دخلیفه پیژندل په شرعی انداز سره :

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ترتیب کوونکی : محمد بشیر مدنی[سمول]

دخلیفه پیژندل په شرعی انداز سره :[سمول]

خليفه په لغت کي : هغه چا ته ويل کيږي چې دکوم کار د سرته رسولو په خاطر دبل کار فرما څخه وروسته راشي او يايي بل څوک خپل ځان ناستی ونوموي مګر دعلماوو په اصطلاح خليفه داسلامي هيواد د کارونو دپر مخ بيوونکي او دچارو په لاس کې نيوونکي ته ويل کيږي ځکه چې په اسلامي امت کې د نبي صلی الله علیه وسلم  ځای ناستی او داسلامي احکامو پلي کوونکی دی .[سمول]

امام جويني رحمت الله علیه دخلافت په پيژندګلوي (تعريف ) کې ويلي : دا يو کامل رياست او عام قيادت دی چې ددين او دنيا په دواړو لوریو پورې تړاولري .د سيمي ساتل ، د رعيت پالل ، په توره او دليل سره ددعوت خپرول، د ظالمانو څخه دمظلو ما نو د حقوقو په لاس ته راوړلو کې کوښښ کول ، د هغو خلکو څخه چې دچا حق نه ورکوي ترې اخستل او په بشپړه توګه يي خپلو مستحقينوته سپارل  . [1][سمول]

امام ماوردي رحمت الله علیه ويلي دي : امامت ددنيا سا تلو او دين د خپرولو په خاطر د نبووت څخه وروسته دهمدې موخې لپاره منځ ته راغلي دي . [2][سمول]

شیخ الاسلام ابن تيميه رحمت الله علیه وايي : اصلي هدف دولايتونو څخه دخلکو ددين هغه اصلاح اوجوړښت دی چې کله هم ترې پاتې شي نو ديو ښکاره اوڅرګند زيان او تاوان سره مخ کيږي اوهغه به ګټه ورته ونه رسوي چې دوی په دنياکې پرې آسوده شوي وي اواصلاح دهغه څه چې يوازې په همغه باندې دين  قائم کيږي ددوی دنيوی کارونو پورې اړه لري . [3]         [سمول]

امام ابن ازرق رحمت الله علیه  ويلي دي : دخلافت او امامت څخه هدف ددين د ساتنې اودنيايي امورو په چلولوکې د شارع څخه ترنيابت پورې اړه لري .[4].[سمول]

امام ابن خلد ون رحمت الله علیه خلافت داسې تعريف کړی چې : دټولوخلکو داخروي او دنيوي ګټو دلاس ته راوړلو لپاره داسلامي نقطې نظرسره سم عمل کول دي....همدا دشارع څخه ددين دساتلو او دنيايي کارونو دچلولو په اړوند نيابت دی .[5][سمول]

ګټوره نقطه:[سمول]

په مطلق ډول سره امام المسلمين او اميرالمؤمنين بايد ونه ويل شي . مګر په هغه صورت کې چې په ګرده نړی کې د مسلمانانو اميروي مګر څوک چې په کوم هيواد کې په صحيح ډول سره امير وي نو سمه خبره داده چې تر هغه ځای پورې يي ونښلوي اوووايي :[سمول]

د فلاني هيواد اميرالمؤ منين يا فلاني ځای کې امير المؤمنين .                               [سمول]

امام ابو محمد ابن حزم رحمت الله علیه ويلي دي : کله کله د امامت نوم په يوعالم فقيه او دجوما ت په امام باندې هم ايښودل کيږي. موږ وايو : پدي خلکوباندې دغه نوم مطلق نه بلکه داضافت په صورت کې ايښودل کيږي چې ويل کيږي فلانی ديني امام اودفلاني خيلو دجومات امام دی نو پرته له کوم اختلاف څخه دامامت نوم په مطلق ډول هيچا ته نه ورکول کيږي ، مګر يوازې هغه چا ته چې د مسلما نانود چاروواګي يي په لاس کې وي .[سمول]

که چيري څوک ووايي چې پرته له کوم اختلاف څخه دامارت نـــــــــوم په هغه چاباندې ايښودل کيږي چې دمسلما نانو په يو اړخ کـــــــــې دچا روواګي په لاس کې ولري اوپه يقيني ډول هغه چاته هم د امير نوم ورکړل شوی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  په کومه خواکې ټاکلی وه ، يا يي د نظامي ګروپ او يا هم دلښکر مشر مقرر کړی وه او بيا وروسته نورو  مسلما نانو هم همدا کارکړی دئ ، نو پدې کې څه خبر ده ؟ چې هر يو ته اميرالمؤمنين وويل شي . نوزمو ږ ځواب دادی : د الله جل جلاله څخه مرسته غواړو او وايو : دروغ ويل په اتفاق سره حرام دي، او کوم چې موږ ياد کړ  ، هغه پدې دلالت کوي چې هغه د ځينو مسلمانانو امير ؤ ، که چيري امير المو ميين ورته وويل شي نو دا نوم ايښودل به دروغ وي، ځکه چې دا لفظ ټولو مومنانو ته شامل دی  نوپه حقيقت کې داسې نده بلکه هغه دځينو مومنانو امير دی نو صحيح داده چې هيڅکله دا روا نده چې په مطلق ډول د امت او يا هم داميرالمومنين نوم پرته له قريشو څخه چې د ټولو مسلمانانو دچارو واګې په لاس کې لري  په بل چا دا نوم کيښودل شي يا ددغه منصب اخستل ورته لازمي کار وي اګر که زيات مومنان يي مخالفت وکړي او د هغه څه نه چې پر دوی يي کول لازم وه غاړه وغړوله لکه د امير اطاعت او له هغه سره بیعت کول نو په دې کار سره دغه مسلمانان يوه باغي ډله بلل کيږي( دامیر نافرمانی ، او عدم بیعت ) نو له همدی کبله له دوی سره جنګ کول او وژل يي روا کيږي .اوهمدا رنګه د خلا فت اطلاق په هغه چا باندي کيږ ي چې دياد شوي صفت لرونکی وي اويوازي د الله جل جلاله څخه مرسته غواړي . [6][سمول]

نو همدارنګه په يو هيواد کې دامام نوم په اوچت پاچا ايښودل روادي اوشرط ندي چې دنړي دټولو مسلمانانو عمومي امام دوي ، ځکه چې عام امامت له ډيرې پخوا زماني څخه ختم شوی، او پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرما يلي دي : عن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((اسمعوا وأطيعوا، وإن استُعمل عليكم عبدٌ حبشي، كان رأسه زبيبة)) رواه الامام البخاری رحمت الله علیه [7].[سمول]

ژباړه : ای مسلمانانو خبره یې واروی او اطاعت يي وکړئ اګرکه پر تا سو يو حبشي غلام هم امير وټا کل شي او سریی د ممیز په څیر وي .[سمول]

نوکله چې يو مسلمان په يو مقام و ټاکل شي او په زیات او کمې اندازې شروط يي هم پوره کړل دعام امير په څيروګرځيدوامر يي بايد پلی شي او خبره يي ومنل شي داسلامي امت امامان اوعلماء کرام دډير پخوا وخت څخه دهغه اميراطاعت کوي اودوستي ورسره کوي چې د عباسي کورنی څخه پر ديخوا تر نن ورځې پورې په اسلامي نړې کې ټاکل شوی وي ، خو په خليفه څوک ندي راټول شوي بلکې هر هيوادپه صحيح ډول خپل کارونه پخپله پرمخ بیایي څکه چې که دغه نبوي حديث شريف په هغه خليفه تطبيق اوپلی شي چي ټول مسلمانان پرې راغونډشوي وي نو بيا يي فايده اوګټه لږشوه [8][سمول]

ددي حديث شرح چي : عن آبی هریرة عن النبيُّ ﷺ:قال :  مَن خَرَجَ مِنَ الطَّاعَةِ، وفارَقَ الجَماعَةَ فَماتَ، ماتَ مِيتَةً جاهِلِيَّةً........... [9]رواه امام مسلم  رحمه الله.[سمول]

ژباړه : څوک چې دامير د اطاعت څخه ووتل اود مسلما نانو ډله يي پر يښوده او مړ شو نو داد جاهليت په مرګ مړ شو .     [سمول]

يقول الحافظ ابن حجر في شرح هذا الحديث وما في معناه:  أي كموت أهل الجاهلية، وليس معناه أنه كافر، ولكن مات كما يموت أهل الجاهلية، كل منهم يكون وحده لا إمام له، ولا له جماعة ينتمي إليها؛ لأنهم كانوا لا يعرفون ذلك فيموتون على الضلال، وليس المراد أنه يموت كافراً، بل يموت عاصياً، ويحتمل أن يكون التشبيه على ظاهره، ومعناه: أنه يموت مثل موت الجاهلي، وإن لم يكن هو جاهلياً.[سمول]

حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ددغه حدیث شریف په شرحه کې وایي : یعني دد غه شخص مرګ لکه د جاهیلت په شان دی ، نه داچې هغه کافردې بلکې هغه داسې مړ کیږي لکه د أهل جاهلیت والاچې مر ي ، دوی ټول یواځی وي ، امام نلري او نه هم کومه ډله وي چې هغې ته یی انتماء کیږي ،ځکه دوی هغه نه پیژني نو په ګمراهی مري ، ددې دا هدف او مقصدنه دئ چې هغه کافر دئ بلکئ ګناهکار مري ، دااحتمال هم دئ چې تشبیه په ظاهره ده او مطلب ترې دادئ چې : دغه شخص د جاهلیت د مرګ په څیر مري اګر که هغه خپله ګمراه نه وي .[سمول]

دخليفه د ټا کلووجوب او لازميدل :[سمول]

علماء کرام ټول مسلمانان داهل سنتو او نورو ټولو ډلو په ګډون سره دعادل خليفه په ټا کلو متفق دي ، تر څو د خلکو تر منځ په حق او عدل سره پريکړه وکړي او دالله جل جلاله حکمونه پلي کړي داسلامي امت ګټې په لاس راوړي اودالله جل جلاله په لاره کې جهاد وکړي ، اګر که ددغه وجوبیت په دليل کي سره اختلاف لري پدې مسآله کې يوازې دخوارجو ډله چې نجدات نومیږې ( کوم چې ددين څخه وتلي دي  او بل ابوبکر أصم دی چې د شريعت څخه ګونګی او مخالف دی .[سمول]

امام قرطبي رحمت الله علیه دالله جل جلاله  ددې قول دتفسير په هکله چې [وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ ............ [10]سورة بقره آیت[سمول]

٣٠[سمول]

ژباړه : اویاد کړه کله چې وویل ستارب پرښتو ته چې زه جوړوونکی یم په ځمکه کې .[سمول]

وايي : دغه مباک آيت د امام او خليفه په ټا کلو کې اصل اواساس دی چې خبره يي وارويدل شي او اطاعت يي وشي ترڅو د مسلمانانو وحدت او يو والی پرې راشي اود خليفه احکام پلي شي ددې دوجوب په اړه اسلامي امت اوددينې امامانو ترمنځ کوم اختلاف نشته پرته له هغه چاڅخه کوم چي د شريعت نه کوڼ دی اوهمدارنګه ټول هغه کسان چې دده خبره منې د نظر يي پيروي یې کوي ابو بکر رضی الله عنه وايي : دامام او خليفه ټاکل په دين کې واجب دي بلکې دا روا دي .[سمول]

خوکله چې اسلامي امت حج قايم کړ ، جهاد يي وکړ ،  په خپل منځ کې يي انصاف وکړ د خپلو ځانونوڅخه يي دحق په پلي کولو کې هڅه و کړه غنيمتونه او صدقات يي په مستحقينو وويشل په چا چې حد واجب وه پري تطبيق يي کړ ، نو داورته کفايت کوي بيا پر دوی باندې دامام تاکل ددې کارونو لپاره واجپ ندي مګر زموږدليل دادی چې الله جل جلاله فرمايلي : [إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً ...... [11][سمول]

  ژباړه : زه په ځمکه کې دخلیفه ګرځوونکی يم .[سمول]

او فرمان د الله جل جلاله دئ چې :  [يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ .......... [12][سمول]

ژبا ړه : ای داوده ! زه ګرځوم تا په ځمکه کي خليفه .[سمول]

او همدارنګه الله جل جلاله فر مايلي دي :  [وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ  ] [13]                         [سمول]

ژباړه :وعده کړي الله جل جلاله د هغو کسانو سره چي مومنان دي له تاسې نه اونيک عملونه يي کړي وي چې خامخابه دوی خليفه ګان ګرځوي په ځمکه کې ، يعني له دوی څخه ....[سمول]

کله چې په سقيفه بني ساعده کې دخليفه په ټاکلو کې دمهاجرينو او انصارو ترمنځ کوم اختلاف منځ ته راغی بيا هم ټولو صحابه کرامو دا بوبکر صديق رضی الله عنه په ټاکلو اتفاق وکړ، سره ددې چې اختلاف دې حدته رسيدلی وه چې انصارو وويل : يوامير به زموږڅخه وي اوبل اميربه ستاسې وي مګرابوبکرصديق رضی الله عنه اوټولو مها جرينو ددوئ خبره رد کړه اوورته ويي ويل عرب پرته ددغه کلي د قر يشو څخه ًبل چا ته غاړه نه ايږدي ،او دوی ته يي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  څخه راغلئ حديث واړندې کړ ، نو پدې سره انصارو دخپل عزم څخه په شا شول او د[سمول]

قر يشو اطاعت يي و کړ، که چيرې دا مسآله دقريشواو نورو خلکو په هکله کوم فرض او واجب نه وي چې د خلافت مسآله په قر يشو او نورو خلکو باندې هم واجب نده نو ستا سو دتنازل او وروسته والي څه لامل دی په داسې کار کې چې واجب هم نه وي دومره جنجال څه ګټه لري .او کله چي ابوبکر صديق رضی الله عنه ته مرګ راورسيد عمر رضی الله عنه ته يي د امامت وصيت وکړ او هيچاورته ونه ويل چې دا په موږ او يا تا واجب دي نودايي په واجب کيدو دلا لت کوي او دا ددين د هغو ارکا نو څخه يو رکن دی چې دمسلما نا نو جوړ ښت پرې راځي يوا زې هغه الله جل جلاله ته حمد او ثناه ده چې دټول مخلوق پالونکی دی .[14].[سمول]

امام ابن حزم رحمت الله علیه ويلي دي : چې ټول اهلسنت ،ټول مرجئه،ټول شيعه ګان او ټول خوارج دامامت په مسآله کې په واجبيدو متفق دي اوپه اسلامي امت واجب دي چې دهغه عادل امام (خليفه ) اطاعت وکړي چې الهي احکام په کې پلي کوي اوپه هغه شرعي احکامو سره سم يي رهبري کوي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته راوړي دي ، مګر يوازې دخوارجو څخه نجدات پدې ورسره مخالف دي  دوي وايي : په خلکوباندې پخپل منځ کې دحق پيروي لازم  ده ، زموږپه فکر سره ددې ډلې څخه دوی هيڅوک هم نشته او ددې ډ لې قول له منځه تللی دئ ددي د رداو بطلان لپاره پخوانی يادشوي اجماع ګاني بس دي ،قران کريم او نبوي احاديثو دامام ټاکل واجب ګرځولي دي لدې څخه د الله جل جلاله دا فر مان دی چي :[ ﴿یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا أَطِیعُوا اللهَ وَأَطِیعُوا الرَّسُولَ وَأُولِی الأَمْرِ مِنْکمْ﴾ (النساء: ۵۹)] [15][سمول]

ژباړه : ای مؤمنانو د الله جل جلاله  اطاعت وکړی دپيغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړی او ستاسو څخه دټا کل شوي امير اطاعت وکړی .[سمول]

همدا رنګه ډيرصحیح احاديث دامامانو داطاعت او د امامت د واجبیدو په اړه راغلی دی او الله جل جلاله بل ځای کې فرمايي :[  {لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا..} [16][سمول]

ژباړه : نه مکلف کوي الله جل جلاله هيڅوک مګر په هغه څه چې توان يي وي.   [سمول]

نودا يقين لازم دی چې الله جل جلاله هيڅوک نه مکلف کوي چې دوی په تو ان کې نه وي . په يقيني ډول موږ دعقل په ضرورت او بديهت باندې پوه شو و چې دخلکولخوا دهغو احکامومنل چې الله جل جلاله پرې لازم کړي ددوی په مالونو په حقوقو تيری دقتل او وينې توييدو،نکاح ، طلاق ،او نوروټولو احکامو دظالم لاس نيول ، دمظلوم سره انصاف کول او قصاص يي ورته اخستل ددې د سيمو دلري والي او زياتو مصروفيتونو سره سره او ددوی د نظرياتو داختلاف سره اوبيا هم پدې ټولو کې پام نه کول نه کيدونکي او نا شوني دي ، ځکه چې کله به يو شخص يا يوه ډله غواړي چې په دې باندې د يو شخص حکمروايي وکړي خوبل شخص اوبله ډله بيا نه غواړي چې په دوی ددغه کار وشي اويا دشوی شخص حکمروايي پري وکړي ځکه چې دغه ډله پخپل اجتهاد کې هغه څه سم بولي چې هغه بله ډله به يي ويني او يا به يي هم هغسې کم مخالفت ګڼې ، دا کارحتمامنځ ته راتلونکی دی اوداپه ډيرو هغو هيوادو نوکې په څرګند ډول ليدل کيږي چې مشر نلري اوهلته نه دحق پريکړه کيږي اونه حد پلی کيږي تردی چې په ډیرو داسې هيوادونو کې دين له منځه لاړ  . [17][سمول]

امام ماوردي رحمت الله علیه ويلي دي  : هغه چا لپاره چې دامامت ټا کلوته مټي رانغاړي په اجماع سره پرې واجب ده اګرکه أصم تري مخالفت کړی دئ . [18][سمول]

امام ابويعلي رحمت الله علیه ويلي دي : دامام ټاکل واجب دي ،امام احمد رحمت الله علیه ويلي دي : کله چې امام موجود نه وي ترڅو دخلکو کارونه سمبال کړي نو دا کار پخپله فتنه ده لامل یی  دادی چې:  کله په سقيفه بني ساعده کې دصحابه کرامو ترمنځ اختلاف راغی انصارو وويل : یو امیر د زمو ږ او بل امير دستا سې وي . [سمول]

ددوي دا قول ابوبکر اوعمر رضی الله عنهما ردکړی او ويلی دي : عرب پرته ددغه کلي دقر يشو څخه بل چاته غاړه نه ايږدي پدې کې ډيراثار او احاديث شته نو که چيرې دامامت تعين او ټاکل واجب نه وای پدې اړه به دا دومره جنجال او منا ظره روا نه وه چې ترسره شوه نوحتما بۀ يو چا ويلي وای چې دامامت شتون نه په قريشو او نه په نورو خلکو کې واجب او لازم دي .[19][سمول]

محمد بن علي القلعي ويلي : ټول اسلامي امت پرته له هغه چاڅخه چې مخا لفت يي کومه اغيزه نه لري پدې متفق دي چې دامام ټاکل واجب دې اګر که په شرطونو او صفتو نو کې اختلاف لري [20] امام ابن خلدن رحمت الله علیه پخپله مقدمه کې ويلې دي: په اسلا مي شريعت کې دخليفه ټا کلو وجوب د صحابو کرامو او تابعینوداجماع څخه څرګنده شوې او پيژندل شوي دي ځکه چې صحابه کرامو د هغه صلی الله عليه وسلم دوفات سره سم د ابوبکر رضی الله عنه بيعت ته ورودانګل تر څوپخپلوکارونو کې دهغه رای او نظر ته تسليم شي او پيروي يې وکړي همدا رنګه دده څخه وروسته په هره زمانه اووخت همدا کار تکرار شوی دی او په هيځ وخت کې يي دا کارنه دی پريـښی چې دهمدې کار په دوام او استقرار سره دامام دټاکل کيدو پر واجبيدلو اجماع ده. [21][سمول]

مګردامامت او خلافت اهميت اوارزښت لدينه څرګنديږي چې په غیاب کې يي محرابونه او منبرونه د کار خخه لويږي او معطل  کيږي ، د اسلام احکام او شرايع ټپي کيږي ،احکام وروسته کيږي اوله منځه ځي،د يتيمانو حقوق ضايع کيږي په بيت الله شريفه حج نه کيږي او دجهاد بيرغ نه پورته  کيږي که چيري پاچا نه وي خلک به په عجيبه کش مکش کې را ګيروي ځينو به ځني نورخوړلي وای شاعرڅومره ښه ويلي دي :[سمول]

دخلکو ژوند پرته دمشر له لر لو څخه نه سميږي ---او مشرنه ميندل کيږي کله چې مشري نا پوه ته ورسيږي .[سمول]

په يقيني ډول عثمان رضی الله عنه ويلي دي : کوم خلک چې الله جل جلاله دپاچا په وسيله د ګناه او محرماتو څخه منع کوي تر هغو خلکو ډير دي چې دقرانکريم په وسيله محرمات پريږدي .اوهمدارنګه ويل کيږي چې دين اساس او تهداب دی پاچايي ساتونکی دی کوم شی چې اساس ونلري ړنګ او خرابيږي او کوم شی چې ساتونکی ونلري هغه ضايع او له منځه ځي.[سمول]

ترتیب کوونکی : محمد بشیر مدنی[سمول]


-غیاث الامم للجوینی ص 15[1][سمول]

- الاحکام السلطانیه ص 5.[2][سمول]

- السیاسة الشرعیة فی اصلاح الراعی و الرعیة ص 12.[3][سمول]

- بدایع السلک فی طبایع الملک ج 1 ص 90.[4][سمول]

- مقدمة ابن خلدون ص 170. حاشیة ابن عابدین ج 1 ص 548. او وروسته مخونه وګوری . [5][سمول]

-الفصل فی لملل و النحل لاین حزم  ج 4 ص 75.[6][سمول]

- صحیح الامام بخاری رحمت الله علیه 693 نمبر روایت کړی دی . [7][سمول]

- سبل السلام ج3 ص 249 . [8][سمول]

- صحیح امام مسلم  رحمت الله علیه ص 18.48.والحدیث صحیح . [9][سمول]

-سورت بقره آیت 30. [10][سمول]

- سوره بقره آیت 30.[11][سمول]

- سورت ص آیت 26.[12][سمول]

- سورت نور آیت 55.[13][سمول]

-تفسیر قرطبی ج ا ص 208-282 .چاپ دارالحدیث القاهرة .[14][سمول]

- سورت النساء آیت 59 .[15][سمول]

- سورت البقرة آیت 286.[16][سمول]

-الفصل فی الملل و الاهواء والنحل ج 4 ص 87.[17][سمول]

- الاحکام السلطانیة للماوردی ص 5. شرح صحیح امام مسلم  رحمت الله علیه ج 7صر 144 .[18][سمول]

- الاحکام السلطانیة لابی یعلی ص 3 ، فتح الباری ج 8 ص 123 . [19][سمول]

- تهذیب الریاسة و الترتیب السیاسة ص 74 .[20][سمول]

- مقدمة ابن خلدون ص 171.[21][سمول]