دهراود ولسوالۍ

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل

دهراود ولسوالۍ د افغانستان د روزگان ولايت یوه ولسوالۍ ده. په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۵۰،۷۱۸ وگړو ته رسېږي.[1] د لرغونپوهانو او تاريخ پوهانو پر دې ټکي پوره يوالۍ شته چي د لومړنيو مدنيتو نو اصلي ټاټوبۍ د لويو سيندونو او پراخو بحيرو شاه او خواسيمي وې، چي هلته پخواني انسانان ميشت شوي او د تمدن د زيږيدو ، ودي او پر اختيا زمينه يې برابره کړيده . په لرغوني مصر کي د نيل سند پر شاه او خوا پخوانۍ مدنيت چي پنځه زره کاله پخوا تر زيږد اوج ته رسيدلۍ وو؛ د دجلې او فرات سندونو له برکته د بين النهرين تمدن څلورزره کاله پخوا تر ميلاد مينځ ته راغلۍ او پراختيا يې موندلې وه ؛ د سيند سند په حوزه کي د موهنجودارو او هرپې مدنيت درې زره کاله پخوا تر زيږد چي پاتي شوني يې د هند د تاريخ پيلامه بلل شوې ، ؛ همداشان د مديتراني بحيري پر څنډو پراته يوناني او رومي مدنيتونه د پياوړو بيلگو په توگه يادولای شو. د افغانستان د پنځه زره کلن تاريخ د ثبوت لپاره هم د هلمند سند او دهغه مرستيال سندونه وسيله گرځيدلي او د لرغوني مدنيت زمينه يې د پخواني منډيگک د اوسيدونکو لپاره برابره کړيده . فرانسوي لرغونپوه ( کزل ) او دهغه نور افغاني او فرانسوي علمي ټيم دا څرگنده کړل چي : درې زره کاله پخوا تر زيږد ، د منديگک اوسيدونکو په لرغوني افغانستان کي د يوه بې ساري تمدن بنسټ ايښۍ چي د افغانستان د د پنځه زره کلن تاريخ د لومړي فصل په توگه ثابت او منل شويدۍ . د منديگک ، بست کلاه ، لښکرگاه او يوشمير نورو تاريخي او لرغونو سيمود ښيرازۍ د عامل په توگه د هلمند سند او دهغه دمعاونينو ارزښتمن رول څرگند دۍ . د همدې سند له برکته د دهراوت ولسوالۍ د پام وړ برخي سمسوري او ابادي دي . د هلمند سند اود هغه مرستيال سندونه لکه د تيري او ساخر سندونه په دهراوت ولسوالۍ کي له يوي خوا د کرهڼي لپاره مناسب شرايط برابر کړي او له بله پلوه يې په لرغونو زمانو کي د گڼو انسانانو د ميشت او اوسيدو هر اړ خيزه امکانات برابر کړيدي ، چي د دې ادعا د ثبوت لپاره د دهراوت ولسوالۍ د هغو لرغونو ودانيو په پاتي شوني څرگند او بر ملا شواهد دي .د بيلگي په توگه کلا مورچه ، سره کلاه ، لوی ديوال ( کټه ديوال ) دودوان او داسي نور يادولای شو .

دهراوت ولسوالي چي د ١٣٤٦ لمريز کال د هيواد دملکي اداري ويش پر بنسټ د ارزگان ولايت دويمه درجه ولسوالي گڼل سوې ، د ختيځ طول البلد ٦٥ درجو ١٨ دقيقو او ٤٨ ثانيو او د شمالي عرض البلد په ٣٢ درجو ٢٨ دقيقو او ٣٦ ثانيو کي واقع شويده . مساحت يې ٣٤٤٥ کيلومتره مربع اټکل شوۍ او د بحر د سطحي څخه لوړوالۍ يې ١٠٧٥ متره ته رسيږي . د دې ولسوالۍ تر ټولو پخوانۍ نوم په ويدي او اوستايې متونو کي ( هراوتي ) ياد شوۍ چي د اوستايې پير د ١٦ گونو ښيرازو سيمو څخه يوه گڼل شويده . د تاريخي جغرافيا پوهانو او مورخينو له نظره د ( هيراوتي ) حوزه د ورستۍ اراکوزيا او د اوسني لوی کندهار ښيرازو سيمو ته ويل کيده . علامه حبيبي په (( تاريخ مختصر افغانستان )) نومي اثر کي ليکي چي : د اوستا دريم ټوک وينديداد د خپل پير شپاړس څرگندي سيمي يادي کړي چي زياته برخه يې په اوسني افغانستان کي تثبيت او ټاکل شويده . د بيلگي په توگه د بخدي ( بلخ ) ، هريوا ( هرات ) ويکراته ( کابل ) روروه ( پکتيا ) هريوتي ( ارغنداب او دهراوت ) او ای تومنه ( هلمند ) ( حبيبي : ١٣٤٦ ، ص : ٢٥ )

د دهراوت ولسوالي

يوناني مورخ هيرودوت د لرغوني اريانا سيمي د خپل وخت په مروجو نومونو ثبت او يادي کړيدي چي بيلگي يې د اريا ( Areia ) درنگيانا ( Drangiana ) کارمانيا ( Carmania ) اراکوزيا ( Arachosia ) او نور نومونه يادولای شو . په دې لړ کي د اراکوزيا سيمه د تاريخي جغرافيا پوهانو له خوا د پخواني هيراوتي حوزې پر سيمه اطلاق شويده . اريا دهرات نوم او درنگيانا د زرنج اوسيستان سيمي بلل شويدي . ( Vogelsang : 1998, 216 ) . د کوشاني او يفتلي پاچاهانو په پير کي د لرغوني هيراوتي او بيا اراکوزيا ارزښت هم د ستراتيژيک موقعيت له مخي او هم د ښيرازۍ په نسبت زيات وو .په ځانگړي توگه د ارزگان ولسوالۍ په شالۍ ناوه کي د يفتلي پاچا مهراکولا د دوو ډبر ليکونو کشف او د هغو لوستل د دې ټکي دثبوت ښه شاهد دۍ . پيوار فرانسوي لرغونپوه دا ډبرليک د زابلي پاچا مهراکولا اړوند گڼلۍ دۍ چي د واکمنۍ پير يې د ٥٠٠ زيږد کالو په شا او خواکي ښودل شويدۍ . زابلي پاچاهان او دهغو اړوندو محلي اميرينو واکمني د پخواني هيراوتي په شمول د زابل پر ټولو سيمو لږ تر لږه ٤٠٠ څلورسوه کاله په پرله پسې توگه جاري وه . خو دا دوام د اعرابو د نوي امپراتورۍ د پراختيايې حملو او يرغلونو سره يوځای وو ، کله به عربي ځواکمن قوماندانان برلاسي شول او کله به د سولي او باج په منلو د دې سيمه ايزو واکمنانو قدرت دوام وموند . تر ټولو نامتو عرب قوماندان چي د زابلي او رتبيلي پاچاهانو سره يې په بيلا بيلو وختونو او حالاتو کي ، يادمځکي د لاندي کولو او ياهم د باج او خراج د تر لاسه کولو په نيت جگړې کړيدي ، کيدای شي د عبيدا لله بن ابي بکر ( ٦٧١ زيږد کال ) عباد بن زياد ( ٦٨١ زيږد ) اصفح بن عبدالله ( ٧٤٧ زيږد ) محمد بن قاسم او يوشمير نور و نومونه ياد کړو . د دې لنډتاريخي څرک څخه بريښي چي پخواني د هراوت او بيا اراکوزيا د سياسي پيښو او مقاومتونو ستر مرکز وو . پر دې سر بيره چي زيات شمير مورخينو ، جغرافيا پوهانو او د جگړه ايزو فعاليتونو ليکوالانو له خوا هيراوتي ( دهراوت )په يوه يا بل ډول په خپلو اثارو کي ثبت کړۍ او ليکلۍ دۍ ، چي په خپل وار د تاريخي سيمي په توگه يې د ثبوت او ارزښت لپاره ډاډ من شواهد دي ، خو د هغو لر غونو ابداتو او اثارو شتون ، چي شمير يې په لسگونو لرغونو ودانيو ته رسيږي ، بل داسي ثبوت دۍ چي د دې ولسوالۍ د تاريخي ارزښت پوره سپناوۍ کوي . په دهراوت کي د تاريخي ودانيو شمير ډير زيات دۍ خو زه په دې برخه کي يوازي د دوو هغو لر غونو ودانيو يادونه کوم چي د دهراوت اوسيدونکي يې له هره ځايه په څرگنده توگه ويني او د هر ليدونکي پام ورته اوړي . ١ _ کلاه مورچه : کلا مورچه ترکيبي نوم دۍ (( کلاه )) د لوی کور او پراخي حويلۍ په مانا او (( مورچه )) د پښتو ژبي مورچل ته نږدې کليمه ده چي د عسکرکوټ يا ديوه دفاعي سنگر مانا ورکوي ، چي د سيمي د فاع لپاره کارول کيږي . د دواړو کليمو څخه په لاس راغلې مانا دفاعي کلاه يا د مورچل کلا ده . ځني دهراوتيان د مرچه مانا د دري ژبي د ميږي په مانا اړوي ، خو دا تعبير هغه وخت د منلو وړ گرځي چي د ادبي فنونو د ((دتصغير )) صنعت مطرح وي ، په هغه ادبي صنعت کي يوه لوی شي ته د کوچيني نوم او افاده ورکول دي . په هر صورت د مرچل کلاه مانا او افاده خکه پر خای ده چي د دې ستري کلاه چي په پخوا کي به ښايې يوه ښارته ورته لوی کلۍوو ، د سترو برجونو شته والۍ او دنظامي ليد له مخي په يوه حساس موقعيت کي د دې ودانۍ جوړيدل ، دا څرگندوي چي يوه نظامي کلاه او مورچل دۍ .

د څه نا څه دوه کيلو متره څخه ليري دکلا مورچي ديوې برخي عکس

کلاه مورچه د دهراوت ولسوالۍ سهيل لورته څه ناڅه لس کيلو متره ليري پرته ده ، سر بيره پر دې چي د دهراوت له هر ځايه کيدایشي د دې لويې کلاه ستر برجونه وليدل شي ، خو دنږدې ليدلو او د سيلانيانو د کتلو لپاره يې مخامخ پلې لار او يا ترانسپورتي واټ نه شته . يوازي د دې کلا د يوه نږدې کلي (( گرگک )) اوسيدونکي د دې لرغوني کلاه له اړخه تيريږي . د کلاه مورچي د لرغوني کلاه اوسني شمال ، ختيځ او سهيل لوري ته پراخي دښتي او لويديځ لوري ته يې د هلمند سند بهيږي . د گلامورچي زړي کنډوالې ښيې چي د خپلي زمانې يو وړوکۍ ، خو ښکلۍ ښار او يا ديوه ستر واکمن اداري او نظامي مرگز وو . د وړوکي ډبريني غونډۍ پر سر چي غره ته ورته ده د خټو پلن ديوالونه ، ديو او بل سره تړلي کورونه ، نظامي برجونه او د ديوالونو په پاتي شونو کي د تيرکښانو علامې ، و هر ليدونکي پام ځان ته را اړوي . د دې سره سره چي د دې سيمي علمي سروي او څيړنه نه ده شوې خو د ځينو ورته او مشابه مميزاتو څخه کيدای شي د دې لرغوني وړوکي ښار د جوړيدو ډول او دجوړيدو زماني څرک پيدا کړو . د دې لرغوني کلاه کارول سوې ساحه د يوه نيم کيلو متر اوږدوالي په اندازه د غره د کښتنۍ برخي څخه بيا د هم هاغه غره تر څوکي پوري غزيدلې ده . د کورونو او ودانيو جوړښت يې د غره طبيعي جوړښت متاثره کړيدۍ . د غره په کښته او لوړه برخه کي جوړ شوي کورونه هم لوړ او کښته څرگنديږي . د غره پر پرښو د کورونو د ودانيو لړۍ داسي بريښي چي کورونه يود بل تر څنگ او يوله بل سره مښتي جوړ شويدي ، او د کورونو دا لړۍ د غره تر لوړي څوکي پوري چي يو بل ستر برج ودان شوۍ ، پای ته رسيږي . د ودانيو تر ټولو د پام وړ برخه هغه دوه ستر برجونه دي چي يو يې د ښار په کښته برخه يا لومړي سر او بل يې د ښار په لوړه برخه ياورستي سر کي واقع او د دفاعي برجونو په څير يې لا تر اوسه خپل برم ساتلۍ دۍ . د اباديو ديوالونه پخسه يې دي او په ځينو برخو کي د لويو اومو او يوشمير پخو خښتو بيلگي په سترگو کيږي . هغه څه چي د يادوني وړ دي ، د دې ديوالونو ټينگًښت او کلک والۍ دۍ . د يوالونه د پخو خټو څخه جوړ شويدي (( د کورونو لپاره د خټو زيات اړول او را اړول او تر پښو لاندي ويلي کول او گډول داسي حالت ته رسيږي ، چي په موقع کارولو وروسته يې مقاومت ډير زيات وي . د دې خټو سره ځيني نور مواد لکه وچ پروړ او يا د بمبل خسوسي هم ورسره گډوي چي ورته پخې خټي وايې )) د کښتنۍ برج څخه بيا تر پورتني برج پوري د منځ ټولي ودانۍ د يو شان موادو څخه جوړي شوي دي . د بنسټ يا تهداب برخه يې پر سخرواو د غره پر پرښو بناسويده . خو داسي بريښي چي د کور دننه د مسطح کيدو لپاره د هموارو ډبرو څخه کار اخستل شويدۍ . د کورونو جوړښت د نقشې له مخي د برجونو د جوړښت سره تفاوت لري . وړوکۍ يا کښتنۍ برج له بنسټه څلور کونجه پيل شوۍ او بيا د يونيم يا دوه متره لوړوالي وروسته دايروي شويدي .او اوس داسي بريښي چي پخوانۍ لوړوالۍ به يې د اوسني خاوريني کوټنيو پر اساس د شپږو مترو څخه تر اتو مترو پوري لوړوالۍ اټکل کيدای شي . دا برج د نورو کورونو سره پيوست جوړشويدۍ . ، د برج شمالي او سهيلي لوروته د کړکيو نښانې شته . او لوی برج چي اوسنۍ لوړوالي يې د شپږو څخه تر اته ميترو پوري رسيږي ، د ټولو ودانيو په لوړ سر کي جوړ سويدۍ . دا برج چي ښايې پخوانۍ لوړوالۍ به يې دلسو مترو څخه تر دوولسو مترو پوري وو . د دهراوت له هري برخي ليدل کيږي . دا برج د بنسټ څخه بيا تر لوړي څوکي پور ي څلور کونجه جوړ سويدۍ . بنسټ يې پراخه او د مستطيل په څير دۍ خو چي څومره يې لوړوالۍ زياتيږي سور يې هم لږيږي . او د اوسني پاته شوني پر بر سر د دريو مترو په اندازه سورور او د شپږو مترو په اندازه اوږد مستطيل ډوله سطحه لري چي د دهراوت يوشمير ځوانان کله کله د ميلې لپاره د يوې لنډي مودي ستونمزمني لاري تر تيريدو وروسته هلته رسيږي ، او بيا له هغه ځايه د دهراوت هره خوا ليدلای شي .

د کلا مورچي د پورتني برج يوه خوا

لوی برج دوې ستري کړکۍ لري چي يوه يې د شمال په لور د (( زرتالې )) دښتي ته پرانيستې او بله چي لږ څه وړه بريښي د سهيل په لور د هلمند سند خواته جوړه سويده . ښايې دې برج به نوري کړکۍ هم درلودې ، خو اوس همدا دوې کړکۍ په سترگو کيږي . د پام وړ خبره دا ده چي د شمال په لور د کړکۍ نښانې له ليري ښکاري او داسي بريښي چي د دې کړکۍ د تړلو او بنديدلو لپارد دې برج تر جوړيدو وروسته هڅه شويده ، خو هغه ساختماني مواد چي د کلا په ديوالونو او کورونو کي په زياته پيمانه کارول شويدي ، هغه مواد د هغو تړل شويو موادو سره توپير لري ، بله خبره دا چي لا تر اوسه هم د نوموړي کړکۍ د پورتنۍ برخي لږ څه پرانيستې پاته ، چي لا تړل سوې نه ده . د کړکۍ دې پرانيستي برخي ته نه د لاند خوا څوک رسيدلای شي او نه هم له لوړي خوا ورته کښته کيدلای شي . په هر صورت لا تر او سه د دې لرغوني کلا په اړه منظمي او علمي څيړني نه دي تر سره شوي ، ځکه نشي ويل کيدای چي دا کړکۍ څه وخت تړل شوې او يا ولي يې د تړلو هڅه شويده ؟

د کلاه مورچي دوه برجونه او دهغو تر منځ د ودان شويو کورونو کنډوالې او پاتي شوني د هر ليدونکي پام ځان ته را اړوي .خو هغه څه چي د دې کلاه په لمن او يا د کلاه خواته پراته دايروي قبرونه دي چي د زياتي پاملرني وړ بريښي . دا قبرونه دايروي جوړ شوي او د کلاه مورچي شمال لوري ته د اته سوه څخه تر زرمتره واټن کي واقع دي . سربيره پر دې چي شمير يې زيات نه دۍ (د ٢٠? ٢٥ قبرونه ) خو ښايې د سيمي په اړه د څيړني لازم او گټور مالومات ولري . د قبرونو پر سر ، دايروي ډول د سند د ډبرو څخه ( ښوۍ کاڼي ) جوړي شوي احاطې چي د هري دايري قطر د دوو او دريو مترو په شا او خواکي دۍ ، له ورايه پخوانۍ هديرې برملا کوي . د يوشمير څرگندو او خفيفو نښانو په شمول د دې قبرونو شمير ښايې د٢٠ څخه تر ٢٥ پوري وو ، چي په حقيقت کي يوه معتبره هديره گڼل کيدای شي .

د کلا مورچې په لمن کي د دايروي قبرونو يوه بيلگه

د دايروي قبرونو څرک د هيراوتي په لرغوني سيمه کي د لرغونپوهانوله خوا نه دي معرفي سوي، يوازي د عبادت ځايونو او د مذهبي ادابو او شعايرو د پر ځاي کولو لپاره د جوړو شويو ودانيو د دايروي جوړښت شواهد په بيلا بيلو سيمو کي څرگند شويدي . لمر نمانځونکو هم دايروي عبادت ځايونه درلودل ؛ د اور نمانځونکو عبادت ځايونه هم دايروي جوړ شوي دي ؛ خو د کلا مورچي د پير حا کم مذهب غالبا بودايې وو ، تر هغه ځايه چي د بودايې عبادت ځايونو څرک شته زيات شمير يې دايروي جوړ شويدي . داسي بريښي چي د کلا مورچي څنک ته نږدې قبرونه به د هغه مهال د نامتوسياسي او مذهبي او يا نظامي کسانو قبرونه وي . له يوې خوا د قبرونو شمير لږ دۍ او له بله پلوه د قبرونو پر سر د سند ډبرو( دريايې ډبرو ) دايروي جوړول هم ستونزمن کاروو . سربيره پر دې چي د هلمند سند د دا ډول ډبر د لرلو ښه امکانات لري ، خو په دې پيمانه د زياتو ډبرو چي هم د وزن له مخي يو او بل ته نږدې وي او هم د شکل له مخي غالبا بيضوي شکل ولري ، د داسو ډبرو پيدا کول ستونزمن کار دۍ ، په دې توگه د دې خبري سپيناوۍ کيداې شي چي دا ټول استثنايې ربړونه د يوشمير نامتو کسانو لپاره. چي غالبا سياسي ، مذهبي او نظامي مشران وه، گالل شويدي. . دويم : سره کلاه : سره کلاه د دهراوت لويديځ لوري ته د لس کيلو متري په واټن د هلمند سند ښۍ اړخ ته واقع ده . دا لر غوني کلاه هم د مورچې کلاه په ډول د دې ولسوالۍ له هري خوا ليدل کيږي . د دې کلاه نوم د هغې له رنگ څخه اخستل شويدۍ ، چي هر ليدونکي يې د ليدلو سره سم د سور رنگ ځانگړتيا هم ليدلای شي . او له ليري سيمو هم دا رنگ پيژندل کيږي ، نو ځکه ورته سره کلاه وايې .

د يو کيلو متر ليري واټن څخه د سرې کلاه يو عکس

سره کلاه په مربع ډول جوړه سوې لويه احاطه ده چي په څلورو کونجونو کي يې څلور لوړ برجونه ودان شويدي . له بده مرغه د زمانې حالاتو د د دې کلاه د شمال لوري برجونه واړه کړي او اوس يوازي د يوې خاوريني کوټنۍ په څير ښکاري ، خو دوو سهيلي برجونو يې لا تر اوسه د زمانې سره په ډغرو کي خپله نسبي لوړتيا ساتلې ده . سر بيره پردې چي د سهيلي برجونو پخوانۍ لوړوالۍ هم اوس نشته ، خو ترشمالي برجونويې لوړتيا ښکاره ده .داحاطي په منځ کي دوه لوي کورونه ابادسوي وه چي اوس يې يوازي نړيدلي ديوالونه اوکنډوالې په سترگو کيږي .

د سرې کلاه سهيل لويديخ برج

دسری کلاه دڅلورو برجونو څخه دوه برجونه نسبتا لوړ پاته شويدي . ، د برجونو د نړيدلي خاوړري اوسنۍ لوړتيا دا ښيې چي د دې برجونو پخوانۍ لوړوالې د اته مترو څخه تر لس مترو پوري وو . په داسي حال کي چي د دې برجو نو اوسنۍ لوړوالې د څلور مترو څخه تر پنځو مترو پوري دۍ . د برجونو د جوړيدو لپاره پخې خټي او په ځينو مواردو کي د پخسې ديوال په ځينو برخو کي پخې څلور کونجه خښتي هم ليدل کيږي . د دښتي ډبرو څخه هم کار اخستل شويدۍ ، خو دا دښتي ډبري په زياته پيمانه نه دي کارول شوي . د څلور کونجه خښتو بر څلويښت په څلويښت سانتي متره او سور يې لس سانتي متره ته رسيږي . ځيني داسي خښتي هم کارول شوي چي اوږدوالۍ يې څلويښت سانتي متره او بر يې ديرش سانتي متره ته رسيږي .

د سرې کلاه سهيل ختيځ برج

د سرې کلاه د نورو ارزښتونو تر څنگ يو د پام وړ مطلب د دې لرغوني کلاه موقعيت دۍ . سره کلاه د دهراوت ولسوالۍ د دوو سندونو د تقاطع په يوه بارزه او څرگنده نقطه کي جوړه شويده . د شمال لوري د هلمند سند او د ختيځ لوري د تيري سند د سرې کلاه په سيمه کي سره يوځای کيږي ، او دا لرغونې کلاه هم په پوره پام پر همدې نقطه جوړه سوې ده . د کلاه د اوسني پاته شونو له ځايه څخه د دهراوت ولسوالۍ زياتي برخي لکه لنډيانه ، لبلان ، کوور ، مياندو ، او د تنگي ځيني برخي له ورايه تر کره څار لاندي کيدای شي . پر دې برسيره چي د کلاه مورچې په اندازه لوړه نه ده خو د نظامي ارزوني له مخي په يوه حساس موقعيت کي جوړه سويده . د سرې کلاه يوبل ارزښت دادۍ چي ښايې دا کلاه د لرغونو يوناني ودانيو د معيار سره برابره جوړه شوې وې .

د سرې کلاه مخ ته د تيري او د هلمند سندونه يوځای کيږي

د فرانسوي لرغونپوه گيرشمن په باور د يونان _ باختري دوري ودانيو درې گډ خصوصيات درلودل . لومړۍ داچي په زياته پيمانه د نظامي او ارزښتمنو ودانيو لپاره يې د سندونو تقاطع ټاکله ؛ چي د بيلگي په توگه په بگرام ، ای خانم ، اکروپولس او نورو سيمو کي دا مشخصه ليدلای شو . دويمه مميزه داده چي د دې دورې د ودانيو د څار ساحه ډيره زياته غوره سويده ؛ چي دا بيلگه هم په يادو شويو سيمو کي برملا ده . دريم او ورستۍ مميزه داده چي د ارزښتمنو ښارونو او کورونو لپاره هغه سيمي غوره بلل شويدي چي لږ تر لږه د دوو خواو طبيعي موانع د دښمنانو د تهجم په وړاندي ولري ؛ چي دا مميزه هم د يونان _ باختري دورې په زياتو ودانيو کي ليدل کيږي . د دې دريو مميزو او ځانگړتياو په نظر کي نيولو سره د انالوژيکي تحليل پر بنسټ ويلای شو چي سره کلاه هم د يونان _ باختري دورې د ودانيو د معيار سره برابره جوړه شويده . د هلمند او تيري سندونو د تقاطع په ډير ښه موقعيت کي جوړه شوېده ؛ د دهراوت پر زياتو سيمو د څار پراخه ساحه لري ؛ او لويدځ لور ته يې د ښار توغي دجگو غرونو لړۍ پرته ده چي د دښمنانو د هر ډول تعرض څخه مصونه ده .

پايله :

افغانستان يو پرانيستۍ او سر خلاصۍ موزيم دۍ ، چي هر لورته يې د لرغونو او تاريخي سيمو نښي په سترگو کيږي . له نيکه مرغه يو شمير سيمي د کورنيو او يا بهرنيو لرغونپوهانو په زيار سپړل شوي او څيړل شويدي ، چي پايلي يې زموږ د هيواد د لرغوني تاريخ وياړلي بابونه جوړوي . خو په زياته پيمانه لرغوني سيمي او لرغوني ودانۍ او ټاټوبي لا تر اوسه نه يوازي سپړل شوي نه دي بلکي ، لومړنۍ سروې يې هم نه ده تر سره شوې ، چي له دې ډلي څخه يوه لرغوني سيمه د دهراوت ولسوالي ده ، چي په بيلا بيلو برخو کي يې د لرغونو ابداتو زياتي بيلگي شته : کلاه مورچه ، سره کلاه ، سور دبک ، د ساخر ديوالونه ، کټه ديوال ، دودوان ، د شاه مشهد کلاه گاني ، د وشي دښت او نور يادولای شو ، چي هر اړخيزي سروې سپړني او څيړني ته اړتيا لري . هيله من يم چي په هبواد کي د اړيني سولي پر کراريدو به د کلتوري چارو اړوند چارواکي د هيواد دتاريخي او لرغونو سيمو د سروې او سپړنو منظم علمي پلان جوړ او پلۍ کړي . د کلاه مورچي او سرې کلاه د علايمو او نښانو څخه څرگنديږي چي دا اثار د هلمند سند پر غاړه د نورو اباديو په لړ کي نظامي او سياسي ټاټو بي دي . د موقعيت د ټاکلو او په ودانيو کي د موادو د کارولو څخه داسي بريښي چي معمارانو يې د يونان باختري دوري د ودانيو د جوړولو سره پوره بلد او اشنا وه . خو د ودانيو چاري ښايې د يفتلي او رتبيلي پاچاهانو په پير کي تر سره شوي وي ، چي احتمالي تاريخ يې د پنځه سوه زيږدو کالونو څخه بيا تر اته سوه زيږدوکالونو پوري اټکل کيدای شي . او دا هغه زمانه ده چي د پخواني هيراوتي او بيا اراکوزيا سيمه د محلي واکمنانو له خوا اداره کيدل او هر محلي واکمن د عربي قوماندانانو په وړاندي د مقاومت مورچلونه درلودل . د دې دوو لرغونو ابداتو د دې لنډي يادوني څخه ښکاري چي پخوانۍ هيراوتي يا اوسنۍ دهراوت د تاريخ په اوږدوکي څرگند رول لوبولۍ دۍ . د کلاه مورچې د پراخوالي څخه په ډاگه کيږي چي يو وړوکۍ ښار او د خپل وخت د نامتو کسانو ټاټوبۍ وو ، او دسرې کلاه د جوړښت او د هغې په اړوند نورو تاسيساتو څخه دا څرگنديږي چي د خپل وخت يوه نظامي قرارگاه وه ، او داسي بريښي چي د احاطې په دننه کي د واکمنو کسانو کورونه او د نظامي کړووړود تنظيم لپاره اميرين او مسولين اوسيدلي دي .

دا هم وگورۍ

سرچينې

  1. حبيبي ، عبدالحی ؛ تاريخ مختصر افغانستان . ( کابل : انجمن تاريخ ) ١٣٤٦ .
  2. حبيبي ، عبدالحی ؛ افغانستان بعد از اسلام ، ( کابل : دولتي مطبعه ) ١٣٥٨ .
  3. کهزاد ، احمد علی ؛ افغانستان د پرتو تاريخ ، ( کابل : مطبعه دولتي ) ١٣٤٦ .
  4. کهزاد ، احمد علی ؛ د افغانستان پخوانۍ تاريخ ، ( کابل : انجمن تاريخ ) ١٣٤٦ .
  5. باوري ، رسول ؛ افغانستان درعهد باستان ، ( کابل : مطبعه دولتي )١٣٦٧ .
  6. باوري ، رسول ؛ مدنيت های اوليه افغانستان ( پوهنتون کابل : نيزس ) ١٣٧٥ .
  7. حدودالعالم من المشرق الی المغرب مترجم : پوهاندميرحسين شاه ( ( کابل :دولتي مطبعه)١٣٤٦ .
  8. تاريخ سيستان ،( کابل : اکادمي علوم ) ١٣٦٤