دلیونو سپو ضد ستراتیژیکې ساحې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی او پورته کوونکی فیض الرحمن احمدي دلغمان پوهنتون د کرنې پوهنځی د چاپيریال ساتنې او ځنګلونوڅانګې محصل


د نړیوال روغتیايي سازمان د اګسټ ۶، ۲۰۱۰ اونیز راپور له مخې د لیوني سپي د وایرس د منبع لپاره سپي په ۹۹٪ انساني پیښو کې ښکیل بلل شوي دي او <3.3 میلونو خلکو ته د باالقوه ګواښ په توګه پیژندل شوي دي. په انسانانو کې د لیوني سپي ناروغۍ هغه وخت چې کلینيکي اعراض یې څرګند شي بی له تغیره وژونکي وي. په یو شمیر هیوادونو کې د لیوني سپي د ناروغۍ له امله د مړینو د شمیر د راپور کچه ډیره ټیټه ده په ځانګړي ډول په ځوان عمر خلکو کې. د لیوني سپې د ناروغیو له امله د اټکل شوو ۵۵۰۰۰ مړینو څخه یې هر کال د افریقا او آسیا په کلیوالي سیمو کې پیښیږي. یواځې په هندوستان کې، هر کال ۲۰۰۰۰ مړینې رامنځ ته کیږي ( په دې معنی چې ۲/۱۰۰۰۰۰ نفوس په خطر کې دی) په افریقا کې نوموړي ارقام ۲۴۰۰۰ دي (نږدې ۴/۱۰۰۰۰۰۰ نفوس په خطر کې قرار لري). سره له دې چې د ټولو عمرونو ډلې خلک مساعد دي خو د لیوني سپي ناروغۍ پیښې د ۱۵ کالو څخه کم عمر کوچنیانو کې عامې دي، په منځني ډول د معروض کیدلو څخه وروسته معافیت ۴۰٪ د ۵-۱۴ کلونو تر منځ کوچنیانو ته ورکول کیږي او اکثریت د هغوی چې معافیت اخلي نارینه دي.

د تانزانیا د متحده جمهوریت په شمال لویدیځه برخه کې د لیوني سپي د ناروغۍ پیښې د غټانو په نسبت د ۱۵ کالو څخه کم عمر کوچنیانو کې ۵ چنده لوړه ده. په صنعتي هیوادونو او د لاتینې امریکې په ډیرو ښاري سیمو کې د انساناتو د لیوني سپي ناروغي نږدې په ختمیدلو ده چې لامل یې د کورنیو سپو واکسین او نورو وقایوي تدابیري پروګرامونو تطبیق دی. په اسیایي هیوادونو لکه تایلینډ کې د سپیو کتلوي معافیت او د معروض کیدو څخه وروسته د انساناتو معافیت د لیوني سپي د ناروغۍ له امله د مړینو شمیر د کتنې وړ اندازه باندې راکم کړی دی، د واکسین جوړونکو د مارکيټ د داخلي ارقامو له مخې داسې څرګندیږي چې په نړیواله کچه هر کال ۱۵ میلونه یا له هغې څخه زیات خلک د لیوني سپي ضد واکسین د وقایې په توګه اخلي چې له دې ډلې یې ډیر هغه خلک دي چې په چین او هندوستان کې اوسیږي. داسې اټکل کیږي چې د معروض کیدو څخه وروسته وقایې په نه موجودیت کې به په افریقا او آسیا کې هر کال نږدې ۳۲۷۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي. په حکومتي کچه په افغانستان کې د واکسینو په اکمالاتو کې کموالی موجود وي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کوڅه ډبو سپیو د کنترول او وژلو لپاره سټریشنین او د فردي خوندیتوب لوازم (PPE) اماده کړي دي. د لیوني سپي ضد واکسین د تطبیق کوونکو مطابق چې د کورنۍ او ښاري سیمو د حفظ الصحې د څانګې اړوند دي هر کال د لیوني سپي ضد واکسینو لږ ترلږه ۵۰۰۰۰ وایلونو ته په ملي سطحه اړتیا موجوده ده. لا هم داسې پایښت لرونکي لارې چارې چې د لیوني سپي ناروغۍ د امحا لورې ته یوسي او په بشپړ ډول یې کنترول کړي نشته دا ځکه چې د لیوني سپي د ناروغۍ او کوڅه ډبو سپو د کنترول لپاره وړ ستراتیژي نشته.


.ستراتیژیکه موخه ۱: د کوڅه ډبو سپو د نفوسو راکمول تر څو په افغانستان کې د لیوني سپي د ناروغیو پیښې راکمې شي.

لومړیتوب لرونکي مداخلې:

د کوڅه ډبو سپو د کنترول لپاره د سټریشنین کارولو ته ادامه ورکول. د کورنیو سپو په ګوته کولو ته وده ورکول او د کرنې او مالدارۍ وزارت لخوا یې واکسین کول د څو اړخیزو هڅو او د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لارې په مرکز یا یو ولایت کې په ازمایښتي ډول د کوڅه ډبو سپو تعقیم. د ازمایښتي پایلو پر بنسټ په اوږد مهال کې د تعقیم کمپاینونو په لاره اچولو ته وده ورکول . ستراتیژیکه موخه ۲: د لیوني سپي د ناروغۍ د کنترول د مختلفو تدابیرو عملي کول تر څو د لیوني سپي د په ګوته شوې ایپیډیمیولوژیکې ستونزې بار کم شي.

لومړیتوب لرونکي مداخلې:

.د لیوني سپي مشکوکو پیښو د واکسینیشن پروګرامونو ته د هیواد په کچه پراختیا ورکول په انساناتو او حیواناتو کې د لیوني سپي ناروغیو پیښو ته د معروض کیدلو څخه وروسته وقایې (درملنې) ته وده ورکول. د لیوني سپي ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره پروسیجرونو د طرحې نهایي کول ترڅو د تطبیق لپاره منظور شي. ستراتیژیکه موخه ۳: د لیوني سپي د ناروغۍ لپاره په ملي کچه د سرویلانس د سیستم تاسیس.

لومړیتوب لرونکي مداخلې:

د سرویلانس د لارښود طرح او تطبیق د پایلو پر بنسټ پریکړو کې د سرویلانس د ارقامو څخه ګټه اخیستل

ستراتیژیکه موخه ۴: په ملي کچه (سپوراډیک) د لیوني سپي د ناروغۍ د انساني پیښو اضغري حد ته راوستل/کمول

لومړیتوب لرونکي مداخلې:

د ګاونډیو هیوادونو سره په ګډه د سرحدونو د کنترول د سیستم تاسیس د لیوني سپي د ناروغۍ په اړه د پوهاوي لوړول د اوټبریک په ساحو کې د پيښو په وړاندې ځواب ویل په مرکزي او ولایتي کچه د واکسینیشن په اړه د چاپیریال د روغتیا د پرسونل روزنه د چاپیریال روغیتا ولایتي او مرکزي کارکوونکو ته د واکسین او غیر واکسیني اکمالاتو برابرول د لیوني سپي د کنترول په چارو کې ښکیلو کسانو ته د حق الخطر تخصیص