دنړۍ لس ښکلي ځنګلونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پورته کوونکی فيض الرحمن احمدي لغمان پوهنتون کرنې پوهنځی چاپېريال ساتنې اوځنګلونوڅانګه 

د تونګاس ځنګل[سمول]

نوموړی ځنګل د امریکا هېواد یو ډیر لوی ملی ځنګل دی چې د نوموړي هېوادپه سرد سیره ایالت الاسکا کې موقعیت لري. دا چې نوموړي ځنګل کې بومی انواع زیاتره موقعیت لري نو نوم یې هم د همدې څخه اخیستل شوی دی د دې ځنګل په اړه جالبه نقطه دا ده چې ډیر زیات مساحت لري چې تقریبا ۶۹ زره کېلو متره مربع ساحه په برکې نیسي کم نفوس او د انسانی تمدن څخه لیری والی د دې باعث شوی دی چې دغه ځنګل د الاسکا یو د هغه ځنګلونو څخه وشمیرل شي چې حیواناتو زیاتې وحشې نوعې لري او هلته یې هستوګنه غوره کړي ده. یوه بله په زړه پورې نقطه د دغې ځنګل په اړه دا ده چې په دې ځنګل کې تقریبا ۷۵ زره نفوسژوند کوی چې د هم هغې ساحې خلک دي د ځنګل نوم هم یو د هغه قبائلو د نوم څخه اخیستل شوی دی. د دې ځنګل ډیره زیاته ښکلا دیته لاره هواره کړې ده چې زیات شمیر لیدونکې ورڅخه هر وخت لیدنه کوي او ډلې ډلې سیلانیان ورته راځي د دې ځنګل زیاته برخه د ساتل شوي ساحې مثال لري ځکه چې زیاته لاسوهنه پکې نه ده شوي. دتونګاس ساتل شوی سیمه چې د طبیعي منابعو څخه غنی ده اود الاسکا په ایالت کې موقعیت لري ۱۷ میلون(km2 ۶۹۰۰۰) جریبه ساحه په برکې نیسی.تأسیس کال یی ۱۹۰۷ دسپتمبر لسمه نیټه نوموړی ساحه کې زیاتره برخه معتدل باراني ځنګلونه تشکېلوي.

دزیاتره هغه وښو اوحیواناتو چې په نوروځایونوکې د انقراض دخطر سره مخ دي نوموړی ددوي کور تشکېلوي نو ددوی ساتنه دامریکا متحده ایالاتو د ځنګل د خدماتو د اداری  لخوا په بیلابیلوساحو کې ترسره کېږي لکه د تونګاس جزایر ، طبیعي یخچالونو او کاناډا سره په بین المللی پوله باندې او داسی نورو ساحو کې  او محلی  دفاتر یی په کریګ ، هوناه ،الاسکا، جونو، کتچېکان ،پټرزبورګ ،سیتکا  ،تورن خلیج او رانګل کې موجود دي . دنوموړی ځنګل په اړه دریاست جمهوری  لخوا په بیلابیلو وختونو کې بیلابیلی اعلامی خپری شويدي لکه په ۱۹۰۲م کال کې اوبله په ۱۹۰۷م کال کېچې بلاخره  دتونګاسس ملی ځنګل ۱۹۰۸م کال کې د دوو خنګلونو د الحاق په نتیجه کې منځته راغی.چې دځنګل په ترکېب کې زیاته برخه دالاسکا دجنوب شرق برخی څخه ده.

په۱۹۵۰م کال کې د اتوماسیون لخوا دالاسکا په جنوب شرق کې ځني عملیات د نوموړی ځنګل په ساحلی برخو کې وشول د هغه جاپانیانو د بهبود لپاره چې په دوهم نړیوال جنګ کې شامل وه ۱۹۵۰م کال کې همدارنګه دځنګل د خدماتو په لړ کي د دوو کارخانو سره اوږد مهاله تړونونه وشول .چې دغه دوه شرکتونه د خمیر شرکت او پالپ شرکتونه وه . دنوموړی شرکتونو قدرت په قراردادونو پورېتړلي وه دپالپ شرکت سره په ټیټ قیمت قرار داد شوي وه . چې دلرو پرتو سیمو کې یوه ونه البته د یو برګر په قیمت سره معامله شوی وه . البته ۱۹۹۰ کال د مصوبې په اساس ولی ورسته داتوماسیون لخوا داصلاحاتو په نتیجه کې دغه قانون لغوه شو اوداسي قانون یی جوړ کړ چې د تونګاسس ملی ځنګل څخه باید په کال کې ۴۰ میلیونه ډالر عاید په لاس راشيچې ددي تجارت په نتیجه دوه لوی بیابانی ساحی دلته تشکېل شوی چې موضوع د چاپیریال ساتنی ته راجع شوه او د خمیر او پالپ شرکتونو په اړه د محیط زیست د ککړولو ادعا وشوه چې په نتیجه کې ددوی دغه قراردادونه په کال ۱۹۹۳ او ۱۹۹۷ کلونو کې وځنډیده . اوپه ۲۰۰۳ م کال کې دځنګل د لرګیو د پلور بڼه بدله شوه چې نور طرزالعملونه ورته غوره کړای شول خو بیا هم دونو قیمت ټیټ وه او دولت ته کم څه لاس ته ورتلل چې داتوماسیون د بودیجی په کسر باندې پای ته ورسیده چېپدې ورستیو کې په تونګاسس ځنګل کې د ونودرجه بندي ترسره شوه چې اوس مهال د الاسکا سروی اوقرمزي سروو په ونوباندې تمرکز شوی دی . دځنګل دنویو خدماتو په لړ کې دتونګاس دبیلو بیلو جزیرو تر منځ چې خپلو کې سره جلا شوی دی لارې اوسرکونه دبیلابیلو مقاصدو په منظور تر سره شوی البته دځنګل د استخراج اودلرګیو د محصولاتو لپاره یی اصلی هدف وه . ددې تر څنګ د نوموړو لارو څخه سیاحینو دښکار ، ماهیګیری او نورو مقصدونو په منظور کار اخیسته ولی وروسته ددی سرکونو دایستلو سره دخلکو پاڅون تر سره شوو چې هدف یی دا وه چې باید دځنګل ساحه ټوټې ټوټې نه شي ځکه دا وحشی ژوو ژوند لپاره یو جدي ګواښ دي او همدارنګه د ماهیانو او دهغوی د هګیو په سیستم ژوره اغیزه لري ددې څخه علاوه پاڅون کوونکې استدلال کوی چې شته لاری د ضرورت د رفعې په خاطر کافي دي . ۲۰۰۱ م کال کې د بیل کلینټن د دولت په اخره ورځ دتونګاس ملی ځنګل دRoadlessپه طرحه کې ونغاړل شو او نویو سرکونو دایستلو مانع وګرځید اوپه اوسني حالت کې متوقف کړل شو .

د ۲۰۰۷ کال د جون په میاشت کې دامریکا په متحده ایالاتو د اعضاو لخوا د نوموړی ځنګل څخه د فدرال سرک د تیریدو مخنیوي وکړ په نوموړی کال کې جمهوريت غوښتونکو د ځنګل د قطعه کولونه د مخنیوي یواځنی هدف دچاپیریال ساتل وه .

تونګاس ځنګل د۷۵۰۰۰ کسانو چې هلته کار کوی کور دی ،دری جامعي هلته ژوند کوی چې لویه یی ۳۱۰۰۰نفری جامعه ده چې دغه کسان د تلینګتی څخه دي چې دالاسکا چې د جنوب شرق څخه دي .

دتونګاس ځنګل ابشار او وریځینه حالت[سمول]

تونګاس د اقیانوس د شمال ځنګلونو او آرام اقیانوس د سړو ساحلی سیمواو تندرا او برټش کولمبیا مرکزی او شمالی سواحلو په اساس تعین شوی دځنګل ګڼی برخی د غربی قرمزی سروی ، دستیکا سنوبر اوغربی شوګرانو ونوتشکېل کړی چې دنړۍددی ونو لوی ځنګل همدادي . دځنګل ځمکه د آهکې ډبرو او ښه ذهکشی خاوري او سورې لرونکي او ګرانیت یعنی وچې او ضعیفی خاوري په ساحو ویشل شوي دي . ژوندي موجودات یې : دساحلي سیمو ۵ قسمه قزل الا ماهیانو ، دسپینو تورو او قهويې خوګانو او شاهین یا عقاب چې د ځنګل په ګوډګوډکې موندل کېږي مهم حیوانات دي . اکثره مهاجر مرغان یواځې د اوړی یو څو میاشتې دلته تیروي . دتاریخی لحاظه دنوموړی ځنګل ۷۸٪ برخه د ساتل شوی سیمی حیثیت لريچې لاس وهنه پکې نه ده شوی اصلی ساحه دلویو ونو km2۱۹۹۰ یعنی ۹۹۵ جریبه ده . km2 ۱۵۵۰یا۷۷۵ جریبه ساحه د وحشی حیواناتو له امله مهمه ده ددې ځنکل وده ۷۰ً٪ قدیمی ده نو ځکه درفع حاصل لپاره اوس مهال په مکمله توګه اماده دي په ژمي کې windstormsاو دځمکې ښویدنه په ځنګل کې د ځینو اخلالاتوباعث ګرځی او ونو باندې ضربه واردوی . د پخوانی ودی څخه ۱۱٪ به اوس مهال رفع حاصل شی یعني2740km2یعنی ۱۳۷۰ جریبه ځمکه او یا km2۲۳۰۰۰ ساحه چې۱۱۵۰۰ جریبه یعنی ۱۲٪ کېږی په راتلونکو لسو کلونو کې رفع حاصل کېږي اوس مهال د یو برخه د رفع حاصل کار شروع کېږي.

تفریح او ساعت تیری[سمول]

: تونګاس د تفریح یوه ښه او مناسبه ساحه ده چې اکثره تفریح ځایونه الاسکا کې وی هر کال یو میلون کسان ور څخه لیدنه کويچې دلته ورڅخه استقبال کېږی لومړنی د خدماتو مرکز دسیاحینو لپاره ۱۹۶۲م کې منظورشو چې کار یې ۱۹۶۸ کې شروع او ۲۰۱۳ کې تمام شو دلته کشتۍ او همدارنګه ۱۵۰ کوچنی جونګړی چې په اجاره ورکړل شوی خدمات وړاندی کوی او همدارنګه بحری جهازونه دلته شتون لري .له دې څخه علاوه څو سیمی د خوګانو دلیدلو له پلوه جزابی دي کولای شو تور، سپین او قهوی خوګان په کې مشاهده کړو چې د جولای د اوایلو څخه تر اګست پورې لیدل کېږي ، دقهویې خوګ دلیدلو وخت دجون څخه تر سپتمبر پوري دی . 

دبیګ بیر ځنګل[سمول]

دا ځنګل د کاناډا هېواد د برټیش کولمبیا په سواحلو کې واقع دی، معتدله او باراني آب او هوا لري د کاناډا په شمال کې تر الاسکا پورې وړاندي تللي دی. دا یو داسی ښکلې او په زړه پورې ځنګل دی چې په مکمله توګه طبیعي اود لاسوهني څخه خوندي پاتې شوی دی چې په نړۍ کې د همدی امله ډیر شهرت لري. نوموړي ځنګل د سلګونو ډوله وحشي حیواناتو لکه: امریکایې پړانګان، لیوه او د خاکسترۍ رنګه خوګانو او د څو نه موندل کېدونکو او نادره نوعو د خوګانو لرونکې او د دوي کور تشکېلوي. د The great bear ښکلی او لوی ځنګل ددی په خاطر چې د اقیانوس او کوهستانو په منځ کې پروت دی نو همدا علت دی چې ډیرې ښکلې او په زړه پوری طبیعې او ښکلي منظری لري چې په ښکلا کې یې دری عناصر ډیرد اهمیت وړدي. ځنګل، کوهستانونه او سیند چې د سیاحینونو لپاره ډیر په زړه پورې دی. ددې ځنګل یو څو د ګوتو په شمیر جزیرې چې د ځنګل په وسیله پوښل شوی دی د دې ځنګل ښکلا یې څو چنده کړي ده. د دې ځنګل نوم ایښودنه په کال ۱۹۹۰م د یوې چاپیریال پیژندونکې ډلی لخوا چې کاناډایان وه وشوه. نوموړی ځنګل د برټیش کلمبیا سواحلو نه نیولی تر جنوب شرق پورې د الاسکا سره نښلي، دا د ۱۹۹۰ کال د نوم ګذارې نه وړاندي د مرکزي سواحلو او شمالي سواحلو د ځنګل په نوم پیژندل کېده. د نوموړی ځنګل مساحت تقریبا ۳۲ زره کېلومتره مربع ته رسیږي او په قانونې بڼه په دریو عمده برخو ویشل شوی دی. -1 ساتل شوې سیمه -2 معدني سیمه -3 د محیط زیست متنوع سیمه

د امازون ځنګل[سمول]

امازون د جنوبي امریکا په شمال د یو ډیر لوی ځنګل نوم دی. د امازون بارانی ځنګلونه د کال په ټولو فصلونو کې د ګرمې هوا لرونکې وي او همدارنګه لوړ رطوبت هم لري دا ځکه چې په نوموړو ځنګلونو کې تقریبا هره ورځ باران اوري په امازون کې د حرارت متوسطه درجه تقریبا 30c0او 86f0ده البته په غرنې برخه کې بیا 25c0او 76f0 ده. همدا ډول امازون د نړۍ یو لوی سیند دی چې زیاتې څانګې لري چې زیاتره اوبه یې سمندر ته لویږي او د دوه فیصده په شاوخوا کې اقیانوس ته هم ځي. دا یو عریض او اوږد ترین سیند دی چې د نړۍ د اوږدو سیندونو په قطار کې راځي نوموړی سیند د 6.2 او 6.7 زره کېلومتره ترمنځ اوږد والی لري. نه یوازي دا چې امازون د نړۍ تر ټولو اوږد سیند دی بلکې د اکثره وحشي حیواناتو کورهم دی چې د لاسوهني څخه په امن کې دی دغه ځنګلي ساحه چې یو سیند یې هم له منځ څخه تیریږي ډیر هېوادونه په برکې نیسي چې عبارت دي له: برازیل، اکوادور، ګویان، کلمبیا، ونزویلا، بولیوی او سورینام څخه تیریږي چې د دې زیاتره برخه یعنی 60% د برازیل په هېواد کې ده. نوموړی ځنګل په اوس وخت کې د نړۍ د اوه ګونو عجایبو لپاره هم نوماند دی. اناتو یوه د عجیبه میوو څخه ده چې په نوموړو سیمو کې پیداکېږي چې د نوموړي میوې پوستکې په مکمله توګه اړول کېږي او منځ برخه کې چې کومي هستي وجود لري نو هغه خوړل کېږي چې دا د ویټامین څخه غنی دی چې پخوا وخت کې به ورسره ډیره استفاده کېدله.

یو دنړی د مشهورو ځنګلونوڅخه دی او دومره مشهور دیچې تقریباً دنړۍټول خلک يي پیژنی دا په جنوبی امریکا کې دبرازیل ، پیرو ، کلمبیا هېوادونو کېواقع دي . دا ځنګل هم داسی ګڼ ځایونه او ساحی لريچې ورتګ ورته امکان نه لري او تصویران ورڅخه یواځی د هوا له لاری اخیستل کېږی او بس. امازون په زوړ یونان کې دیوی جنګي قبیلې نوم وو، چې ټول غړي یې ښځي وي هغه مهال چې اروپایې کاشفینو لومړې ځل دې ځنګل کې قدم کېښود نو د همدې جنګې ډلې سره مخ شول نو ځکه وروسته نوموړي ځنګل د همدې جنګې ډلې په نوم ونومول شو. دغه سیمه دنړی دحیواناتو او هم دنباتاتو د بیلابیلو انواعو له امله دنړب یوه ډیره غنی سمیه ده. دامازون سیند چې دنړۍ دوهم لوی سیند دی د همدې ځنګل له زړه څخه تیریږي او په ډیرو نقاطو کې د یوې ارتباطي لارې په حیث ورڅخه استفاده کېږي. ویل کېږي چې زیاتره غیرکشف شوي قبایل همدلته ژوند کوي جې تر اوسه له نورې نړۍ سره کومه اړیکه نه لري. په امازون کې د شمیرنو په اساس د حیوناتواونباتاتو د نوعو شمیر په لاندی توګه ذکر شوی Birds / spp ۱۳۰۰ Mammals/spp۴۳۰ Amphibians/spp۱۰۰۰ Reptiles/spp۴۰۰ په امازون کې په تازه اوبو کې دوه قسمه ډولفین ماهیان هم موندل کېږی . او په ۲۰۱۳ کال کې ساینس پوهانو د ټاپیر دځنو ډولونو شتون هم تثبیت کړ .

د کاناډا ګڼ داخلي ځنګلونه[سمول]

دا سرسبزه او ښکلې ځنګلونه دي چې د باراني ځنګلونو د جملې څخه شمیرل کېږي چې د بریټش کلمبیا په مرکز کې چې د کاناډا یو ایالت دی موقیعت لري د نړۍ د ښکلو ځنګلونو په فهرست کې وروستی مقام لري د دې ځنګل د ونو زیاته فیصدی د سدر یا لمنځې د ونو څخه دی د همدې په وجه چې د شمالي منطقو کې قرار لري اود راکې د غرونو د سلسلې سره هم نږدیوالی لري نو په همدی اساس سړه هوا په نوموړي سیمه کې حاکمه ده زیاته او یوه لویه برخه د دې ځنګلونو د راکې د غرونو په منطقه کې قرار لري نو دا پخپله د دې باعث شوی چې دي ځنګل ته یې یوه بیله ښکلا او ښایست ورکړی دی.

دکاناډا دځنګلونو انواع[سمول]

د ستن پاڼو ونو لرونکي دي لکه صنوبر، کاج او داسی نور چې اکثره مخروطیان دي چې د نوموړي ځنګلی ساحی سره یې ښه توافق حاصل کړي. دغه ځنګلونه د ۱۰۰ کېلو متره عرض سره د تندرا یوه برخه تشکېلوي. دا ځنګلونه یو د هغه ځنګلونو څخه دي چې تراوسه پکې لاسوهنه نه ده شوي. نوموړي ځنګلونه د ځایی او کلیوالو خلکو لپاره ډیر اقتصادي اهمیت لري چې اقتصادي اهمیت یې د هغه د منابعو، تفریحګاوو، ښکار، ماهیانو نیونه او د سیاحینو د چکر له امله ده. سلګونه خلک ورکې په کار بوخت دي چې دغه کارونه بیلابیل صنایع تشکېلوي. د دغی برخې ځنګلونه د کاناډا هېواد د لرغوني تاریخ ښکارندوي کوي د نوموړی ځنګل د انواعو په اړه ویل کېږي چې لس زره کاله مخکې ورته کاج او صنوبر مهاجرت کړی دی. د دې ځنګل جدی ستونزې اور اخیستنه، حشرات، ناروغي او داسی نور دي. ولی اوس مهال طبیعي سوځیدنې ځایونه ۷۵٪ څخه زیات بیرته رغول شوي دي. اکثره ونې دلته مخروطیان دي چې د همدې ځای بومی انواع دي چې ستن ډوله پاڼې لري او د مخروطي تاجونو لرونکي دي مهم مثالونه یې تورصنوبر، سپین صنوبر، او اروپایې تاج دي او ځیني پلنې پاڼې هم لري چې عبارت دي له توس، یو نوعه د کاج او داسی نوردي داسی انواع دلته رشد کوي چې خاوره یې ډیر عمق نه لري او وده په کې ډیره کمه ده په اوسنې وخت کې په دي ځنګلونو کې ځیني برخې د بیلا بیلو مقاصدو لپاره قطع شوی دیلکه د ښاری پراختیا، د تفریح ځایونو، نفتو، ګازو د پراختیا او د برق د پروژو د پرمختګ لپاره قطع کړاي شوي دي چې د صنعتي کېدلو پروژو د ځنګلونو قطع ته لار هواره کړي ده چې دلته په کاناډا کې په مجموع کې ۹ زره کېلو متره ځنګل قطع شوی دی هر کال د ځنګل ۱-۱.۵٪ پورې ځنګل له منځه ځي.

د کاناډا په ځنګل کې د حیواناتو وحشي ژوند او هبیټاټ[سمول]

دلته مختلف انواع د حیواناتو لکه ( Land birds) موجود دي دلته په نوموړي منطقه کې یو ډیر لوی تالاب وجود لري. چې د نړي هر ایکوسیستم په کې موجود دی. میلیونونه الوتونکي اود دوي بیلا بیل انواع دلته شتون لري چې د دې له جملې څخه کرک، بازان، باقرقره، ماهیخورک،دارکوب او نورې مرغیګانې چې ډير ښه اواز ایستونکي مرغان هم پکې وجود لري چې د نوموړو انواعو لپاره په ځنګل کې د توتانو بیلا بیل انواع چې دوي د غذا په توګه ورڅخه استفاده کوي وجود لري.

دلته څو انواع د وحشي حیواناتو د انقراض له خطر سره مخ دی چې دا یوه د اندیښنې وړ خبره ده یو د دې انواعو څخه چې د انقراض د خطر سره مخ دی ځنګلي ګوزن دی. د ځنګل شمالي برخې څخه خطراتو د دوي انقراض ته لاره هواره کړي ده.

د افریقا په قاره کې د کانګو ځنګل[سمول]

د هغه ځنګلونو برخلاف چې سرد سیره سیمو کې موقعیت درلود، دا ځنګل د استواء په کرښه قرار لري دا ځنګل په نړۍ کې د امازون د ځنګل نه وروسته دوهم لوی ځنګل دی د دې ځنګل تقریبا برخه د کانګو په هېواد کې پرته ده او نوره پاتې برخه یې د ګابن، کامرون او استوایي ګینه په هېوادونو کې پرته ده د دغو ذکر شوو هېوادونو د میلیونونو وګړو ژوند په همدی ځنګلونو پورېتړلۍ دی ډول ډول انواع د حیواناتو پکې اوسیږي لکه فیل، شامپانذه، ګوریل، بابون، زرافه، طاؤس او نور مختلف اوستوایي مرغان دلته خپل ژوند تیروي. په افریقا کې دغه سیمه دډیرو ژوندیو موجوداتو د انواعو لرونکي ده چې ډیر مشهور یی فیلان دي چېcharexes د جهانی شهرت څخه برخوردار دي یوه اندزه وحشی ژوند په کېخطر سره مخ دی یعنی دوي دانقراض د خطر سره مخ دي ولی هغه نیمه برخه دفیلانو کوم چې پاتی دي په دي نیمه قاره کې موجود دي . ۱۰۰۰۰ نوعی د وښو چې ۳۰۰۰ یی په نورو ځایونو کې هم د پیدا کېدو وړ دي ۲۸۰ نوعی خزنده ګان او ۲۱۶ نوعی mammalsپکې موجودي دي همدارنګه ۱۰۰۰ نوعی الوتونکې او ۴۰۰-۹۰۰ نوعی پروانې دلته شتون لري . دغه ځنګلونه د ژوندیو موجوداتو د انواعو څخه ډیر غنی دي چې اکثره یی داسی منطقی هم شته چې لدی څخه هم ډیريسس ژوندي نوعی لري . ددغه ځای بومی انواع شامپانزه ، کوتوله، اکاپي او همدارنګه کرکدن (پیګمې) دلته موندل کېږي.

د مونته وریځین ځنګلونه[سمول]

دغه ښکلی او په زړه پورې ځنګل د اورګوئه هېواد د کوردیلرای په غرونو کې موقیعت لري او یو عمده خاصیت یې دا دی چې همیشه د هغې اب هوا وریځین شکل لري چې د دغه لست نور ځنګلونه دا خاصیت نه لري د کال په اکثره ورځو کې نوموړی ځنګل په وریځو پوښلی وی چې نوموړي وریځې د ځنګل ښکلا او ښایست څو برابره کړي ده د دغه ځنګل مساحت 10520کېلو متره مربع دی او د ګرمسیری اب هوا لرونکې دی په نوموړی ځنګل کې د نباتاتو بیلا بیل انواع لیدل کېږي چې د انواعو شمیر پکې 2500 نوعو څخه زیات دی . دنړۍارکېده ګلانو زیاتې نوعی په نوموړی ځنګل کې موندل کېږی چې په نړۍکې دخاص شهرت څخه برخوردار دي . لدي څخه پرته نوموړی ځنګل علاوه د نباتاتو د بیلابیلو نوعو څخه د یو شمیر وحشي او تې لرونکې حیواناتو کور هم بلل کېږی .

د پیسګاه ځنګل[سمول]

ددغه لست پنځم ځنګل لپاره هم باید امریکا ته سر ور ښکاره کړو ځکه چې دا ځنګل هم د امریکا په متحده ایالاتو کې موقیعت لري یعنی د شمالي امریکا د کارولینا ایالت د اپالاچېان په غرونو کې واقع دی . دري سیندونه پکې بهیږی چې ددې ښکلا یې څو چنده زیاته کړي ده چې د نوموړو سیندونو نومونه عبارت دې له:  بنت کرک ، میلز او ډیوډسون  څخه . 

دنوموړو سیندونو او غرونو موجودیت دښکلو او مستو ابشارونو باعث شوی دی. ددی ځنګل څخه د لیدلو ښه وخت د منی موسم دی ځکه چې په نوموړی موسم کې په زرګونو نوعو دنباتاتو چې نوموړی ځنګل کې شتون لري بیلابیل رنګونه ځانته خپل کړي ويچې دځنګل ښکلا ورسره دپام وړ زیاتیږي .یوزیات شمیر لرګیني جونګړی یا هم کورونه چې د نوموړي ځنګل په څنډو کېواقع دیچې د سیاحینو داستقبال لپاره د کال په بیلابیل فصلونو کې اماده وي او د هغوي څخه په ښه ډول استقبال کوي .

کوکونینو ځنګل[سمول]

دا ځنګل چې مساحت یې ۷۵۱۱کېلو متر مربع دی او په شمالې اریزونا کې قرار لري ددی ځنګل یوه لویه برخه دکاج ونو او په مجموعکې تل شنو ونو یا Ever green تشکېل کړی ده چه دا ددوي باعث شوی چې د واوری د انبارونو دلاندې یې په ژمی موسم اویخه هوا کې خپل شینوالی ساتلی دی او خپله منظره په ژمی کې همداسي سرسبزه ساتي. او یوه بله مهمه نقطه چې ددی ځنګل د ښکلا باعث شوی ده هغه دا چې ددی ځنګل شاوخوا ساحه دښتو نیولي ده چه د دښتو په منځ کې ددې شینوالی څو چنده زیات کړي دی .

د مارک تواین ملې ځنګل[سمول]

ددې فهرست دریم ځنګل چه نوم یی د مشهور لیکوال د مارک تواین څخه اخستل شوی نوموړی ځنګل د امریکا د متحده ایالاتو میسوری ایالت په جنوبي څنډه کې پروت دی . یوه ددې ځنګل ښکلاګانو څخه داده چې اګریر چېنه چه دلته موقعیت لري یوه مشهوره چېنه دیچې د نړۍد لویو چینو له جملې څخه دی چه د ورځی ۲۱۴ میلونه متره مکعب اوبه ورڅخه خارجیږی ددي طبیعي ښکلا ددې باعث شوي ده چه زیات طرفداران د نړۍدګو‌ډ ګوډ څخه ځانته را جلب کړي دي ددې ځنګل ځینې برخې یې دومره ګڼی دي چې تر اوسه په دی هیڅوګ نه دي توانیدلیچې منځ ته یی ور شی چې یواځی دهواله لارې څخه ددي ځنګل عکسونه واخیستل شی البته د بعضی سیمو . مارک تواین یوه دهغو یوولسو سیمو څخه ده چې د وحشي ژوند په اساس کتګوری شوې ده چې په میسوری ایالت کې موقعیت لري مساحت یی km2۱۰۹ اویا هم ۵۴.۵ جریبه ده د وحشي ژوند هغه ساحه ده چې دقانون لاندی ساتل شوي ده او د فوق العاده ښکلي ، تفریحي ، ماهیانو، وحشيژوو ، تاریخې ارزښت او فرهنګي ارزښت په سترګه ورته کتل کېږي . د ځنګل شاوخوا نیمه ساحه عامه ځمکه ده ولې هغه خاصو ځایونو ته دعامو خلکو لاس رسی نشته چې دولت خاص کړی دي . ددې ترڅنګ یوه رود خانه هم وجود لريچې ماهی ګیران ورته د کشتۍ له لارې ورځي او وحشي ژوند هلته په اوبو کې هم مشاهده کوي .

د سوندرا باڼس ځنګل[سمول]

دا چې د نړۍ د لسو بهترینو ځنګلونو له جملې څخه یو د سوندرا باڼس ځنګل دی خو نوم یې تر اوسه دومره ډیر نه دی اوریدل شوی او اشنایې مو ورسره کمه ده. نوم یې د بنګالي ژبې څخه اخستل شوي چې د ښکلې او ښائسته معنی لري چې د تروشو اوبو خوښونکو ونو لرونکي دي چې د دې ښه مثال یا د دې په څیر ځنګل د ایران په جنوب کې د حرا ځنګل دی. دغه ځنګل د هندوستان او بنګله دیش هېوادونو کې شتون لري او دومره ښکلا لري چې د نړۍ په یو ځای کې به هم مشاهده نه شي. د دې ځنګل د مهمو حیواناتو له جملې څخه د زمري او ببر ډیر مشهور دي چې د ډیرو مشهورو اسیايې وحشی حیواناتوله جملې څخه دي دلته شتون لري. دلته د نباتاتو تقریباٌ د ۳۰۰ څخه زیاتې نوعی شتون لري چې ډیر يې ګرمسیره نباتات دي همدارنګه د حیواناتو انواع هم پکې وجود لري سره له دې سلګونه د تروو اوبو کانالونه چې بیرته په دریاب باندې ختمیږي شتون لري، سلګونه سیندونه او چېنې د دې باعث شوي دي چې یو ګڼ او ښکلې نباتي پوښښ رامنځته کړی دی چې د هر سیاح او ګرځیدونکې د توجه وړ ګرځي او په لیدو یې د انسان روح تازه کوی

سرچینې[سمول]

1. Rakestraw, Lawrence (1981). A History of the United States Forest Service in Alaska. Copyright Lawrence Rakestraw. Printed by the USDA Forest Service in 1982, 1994, 2002. SD565R24, 81-620020 2. Durbin, Kathie (1999). Tongass: Pulp Politics and the Fight for the Alaska Rain Forest. Corvallis, Oregon: Oregon State University Press. ISBN 0-87071-466-X. 3. Ketchum, Robert Glenn (1987). The Tongass: Alaska's Vanishing Rain Forest: The Photographs of Robert Glenn Ketchum. Text by Robert Glenn Ketchum and Carey D. Ketchum; introduction by Roderick Nash. New York, New York: Aperture Foundation. Distributed in the U.S. by Farrar, Straus, and Giroux. 4. List, Peter C., ed. (2000). Environmental Ethics and Forestry: A Reader. Environmental Ethics, Values, and Policy series. Philadelphia, Pennsylvania: Temple University Press. ISBN 1-56639-784-7ISBN 1-56639-785-5 5. Gulick, Amy (2009). Salmon in the Trees: Life in Alaska's Tongass Rain Forest. Written by Amy Gulick, Illustrated by Ray Troll. Published by Mountaineers Books. ISBN 978-1-59485-091-2 6. Rain forest.mongabay.com 7. /amazon/animals.html 8. www.akairan.com 9. ګرفته از صفحه یی جام جم .