درېڅنډی

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
درېڅنډی

درېڅنډی یوه هندسي بڼه ده او د درېو ټکيو چې په نېغه کرښه نه وي پراته، تړلو ته وایي. دغه وصلونکې کرښې د څنډو په نامه یادېږي. درېڅنډی درې ګوټونه لري. پیتاګورس په ډاګه کړه چې د دغه درېو ګوټونو غوڼډ ۱۸۰ درجې کېږي. څه خلک وايي چې دا څرګندونه د پیتاګورس یوه زده کوونکي کړی وه او د درناوی په توګه یې د خپل د ښوونکي نوم پر کېښود.