دهکده راډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دهکده راډیو دهکده راډيو د غزني ولایت له غږيزو رسنيو څخه يوه ده ، چې د فريداحمد روستايي له خوا په ١٣٨٧ کال کې تاسيس او په خپرونو يې پيل کړى دى . دغه راډيو په ورځني ډول ١٨ ساعته خپرونې لري ، چې دغزني ولايت ترڅنګ دميدان وردګو او پکتيکا ولايتونو ځينې برخې هم تر خپرنيز پوښښ لاندې راولي . دغه راډيو له شخصي پانګې او سوداګريزو اعلانونو خپل لګښتونه پورې کوي او ١٩ کارکوونکي لري