دفيتې په واسطه دځنګل اندازه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

راټولوونکی صديق الله ځلاند سید جمال الدين افغاني پوهتنون کرنې پوهنځی ځنګلاتو څانکه پورته کوونکي فیض الرحمن احمدي لغمان پوهتنون کرنې پوهنځی چاپیریال ساتنې اوځنکلاتو څانکه

دا چې ځنګل له هره حيثه دانسانانو په ژوند او دژوند په چاپيريال باندې فوق العاده مؤثر دى نو له دې لپاره چې دځنګل څخه مو هر اړخيزه او دوامداره ګټه اخيستې وي اړين بريښي ترڅو دځنګل په اهميت باندې دپوهيدلو سره دځنګلونو په احياء او احداث باندې لاس پورې کړو .دا ډيره مهمه ده چي داندازه ګيري په وخت کې سامان الات بايد دډاډ وړوي او داسي سامان الاتو څخه بايد کار واخيستل شي چې دساحي د شرايطوسره برابر وي او اندازه ګيرۍ بايد دقيقه وي .ځکه دقيقه ادندازه ګيري ښي پايلي لري داندازه ګيرۍ په وخت کې بايدکوشش وشي چې دهغه سامان الاتو څخه کار اخستلی شې چې کمه غلطي او يا هيڅ غلطي ونلري . په ټوله نړۍ کې په مختلفو اندازوځنګلونه موجود دي چې دغه اندازي د اندازه ګيرۍ څخه په لاس راځي چې د مختلفو الو په وسيله ترسره کيږي لکه د فيتي ، اډومتر ، سپيډو متر ، مخصوصو موټرو او الوتکو په وسيله اندازه کيږي . د ځنګل اندازه ګيرۍ مونږته راښيې چي په يوه ولسوالۍ ، ولايت او يوهيواد کې څومره ساحه ځنګلونو نيولې او څومره ساحه يې ځنګل نه لري . ځنګل اندازه ګيري مونږ سره کومګ کوي چې د ځنګل لپاره دقيق او موثر پلانونه برابرکړو او همدارنګه کولای شو چې د ځنګل داندازه ګيرۍ څخه د ځنګلي اورونو مخه په خپل وخت سره ونيسو او اورله منځه يوسو د ځنګل اندازه ګيرۍ څخه کولای شو چې د امراضو او افاتونو د کنترول لپاره مناسب پلان برابر کړو دځنګل اندازه ګيرۍ څخه د راروان وخت لپاره پيشبيني کولای شو ترڅو ديوګټور اوښه ځنګل لپاره پلان برابرکړو او همدارنګه مونږ سره کومک کوي ترڅو مناسب کارګران په کار وګمارواو د عايد ترلاسه کول اسانه کوي. . اندازه کولونظريې Theories of Measurement) ) . اشتباه (Mistake) . ځيني وختونه دبې پروايۍ لمخي ياداښت ليکونکي اويا داندزه کوونکي دفکر دخرابوالي له امله داندازه شوي قيمت اوحقيقي قيمت (فاصلې ، زاويې اونورو )ترمنځ تفاوت منځته راځي چي داتفاوت داشتباه په نوم ياديږې دمثال په توګه که دفيتي حقيقي اوږدوالي د(11 )په ځاي 10 يا12 وښودل شي يا د76 په ځاي 67 يا 12.81 په ځاي 12.18 ولوستل شي يا وليکل شي داشتباه په نوم ياديږې چې داډول اشتباه ګاني داندازه کولو دعمليې په تکرارسره لمنځه وړلي شو. غلطي (Error) . که داندازه کولو په عمليه کې داصلي قيمت اواندازه شوي قيمت ترمنځ تفاوت دمختلفو لاملونو داغيزي له امله په څوکرتي اندازه کولو کې عيني عدد(مساوي عدد )پلاس راشي داډول تفاوت دغلطي په نوم ياديږي .سره ددي چي غلطي هيڅکله په بشپړتوګه لمنځه نه وړل کيږې مګر دڅوکرتي اندازه کولو اودمختلفو لاملونو اصلاح له امله کولي شو چي ډيرښه ممکن قيمت (Most Probable Value) په لاس راوړو چي دقيمت سره يي ډيرنژدي وې . دغلطي منابع(Sources of Error) . هغه لاملونه چي دغلطيو دمنځ ته راتلو سبب ګرځي عبارت دي له . 1 - طبعي غلطي (Natural Error) . داندازه کولو په وخت کې طبعي عواملو دتغير له امله (لکه تودوخي درجه ، نسبتي لنده بل (رطوبت )،دباد سرعت اولوري اونور) اصلي قيمت اواندازه شوي قيمت ترمنځ يوډول (عين )تفاوت منځ ته راځي چې د طبعي غلطي په نوم ياديږې 2. په کاروړل کيدونکي آلي غلطي (Instrumental Error) . داندازه کولو ټولي آلې دانسان په لاس جوړي شوي دي . نوددي ډول يوي آلې جوړول چې سلوکې سل صحيح وي اوهيڅ غلطي ونلري د امکان څخه وتلی کاردی سربيره پردي که آله سل په سلوکي صحيح هم وي دډيروکارونو اوسختو ټکانونو دخوړلو له امله دخپل عيارشوي حالت (Adjustment)څخه وځي اوتغير پکي راځي چې دا تغيرونه ددي لامل ګرځي چې داصلي قيمت اواندازه شوي قيمت ترمنځ توپيرمنځ ته راشي چې دا توپير دپکاريدونکي آلې دغلطي په نوم ياديږي . 3. داندازه کوونکي غلطي يادشخص غلطي (Personal Error)  : که اندازه کول ډيرزيات دقيق ،ډيرزيات هوښياراوډيري تجربې خاوند په وسيله ترسره شي بياهم داندازه کوونکي دقضاوت دمحدوديت له امله داصلي قيمت او اندازه شوي قيمت ترمنځ توپير په مساوي اوثابت ډول څرګند يږي چې داډول تفاوت داندازه کوونکي دغلطي په نوم ياديږي.

که اندازه کول ډيرزيات دقيق ،ډيرزيات هوښياراوډيري تجربې خاوند په وسيله ترسره شي بياهم داندازه کوونکي دقضاوت دمحدوديت له امله داصلي قيمت او اندازه شوي قيمت ترمنځ توپير په مساوي اوثابت ډول څرګند يږي چې داډول تفاوت داندازه کوونکي دغلطي په نوم ياديږي.

دغلطي ډولونه(Types of Error)                                                                                        .                                                                                                           :  هغه غلطي چې په اندازه کولوکې دمختلفو عواملو داغيزوله امله منځ ته راځي په دوه لويو ډولونو (سيستماتيکه او تصادفي )ويشل کيږي .

۱ . سيستماتيکه غلطي (Systematic Error)  : سيستماتيکه غلطي دهغه غلطۍ څخه عبارت ده چې دفزيکي او حسابې قوانينو تابع وي په هر اندازه کولو کې ددي ډول غلطي .اغيزه محاسبه او د اندازه شوي قيمت سره يې معامله کولی شو ترڅوچې اصلاح شوی قيمت په لاس راشي . دسيستماتيکي غلطي احتمالي اغيزي ترڅوچې دهغي اغيزمن عوامل تغير ونه خوري دمقداراوعلامي لمخي په اندازه کولو کې باقي پاتې کيږي دسيستماتيکي غلطۍ منابع له طبعي او يا شخصي عواملو ،د پکاروړلو آلې او يادهغو دترکيب څخه عبارت دي .

۲. تصادفي يا اتفاقي غلطي (Accidental Error)                                                   :

دهغه ډول غلطيو څخه عبارت دی چې دهغي دمنځ ته راوړونکوعوامل کنترول دانسان دتوان څخه وتلی وي په هره اندازه کولو کې دناڅاپې يا اتفاقي غلطي دمقدار اوعلامې ټاکل ممکن نه دي او دسيستماتيکي غلطۍ مقدار امکان لري چې لږ وي يا ډير (منفي) يا مثبت له همدي امله ناڅاپې غلطۍ دنامنظموغلطيو په نوم نومولي شو . دمثال په توګه دفيتي په وسيله دفاصلي په اندازه کولوکي دا امکان نلري چې دنښي سيخ دمطلوبې نقطي څخه لږ يا ډير په يو طرف يا بل طرف په ځمکه کې ښخ کړو . که داندازه کولو په عمليه کې زياتوالی منځ ته راوړل شي کيدای شي چې داندازه کولو په عمليه کې دناڅاپې اواتفاقي غلطي اغيزي کمي کړل شي اويوډيرغوره ممکن قيمت په لاس راوړل شي . دارقامو قطع (Round off )  : په هرډول اندازه کولوکې اومحاسبوکې دحسابې عملېي دختم نه وروسته حاصل شوي پايلي (نتيجي ) دمطلوبي پاملرني په نظرکې نيولوسره ليکل کيږي دمثال په توګه که مونږ د 22او 7 ترمنځ نسبت په نظرکې ونيسو ليکلی شوچې = 22/7=3.142857π که ضرورت پيښ شي چې دπقيمت تردري رقمواويا تر پنځه رقمومحاسبه کړو پدي صورت کې د π د قيمت لپاره لاندنې عددونه پلاس راځي =3.14=π=3.142=π=3.1428π درقمونوپه قطع کولوکې چدا سانتياؤدمنځ ته راوړلولپاره ترسره کيږي بايدلاندي ټکي په نظرکې ونيول شي 1. دپايلودليکو په وخت کې که دوه روستني رقم څخه وروسته عدد له پنځو کوچني وي له هغه څخه تيريږو او وروستنی رقم په خپل حال پريږدو د مثال پتوګه غواړو د پاي (π) قيمت تردري رقمو پوري پيداکړو. ليدل کيږي چې دورستني رقم (4) ورستني عدد دوه دي اوداچې د2 عدد له5 څخه کوچنی دی نوورڅخه تيريږو(صرف يې نظرورڅخه کوو)اوپاي قيمت تر دري رقمونوعبارت له=3.14 π څخه دي . 2 . هغه رقم چې ورڅخه تيريدل په نظرکې دي که له 5 څخه لوي وي نودده څّخه دمخه عدد باندي ديو عدد ورزياتوو اوله هغه ورستنی عدد څخه تيريږو دمثال په توګه غواړو دπ قيمت تر څلورو مرتبو پلاس راوړو پدي حالت کې ليدل کيږي چې π په قيمت (=3.1428π) کې وروسته له څلورم رقم (2) څخه 8 رقم ځاي لري نوکولی شو چې ددوه په رقم (1) عدد ورزيات کړو اوله 8څخه تيرشو اوپه دي ترتيب دπقيمت يو څلور رقمي عدد يعني(=3.143 π ) په لاس راځي . 3 . دپايلو په ليکلو کې که دورستنی رقم څخه وروسته اخيرنی رقم 5 وي په هغي صورت کې له 5 څخه دمخه عدد حفت عدد وي په خپل حال پريښودل کيږي او که هغه طاق عددوي په هغه يو (1) ورزياتيږي . لومړي مثال : 7.5635 عدد راکړل شوي اوغواړو چې له ده څخه يو څلورقمي عدد په لاس راوړو څرنګه چې وروستنی عدد چې ورڅخه بايد تير شو5 دی او له هغه څخه دمخه عددطاق (3)دی نوله دري سره بايد يو زيات کړل شي نو4 رقمي عدد 7.564په لاس راځي . مهم يا بارزرقمونه (Significant Figures ) ديوي اندازي يادښت شوي رقمونه دهغورقمونو څخه عبارت دی چې لوستل کيږي دخاصو ساحوي شرايطو او دپروژي دخصوصياتو په نظرکې نيولو سره داندازه کولو ددقت لپاره بايد يو حد ته قايل شو دمثال په توګ ABخط اندازه 231.6 فټه ليکل شويده چې يو 4 رقمي عدد دی اولومړی 3 رقمونه 231 يې يقيني او 0.5يې شکي اوداځکه چې کيدای شي د8نقطه 0.5 او0.7 رقمونو ترمنځ واقع وي که Bنقطه 0.5 ته نژدي وای هغه مو 0.5 لوستلی اوکه 0.7 نژدي وای هغه مو 0.7 لوستلی اوکه 0.6 عدد پرته وای هغه مو 0.6 لوستلی څرنګه چې دB نقطه د0.6 دپاسه پرته نه ده نوممکنه ده چې دي 0.55 او0.65 ترمنځ پرته وي اوبلي خوا مونږ يوازي يوعشاري رقم په کار لرو نو که دB نقطه د0.55 او0.65حدودو کې هرقيمت اختيارکړی درقمونو دقطعي دقانون په اساس يې 0.6 قبلوو اوځيني وختونه په محاسبو کې له بشپړه عددونو او ځيني عدادو څخه ، چې په مستقيمه اوياغير مستقيم توګه داندازه کولو په وسيله منځ ته راځي او دغلطۍ لرونکي وي کاراخيستل کيږي .

 بشپړ(تام ) عددونه مطلق عددونه اويقيني وي مګراندازه شوو عددونو کي يقيني او شکي دواړه ډوله عددونه شا مل وي يقيني ته نژدي وي د مثال په توګه  الف : د دوه نقطو ترمنځ فاصله 52 متره اندازه شوي که دافاصله په غوراندازه کړل شي 52.3 متره اوکه په ډيرغوراندازه کړل شي 52.32 کيږي چې له پورتنيو اخيستل شوو اندازو څخه يو هم حقيقي فاصله نه ښيې مګر د 2 رقمي،3رقمي 4 رقمي مهم عددونو لرونکي دي چې نيغ په نيغه په اندازه کولو کې دپاملرني ښکارندوۍ دي 

ب : که د دوه نقطو ترمنځ فاصله 50 متره زياته وي اوديوي فيتي په وسيله چې 50 متره وي په دوه مرحلو کې اندازه کړل شي د مثال په توګه 25.12m او27.56m چې مجموعه يې 52.56m يعني يو 4 رقمي قدد کيږي که د دي فاصلي په اندازه کولو کې يو ځل دفيتي د ټول اوږد والی 50 متره څخه کارواخيستل شي او بل ځلي 2.68m اندازه کړل شي مجموعه بيا هم 52.68m کيږي چې 4 رقمي عدد دي په داسي حال کې چې لومړی اندازه دوه رقمي او دوهمه اندزه يې دري رقمي عدد دي . مثال هغه حقيقت واضيح کوي چې يواځي دمهمو رقمو نو شمير په هره اندازه کولو کې په ځانګړي ډول دمحاسبي دقيمت ددقت کمترولونکي کيدلي نشي چې د جمعه کولو څخه په لاس راځي دپورتنيو ټکو په پام کې نيولو سره دمهمو رقمونو په هکله ځيني قوانين په لاندي توګه مطالعه کوو . 1 . دجمعي حاصل او تفريق حاصل  : دجمعي اوتفريق په عمليه کې هغه عدد چې اعشاري رقمونه يې ترټولو کم وي دجمعي د حاصل او دتفريق دحاصل د مهمو رقمونو کنترولونکي دي مثلآ 210.691

42.860                                                                      971.63

3.52 134.577 112.52 ____________ 51.341 837.053

په جمعه کيدونکو عددونو کې تر ټولو کې شمير داعشاري رقمونو دوه رقمه دی نو د جمعي حاصل هم د 120.69 په شکل ښودل کيږي او دتفريق په عمليه کې هم تر ټولونه لږ شمير اعشاري رقمونو2 رقمه دي نو دتفريق حاصل هم د837.05 په شکل ښودل کيږي . 2 . دضرب عمليه: که دوه عددونه يو دبل سره ضرب کړل شي دضرب دحاصل د مهمو رقمونو شمير مساوي دي د مضروب يا مضروب فيه د رقمونو دشمير سره چې د مهمو رقمونو تر ټولو لږ شمير ولري او يا يو د هغو نه ډير لومړي مثال (128.52)(24.11) دضرب حاصل په لاندي توګه ښودلی شو 3098.6 يا 3099 دوهم مثال : ديو ي مستطيلي ځمکي اوږدوالی (L) 124.32m اوسورw=54.31m دی د مهمو رقمونو په نظر کې نيولو سره د نوموړي مستطيل مساحت (A) حساب کړئ A=L×W A=(124.32m)(54.31m) = 6751.8192m2 دنوموړي مستطيل مساحت 6751.8m2 او يا 6752m2 دي (3 ) دتقسيم عمليه : د تقسيم په عمليه کې په خارج قسمت کې دمهمو رقمونو شمير مساوي دي په مقسوم يا مقسوم عليه کې ترټولو کم شمير دمهمو رقمونو سره لومړي مثال :

                                 56.3/2.2356=25.17889

خارج قسمت عبارت دي له 25.18 يا 25.2 سره صحيحوالی (Accuracy). داندازه کولو صحيوالی (صحت )داندازه شوي قيمت نژدي والي دهغه دحقيقي قيمت سره راښيي ددي لپاره چې دحقيقي قيمت سره نژ دي قيمت په لاس راوړل شي داندازه کولو سامان او الې بايد په معياري توګه عيارکړل شي ترڅوچې دسيستماتيکو غلطيو منځ ته راتلل دامکان تر پولو (حده ) لمنځه ولاړشي . دقت (Precision ) په اندازه کولو کې دقت دکار دحساسيت څخه عبارت دی چې په ډيزاين کې تثبيت او په اندازه کولو کې تطبيق کيږي ددي لپاره چې ترټولو حساس اندازه کول مو کړي وي په کارده چې ترټولو غوره ډول او حساس سامان او الی په کار ويوړل شي اواندازه کول څو ځلي تکرار کړل شي ددي لپاره چې دقت او صحت تر منځ تو پير په واضحه توګه بيان کړل شي لاندني مثال له نظره تيروو مثال : دوه مختلفو ګروپونو هريو ه يوه فاصله په فيتي باندي 5 کرته اندازه کړۍ الف ګروپ: ب ګروپ: 52.340m 52.380m 52.341m 52.375m 52.340m 52.385m 52.342m 52.385m 52.341m 52.370m

که حقيقي فاصله 52.372m وي ليدل کيږي چې په اندازه کولو کې د الف ګروپ دقت زيات دي مګر ددي ګروپ داندازه کولو صحيوالی (صحت) زيات دی دا ځکه چې د الف په ګروپ کې اندازه شوي قيمتونه يو دبل سره نژدي دي مګرداقيمتو نه د فاصلي دحقيقي قيمت سره ډير تفاوت لري په داسي حال کې چې د ب : ګروپ کې اندازه شوي قيمتو نه په خپل منځ کې تفاوت لري مګردفاصلي د حقيقي قيمت سره ډير نژدي دي دلته بايد دا واضح شي چې دالف ګروپ اندازو دقيمتونو تو پير د فاصلي دحقيقي قيمت سره په خپله په فيته کې دسيستما تيکي غلطۍ دشتو ن له امله دي چې اندازه کولو کې په پام کې نيول شوي نه دي . دنسبتي سهي والي (صحت )درجه(Relative Accuracy) که ديوي اندازه شوي فاصلي نسبتي صحيحوالی 1:1000 يا1/1000 وي دا معني لري چې که اندازه شوي فاصله 1000m وي په هغي کې مثبت يا منفي تفاوت يو متر قابل دمنلو دی داندازه کولو په هره عمليه کې لومړی صحيحوالی (صحت ) دخاصو پروژه يې او ساحوي شرايطو په پام کې نيولو سره په نظرکې نيول کيږي او بيا په ساحوي کارونو کې ددي قيمت د په لاس راوړلو کې دقت درجي ضروري لارښوونې ترسره کيږي . دمثال په توګه ويل کيږي چې زاويه تر يوي ثاني او سټاف (Rod ) تر يو ملي متر ولوستل شي ترڅو چې نسبتي صحيحوالي 1/5000 په لاس راشي دنسبتي صحيحوالي په نظرکې نيولو څخه وروسته داندازه کولو ددقت درجه دکار د تر سره کولو څخه دمخه ټاکل کيږي دساحوي کارونو او اړوند محاسبو د ترسره کولو څخه وروسته دکار نتيجه دنسبتي صحيحوالي لمخي ازمايل کيږي که چيري دنسبتي صحيوالي حاصل شوي نتيجه په مطلوب حد کې وي دا اندازه کول قناعت بخښونکي دي او که د نسبتي صحيحوالي په لاس راغلي نتيجه کې په مطلو ب حد کې نه وي نو اندازه کول په ډير دقت په تکراري ډول ترسره کيږي . مثال : ديوي فاصلي اندازه کول د يو فوټ د سلمي برخي (1/100ft) په دقت سره په نظرکې نيول شوي ددي فاصلي اندازه کول ده (1/5000) نسبتي صحيحوالي باندي په کار دی د نظر لاندي فاصله دوه کرته اندازه شوی چې قيمت په ترتيب سره 1263.00f او 1263.08ft په لاس راغلي . که دنوموړي فاصلي حقيقي قيمت 1263.30fوي دپورتنۍ اندازه کولودنسبتي صحيحوالی درجه په لاس راوړي .

= 1263.00+1263.08/2 =1263.04   دفاصلي اوسط 
   = 1263.30-1263.04=0.26غلطي 
   =0.26/1263.30=1/4859 نسبتي صحيحوالی .                  

څرنګه چې په لاس راغلی نسبتي صحيحوالی په مطلوب حد کې نه دي نو اندازه کول بيا په تکراري توګه ترسره کيږي او 1263.10 قيمت يي په لاس راځي نو ليکو چې

= 12633.10+1263.08/2 =1263. 09 فاصلي اوسط.  

= 1263.30- 1263 .09=0.21 غلطي .

= 0.21/1263.30 =1/ 6016 نسبتي صحيحوالی .

داندازه کولو د تکرارولو په پايله کې دنسبتي سهي والي ښه نتيجه په لاس راغلي ده دفاصلي اندازه کول (Distance Measurement )  : فاصله (Distance)  : په سروي کې دفا صلي کليمي نه مطلب ددوه نقطو ترمنځ د افقي فاصلي څخه دي او که مايله يا عمو دي فاصله مطلب وي نو هغه په مشخصه توګه ذ کرکيږي . دفاصلي داندازه کولو طريقي : په عمومي توګه فاصله په مستقيم او غير مستقيم ډول اندازه کيږي . ۱ .دفاصلي اندازه کول په مستقيم ډول (Direct Measurement) دځمکي په منځ ددوه نقطو ترمنځ فاصله په مستقيمه توګه په لاندنيو طريقو اندازه کيږي . . قدم کول (Pacing) . پسو متر (Pass meter) اډومتر (Odometer) .

سپيدومتر   (Speedometer)                                                                     .                                                                                                         
. پارامبو لامتر   (Perambulator). 

دوخت په اټکل سره (Time Measurement) . فيته يا شريد or taping ) Chaining

                                                                      (

2 . دفاصلي اندازه په غير مستقيم ډول: د دوه نقطو ترمنځ فاصله چې دآلو او محسابو په تر سره کولو صورت نيسي دغير مستقيم اندازه کولو په نوم ياديږي مثلا . سب تنس بار په وسيله 1 (Sub tense bar) ب . تخو متري يا ستديا (Tachometry or stadia) . ت . برقي آلي (Electronic Derides) داندازه کولو طريقي ټاکل : د اندازه کولو طريقه دکار په حساسيت ، دسامان او آلو په نو عيت ، داندازه کوونکي په تجربي ، دسروي دسرته رسولو په وخت ، پروژ ي په ډول (نوعيت ) او دمالي لګښت په اندازي پوري اړه لري . قدم کولو په وسيله اندازه کول :(Measurement By Pacing): دقدم په وسيله ديوي فاصلي داندازه کولو لپاره لومړی بايد داندازه کوونکي د عدي قدم اوږدوالی معلوم کړل شي او تر هغي وروسته د دوه مطلوبو نقطو ترمنځ د يوي فاصلي اوږدوالی دقدم وهلو په وسيله معلوم کړل شي .

. عادي قدم داوږدوالي پيداکولو طريقه Procedure to find natural Pace length.

ګڼه 1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 مجموعه اوسط دقدم اوږدوالي دقدمونو 73.0 73.2 73.1 73.2 73.2 73.3 73.1 73.1 73.2 73.3 731.7 73.2 68.3cm يو ټاکلي فاصله مثلآ 50 متره لس کرتي تلل او راتلل دي وشي او د قدمونو شميردي په هر ځلي د يوي خاني اعشاريې په اټکلولو وليکل شي . بيادي ددي لس کرتي دقدمونو دشمير اوسط ونيول شي او بيا دي دفاصلي اوږدوالی دلس کرتي دقدمونوپه اوسط وويشۍ ديوقدم اوږدوالی په لاس راځي .

وروسته له دي چي دعادي قدم اوږدوالي معلوم شو ددوه نقطو تر منځ ديوي نا معلومي فاصلي داندازه کولو لپاره لږ تر لږه دوه کرتي بايد همغه فاصله قدم کړل شي او دهرځل دقدمونو شمير با يد ديو خاني اعشاري په اټکل سره وليکل شي دقدمونو داوسط شمير ديو قدم په اوږدوالي کې ضرب کړل شي د نوموړو دوه نقطو ترمنځ فاصله ورڅخه معلوميږي . ګڼه 1 2 مجموعه اوسط دقدم اوږدوالي فاصله (متر) دقدمونو شمير 261.2 216.4 432.6 216.3 68.3cm 147.73

په لومړنيو سروي ګانو کې د فاصلي معلوم ول دقدم وهلو په وسيله ، په نورو طريقو په اندازه کولو کې د اشتباه درفع کولو په خاطر په هغه کارونو کې ترسره کيږي چې دصحت (صحيحوالي ) په کمه درجه ورته ضرورت وي او په عمومي ډول نسبتآ هموارو ځمکو کې په کار وړل کيږي . . لومړي مثال : يوسړي يوه فاصله چې 60 متره اوږدوالي لري 10 کرتي قدم کړي او دهر کرتي قدمونو شمير يې په لاندي توګه ليکلي ددي سړي د عادي قدم اوږدوالي معلو کړۍ 79.9 80.0 80.1 79.8 80.0 79.9 80.1 79.9 80.2 80.1 دلس کرتي دقدمونو د شمير مجموعه =800 قدمه په يو ځل دقدمونو اوسط شمير =80 قدمه ځکه چي 80=800/10 دعادي قدم اوږدوالي 75cm=0.75m=6/8=60/8 دوهم مثال: ديوسړي قدم اوږدوالي (75 ) سانتي متره او د P اوQ ددوه نقطو ترمنځ دوه کرته تللي او راغلي او خپلو قدمو نو شمير يې ليکلي 150.1 ، 149.7 دنوموړو دوه نقطو ترمنځ دفاصلي اوږدوالي حساب کړۍ ،

 =149.7+150.1/2 =299.8/2 =149.9  قدمه  دقدمونو اوسط شمير.
=112.425m  = 75cm×149.9 =11242.5cm  دنوموړو دون نقطو ترمنځ فاصله 

پسو متر (Pass meter): پسومتر دجيبي ساعت په شان يو ه اله ده دا آله په اتو مات ډول دقدمو نو شمير او فاصله معلوموي ددي الې په کارول ، په خاصه توګه په اوږدو فاصلو کې دقدمونو دشميرلو اشتباه له منځه وړي دا اله دانسان د جسم دحرکت سره فعاليت کوي دا آله د واسکټ په جيب او يا په کومه تڼۍ په عمودي توګه زوړنده وړل کيږي اډومتر (Odometer): اډومتر يوه آله ده چې پکي، کراچۍ ، باسيکل او دموټر دارابي سره تړاو لري او دارابي د ګرزيدو شمير راښيې د فاصلي اوږدوالي دارابي د محيط اوګر زيدلو دشمير د ضرب حاصل څخه په لاس راځي دا آله په حساسه توګه داندازه کولو ، د امتحان کولو او اشتباه د لمنځه وړلو لپاره په کاروړل کيږي .


س سپيډومتر ((Speedometer سپيډومتر هغه آله ده چي په موټرونو او نورو عراده جاتو کې نصب ده او دهغي ګرځيدل وهل شوي فاصله راښيې د سپيډو متر په وسيله د فاصلي اندازه کول دقدم وهلو په نسبت ډير صحيح او دقيق وي په خاصه توګه په هموارو او پښو سرکونو کې پرمبولاتور(Perambulator) پرمبو لاتور د باسيکل دارابي په شان يوه آله ده چې لاستي لرونکي دوشاخه لري د الي ته دهغه خط په اوږدو حرکت ورکول کيږي چې داوږدوالي اندازه کول يې مطلوب وي او وهل شوي فاصله په ډيرکم وخت کې په اوتومات ډول حسابيږي ا و په هغه متر (رايل) کې ښودل کيږي چې په ارابه کې نسب دی په دي طريقه اندازه کول دقدم وهلو داندازه کولو په نسبت ، په خاصه توګه په هواره ځمکوکې ډير ښه او دقيق دي . اندازه کول دوخت په اټکل سره (Time measurement): ديو ټاکلي وخت په تيريدلو سره کولی شو چې د يوي فاصلي اوږدوالی په اټکلي توګه حساب کړو . دمثال په توګه . يو سړي په (15 ) دقيقوکې ((1.2 کيلومتره فاصله وهي که نوموړي سړی دوه ساعته مزل وکړي نو وهل شوي فاصله عبارت ده له

   = 120min/15min×1.2km = 9.6km  وهل شوي فاصله 

ديادوني وړده چې په دي طريقه دفاصلي اندازه کول ترهغه وخته داعتباروړدی چې اندازه کوونکی سړی دوخت په اوږدوکې په يو ډول سرعت حرکت ته دوام ورکولی شي البته دستړي کيد و په حالت او داندازه کوونکي دسرعت دکميد و په صورت کې پدي طريقه اندازه کول نه ترسره کيږي . دشريد يا فيتي په وسيله دفاصلي اندازه کول (Chaining or taping): دفاصلي داندازه کولو ډيره معمول طريقه دشريد (Chain) او يا فيتي په وسيله ده عادي کارونو لپاره چې معمولي حساسيت ولري شريد په کار وړل کيږي مګر په هغو کارونو کې چې زيات صحت او دقت ته اړتيا وي دفولادي فيتو څخه کار اخيستل کيږي دشريد (Chain) اصطلاح په مخکي وختونوکې رواج وه خو په اوسني وخت کې دفيتي کليمه ډيره کارول کيږي ددي سره سره (Chaining) اصطلاح تراوسه دشريد او فيتي دواړو په اندازه کولو اطلاق کوي دشريد او فيتي څو معمول ډولونه په لاندي توګه تر مطالعه لاندي نيسو دشريدډولونه (Types Of Chain): 1 . انجينر شريد (Engineer`s Chain). انجينرشريد معمولآ 100 فټه اوږدوالی لري چې 100 زنځيره (Link) لري چې د فولادي سيم څخه جوړشوي او هردوه زنځيره د دري کړيو په وسيله يو دبل سره په ارتباط کې وي دمرکز فاصله دزنځيرونوتر مرکز يو فټ ده او په هر لس فټه فاصله کې يوه برنجي فيته وصل شوي ترڅوچې دلس فټه ايزه فاصلو ښودل اسانه کړئ دشريد دواړه سرونه دنيولو وړکړۍ لري چي داخيري زنځيرونو برخه جوړه وي څرنګه چې داشريدونه دفولادو څخه جوړشوي نو د تودوخي د درجي دبدلون له امله اوږدوالی يې بدلون مومي ذ کرشوي شريد په لږ حساس کارونو کې په کار وړل کيږي . 2 . دګنتر شريد(Gunter`s Chain ): دګنتر شريد دګنتر (Gunter ) په نوم د يو انګليسي انجينر په وسيله اختراع شو چې د انجينر د شريد سره ډير ورته والې لري د دي شريد اوږدوالی 66 فټه دی چې 100 زنځيره (Link) لري دهر زنخير اوږدوالې 0.66 فټه دی چې په کليوالي اندازه کولوکې په کار وړل کيږي . 80 Gunter Chain = 1 mile 100 Square Gunter Chain = 1 acre


3 . پولادي شريد (Steel Band ): دنازکې پولادي فيتي څخه جوړ شوي چې 16 ملي متره سورلري او اوږدوالی يې 20 متره يا 30 متره دی هر 0.2m اوږدوالی يې د وړوکي برنجي ګل ميخ په وسيله نښه شوي وي او هر يو متر اوږدوالی يې په عدد نښه شوي چې اولنی متر او اخرنی متر يې په سانتي متر او ملي متر هم ويشل شوي دی ددي ډول شريد وزن کم ، وړل راوړل يې اسان او په حساسو کاروکې په کار وړل کيږي . 4 . متري شريد (Metric Chain): دا ډول شريد د 20متره ،30 متره ، 50 مترو او 100 مترو په اوږدوالی جوړيږي چې اوږدوالی يې په لاستي ليکل کيمږي .داشريد د انجينر د شريد سره ورته دی چې 20 متره شريد يې 100 زنځيرونه لري . دهرمتر په اوږدوالي برنجي کړۍ ورکې وصل شوي او دهر 5 متره فاصله نه وروسته خاصي نښي (Tail) ورکې نسب شوي دی . دفيتي ډولونه (Types of Tapes): 1 . درخت يا ټوټي فيته (Cloth or linen Tape) دهغه فيتي څخه عبارت ده چې دمالوچو رخت څخه اوبدل شوي اونيم انچ (1/2) سور لري او دخاص ورنس په وسيله پالش شوي ده دا ډول فيتي د33 فټه ، 50 فټه 66،فټه ،100 فټه يا 10 متره ، 20 متره 30 متره په اوږدوالي جوړيږي دا ډول فيته په اسانۍ سره نو يانم جذبوي اوغونجيږي له همدي امله له لمده بل څخه بايد وساتل شي او په ډير احتياط په کار ويوړل شي


2 . فلزي فيته (Metallic tape): له نازکې لته يې فيتي څخه جوړه شوي چې برنجو يا مسو 5 يا 6 نري او نازک تارونه يا سيمونه لري چې داسيمونه فيته دغونجيدو څخه ساتي او دپا م وړمقاومت وربخښي

3 . پولادي فيته (Steel tape): له نازکې پولادي فيتي څخه جوړه شوي چې 10مترو ، 20مترو ، 30 مترو او 50 مترو په اوږدوالوپيداکيږي پولادي فيته په اسانۍ راتاويږي له همدي امله بايد په ډير احتياط وکارول شي له پولادي فيتي څخه په اکثره ساحوي کارونو کې کار اخيستل کيږي . 4. دانوار فيته (Invar Tape) دا ډول فيته د پولادو او نکل له ملمع څخه جوړه شوي چي 6 ملي متره سور لري او د انبساط ضريب يې ډير کم دی د انوار فيته 30 مترو ، 50 مترو ، او 100 مترو په اوږدوالی شته دا فيته ډيره نازکه او ماتيدونکي ده نو بايد په ډير احتياط و کارول شي دا فيته په ډيرو حساسو سا حوي سروي ګانو کي په کاريږي .

دشريد فيتي په وسيله د اندازه کولو مرحلي :(Stepson Tape Measurement) دشريد يا فيتي په وسيله اندازه کولو کي لانديني مرحلي تعقبيږي 1. دکار دکنترولونکو نقطو او همداراز دکار د شروع او ختم نقطو ټاکل او په علاموسره نښه کول

2د دوه مطلوبو نقطو ترمنځ د شريد دستقامت (لوري) ټاکل 
3په شريد باندي دلازمي قوي  واريدول 
4په هغه صورت کي چي شريد له ځمکي اوچت نيول شوي وي په شريد باندي دلازمي قوي دواريدولو په وخت کي د يو يا دوه ځلي د شاول (شاقول ) داستعمال په وسيله دځمکي په مخ دنقطو نښه کول 
5دشريد لوستل په لازمه حساسه توګه 
6داندازه شوو فاصلو د يادښت ليکل 
7د دوه مطلوبو نقطو ترمنځ دمجموعي فاصلي ميندل 

دفيتي په وسيله داندازه کولو په صورت کي دضرورت وړآلي : Equipment for taping دفيتي په وسيله داندازه کولو په صورت کې ، يو اځي دفيتي په شتون کفايت کولي نشو او نه پري ټول اړوند کارونه ترسره کولي شو له همدي امله هغه لوازم چې شتو ن ضروري دي په لاندي توګه ورڅخه يا دونه کوو . 1. شريد يا فيته (Chain or tape) 2. دوه پايي رنج پول (Range poles) 3. يوسټ دنښه کولو سيخونه (Arrows) 4. دوه عدد شاول (Plumb bob) 5.يو عدد پنرلرونکي قوه سنجونکي Tension Balance 6. اب ترازو ( Hand level) 7. تودوخه سنجونکي (Thermometer ) 8. قطب ښودونکي (Compass ) 9. لس عدد دلرګي موګي (ميخونه) (Pegs) 10. دوه جوړي ساحوي (دلمر)عينکي (Field glasses) 11. پنسل (Pencil) 12. پنسل تراش (Pencil sharpener) 13. څټک (Hummer) 14. په کافي اندازه داوسپني ميخونه (Nails) 15. دسروي ديا دښت کتابچه (Survey field book دشريد يا فيتي چکول (Testing of chain or tape) دشريد اوږدوالی دډيرو په کارولو او دطبعي عواملو له امله بدلون مومي له همدي امله شريد بايد وخت نا وخت چک شي ترڅو داوږدوالی له صحيحوالی يې ډاډ تر لاسه شي دپورتني هدف لپاره دشريد په هر متر کې بايد له دوه ملي متر څخه زيات بدلون رانشي او دشريد په ټول اوږدوالي کې بدلو ن بايد په لاندنيو پولو (حدودو ) کې وي .

20m or 30m

   فلزي                     لرګي ميخ

بدلون دشريد اوږدوالي

      20                     +5mm              30m                             +8mm

شريد په لاندينيو طريقو سره چک کولي شو: 1. دمعياري شريد سره پرتله کول . 2. دمعياري پولادي شريد اوږدوالي سره يې پرتله کول . 3. ددوه ثابتو نقطوترمنځ دثابت اوږدوالي سره يي پرتله کول چي دا اوږدوالي د بدلون وړنه وي لکه په پورتني شکل کې . هغه عوامل چي دشريد په اوږدوالي کي د بدلون لامل ګرځي : ۱. دشريد اوږدوالی دلاندنيو عواملو له امله کميږي . الف . دزنځير (Link ) کږيدل . ب. دزنځير او دهغه دکړيو سره دخټو نښتل . ت . د تودوخي د درجي کميدل . 2 . دشريد اوږدوالي دلاندينيو عواملو له امله زياتيږي . الف دکشکولو دقوي دزيا توالي له امله . ب ، دشريد دکړيو پراخيدل (خلاصيدل) . ت ، د تودوخي د درجي په زياتوالي دشريد انبساط .

دشريد يا فيتي په وسيله داندازه کولو طريقه (Method of chaining) دشريد يا فيتي په وسيله په اندازه کولو کې لاندينۍ مرحلي په پام کې نيول کيږي . 1 . دمطلوبي فاصلي په دواړو انجامونوکې دوه عدد رنج پولونه نصبيږي او دلازم ليدلو په صورت کې د فاصلي دمنځ په نورو حاکمو نقطوکې نور رنج پولونه نصبيږي 2 . لومړی سړی دفيتي دسفر خوا په لاس کې نيسي او د نښه کولو د 11 عدد سيخانو سره مخکي ځې او دوهم تن دفيتي انجام په لاس کې نيسي او دنښه کولو ديو سيخ سره د مبدا (دکار دشروع) په نقطه کې په ځاي دريږي . 3 دوهم تن د نښه کولو سيخ دمبد ا په نقطه کې په ځمکه کې (يو څه اندازه ) منډي چې کلک ودريږي . 4 . کله چې لوړي دفيتي داوږدوالی په اندازه دمبدا دنقطي څخه فاصله ووهي دوهم تن هغه ته د دريدلو لارښوونه کوي . 5 . کله چې لومړی تن ودريد و ، دوهم تن دغږ په وسيله يا دلاس په اشاره لمړی تن د دوه رنج پولو په منځ کې دخط په امتداد برابر وي . 6 . هغه وخت چې دوهم تن دفيتي اخير د مبدا (دکار دشروع) دنقطي دپاسه ګدي په لوړ اواز سره وايې (کش) . 7. ددي دوو تنو ترمنځ دفيتي په لازمو کشکولو . چي مقدار يي په فنر لرونکي قوه سنجونکي کې لوستل کيږي ، دوهم تن په لوړ اواز وايې (نښه ) په همدي وخت کې يوه دانه دنښه کولو ميخ ، داولني تن په وسيله دفيتي د سفر د نښي سره په ځمکه کې ښخول کيږي . . . په ځمکه کې دميخ د ښخولو نه وروسته يو ځلي بيا دفيتي امتداد او لوری ، د دوهم تن او هغه سيخ ترمنځ چې لومړني تن په ځمکه کې ښخ کړي ، ټاکل کيږي او امتحانيږي . 9 . لومړي سړي مخکي حرکت کوي او دوهم تن د نښي سيخ له ځان سره اخلي او د لومړی تن په تعقيب روانيږي ترڅوچې د نښي هغه سيخ ته ورسيږي چې لومړني سړی په ځمکه کي ښخ کړي . 1 . په همدي ترتيب د مطلوبي فاصلي تر ختمولو او ټولي فاصلي اندازه کولو پورتنۍ عمليه تکراريږئ . 11 . دټولي فاصلي د معلولولپاره د دوهم تن په وسيله دټولوشوو سيخانو شمير د فيتي په اوږدوالي کې ضربيږي ډير وخت داسي پيښيږي چې دفاصلي اخيرنۍ برخه د فيتي داوږدوالي سره برابره نه وي له همدي امله نوموړي فاصله ، چې دشريد يو ه برخه جوړه وي اندازه کيږي او دمخکنۍ فاصلي سره جمع کيږي ترڅو ټوله فاصله معلومه کړل شي .

په اندازه کولوکې ضروري نښي . 

نښي يا (اشاري ) Signals دهغي معني (Meaning) 1 . دښي لاس حرکت په زيات سرعت ښي خواته ښي خواته زيات حرکت کول 2 دچپ لاس حرکت په زيا ت سرعت چپي خواته چپ خواته زيات حرکت کول 3 . دښي لاس ورو حرکت کول ښي خواته ورو حرکت وکړۍ 4 . دچپ لاس ورو حرکت کول چپ خواته ورو حرکت وکړۍ 5 . ښي خواته دښي لاس غزول ښۍ خواته دحرکت دوام ورکول 6 . چپ خواته د چپ لاس غزول چپ خواته دحرکت دوام ورکول 7 . دښي لاس پورته کول اوبيا ښي خواته حرکت ښي خواته د ستاف (تير ) انحنايي(کوږوالي) 8 دچپ لاس پورته کول او بيا چپ خواته خکته کول چپ خواته دستاف (تير ) انحني(کوږوالي) 9 . دسردپاسه د دواړو لاسونو پورته کول اوبيا راښکته کول صحيح يا درست 10 . دواړه لاسونه په اوفقي توګه مخي ته غزول اوبيا راښکته کول بالکل يا په يقين سره

داوفقي فاصلي اندازه کول: د هرډول سروي په ترسره کولوکې د ځمکي دمخ د دوو نقطو ترمنځ د افقي فاصلي اندازه کول د مهمو ساحوي عمليو څخه ګڼل کيږ ي ، د دوو نقطو ترمنځ هغه افقي فاصله چې يو شان ارتفاع ولري په مستقيمه توګه اندازه کيږي او که دا نقطي په مختلفو ارتفاع ګانو کې واقع و ي نو فاصله يې په غير مستقيم ډول اندازه کيږي دافقي فاصلي اندازه کول په مستقيم او يا غير مستقيم ډول په لاندې توګه واضح کيږي دهغي فاصلي اندازه کول چي فيته پکي په افقي توګه ساتل کيږي . 1 . دهواري سطحي پرمخ داندازه کولو په وخت کې فيته دځمکي په مخ هواره کيښودل کيږي او درس مخکنۍ مرحلي پکي تعقيبږي . د A او b دوه نقطو تر منځ د افقي فاصلي د معلو مولو لپاره د يوي هواري ځمکي په مخ ،پداسي حال کې چې فيته ښه صحيح د ځمکي په مخ غزيدلي وي يو ځلي د A د نقطي څخه د B تر نقطي پوري او بل ځلي د ‌Bد نقطي څخه د Aتر نقطي پوري فاصله اندازه کيږي او ددواړو خواوو د اندازه کولو تر منځ توپير په لاس راځي که چيرې د پروژي د شرايطو سره سم نو موړي تفاوت د مجاز په حدودوکې وي نو د اندازه شوو فاصلو اوسط مونږته د Aاو ‌B د نقطو تر منځ فاصله راکوي او که دد واړو اندازه کولو توپير د مجاز دحدودو څخه دباندي وي نويو ځلي بيا فاصله اندازه کيږي او دا اوسط نيولو نه يې د اصلي فاصلي سره نژدي قيمت حاصليږي . دځمکي په مخ دهوارو فاصلو اندازه کولو دليکلو طريقه په لاندي جدول کې ښودل شوي . دشريد حالت دکشولو واردشوي قوه(kg) له Aنه تر Bفاصله (M) له Bنه تر Aفاصله ((m اوسط m)) تفاوت(m) نسبتي صحت فيته دځمکي په مخ په افقي حالت 8 220.64m 220.52m 220.61m 0.06 1/3677

په هغه ساحه کې دافقي فاصلي اندازه کول چې نا همواره سطحه ولري په لاندي توګه عمل کيږي د فيتي دواړه انجامه په مساوي ارتفاع له ځمکي اوچت نيول کيږي د لازم کشولونه وروسته دشاول په وسيله د ځمکي په مخ د فاصلي نقطي ټاکل کيږي د AاوB دنقطو ترمنځ فاصله له دواړو خواوو اندازه کيږي په هغه صورت کې چې د دواړو اندازو تر منځ توپير د مجاز په حدودوکې وي نو افقي فاصله د دواړو اندازو د اوسط څخه حاصليږي او د هغي نه په غير فاصله يو ځلي بيا اندازه کيږي او د دوه کميتونو د او سط څخه د A اوB دنقطو ترمنځ فاصلي سره نژدي قيمت لاسته راځي . دنا هواره ځمکي په مخ د اندازه کولو طريقه په لاندي جدول کې ښودل شوي ده دشريد حالت دکش کيدو وارده شوي قوه(Kg) دA نه ترB فاصله(m) دBنه ترA فاصله (m ) اوسط تفاوت نسبتي صحت دشاول نه په ګټه اخيستلودفيتي دواړه سرونه په عيني ارتفاع 8 288.20 288.32 288.26 0.12 1/2402

د مايلي سطحي په مخ اندازه کول( Measurement on sloping ground): مخکي مو وويل چې افقي فاصله د سروي يو د مهمو ساحوي کارونو څخه ده چې د نقشې اخيستلو په کارونوکې ډيرزيات ارزښت لري له همدي امله د مايلي سطحي له پاسه اندازه کول يا بايد مستقيمآ په افقي توګه ترسره کړل شي او يا داچې په مايله سطحه د اندازه کولونه وروسته دنوموړو نقطو د ارتفاع او دځمکي د ميلان په نظرکې نيولوسره په غير مستقيمه توګه د محاسبو څخه افقي فاصله په لاس راوړل کيږي . دمايلي سطحي په مخ په مستقيمه توګه د افقي فاصلي اندازه کول : د ما يلي سطحي په امتدا د دوو نقطو ترمنځ افقي فاصله کولی شو چې په مستقيم ډول د لنډو لنډو افقي فاصلو په اندازه کولو په لاس راوړو، دمثال په توګه .د AاوB دنقطو ترمنځ فاصله کولی شو چې دلنډو افقي فاصلو په اندازه کولوپه مناسب اوږدوالو لکه Ac،De اوEB اندازه کړو اوهغه پدي ډول چې دوهم يا شاتيني سړي د فيتي د سفر سر د A په نقطه کي د ځمکي په سطحه کيږدئ او اولني سړي د فيتي يو برخه لکه لس متره ، 20 متره ،30 متره او يا 50 متره په افقي توګه دBA په استقامت د c تر نقطي پوري وغزوۍ د c نقطه د شاول په وسيله دځمکي په مخ د c نقطي ته نقلوي او هلته يو سيخ چوخوي په ځمکي يې کلک ودروي اوس نو شاتني ( دوهم سړي) د فيتي د سفر سر د c په نقطه کې د ځمکي په مخ کيږدۍ او لومړنی سړی په مناسبه فا صله مثلآ د D تر نقطي مخکي ځي اوCD افقي فاصله اندازه کوي او د D نقطه د شاول په وسيله دځمکي د مخ د D انتقالوي اود سيخ په ودرولو هغه نقطه نښه کوي او په همدي تر تيب د B ترنقطي پوري پورتنۍ عملي ته دوام ورکوي د A اوB نقطوترمنځ د افقي فاصلي اوږدوالی د پورتنيو لنډو افقي فاصلو د اندازو د جمع د حاصل څخه عبارت دي په غيرمستقيمه توګه دمايلي فاصلي اندازه کول ک: د دوه نقطو ترمنځ افقي فاصله کولی شو چې دهمغه نقطو ترمنځ د مايلي فاصلي او د ميلان دزاويه په ټاکلو او يا دنوموړو نقطو ترمنځ د ارتفاع د تفاوت په وسيله وټا کو لومړۍ طريقه : پدي طريقه کې په مايله فاصله دفيتي په وسيله اندازه کوي او هم د ميلان زاويه معلوموي که د Q او P نقطو ترمنځ مايله فاصله په L او دميلان زاويه په Q وښودل شي . P =H=L.cosƟ…. L افقي فاصله


Q R H دشريد يا فيتي په وسيله د اندازه کولو د نسبتي صحت درجه دفيتي په وسيله داندازه کولوکې غلطي معمولا په يو نسبت د (1;n) ښودل کيږي دانسبت عبارت دي دغلطې په اندازه شوي فا صلي . 1: 5000 نسبت فيتي د اندازه کولو غلطي عبارت ده د يو واحد غلطي څخه په 5000 واحده اندازه شوي فاصله کې . مثال : د A اوB نقطو ترمنځ فاصله 500متره اندازه شوۍ وروسته له دقيقي محاسبي څخه ټوله غلطي . 0.25m په لاس راغلي دغلطي نسبت پيداکړۍ .

= 0.25/500=25/50000=1/2000  دغلطي نسبت                                                                   .

سره ددي چې دفيتي په وسيله دفاصلي په اندازه کولو کې د مجاز غلطي لپاره کوم ټاکلي او خاص قانون شتو ن نلري مګر بيا هم کولي شو چې څو حالته دمجاز غلطيو د حدودو په لاندي توګه بيان کړي . دکارډول دغلطۍ نسبت 1 . په هواره ځمکه د پولادي فيتو په وسيله د عادي اندازه کولو لپاره 1: 2000 2 . د نسبتآ هواري ځمکي په مخ د شريد په وسيله د عا دي اندازه کولو لپاره 1: 1000 3 . په منځنی ( متوسط ) حالت کې 1: 500 4. په نا همواره سطحه اندازه کول 1: 200


دشريد يا فيتي په وسيله په اندازه کولوکې اشتباه ګاني :(Mistakes in chaining): لاندي اشتباه ګاني معمولآ د اندازه کوونکي سړي لخوا کيږي او په خاصه توګه په هغه حالت کې چې اندازه کوونکي بشپړه تجربه ونلري . 1 . دځمکي څخه دنښي د سيخ بې ځايه کوو . 2 . دغلط استقامت ورکول . 3 . د فيتي د بشپړ اوږدوالی حسابولوکې اشتباه يا د نښو د سيخانو په شميرلو کې اشتباه . 4 . دفيتي د سفر په لوستلو کې اشتباه . 5 . دفيتي لوستل د غلط انجام څخه مثلآ په يو ه 30 متره فيته کي 10 متره ، 20 متره ولوستل شي . 6 . د عددونو په لوستلوکې اشتباه مثلآm 37.42او37.24m ولوستل شي . 7 . يا دښت ليکونکي ته د عددونو غلط لوستل مثلآ 40.2 متره ، 42m ولوستل شي . 8 . د عددونو په ليکلو کې د اشتباه کول مثلآ 345mاو 354m وليکل شي . دفيتي يا شريد په وسيله په اندازه کولوکي غلطي :(Errors in Chaining): دغلطي منابع او په اندازه کولوکې دغلطي مختلف ډولونه مخکي تشرع شول د فيتي يا شريد په وسيله چې په اندازه کولوکې کومي غلطۍ منځ ته راځي شمير يې ډير زيات دي چې دهغوۍ محاسبه او د اصلاح شوو فاصلو په لاس راوړل په لاندې توګه تر مطالعي لاني نيول کيږي د يا دوني وړده چې پدي فصل کې د فيتي يا شريد په وسيله دفاصلي د اندازه کولو يوازي سيستماتيکي غلطۍ تر مطالعي لاندي نيول کيږي دفيتي داوږدوالي د توپير غلطي (Incorrect length of tape): دفيتي يا شريد جوړښت دخاصو شرايطو او ټاکلو حالاتو لاندي ترسره کيږي ځيني وخت دا هم کيدای شي چې فيتي ظاهري ( نښه شوي ) اوږدوالی د حقيقي اوږدوالي سره توپير ولري چې په اندازه شي فاصله کې د غلطۍ د پيښيدو سبب ګرځي ددي لپاره چې د غلطئ اندازه او اغيز ه په يو ه اندازه شوي فاصله باندي په لاس راوړل شي بايد شريد او هغه فيته چې کارول کيږي د يو بل معياري شريد يا معياري فيتي سره داوږدوالي د تغير غلطۍ د لاندي رابطي په اساس ميندل کيږي . C1={I-I`/I`} Lm……… که چيري دا ډول اندازه کول د نورو عواملو د اغيزي څخه په امن وي نو اصلاح شوي فاصله د لاندنۍ رابطۍ له مخي پيد کيږي. دکشولو دقوي د بدلون له امله غلطي : هر شريد د کشولو د ټاکلي معياري قوي لاندي جوړيږي څرنګه چې فلزونه د ارتجاعيت قابليت لري له همدي امله که د فاصلي په اندازه کولو کې د شريد د کشولو په وخت کې دمعياري قوي څخه پرته د بلي کومي قوي سره مخامخ شي دشريد په اوږدوالي کې تغير راځي په شريد کې را تلونکي تغير مستقيمآ متناسب دی په شريد باندي د وارديدونکي قوي سره او معکوسآ متناسب دي په مساحت ده مقطع دشريد او دموادو د ارتجاعيت په ضريب چې د يوي فاصلي د اندازه شوي قيمت او حقيقي قيمت ترمنځ د تو پير لامل ګرځي . دا توپير په لاندي توګه محاسبه کيږي او داصلاح شوي فاصلي دلاسته راوړلو لپاره د اندازه شوي فاصلي سره معامله کيږي . Cp= {P_ Ps ̸ Ae}Lm---------------1 په پورتنۍ رابطه کې Cp دکشکولو دقوي د تغير له امله په اندازه شوي فاصله کې غلطي ده ، P دکشکولو واريد شوي قوه ده ، Ps د کشکولو معياري قوده A دشريد د مقطع مساحت دي او E دارتجاعيت ظريف دی . Lt = Lm + Cp ………………….12.3 تودوخي د درجي د بدلون له امله غلطي :( Correction for Temperature): معمولآ هر شريد د معياري تودوخي په درجه کې جوړيږي چې دا معياري تودوخه اکثرآ 20 سانتي ګريد وي مګر ډير کم به په ساحه کې داندازه کولو په وخت دتودوخي درجه د معياري تودوخي سره مساوي وي . په ساحه کې د تودوخي د درجي کموالي يا زياتوالی د شريد په اوږدوالي کې دکموالي او يا زياتوالي لامل ګرځي چې دفاصلي داصلي قيمت سره په اندازه شوي قيمت کې توپير منځ ته راوړي . دفاصلي داصلي قيمت او اندازه شو ي قيمت تر منځ تو پير د لانديني فارمو ل په وسيله مندل کيږي او د فاصلي د اصلاح شوي قيمت دلاسته راوړلو لپاره معامله کيږي . Ct = a (T-Ts) Lm…………..13.4 Ct= د تودوخي د درجي له امله د فاصلي په اندازه شوي قيمت کې غلطي . T= داندازه کولو په وخت کې د تودوخي درجه . Ts= د معياري تودوخه . a= دهغه فلز انقباض يا انبساط ضريب چې شريد ورڅخه جوړ شوي دي .

        دشريد د انحني له امله غلطي(Correction for sag )

د اندازه کولو په وخت د ځمکي له مخ د شريد اوچت ساتل ، د کشولو د هري قوي لاندي چې وي ، دشريد کږيدو (انحنا ) سبب ګرځي پدي وخت کې شريد د خپل افقي حالت څخه اوځي او د پارابول شکل غوره کوي . ددي لاري منځته راغلي غلطي په لاندي توګه انداره کيږي . Cs= (wL)2/24P2(Lm ) ……………………14.3 Cs = W2/24P2 (Lm ………………….15.3 B 1 A



Cs = هغه غلطي چې افقي حالت څخه د شريد کږيدو په صورت کې منځ ته راځي . w = دشرد وزن د اوږدوالي په واحد کې . L = دشريد دهغه برخي اوږدوالی چې له ځمکي اوچته نيول شوي وي. P = دکشولو وارده شوي قوه . w = دشرېد د (L) اوږدوالي مجموعي وزن .



افقي يا عمودي استقامت د تغير له امله غلطي

            د نښه کولو سيخ د شريد ا فيتي د استقامت د صحيح کيدلو نه وروسته په ځمکه کې ښخېږي مګر کله کله داسي هم پيښيږي چې نښي سيخ د مستقيم خط په خواکې اوز يات د مستقيم خط د سر څخه لږ مخکي يا وروسته په ځمګه کې ټکوهل کيږي او کله داسي هم کيدلی شي چې هغه نقطي ، چې ترمنځ فاصله يې محاسبه کيږي  ، مساوي ارتفاع ونه لري او فيته د ارتفاع  د تغير په نظرکې نيولوسره افقي نه وي پورتني شرايط د فاصلي په اندازه کولو کې دغلطۍ سبب ګرځي .

چې د لانديني فارمول په وسيله محاسبه او دفاصلي اصلاح شوي قيمت د ترلاسه کولولپاره له اندازه شوي فاصلي څخه تفريق کيږي . B` H A

                    e
B    
                                                                           Ca =e2/2l………………………………..16    
                                                                           H =1 – Ca ………………………………..17

= د شريد په اوږدوالي کې داستقامت د تغير له امله غلطي . Ca = دشريد په اوږدوالي کې د استقامت تغير . e = اندازه شوي فاصله . L = اوفقي (اصلاح) فاصله . H د مختلفو عواملو شريکي اغيزي (Combined effect): کيدای شي چې يو اندازه کول د څو مختلفو عواملو د اغيزي لاندي راشي چې هريو عامل يې د غلطۍ د منځ ته راتللو لامل ګرځي . داندازه شوي فاصلي د صلاح لپاره پکارده چې د نوموړو عواملو څخه د هر يو اغيزه په ځانګړي توګه حساب کړل شي او بيا ددي اغيزو مجموعي قيمت داندازه شوي فاصلي سره معامله کړل شي .


لنډيز څرنګه چي افغانستان يو غرنی هيواد دی چي زياته برخه يې غرونو نيولي ده او د غرونو توپوګرافی يې د اندازه کولو له مخي يوڅه مشکله ده او هم افغانستان (Micro climates ) يعني کوچنيو اقليم لرونکی هيواد دی نو داندازه ګيرۍ په وخت کي بايد داسي تکنالوجي څخه کار واخيستل شي چې د ټولو عواملو په مقابل کې مقاوم وي . داندازه ګيرۍ هغه سامان الات چې داندازه کولو لپاره استعماليږي بايد د ډاډ وړوي که چيرته داندازه ګيرۍ داسي سامان الات ولروچي دموسمي شرايطوسره حساس وي هغه موسمي شرايط لکه تودوخه ،باد، باران ، چي اکثره داندازه ګيرۍ سامان دداسي شرايطوسره حساسيت لري بايد په دغسي يوحالت کی تري ډډه وشي بايد کوشش وشي داندازه ګير ۍ د داسي الوڅخه کار واخيستل شي چي د موسمي شرايطو په مقابل کي مقاوم وي ترڅو د اندازه ګيرۍ صحيح قيمت په لاس راشي . دځنګل مامورين او يا هغه څوګ چې داندازه ګيرۍ کار سرته رسوي بايد مسلکي ،دقيق او هوښياروي . کيدلی شي چي د بي پروايې له مخي کمه غلطي د نه منلو وړنتيجه په لاس راوړي نو کوشش بايد وشي چي دغه دري شيان دامکان ترحده پوري صحيح . وي ۱ . داندازه ګيرۍ مامورين بايد مسلکي وي . ۲ . اقليمي شرايط بايد مساعد وي . ۳ . داندازه ګيرۍ سامان الات بايد د ډاډ وړوي .

په ټوله نړۍ کې په مختلفو اندازوځنګلونه موجود دي چې دغه اندازي د اندازه ګيرۍ څخه په لاس راځي چې د مختلفو الو په وسيله ترسره کيږي لکه د فيتي ، اډومتر ، سپيډو متر ، مخصوصو موټرو او الوتکو په وسيله اندازه کيږي . د ځنګل اندازه ګيرۍ مونږته راښيې چي په يوه ولسوالۍ ، ولايت او يوهيواد کې څومره ساحه ځنګلونو نيولي او څومره ساحه يې ځنګل نه لري . ځنګل اندازه ګيري مونږ سره کومګ کوي چې د ځنګل لپاره دقيق او موثر پلانونه برابرکړو او همدارنګه کولای شو چې د ځنګل داندازه ګيرۍ څخه د ځنګلي اورونو مخه په خپل وخت سره ونيسو او اورله منځه يوسو د ځنګل اندازه ګيرۍ څخه کولای شو چې د امراضو او افاتونو د کنترول لپاره مناسب پلان برابر کړو او همدارنګه د ځنګل داندازه ګيرۍ څخه د ځمکي او نباتي پوښښ ترمنځ نسبت پيداکولاي شوترڅو ښه او ګټورځنګل په لاس راوړو دځنګل اندازه ګيرۍ څخه د راروان وخت لپاره پيشبيني کولای شو ترڅو ديوګټور اوښه ځنګل لپاره پلان برابرکړو او همدارنګه مونږ سره کومک کوي ترڅو مناسب کارګران په کار وګمارواو د عايد ترلاسه کول اسانه کوي


سپارښتنې دافغانستان دحکومت او هغه نا دولتي موسسات څخه چې د اندازه ګيري لپاره کار کوي هيله مي دا ده چي د اندازه ګيري دا سي وسايل وارد کړي چي محيطي اغيزو په مقابل کي مقاوم وي او هم د اشتباګانوپه مقابل کې د ډاډ وړ وي او بله مهيمه خبره دا ده چې د ځنګل هغه مامورين چي د ځنګل اندازي ګيرې لپاره کار کوي بايد مسلکي ، باتجربه او دقيق وي چي د ځنګل د اندازه ګېري څخه معقولي او دقيقي پايلې په لاس راشي او هغه مامورين چې د ځنګل اندازه ګيري په داسي وسايلو سره ترسره کوي چې د محيطي شرايطو تر تاثير لاندي راځي بايد ډډه تري وشي او پرځاې يي د ډاډ وړ وسايلو څخه کار واخستل شي او د امکان په صورت کې بايد د عصري تکنالوژي څخه کار واخستل شي ماخذونه 1. (حميدي).اتل.(۱۳۹۰هـ ش).دځنګل سروي لکچرنوټ.دکرهنې پوهنځئ،کونړپوهنتون. 2. (حسني).دوکتور عبدالواحد.(۱۳۸۸هـ ش).سروينګ لومړي ټوک.صفحي(۱۶ـ۴۵). 3. from internet free encyclopedia