ په یوه تاریخی پیړۍ کی ژوند کوو، یعنی هغه وخت کی چی ژوند بڼي په چټکی سره له منځه تللی دی او له منځه ځی .اوسنی جیالوجیکی دوره د بلی هری دوری څخه د زیاتو ژوندیو موجوداتو درلودونکی ده. په همدی وخت کی د ژوندبڼو د انقراض کچه د هر تیر وخت په پرتله لوړه ده. او س مهال ایکوسیستمونه او ټولنی د له منځه تګ په حال کی دی او ژوندیو بڼو نفوس کم او کوچنی شوی دی. په فرد پوری اړوند نفوس او فرعی موجودات له منځه ځی او پاتی شوی نفوس په ډیر چټکی سره له یوازیتوب سره مخامخ کیږي.د ژوندبڼو له منځه تګ لامل په ټولو سطحو کی یو لړ بشری فعالیتونه دي، چی طبیعی استوګنځي يي د خپلو اړتیا لپاره ویجاړکړي او له منځه وړي دي. او سمهال ۴۰سلنه او شاید ۵۵سلنه د خاوري چاپیریال- نږدي ۲۵سلنه د ټولي نړی لومړني سمسورتیا دانسان په وسیله له منځه تللي ده او په وچ ډاګ بدل شوي دي . د کروند ګرو د خپلي روایتي کرني په پریښودلو سره زیات جنیټیکي تغیراوحتی په اهلي انواعو، لکه غنم ،وږي،وریجي، چرګان، غواوي او کوترو له منځه تللی دي.په تروپیکو هیوادونو کي کروند ګرو خپلي کرنیز بڼي پري ایښي او پرځای یی قیمتي توکي چي سوداګریز ارزښت لري کرلي. چي دغه کموالي په غذایی نباتاتو او حیواناتو کي کموالي راوستي.اي او ویلسن د حفاظتي بیالوژي کلک مدافع استدلال کوي، چی د ژوند چاپیریال تر ټوله بده بڼه د ژوندیو موجوداتو انقراض (له منځه تګ)دي. کیداۍ شي بیالوژيکي ټولنی کمی شي دهغوی شمیر په سیمه کې کمی شي او د دهغوی ارزښت دانسانانو لپاره کم شي خو که ټول اصلي موجودات ژوندي پاتی شي ټولني د بیا احیا ځواک پیدا کړي، په همدي ترتیب کله چي د ژوندیو موجوداتونفوس کم شي،جینیتګي تغیرات هم کموالي پیدا کوي، خو ژوندبڼي کولای شي دغه جینیتکي تغرات د جوړه کیدو په وسیله بیا احیا کړي.د بده مرغه چی یوه نوعه منقرض کیږي، هغه یی ساری جینیټکي معلومات چي په ډي این ای کي شامل دي او د هغو د ځانګړو خصوصیاتو ترکیب چي درلودل یی هم د تل لپاره له منځه ځي یعني ددي انواعو نفوس نشي کیداي چي بیا ورغول شي. هغه چاپیریال چي دوي په کي ژوند کاوه بي خاصیته کیږي او د هغوي بالقوه ارزښت ته انسانان نه ځیر کیږي. د انقراض کلمه زیات جزيي توپیرونه لري، تر ډیره دلید لوري لمخی مفهوم فرق کوي. یوه ژوند بڼه هغه وخت منقرض کیږي چې دهغی بڼی یو غړی هم ددنیا په هیڅ ځای کې ژوندی پاتی نه شي. که چیری د وحشی ژوو د یوی بڼی ځینی نفوس دانسانانو په اسارت کې وي،نو ویلای شو چې ژوندۍ بڼه د وحشي نړۍ څخه منقرض شوی ده.یوه بڼه کیدی شي په سیمه ییزه کچه منقرضه اویا له منځه ولاړه شي.دغه کار هغه وخت تر سره کیږي چي دغه نوره په هغه سیمه کې پیدا نه شي،چې مخکی یي پکې ژوند کاوه،یعنی له هغه سیمی څخه منقرض شوي دي،ولی په نورو ځایونوکې په وحشي توګه موندل کیږي((خړ لیوه یو وخت په ټوله سهیلي امریکا کې موجود وه خو اوس مهال له ماساچوسټس څخه منقرض شوي دي)). یوه بڼه کیدی شي په سیمه ییزه کچه یا یو هیواد کې منقرض شي ولی د نړۍ په نورو برخو کې خپل ژوند ته دوام ==پخوانی ډله ییز انقراض== د ژوند یو موجوداتو تنوع چي د ځمکي پر مخ ژوند کوي له پیله د ډیریدو په حال کي دي.دغه ډیروالي ثابت نه و، بلکي دغه زیاتوالي د ژوندیو موجوداتو د تدریجي تکامل د لوړي کچي نویو تولیداتو د دورو په واسطه ترسره کیده،چي ورپسي په نورو دورو کي د ډله ییز انقراض د ضمني تغیراتو سره ترسره شوي دي ( راووپ ۱۹۹۲ ،لاوي۲۰۰۱ م کال). دغه نمونه د فوسیل په ریکارډ کي څرګنده ده، کوم چي د ساینسدانانو له لوري تر ازمویني لاندی نیول شوي دي چي د ژوندویو موجوداتو د شمیر او کورنیو په ټاکلو کي په ځانګړو جیالو جیکي دورو کي لیوالتیا لري. د سمندري ژوند بڼو تدریجي ودي تاریخچه یا تکاملي سیر نظر هغو حیواناتو ته چي په وچه کي ژوند کوي غوره توګه تر مطالعي لاندي ونیول شوه. ځکه چي د هغوي اکثره د بدن ځواکمنو غړو درلودونکي وو، هغه سمندري رسوبونه چي د تیګو په شکل ساتل کیږي. د لمړي ځل لپاره سمندري حیوانات چي ۶۰۰ میلونه کاله پخوا د پالوزویک په عصر کي رامنځه شوي دي، د فوسیل د تاریخچي له مخي د نویو سمندري حیواناتو يه چټکه توګه منځه ته راتګ د ۱۵۰ میلونو کلونه څخه وروسته منځه راغلي دي.۲۰۰ میلیونه کاله وروسته د دغو حیواناتو د فامیلونو شمیر تر ۴۰۰ خوا او شا ته رسیده. په ۲۵۰ ملیونه کلونه په اخر کي یعني د ځمکي د تاریخچي په میزوزویک او سینوزویک دورو کي د فامیلونو یک نواخته شمیر خپل اوسني شمیر یعني ۷۰۰ فامیلي پوري زیات شوي. د تیرو دورو تاریخچه د سمندري حیواناتو ورو تکاملي سیر و، لکه څنګه چي د یوي فامیلي راښکاره کیدل یو میلیون کالو ته رسیده.ددی حیواناتو کورنیو پر زیاتیدو سربیره دډله یز انقراض ۵ ستر ناورینونه د فوسیل په تاریخچه کې ثبت شوي دي چې ۶۰ څخه تر ۱۵۵ میلونه کلونو په اوږدو کې پیښ شوي دي.دغه پیښی چې (Triassic,Permian,Devonian,Ordovician,cretaceous)دورو کې پیښ شوی دی کولی شو چې ( ډله یز طبیعي انقراض ) یي وه نوموو.چې تر ټولو زیات مشهور د ډیناسور ډله یز انقراض دی.چې cretaceous ۶۵میلونه کاله مخکی تر سره شوي چې تر دغه انقراض وروسته تی لرونکو حیوانات پر وچه واکمني پیدا کړه.چې تر ټولو ستر ډله یز انقراض د پرمیان دوری په وروستیو کې ۲۵۰ میلونه کاله مخکی پیښ شوی چې په اټکلي توګه له ۷۷ څخه تر ۹۶ سلنه ټول سمندري حیوانات اودغه راز دټولو پاتی حیواناتو نیمايي کورنۍ منقرض شوي دي.)بنتون اوتویچیت ۲۰۰۳ م کال ) (ډیویډ راوپ ۱۹۷۹ م کال) وایي: که دغه اټکلونه تر یو حده سم هم وي زیاتره دا احتمال لري چي بعضی ډله ییز خنډونه لکه د اور غور ځونکو چاودیدل یا دځمکی سره دیو شهاب ثاقب ټکر یا دغه دواړه پیښي د ځمکی د اقلیم د بدلون سبب شوي،چې د زیاتو ژوند بڼو دانقراض لامل شوي دي.۵۰ میلونه کاله وروسته دځمکې بیوټا یت ژوندیو اجسامو دخيلو کورنیو شمیرچې ده پرمیاند انقراض په دوره کې له لاسه ور کړي وه بیا تر لاسه کړ.

د بشر په لاس اوسنی ډله ییز انقراض[سمول]

نړیواله تنواع په اوسنی جیولوجیکي دوره کي لوړي کچي ته رسیدلي ده. د ارګانیزمونو پرمختللي ډلي حشرات،فقاري حیوانات او ګل لرونکي نباتات۳۰۰۰۰کاله مخکي خپلي لوړي تنوع ته ورسیدل،له نن څخه مخکي د ژوندبڼو په شتمني کي کموالي راغی. ځکه چي یوي نوعي خپله واکمني ثابته کړه. انسانانو په څرګنده توګه د نورو د ژوندبڼو د ځان په بیه د خپلو اړتیاو د پوره کولو لپاره د وچي او لندي ځمکي چاپیریال ته بدلون ورکړي. په اوسني وخت کي موږ د انفراض د شپږمي حادثي په منځ کي ځاي لرو، چي دا ځل به یی د طبیعي پیښي پر ځاي لامل د انسان فعالیتونه وی د انساني فعالیتونه د کتي وړ اغیزي د انقراض پر کچه کولای شو په اسټرالیا،سهلي امریکا او شمالي امریکا کي زیات شمیر تي لرونکي حیواناتو د انفراض کچه له هغه وخت لوړه شوه،چي انسانانو به لومړي ځل په د غه وچه کي ژوند غوره کړ.کله چي انسانان دغو سیمو ته ورسیدل، له ۷۴څخه تر ۸۶ سلنه تي لرونکي چي ۴۴ کیلو ګرامه وزن یی درلود په ډیري چټکي سره منقرض شوله.احتمالآ دغه انقراضونه مستقیمآ په ښکاره او په غیري مستقیمه تو ګه د ځنګلونو په پري کولو او لوټ کوونکو ژوندبڼو په راتګ او د نویو ناروغیو په خپریدولو پوري اړه لري.په ټولو لويو وچو کي لرغوني ژوندپوهان او لرغونپوهان د ماقبل التاریخ په دوره کي پراخه شواهد پیدا کړي، چي د طبیعي استوګنځایونو تغیر د انسانانو په وسیله د لوړي کچي انفراض سره مل و.د بیلګي په توګه د نباتاتو د ودي او وحشي حیواناتو د څریدلو او د ښکار د ښه والي لپاره د بی ونو بیدیاوو قصدآ سوزول. چي تر۵۰۰۰۰کالونو پوري یی په افریقا کي ادامه لرله (بیلي او اټ ال ۲۰۰۴ م کال). تقریباً ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰۰ کلونو څخه راپدی خوا یعنې کله چیرې د ډله یزو حیواناتو اهلي کول پیل شول. لکه : اوزه،پسه او غوا... اونباتات لکه:غنم،وریجی،جوار او نور محصولات ،په شمالي امریکا کې طبعي سیمی او چمنونو اوځنګلونو ،مرکزی امریکا کی ،اروپا او اسیا کې په یو طرفه ډول د څړځایونو دبرابرولو او کرنیزو ځمکو لپاره چې دبشر اړتیاو ته ځواب وواي کم شوې دي. تر اوسه داڅرګنده نه شوه چې کومی ژوند بڼی د تغیراتو په پایله کې منقرض شوي دي،خو دغی تغیراتو تقریباَّ په قطعي توګه خپلې منفي اغیزې له هماغی ورځی څخه په وحشي ژوند پرې ایښي دي. د ۲۰۰۰ کلومو په وروستیو کې د فقاریه حیواناتو انقراض ،په ځانګړي توګه دتی لرونکو او الوتونکو په اړه ډیر معروف او پیژندل شوي،ځګه چې دغه ژوند بڼی ،ډیری ستري وی او په غوره توکه مطالعه شوي دي.دساینس دانانو دی ته پام شوی چې نور دغه ژوند بڼی په وحشي نړۍ کې نه پیداکیږي .

داړوونکي ژوند بڼې او د جزیری په ایکوسیستم کې انقراض[سمول]

دلوټونکو او داړوونکو بڼو ستونزه په جزیرو او د جزیرو په ټولګه کې تر بل هر ځایه زیات موجود وي.دځمکې د غیری جزیروي منزوي بڼو تدریجي تکامل،جزیروي ژوند بڼی په ځانګړي وخت کې زیانمنوي،چې سیالان،داړونکې حیوانات او ناروغۍ داوسیدونکوانسانانو او یا کتونکوله خوا دې جزیری ته راولیږدیږي.په ټاپوګانو او دټاپوګانو په ټولګیو کې د انقراض او ژوند بڼو کموالی دڅو انقراضونو د تاریخچيې په وسیله لکه: د هاوايي جزیرو په ټولګه او ګالاپاګوس کې څرګند شوي دي.خو هماغه عوامل چې د دغو جزیره یي ایکو سیستمونه يي بي ساري جوړ کړي،دوی په خاصه توګه دبیګانه یرغلګرو بڼو پرته د طبیعي استوګنځیونه ویجاړتیا او افراطي ګټی اخیستنی زیانمن کړي دي. په مجمع الجزایر هاوایي او ګالاپاګوس کې د بیګانه بڼی معرفی کولو خپلی ناوړه اغیزی ددغو جزیرو په اړونده بڼو پری ایښي دي.په هاوايي کې معرفي شوي بڼی خوګ،سپی او صحرايي موږک په ګډون او نور نباتي انواع دانسان په اوسیدو سره د ۱۳۰۰ کلونو څخه پخوا یو ځای وو.داسی ښکاري چې په دغو مجمع الجزایرو کې د انسان په استوګنې سره د انقراضاتو څپی راغلي،په اوس وخت کې لرغونپوهانو کم تر کمه ۶۲ بڼی الوتونکې ثبت کړي دي،چې د پولینزیانو له ورتګ څخه وروسته منقرض شوي دي.نباتات او فقاریه حیوانات اوس ترمطالعې او روزنی لاندې دي،د اروپا له راتګ وروسته ۱۷۷۸ م کال کې زیاتره نورو پردیو بڼو پربومي بڼو زیاتی اغیزی وکړې.صحرايي موږک،غیری پولینزي بومي خوګ،پیشو،پسونه،آسونه،غواوې،اوږودپوزي شادي او د ۲۰۰ په شا اوخوا کېژژوند بڼی پونده بند لرونکی ځناور ځینی معرفي شوي ژوند بڼی جوړوي،چې په هاوايي کې د الوتونکو حشراتو او نباتاتو له ۲۰۰ کلونو راهیسی د نسل دکموالي او انقراض لامل شوی دی. سره لدی رنګارنګ نباتات چې دغه مجمع الجزایر ته راوړل شوي دي د دغو جزیرو په بومي نباتاتو بدل شوي دي،چې غالبآ بومي نباتات یي له صحنی ویستي دي.دپردیو بڼو تاثیر او د استوګنځایونو ویجاړول دومره سخت وي،چې هغه ساحه چې د بومي بڼي په وسیله اسغال ښوې وه،ډیره وړه وه چې په هاوايي جزیره کې د متحده ایالاتو څخه تر ټولو زیات انقراض منځ ته راغلی.

دطبیعي انقراض کچه[سمول]

په دي پوهیدو لپاره چي اوسني انقراضونه تر کومي کچي زیان اړوونکي دی،غوره به وي چي د انقراض د طبیعي کچي سره د انسان د فعالیت پرته دي پرتله کړو.د طبیعي انقراض کچه به د انسان له اغیزو پرته څومره وي؟ طبیعي انقراض کچه کولای شو د فوسیل د ریکارډ سره یاداشت یا د پخوانیو دورو له مخي اټکل کړو. د تیرو دورو د یادښتونو له مخي یوه بڼه له یوه څخه تر لس میلیونه کلونو پوري مخکي له دي چي انقراض شي اویا هم په بله بڼه بدله شي ژوند کړی (راوپ،پیم او م م کال). له همدي ځایه چی اوس په ځمکه کي لس میلیونه بڼي ژوند کوي، 2005 جین کینس کولای شو وړاند وینه وکړو ،چي د ۱-۱۰موجود نسل په نړی کی هر کال0001.0تر0.00001 سلنه په هر کال کي د طبیعي انقراض په پایله کي منقرض شوي دي.دغه اټکلونه د پراخو سمندري حیواناتو د ارزونو څخه سرچینه اخلي، نو د پورته اټکلونو له مخي ویلی شو چي د کمو بڼو د طبیعي انقراض کچه به کمه شمیر وي، څرنګه چي دغه بڼي د طبیعي استوګنځایونو د ویجاړیدو له امله زیاتي زیانمیږي، دغه راز دغه کړنلاره د وچي د تي لرونکي حیواناتو لپاره هم سمه ده. دالوتونکودانقراض اوسنۍ کچه یوسلنه په هره پیړۍ کې یا ۰.۰۱سلنه هرکال اټکل شوې ده،۱۰۰نه تر۱۰۰۰پوری دطبیعي انقراض څخه زیاته ده چې دطبیعي انقراض له مخی یي وړاندوینه شوې ده. په بل عبارت:اټکل شوې ده چې د۱۰۰بڼو په شا اوخوا کې الوتونکي د ۱۸۵۰ نه تر ۱۹۵۰ کلونو په منځ کې منقرض شوي دي،خو دطبیعي انقراض دوړاندوینی له مخې په دغه وخت باید یوازی یوه بڼه د دغو حیواناتو څخه منقرض شوې وی.نو په دی اساس ۹۹ سلنه انقراضونه دانساني فعالیتونو پوری اړه لري. ځینی ساینس دانانو په صراحت سره د دغه اټکلونو ریښتینوالی تر پوښتنی لاندی راوستی او واي چې دغه اټکلونه د بی اساسه فرضیو پر بنسټ وو.لکه دتیرو دورو د پیژندل شویو حیواناتو د پرتلنی ریښتینوالی د ژوندیو حیواناتو سره ،او د سمندري تی لرونکو پرتلنی رییښتینوالی دوچی د تی لرونکو دحیواناتو سره (ریګان او اټ ال ۲۰۰۱ م کال ) خو داوسنیو اطلاعاتو څخه په ګټی اخیستنی سره یو ډیره لرغونی طریقی څخه کار اخیستل ،ریګان او ملګري يي د ماډرن انقراض کچه مطرح کړی چې اوس هم ۳۶ څخه تر ۷۸ ځله د طبیعی انقراض څخه زیات دی.سربیره پر دی دانقراض دکره کچو په اړه کره معلړمات نه شته خو هیڅ څوک د دی سره مخالفت نه لري،اوسني انقراضونه د پخونیو طبیعي انقراضونو په پرتله زیات دي ،او دا هم مني چې دغه زيات والی دانساني فعالیتونو په وسیله رامنځ ته شوی دی.

                                       ==په جزیرو کې د انقراض کچه==

په دی باید پوه شو چې د تاریخ په اوږدو کې دانقراض کچه په جزیرو کې لوړه وه.په ټولیزه توګه په هغو بڼو کې چې په جزیرو کې یي ژوند کاوه محدوده سیمه،وړوکۍ نفوس او کوچنۍ شمیر ټولنی.په جزیرو کې دانقراض لوړه کچه د ۳۵۰ کلونو راهیسې په الوتونکو،تی لرونکو او خزندګانو کې وه(پیم او اټ ال ۱۹۹۵ م کال).لدی پرته دسمندري جزیرو زیات شمیر نباتات هم منقرض شوي دي او هم دانقراض تر ګواښ لاندی دي(بومي(اصلي)ژوند بڼی هغه بڼی دي چې یوازی په یوه سیمه کې پیداکیږي او په نورو سیمو کې موجود نه وي چې دغه بڼی په ځانګړي ډول دانقراض څخه زیانمنیږي هغه بڼی چې په جزیرو کې ژوند کوي،په ټولیزه توګه محدود شمیرسیالو،څیروونکواو ناروغیو سره رالوۍ شوي وي،کله چې له وچو څخه داړونکې ځناور جزیرو ته راوړل کیږي،عمومآ دجزیرو بومي ژوند بڼوته چې ددوی پر وړاندی د مقابلی توان نلري زیات زیان رسوي دبڼو دانقراض کچه هغه وخت زیات لوړیږي چې انسانان په یوه جزیره کې استوګنه غوره کوي،نو کله چې زیاتی بڼی زیانمنی شي په شمیرکې يي کموالی راځي.هغه نباتات چې په جزیرو کې شنه کیږي دانقراض دخطر سره مخ کیږي. په ځانکړي توګه کله چې استوګنځایونه ونړول شي.په مالاګازي جزیره کې له ۹۵۰۰ نوعه نباتاتو له جملی څخه چې ۶۸ سلنه یي بومي وه او ۲۵۵ نور نباتات پدی جزیره کې د انقراض د خطر سره مخ دي.(WRA.2000).په عمومي توګه هر څومره چې انسانان په یوه جزیره کې د اوږود وخت لپاره اوسیدلي دي په هماغه کچه دانقراض په سلنه کې زیاتوالی راغلی دی.

د انقراض کچه او د طبیعي استوګنځایونو زیانونه[سمول]

د ساحي – ژوندبڼي تر منځ اړیکه، د طبیعي استو ګنځي د ویجاړیدو په صورت کي د ژوندبڼو د شمیر او سلني د اټکلولو لپاره د پیش بیني لپاره کارول کیږي. دغه اټکلونه پیش بیني کوي که چیر ته یو جزیره مشخص شمیر بڼي ولري، د طبیعي استوګنځایونو کمیدل به ددي لامل شي چي ټاپو به یوازي هغه شمیر بڼي وزغملي شي چي په یو وړه جزیره کي ژوند کوي. د غه ماډل زیاتي ګټي لري، ځکه دغه ماډل په ملي پارکونو،او ساتل شویو سیمو کی چي طبیعی استوګنځایونه یی ویجاړ شوي وي و کارول شي.دغه ساتل شوي سیمي کولای شو د ((مسکوني جزایرو))په څیر په میلمه پال بحر کي چي د نا مناسبه طبیعي استوګنځایونو لرونکی وي تر کتني لاندي ونیسو. دغه ماډل وړاندوینه کوي، چي کله ۵۰ سلنه ټاپو (مسکوني جزیره) ویجاړه شي،نږدي ۱۰ سلنه ژوندبڼه چي په هغه کي ژوند کوي، له منځه ځي. که چیر ته هغه بومي اوپرهمدی ځای پوری اړونده بڼی وي د ۵۰ سلنه ټاپو په ویجاړیدو سره دهغوی ټول نسل منقرض کیږي.که چیرته ۹۰ سلنه د هغوي استوګنځای ویجاړ شي،۵۰ سلنه بڼي له منځه ځي او که ۹۹ سلنه استوګنځای ویجاړ شي، نو ۷۵ سلنه ژوندیڼي له منځه ځي. د سنګاپور ټاپو کولای شو د یوي بیلګي په توګه وکاروو. د تیرو ۱۸۰ کلونو په موده کي د ۹۵ سلنه په خوا او شا کي د هغي اصلي ځنګلونه له منځه تللي دي، دغه ماډل اټکلوي، چي د ۳۰سلني په خوا شا کي د سنګاپور ځنګلي بڼي کیدای شي له منځه تللي وي. په حقیقت کي د د۱۹۲۳ او ۱۹۹۸ کلونو په منځ کې ۳۲ سلنه د سنګاپور بومي الوتونکي لمنځه تللي چې پدی ډله کې ځمکني مرغان او حشره خوړونکي ځنګلی مرغان دزیات شمیرۍ تلفاتودرلودونکي وو(کاسټیلیټا اواټ ال ۲۰۰ م کال). د طبیعي استوګنځي د زیان له مخي د انقراض د کچي وړاندوینۍ پام وړ توپیر لري ددي لپاره چي د نړي په تروپیکو اوګرمو ځنګلونو کي حشرات او نباتات د ژوندبڼو ستره برخه جوړوي،نو په همدي اساس ننني اټکلونو کچه او د بڼو د راتلونکي انقراض په باراني تروپيکو ځنګلونو کي د نړي تقریبي انقراض راښايي.دحفاطتي اټکلونو لمخی هر کال یو سلنه باراني ځنګلونه ویجاړيږي (ویلسن۱۹۸۹م کال) مخکی تر مخکی اټکل کوي چې ۰.۲ څخه تر ۰.۳ سلنه ټولې ژوند بڼی د ۱۰،۰۰۰ څخه تر ۱۵،۰۰۰ بڼی له ۵ میلونه اوسنیو ژوندبڼو څخه په ټوله نړۍ کې هر کال ۳۴ او یا زیات شمیر ژوند بڼی هره ورځ له منځه ځي.دغه اټکل وړاندوینه کوي چې تیر ولسو کلونو په بهیر کې ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۶ پوری تقریبا ۱۲۵،۰۰۰ بڼی منقرض شوي دي.

د ټاپو دحیاتي جغرافيي عمومیات او فرضیات[سمول]

دټاپودحیاتي جفرافيي ماډل له مخي د انقراض د کچي اټکل یو لړ فرضیات او عمومیات لري.چي ددي طریقی صحت او کره والی محدود وي (سیم بر لوف ۱۹۹۲،سټیډمن او مارټین ۲۰۰۳ م کال). ۱.دغه اټکلونه د منحني د ژوند بڼي ساحي د نمونوي قیمتونو له مخي دي. هغه ډله ژوندبڼي چي د حیاتي جغرافيي پراخه سیمه ولري، لکه سمندري حیوانات او د معتدلو سیمو د ونو انواع د هغو بڼو په پرتله چي کوچني طبیعي جغرافیی سیمه لري، لکه د ټاپو الوتونکي او د خوږو اوبو کبان، کم انقراض لري. ۲ دغه ماډل وړاندیونه کوي، ټولي بومي ژوندبڼي چي له سیمو څخه یی په پراخه کچه ځنګلونه پري شوي وي له منځه ځي.امکان لري چي دغه بڼي په پاتي شویو ځنګلونو کي بیا استوګنه غوره کړي.د ځنګل کم شمیر لومړي بڼي ددي وړتیا لري، چي په کښتونو او یا اداره شویو ځنګلونو کي ژوندي پاتي شي. ددغو ژوندبڼو توافق او منښته د اداره شویو ځنګلونو سره په ځانګړي توګه په تروپیکو ځنګلونو کي چي زیات شمیر بڼي ورته راځي د پام وړ دي. ۳ بڼي – سیمي ماډل څرګندوي چي استوګنځي په ناببره توګه له منځه ځي. په حقیقت کي هغه سیمي چي زیاتي بڼي لري،ځیني وختونه د ساتونکو چارو د پرمخ بیولو لپاره اود دغو بڼو لپاره د ملی پارکونو په موخه کاریږي،چې ددی فعلیتونو په وسیلی سره یو زیات شمیر بڼی د هغه څه لمخی چې په بڼي سیمی په ماډل کې پیش بینی شوي دي کیداي شي وساتل شي. ۴ د طبیعي استوګنځایونو ټوټه ټوټه کید ل د انقراضونو په کچه اغیزه کوي، که پاتي سیمي په وړو وړو ساحو وویشل شي او یا هم د هغو په منځ کي لویه لار تیره شي،په دي صورت کي هغه بڼي چي پراخ ګروپونه لري او یا هم هغه بڼي چي سترو نفوسو ته اړتیا لري، شاید په خپله ساتنه ځواکمن نه وي، دغه راز بیدریغه ښکار کول، د کرني لپاره د ځمکي پاکول او د بیګانه بڼو معرفي په ټوټه ټوټه شویو ځنګلونو کي د زیاتو مړینو سبب کیږي.

د انقراض د کچي د محاسبي لپاره نور میتودونه[سمول]

د انقراضونو د کچي د اټکلولو لپاره بله طریقه، د پیش بیني شویو طبیعي استوګنځایونو کمیدل، د نفوسو شمیر، او دنوعو د جغرافیایی ویش له معلوماتو څخه کار اخیستل دي(میس ۱۹۹۵م کال). دغه طریقه د لږ شمیره بڼو د کره انقراض کچي د معلومولو لپاره د تجربوي معلوماتو له مخي کاریږي. دغه میتود له هغه وروسته چي په ۷۲۵ فقاریه بڼو چي د خطر له ګواښ سره مخ وو ترسره شو وړاندوینه وکړه، چي له ۱۵ څخه تر ۲۰ بڼو پوري به په سلو راتلونکو کلونو کي له نړي څخه منقرض شي. داسي توقع کیږي، چي په ځینو ګروپونو کي د انقراضونو دا کچه نوره هم لوړه شي. په راتلونکو ۱۰۰ کلونو کي به ۲۹ د ګواښ لاندي ژوندبڼو نیمایی د هوسیو کورنۍ او ۱۰ نوعو څخه تر ۳۰ نوعي تروپیک الوتونکي منقرض شي. کله چي دا میتود په ځینو خاصو جغرافیایی سیمو کي وکارول شو، د ژوند بڼو د انقراض د شمیر سره چي د طبیعي استوګنځایونو د ویجاړیدو او د ټاپو د حیاتي جغرافیي د ماډل له مخي پیش بیني شوي وه زیات ورته والي لري.(برووکس او اټ ال ۲۰۰۲م) د بڼو د انقراض لپاره د مودي اړتیا د ژوندبڼي د سیمي د کموالي سره ، په حفاظني بیالوژي کي یو اساسي سوال شمیرل کیږي د ټاپو د حیاتي جغرافیي په ماډل کي پدي اړه هیڅ ډول پیش بیني چي دغو ژوندبڼو انقراض به څومره وخت ونیسۍ، نه ده شوي.(ګبس، ۲۰۰۱م کال). کیدای شي ځیني واړه نفوسونه څو لسیزي او یا هم څو پیړي په پاتي شویو طبیعي استوګنځایو کي خپل ژوند ته دوام ورکړي، خو ولي په پایله کي د هغوي برخلیک له انقراض پرته بل څه نه دي. د ژوند بڼو د انقراض د وخت د اټکل لپاره یو میتود ژوندبڼو تلفات د تاریخي مثالونو سره پرتله ده. د تیرو مثالونو سره د پیش بیني د پرتلي له مخي یی د کینیا هیواد د ځنګلونو کچه اټکل کړي ده، چي د هغي له مخي پاتي ځنګلونه به خپل الوتونکي له لاسه ورکړي. غوره اټکل د هغو بڼو په اړه چي په پایله کي به له منځه ولاړشي، پیش بیني کوي، چي ددي بڼو نیمایی به په ۵۰ کلونوکي د۱۰۰۰هکتاره پلټل شوي ځنګل څخه هغه مهال له منځه ولاړ شي، چي دهغي نیمايي نور په ۱۰۰ کلونو کي ۱۰۰۰۰ هکتاره پلټل شوي ځمکي څخه له منځه ولاړشي.(فیراز اټ ال ۲۰۰۳ م کال).په داسی حال کې چې د طبیعي استوګنځایونو ویجاړیدل او خپل حالت ته راوستل تر سره شي. دغه شان چې په نوي انګلستان او پور توریکو کې پیښ شول کیدای شي د هغو بڼو لپاره چې وړوکی شمیر په یوازی توب کې ژوند کوي بیا وکولی شي چې ور څیرمه طبیعي استوګنځایونو کې چې ورته برابر شې ژوند وکړي که څه هم اته نوي سلنه د جنوبي امریکا شمالي ځنګلونه پری شوي،وهغی سیمی د پاکولو کار له سلګونو کلونو څخه په داسی طریقه پیل شو چې ځنګل د دی سیمی نیمایي پوښلې وه، تر څو د ګرځنده بڼو او الوتونکو لپاره استوګنځای برابر شي.

سیمه ییز انقراضونه[سمول]

پر نړیوال انقراض سربیره چي د حفاظتي بیولوژي تمرکز ورپوري نغښتي، زیات شمیر بڼي یو لړ سیمه ییز انقراضونه ګالي کله چي طبیعي استوګنځي ویجاړ شي، د حیواناتو او نباتاتو نفوس لمنځه ځي په عمومي تو ګه ځیني پراخه بڼي ځیني وختونه یو څو کوچنیو طبیعي اصلي استوګنځاینوکي محدودیږي،د بیلګی په توګه دامریکا حشره (Nicrophorus Americanos) چې یو وخت د امریکې په ټولو برخو کې لکه: مرکزي،شمالي او جنوبي امریکاکي موجود وه، خو اوس یوازی په څلورو منزوي شویو نفوس ډلو کي پیدا کیږي،بیالوژیکې ټولنی د داډول انقراضونو له عمله زیاتی کمیږي میډلیسکس فیلز چې د پلازمیني بوسټن یوه سیمه ییزه ساتل شوي سیمه ده، په ۱۸۹۴م کال کي د ۳۳۸ نوعو وحشي بومي ګلانو درلودونکي وه، کله چي ۹۸ کاله وروسته دا سیمه سروی شوه چي یوازي ۲۲۷ بني دا نباتات پاتي شوي دي ددي بڼو څوارلس یی چي له منځه تللي په ۱۸۹۴م کال کي پیژندل شوي وو لیست کړل شو. د ځنګلونو پري کول،اورلګیدل، د غرنیو بایسکل چلونکو ګرځیدل، د بیګانه بڼو یرغل او لوټ، او د طبیعي استوګنځایونو ویجاړول او ټوټه ټوټه کیدل هغه عوامل وو، چي یو ځايي د فلیز د ژوندبڼو په انقراض کي مرسته کړي. د اسټرالیا د پلازمیني اړونډ اډیلاینډ په پراخه سیمه کي له ۲۰ څخه تر ۴۰ پوري بومي تي لرونکي، او ۸۹ بڼي بومي نباتاتو د ۱۱۳۶ ژوندبڼو له ډلي څخه د ۱۸۳۶ او ۲۰۰۲ کلونو تر منځ منقرض شوي دي. (ټایټ او اټ ال ۲۰۰۵ م کال) د هغو سرویګانو له مخي چي د امریکي متحده ایالتونو د طبیعي میراثونو د ساتني د پروګرام له خوا تر سره شوي،۴ څخه تر ۸ سلنه نباتات چي مخکي په هاوايي، نیویارک او پنسلوانیا کي موجود و، نور نه موندل کیږي. په برتانیه کي چي د څولیسزو راټول کړل شویو معلوماتو او څیړنو کره والي او رښتینولي یی مشهوره ده د پتنګانو یو تحلیل په یوه هیواد کي راښایی، چي سیمه ییزو انقراضونوپه تیرو ۲۵ کلونو کې ۶۷ سلنه سیمه ییزی بڼی چې مخکې مشهوری وی لمنځه وړي دي.لدی څخه دسیمه ییز انقراض یوه ډیره لوړه کچه په ګوته کیږي. دغه راز په یوه سروی کي چي د اندونیزیا د سوماترا ټاپو په یوه برخه کي ترسره شوي معلومه شوه چي اسیایی فیلانو ۱۲ ډلي نفوس چي ۱۹۸۰م کال راهیسۍ پیژندل شوي وو، یوازي ۳ ډلي نفوس یی تر اوسه د ۲۰ کلونو څخه وروسته پاتي دي. فقیری ټولنی اټکل شوي چې پینځه میلونه بڼی چې په نړۍ کې شته د یو ملیارد بی ساری نفوس لرونکې دی،یا په هره بڼه کې دوه سوه نفوس کیدای شي (هګس او روګارډین ۲۰۰۰ م کال ). په داسی حال کې چې ځینی بڼی د ډیر محدود نفوس لرونکې وي،ځینی نوری بڼی یي کیدای شي د زرګونه نفوس لرونکی وي. د ژوند بڼو تلفات د هغوی د ویجاړ شوي طبیعي استوکنځي سره مساوي ده،نو په همدی اساس دنړۍ د بڼو نفوس کچه ډیره لوړه ده چې په انفرادي توګه له منځه ځي.کله چې ۹۰ سلنه یوه واښه لرونکې پراخ ایکو سیستم خراب شي ۹۰ سلنه د نباتاتو نفوس ،حیوانات او فنجي هم له منځه ځي. دا کچه د پنځه میلونه نفوس د تلفاتو نمایندګي (۱ سلنه څخه تر ۵۰۰ میلونه نفوس د نړۍ د تروپیکو ځنګلونو ) یا د ۳۰۰۰۰ په شاو خوا کې نفوس هره ورځ انقراض کوي.دغه بی ساري سیمه ییز انقراضونه یوه مهمه بیولوژیکي خنډونو باندی دلالت کوي، چې ګواکی یوه ستره چاپیریالي ستونزه موجوده ده.چې دسیمه ییز او نړیوالو انقراضونو پروړاندی د تدبیرونو لپاره لازمه ده .دسیمه ییزو بڼو د نفوسو مړینه نه یوازی داچې د بیالوژیکي تنوع دکوالي ښکارندوی دی ،بلکه دیوی سیمی ارزښت دطبیعي لذت ،علمي څیړنو او دسیمی دخلکو لپاره د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د معیشیت وسیله را کموي

سرچینې[سمول]

1. دودیال،محمد بشیر. ۱۳۸۱. دافغانستان وحشي ژوي.ګودر خپرندویه ټولنه.ص 4_20

2. وفا،وفا الرحمن. ۱۳۹۵. ساتونکي بیولوژي.میهن خپرندویه ټولنه.ص 29_40