دخلیفه تعریف او شرطونه یې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خليفه په لغت کي : هغه چا ته ويل کيږي چې دکوم کار د سرته رسولو په خاطر دبل کار فرما څخه وروسته راشي او يايي بل څوک خپل ځان ناستی ونوموي مګر دعلماوو په اصطلاح خليفه داسلامي هيواد د کارونو دپر مخ بيوونکي او دچارو په لاس کې نيوونکي ته ويل کيږي ځکه چې په اسلامي امت کې د نبي صلی الله علیه وسلم ځای ناستی او داسلامي احکامو پلي کوونکی دی .

امام جويني رحمت الله علیه دخلافت په پيژندګلوي (تعريف ) کې ويلي : دا يو کامل رياست او عام قيادت دی چې ددين او دنيا په دواړو لوریو پورې تړاولري .د سيمي ساتل ، د رعيت پالل ، په توره او دليل سره ددعوت خپرول، د ظالمانو څخه دمظلو ما نو د حقوقو په لاس ته راوړلو کې کوښښ کول ، د هغو خلکو څخه چې دچا حق نه ورکوي ترې اخستل او په بشپړه توګه يي خپلو مستحقينوته سپارل  . [1]

امام ماوردي رحمت الله علیه ويلي دي : امامت ددنيا سا تلو او دين د خپرولو په خاطر د نبووت څخه وروسته دهمدې موخې لپاره منځ ته راغلي دي  . [2]

شیخ الاسلام ابن تيميه رحمت الله علیه وايي : اصلي هدف دولايتونو څخه دخلکو ددين هغه اصلاح اوجوړښت دی چې کله هم ترې پاتې شي نو ديو ښکاره اوڅرګند زيان او تاوان سره مخ کيږي اوهغه به ګټه ورته ونه رسوي چې دوی په دنياکې پرې آسوده شوي وي اواصلاح دهغه څه چې يوازې په همغه باندې دين  قائم کيږي ددوی دنيوی کارونو پورې اړه لري . [3]         

امام ابن ازرق رحمت الله علیه  ويلي دي : دخلافت او امامت څخه هدف ددين د ساتنې اودنيايي امورو په چلولوکې د شارع څخه ترنيابت پورې اړه لري .[4].

امام ابن خلد ون رحمت الله علیه خلافت داسې تعريف کړی چې : دټولوخلکو داخروي او دنيوي ګټو دلاس ته راوړلو لپاره داسلامي نقطې نظرسره سم عمل کول دي....همدا دشارع څخه ددين دساتلو او دنيايي کارونو دچلولو په اړوند نيابت دی .[5]

ګټوره نقطه:

په مطلق ډول سره امام المسلمين او اميرالمؤمنين بايد ونه ويل شي . مګر په هغه صورت کې چې په ګرده نړی کې د مسلمانانو اميروي مګر څوک چې په کوم هيواد کې په صحيح ډول سره امير وي نو سمه خبره داده چې تر هغه ځای پورې يي ونښلوي اوووايي :

د فلاني هيواد اميرالمؤ منين يا فلاني ځای کې امير المؤمنين .                               

امام ابو محمد ابن حزم رحمت الله علیه ويلي دي : کله کله د امامت نوم په يوعالم فقيه او دجوما ت په امام باندې هم ايښودل کيږي. موږ وايو : پدي خلکوباندې دغه نوم مطلق نه بلکه داضافت په صورت کې ايښودل کيږي چې ويل کيږي فلانی ديني امام اودفلاني خيلو دجومات امام دی نو پرته له کوم اختلاف څخه دامامت نوم په مطلق ډول هيچا ته نه ورکول کيږي ، مګر يوازې هغه چا ته چې د مسلما نانود چاروواګي يي په لاس کې وي .

که چيري څوک ووايي چې پرته له کوم اختلاف څخه دامارت نـــــــــوم په هغه چاباندې ايښودل کيږي چې دمسلما نانو په يو اړخ کـــــــــې دچا روواګي په لاس کې ولري اوپه يقيني ډول هغه چاته هم د امير نوم ورکړل شوی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  په کومه خواکې ټاکلی وه ، يا يي د نظامي ګروپ او يا هم دلښکر مشر مقرر کړی وه او بيا وروسته نورو  مسلما نانو هم همدا کارکړی دئ ، نو پدې کې څه خبر ده ؟ چې هر يو ته اميرالمؤمنين وويل شي . نوزمو ږ ځواب دادی : د الله جل جلاله څخه مرسته غواړو او وايو : دروغ ويل په اتفاق سره حرام دي، او کوم چې موږ ياد کړ  ، هغه پدې دلالت کوي چې هغه د ځينو مسلمانانو امير ؤ ، که چيري امير المو ميين ورته وويل شي نو دا نوم ايښودل به دروغ وي، ځکه چې دا لفظ ټولو مومنانو ته شامل دی  نوپه حقيقت کې داسې نده بلکه هغه دځينو مومنانو امير دی نو صحيح داده چې هيڅکله دا روا نده چې په مطلق ډول د امت او يا هم داميرالمومنين نوم پرته له قريشو څخه چې د ټولو مسلمانانو دچارو واګې په لاس کې لري  په بل چا دا نوم کيښودل شي يا ددغه منصب اخستل ورته لازمي کار وي اګر که زيات مومنان يي مخالفت وکړي او د هغه څه نه چې پر دوی يي کول لازم وه غاړه وغړوله لکه د امير اطاعت او له هغه سره بیعت کول نو په دې کار سره دغه مسلمانان يوه باغي ډله بلل کيږي( دامیر نافرمانی ، او عدم بیعت ) نو له همدی کبله له دوی سره جنګ کول او وژل يي روا کيږي .اوهمدا رنګه د خلا فت اطلاق په هغه چا باندي کيږ ي چې دياد شوي صفت لرونکی وي اويوازي د الله جل جلاله څخه مرسته غواړي . [6]

نو همدارنګه په يو هيواد کې دامام نوم په اوچت پاچا ايښودل روادي اوشرط ندي چې دنړي دټولو مسلمانانو عمومي امام دوي ، ځکه چې عام امامت له ډيرې پخوا زماني څخه ختم شوی، او پيغمبرصلی الله علیه وسلم  فرما يلي دي : عن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((اسمعوا وأطيعوا، وإن استُعمل عليكم عبدٌ حبشي، كان رأسه زبيبة)) رواه الامام البخاری رحمت الله علیه [7].

ژباړه : ای مسلمانانو خبره یې واروی او اطاعت يي وکړئ اګرکه پر تا سو يو حبشي غلام هم امير وټا کل شي او سریی د ممیز په څیر وي .

نوکله چې يو مسلمان په يو مقام و ټاکل شي او په زیات او کمې اندازې شروط يي هم پوره کړل دعام امير په څيروګرځيدوامر يي بايد پلی شي او خبره يي ومنل شي داسلامي امت امامان اوعلماء کرام دډير پخوا وخت څخه دهغه اميراطاعت کوي اودوستي ورسره کوي چې د عباسي کورنی څخه پر ديخوا تر نن ورځې پورې په اسلامي نړې کې ټاکل شوی وي ، خو په خليفه څوک ندي راټول شوي بلکې هر هيوادپه صحيح ډول خپل کارونه پخپله پرمخ بیایي څکه چې که دغه نبوي حديث شريف په هغه خليفه تطبيق اوپلی شي چي ټول مسلمانان پرې راغونډشوي وي نو بيا يي فايده اوګټه لږشوه [8]

ددي حديث شرح چي : عن آبی هریرة عن النبيُّ ﷺ:قال :  مَن خَرَجَ مِنَ الطَّاعَةِ، وفارَقَ الجَماعَةَ فَماتَ، ماتَ مِيتَةً جاهِلِيَّةً........... [9]رواه امام مسلم  رحمه الله.

ژباړه : څوک چې دامير د اطاعت څخه ووتل اود مسلما نانو ډله يي پر يښوده او مړ شو نو داد جاهليت په مرګ مړ شو .     

يقول الحافظ ابن حجر في شرح هذا الحديث وما في معناه:  أي كموت أهل الجاهلية، وليس معناه أنه كافر، ولكن مات كما يموت أهل الجاهلية، كل منهم يكون وحده لا إمام له، ولا له جماعة ينتمي إليها؛ لأنهم كانوا لا يعرفون ذلك فيموتون على الضلال، وليس المراد أنه يموت كافراً، بل يموت عاصياً، ويحتمل أن يكون التشبيه على ظاهره، ومعناه: أنه يموت مثل موت الجاهلي، وإن لم يكن هو جاهلياً.

حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ددغه حدیث شریف په شرحه کې وایي : یعني دد غه شخص مرګ لکه د جاهیلت په شان دی ، نه داچې هغه کافردې بلکې هغه داسې مړ کیږي لکه د أهل جاهلیت والاچې مر ي ، دوی ټول یواځی وي ، امام نلري او نه هم کومه ډله وي چې هغې ته یی انتماء کیږي ،ځکه دوی هغه نه پیژني نو په ګمراهی مري ، ددې دا هدف او مقصدنه دئ چې هغه کافر دئ بلکئ ګناهکار مري ، دااحتمال هم دئ چې تشبیه په ظاهره ده او مطلب ترې دادئ چې : دغه شخص د جاهلیت د مرګ په څیر مري اګر که هغه خپله ګمراه نه وي .

دخليفه د ټا کلووجوب او لازميدل :[سمول]

علماء کرام ټول مسلمانان داهل سنتو او نورو ټولو ډلو په ګډون سره دعادل خليفه په ټا کلو متفق دي ، تر څو د خلکو تر منځ په حق او عدل سره پريکړه وکړي او دالله جل جلاله حکمونه پلي کړي داسلامي امت ګټې په لاس راوړي اودالله جل جلاله په لاره کې جهاد وکړي ، اګر که ددغه وجوبیت په دليل کي سره اختلاف لري پدې مسآله کې يوازې دخوارجو ډله چې نجدات نومیږې ( کوم چې ددين څخه وتلي دي  او بل ابوبکر أصم دی چې د شريعت څخه ګونګی او مخالف دی .

امام قرطبي رحمت الله علیه دالله جل جلاله  ددې قول دتفسير په هکله چې [وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ ............ [10]سورة بقره آیت

٣٠

ژباړه : اویاد کړه کله چې وویل ستارب پرښتو ته چې زه جوړوونکی یم په ځمکه کې .

وايي : دغه مباک آيت د امام او خليفه په ټا کلو کې اصل اواساس دی چې خبره يي وارويدل شي او اطاعت يي وشي ترڅو د مسلمانانو وحدت او يو والی پرې راشي اود خليفه احکام پلي شي ددې دوجوب په اړه اسلامي امت اوددينې امامانو ترمنځ کوم اختلاف نشته پرته له هغه چاڅخه کوم چي د شريعت نه کوڼ دی اوهمدارنګه ټول هغه کسان چې دده خبره منې د نظر يي پيروي یې کوي ابو بکر رضی الله عنه وايي :  دامام او خليفه ټاکل په دين کې واجب دي بلکې دا روا دي .

خوکله چې اسلامي امت حج قايم کړ ، جهاد يي وکړ ،  په خپل منځ کې يي انصاف وکړ د خپلو ځانونوڅخه يي دحق په پلي کولو کې هڅه و کړه غنيمتونه او صدقات يي په مستحقينو وويشل په چا چې حد واجب وه پري تطبيق يي کړ ، نو داورته کفايت کوي بيا پر دوی باندې دامام تاکل  ددې کارونو لپاره واجپ ندي مګر زموږدليل دادی چې الله جل جلاله فرمايلي : [إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً ...... [11]

  ژباړه : زه  په ځمکه کې دخلیفه ګرځوونکی يم .

او فرمان د الله جل جلاله دئ چې :  [يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ .......... [12]

ژبا ړه : ای داوده ! زه ګرځوم تا په ځمکه کي خليفه .

او همدارنګه الله جل جلاله فر مايلي دي :  [وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ  ] [13]                         

ژباړه :وعده کړي الله جل جلاله د هغو کسانو سره چي مومنان دي له تاسې نه اونيک عملونه يي کړي وي چې خامخابه دوی خليفه ګان ګرځوي په ځمکه کې ، يعني له دوی څخه ....

کله چې په سقيفه بني ساعده کې دخليفه په ټاکلو کې دمهاجرينو او انصارو ترمنځ کوم اختلاف منځ ته راغی بيا هم ټولو صحابه کرامو دا بوبکر صديق رضی الله عنه په ټاکلو اتفاق وکړ، سره ددې چې اختلاف دې حدته رسيدلی وه چې انصارو وويل : يوامير به زموږڅخه وي اوبل اميربه ستاسې وي مګرابوبکرصديق رضی الله عنه اوټولو مها جرينو ددوئ خبره رد کړه اوورته ويي ويل عرب پرته ددغه کلي د قر يشو څخه ًبل چا ته غاړه نه ايږدي ،او دوی ته يي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم  څخه راغلئ حديث واړندې کړ ، نو پدې سره انصارو دخپل عزم څخه په شا شول او د

قر يشو اطاعت يي و کړ، که چيرې دا مسآله دقريشواو نورو خلکو په هکله کوم فرض او واجب نه وي چې د خلافت مسآله په قر يشو او نورو خلکو باندې هم واجب نده نو ستا سو دتنازل او وروسته والي څه لامل دی په داسې کار کې چې واجب هم نه وي دومره جنجال څه ګټه لري .او کله چي ابوبکر صديق رضی الله عنه ته مرګ راورسيد عمر رضی الله عنه ته يي د امامت وصيت وکړ او هيچاورته ونه ويل چې دا په موږ او يا تا واجب دي نودايي په واجب کيدو دلا لت کوي او دا ددين د هغو ارکا نو څخه يو رکن دی چې دمسلما نا نو جوړ ښت پرې راځي يوا زې هغه الله جل جلاله ته حمد او ثناه ده چې دټول مخلوق پالونکی دی .[14].

امام ابن حزم رحمت الله علیه ويلي دي : چې ټول اهلسنت ،ټول مرجئه،ټول شيعه ګان او ټول خوارج دامامت په مسآله کې په واجبيدو متفق دي اوپه اسلامي امت واجب دي چې دهغه عادل امام (خليفه ) اطاعت وکړي چې الهي احکام په کې پلي کوي اوپه هغه شرعي احکامو سره سم يي رهبري کوي چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم ورته راوړي دي ، مګر يوازې دخوارجو څخه نجدات پدې ورسره مخالف دي  دوي وايي : په خلکوباندې پخپل منځ کې دحق پيروي لازم  ده ، زموږپه فکر سره ددې ډلې څخه دوی هيڅوک هم نشته او ددې ډ لې قول له منځه تللی دئ ددي د رداو بطلان لپاره پخوانی يادشوي اجماع ګاني بس دي ،قران کريم او نبوي احاديثو دامام ټاکل واجب ګرځولي دي لدې څخه د الله جل جلاله دا فر مان دی چي :[ ﴿یا أَیهَا الَّذِینَ آمَنُوا أَطِیعُوا اللهَ وَأَطِیعُوا الرَّسُولَ وَأُولِی الأَمْرِ مِنْکمْ﴾ (النساء: ۵۹)] [15]

ژباړه : ای مؤمنانو د الله جل جلاله  اطاعت وکړی دپيغمبر صلی الله علیه وسلم اطاعت وکړی او ستاسو څخه دټا کل شوي امير اطاعت وکړی .

همدا رنګه ډيرصحیح احاديث دامامانو داطاعت او د امامت د واجبیدو په اړه راغلی دی او الله جل جلاله بل ځای کې فرمايي :[  {لاَ يُكَلِّفُ اللّهُ نَفْساً إِلاَّ وُسْعَهَا..} [16]

ژباړه : نه مکلف کوي الله جل جلاله هيڅوک مګر په هغه څه چې توان يي وي.   

نودا يقين لازم دی چې الله جل جلاله هيڅوک نه مکلف کوي چې دوی په تو ان کې نه وي . په يقيني ډول موږ دعقل په ضرورت او بديهت باندې پوه شو و چې دخلکولخوا دهغو احکامومنل چې الله جل جلاله پرې لازم کړي ددوی په مالونو په حقوقو تيری دقتل او وينې توييدو،نکاح ، طلاق ،او نوروټولو احکامو دظالم لاس نيول ، دمظلوم سره انصاف کول او قصاص يي ورته اخستل ددې د سيمو دلري والي او زياتو مصروفيتونو سره سره او ددوی د نظرياتو داختلاف سره اوبيا هم پدې ټولو کې پام نه کول نه کيدونکي او نا شوني دي ، ځکه چې کله به يو شخص يا يوه ډله غواړي چې په دې باندې د يو شخص حکمروايي وکړي خوبل شخص اوبله ډله بيا نه غواړي چې په دوی ددغه کار وشي اويا دشوی شخص حکمروايي پري وکړي ځکه چې دغه ډله پخپل اجتهاد کې هغه څه سم بولي چې هغه بله ډله به يي ويني او يا به يي هم هغسې کم مخالفت ګڼې ، دا کارحتمامنځ ته راتلونکی دی اوداپه ډيرو هغو هيوادو نوکې په څرګند ډول ليدل کيږي چې مشر نلري اوهلته نه دحق پريکړه کيږي اونه حد پلی کيږي تردی چې په ډیرو داسې هيوادونو کې دين له منځه لاړ  . [17]

امام ماوردي رحمت الله علیه ويلي دي  : هغه چا لپاره چې دامامت ټا کلوته مټي رانغاړي په اجماع سره پرې واجب ده اګرکه أصم تري مخالفت کړی دئ . [18]

امام ابويعلي رحمت الله علیه ويلي دي : دامام ټاکل واجب دي ،امام احمد رحمت الله علیه ويلي دي : کله چې امام موجود نه وي ترڅو دخلکو کارونه سمبال کړي نو دا کار پخپله فتنه ده لامل یی  دادی چې: کله په سقيفه بني ساعده کې دصحابه کرامو ترمنځ اختلاف راغی انصارو وويل : یو امیر د زمو ږ او بل امير دستا سې وي . 

ددوي دا قول ابوبکر اوعمر رضی الله عنهما ردکړی او ويلی دي  : عرب پرته ددغه کلي دقر يشو څخه بل چاته غاړه نه ايږدي پدې کې ډيراثار او احاديث شته نو که چيرې دامامت تعين او ټاکل واجب نه وای پدې اړه به دا دومره جنجال او منا ظره روا نه وه چې ترسره شوه نوحتما بۀ يو چا ويلي وای چې دامامت شتون نه په قريشو او نه په نورو خلکو کې واجب او لازم دي .[19]

محمد بن علي القلعي ويلي : ټول اسلامي امت پرته له هغه چاڅخه چې مخا لفت يي کومه اغيزه نه لري پدې متفق دي چې دامام ټاکل واجب دې اګر که په شرطونو او صفتو نو کې اختلاف لري [20] امام ابن خلدن رحمت الله علیه پخپله مقدمه کې ويلې دي: په اسلا مي شريعت کې دخليفه ټا کلو وجوب د صحابو کرامو او تابعینوداجماع څخه څرګنده شوې او پيژندل شوي دي ځکه چې صحابه کرامو د هغه صلی الله عليه وسلم دوفات سره سم د ابوبکر رضی الله عنه بيعت ته ورودانګل تر څوپخپلوکارونو کې دهغه رای او نظر ته تسليم شي او پيروي يې وکړي همدا رنګه دده څخه وروسته په هره زمانه اووخت همدا کار تکرار شوی دی او په هيځ وخت کې يي دا کارنه دی پريـښی چې دهمدې کار په دوام او استقرار سره دامام دټاکل کيدو پر واجبيدلو اجماع ده. [21]

مګردامامت او خلافت اهميت اوارزښت لدينه څرګنديږي چې په غیاب کې يي محرابونه او منبرونه د کار خخه لويږي او معطل  کيږي ، د اسلام احکام او شرايع ټپي کيږي ،احکام وروسته کيږي اوله منځه ځي،د يتيمانو حقوق ضايع کيږي په بيت الله شريفه حج نه کيږي او دجهاد بيرغ نه پورته  کيږي که چيري پاچا نه وي خلک به په عجيبه کش مکش کې را ګيروي ځينو به ځني نورخوړلي وای شاعرڅومره ښه ويلي دي :

دخلکو ژوند پرته دمشر له لر لو څخه نه سميږي ---او مشرنه ميندل کيږي کله چې مشري نا پوه ته ورسيږي .

په يقيني ډول عثمان رضی الله عنه ويلي دي : کوم خلک چې الله جل جلاله دپاچا په وسيله د ګناه او محرماتو څخه منع کوي تر هغو خلکو ډير دي چې دقرانکريم په وسيله محرمات پريږدي .اوهمدارنګه ويل کيږي چې دين اساس او تهداب دی پاچايي ساتونکی دی کوم شی چې اساس ونلري ړنګ او خرابيږي او کوم شی چې ساتونکی ونلري هغه ضايع او له منځه ځي.

دامام شروط :[سمول]

داچې دخلافت ارزښت په دين کې ډير لوی دی نواسلامي شريعت دخليفه يا امام لپاره شروط ټاکلي .نوڅوک چې غواړي دغه دروند او مهم کارته راوړاندې شي لاندې شروط لرل ورته واجب دي . له دې شروطو څخه هغه دي چې علماء کرام پرې متفق او په ځینو کې بيا اختلاف لري دلته موږ په لنډ ډول دغه  شروط واړندې کوو ځکه زموږ مقصد پدې مسأله باندې تفصيلي بحث نه بلکې يوازې اشاره ورته کول دي اودغه شروط په لنډډول داسې بیانوو :

دقریشي توب د شرط والي حکم :

د نزاع ځای : پدې کې د فقهاؤ ترمنځ هیڅ اختلاف نشته چې په خاص ولایت کې قرشي توب شرط ندی لکه د لما نځه امامت ، پدې کې هم اختلاف نشته چې امام به هاشمي یا علوي وي بلکې اختلاف پدې کې دی چې امام غلام وی آیا امامت یی صحیح دی که نه ؟ .

د اختلاف سبب او لامل :

اصل اختلاف پدې کې دی چې حدیث « الأئمة من قریش » دغه حدیث امام احمد او امام نسائی رحمت الله علیه په سنن کبری کې د أنس رضی الله عنه څخه روایت کړی دی .

هغه کسانو چې حدیث یې صحیح کړی دی په لاندې ډول دي :

۱-حافظ ابن کثیر رحمت الله علیه ویلي دي : حدیث قوی کیدی شي ، ځکه چې د حدیث دوه جید سندونه دي .

۲- امام بن الملقن رحمت الله علیه وایي : روات یې صحیح دي ، ابوؤاد باندې امام مسلم احتجاج کړی او په علی باندې امام بخاری رحمت الله علیه احتجاج کړی او په نورو رواتو امام بخاری او امام مسلم دواړو احتجاج کړی دی .

۳ – امام عراقی رحمت الله علیه وایي : امام نسائی ا وامام حاکم د أنس رضی الله علیه حدیث په صحیح سند سره روایت کړی دی .

۴- حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ویلي دي : ددې حدیث طرق ( سندونه ) چې په یو مستقل کتاب کې د څلویښتو صحابه ؤ څخه ټول کړی دي چې په « لذة العیش فی طرق حدیث الأئمة من قریش » نومولۍ دۍ .

لاندې امامانو په متواترو احادیثو کې راوړۍ دۍ :

۱-امام ابن حزم رحمت الله علیه .

۲-امام ابن تیمیة رحمت الله علیه .

۳- امام ابن الجزري رحمت الله علیه .

۴- امام علی القاري رحمت الله علیه .

۵- امام السیوطی رحمت الله علیه په : فی الأزهار المتناثرة فی الاحادیث المتواتره ، کتاب کې ذکر کړی دی .

۶- امام کتاني رحمت الله علیه په : فی نظم المتناثر فی الحدیث المتواتر.

ددې حدیث په معنی سره نو ر احادیث راغلي دي :

چې ټول تقریبا نهه احادیث کیږي ، او وروسته ټول یو په بل پسې ذکرکیږي .

پدې مسأله کې د فقهاء کرامو أقوال :

۱- د جمهورو علماؤ لکه : حنفیه رح ، مالکیه رح ، شافعیه رح ، حنابله رح ، أهل الظاهر رحمهم الله أجمعین ، دوی وایي : امام باید قرشي وي .

۲- شوافع او نور وایي : که قرشي نه وي بیابه کنایي امیر کیږي که هغه نه وي ، بیابه د بنو اسماعیل څخه وي ، که هغه هم نه وي بیابه أعجمي وي ، په یو قول کې جرهمي هم راغلی دی ، که هغه هم نه وي ، بیابه د اسحاق د او لادې څخه وي .

۳ – امام ابن حزم رحمت الله علیه وايي : که چیرې لفظ « الأئمة من قریش » د امر په صیغې سره وي نو د غیر قرشي ټاکل حرام دي ، او که په صیغه خبر سره وي نو بیا که غیر قرشي دعوی د خلافت وکړي نو ټاکل ورته نشته ( یعني په داوړه حالاتو کې باید قرشي وي ) . [22]

۴ – شهید عبد القادر عوده رحمت الله علیه وایي : د امامت حق مقید دی ، د الله جل جلاله تراطاعت پورې ، او دا یواځې په قریشو پورې محصور نده .[23]

۵ – د/ یحیی اسماعیل وایي : قرشی توب د کمال شرط دی د صحت شرط نه دی . [24]

۶ – د / قرضاوي رحمت الله علیه وایي : د قرشي توب شرط د قریشو د قوت په له منځه تللو د منځه لاړ ، همدغه د امام ابن خلدون رحمت الله علیه نظر هم دی ، ځکه حکم د علت سره په و جود او عدم کې یو ځای وي .

۷- شیخ عطیه صقر ویلي دي : د قرشي توب د شرط څخه مطلب تبرک ندی بلکې د امت د مصلحت لپاره د سلطان هیبت او د نفوذ وړاندې توب ، قوت طاقت مطلب دی ........... [25]

۸- شیخ شینقطي رحمت الله علیه ویلي دي : قرشی توب په شرط باندې ډیرو احادیثو دلالت کړی دی او عامو اهل العلم هدا نظر دی مګر د الله جل جلاله د دین د اقامت ، دهغه او د رسول صلی الله علیه وسلم په اطاعت پورې اړه لري خو که د الله جل جلاله د امر مخالفت یې وکړ نوغیر قرشي چې د الله جل جلاله اطاعت کوي او امر یې نافذوي د قرشي څخه غوره دی . [26]


-غیاث الامم للجوینی ص 15[1]

- الاحکام السلطانیه ص 5.[2]

- السیاسة الشرعیة فی اصلاح الراعی و الرعیة ص 12.[3]

- بدایع السلک فی طبایع الملک ج 1 ص 90.[4]

- مقدمة ابن خلدون ص 170. حاشیة ابن عابدین ج 1 ص 548. او وروسته مخونه وګوری . [5]

-الفصل فی لملل و النحل لاین حزم  ج 4 ص 75.[6]

- صحیح الامام بخاری رحمت الله علیه 693 نمبر روایت کړی دی . [7]

- سبل السلام ج3 ص 249 . [8]  

- صحیح امام مسلم  رحمت الله علیه ص 18.48.والحدیث صحیح . [9]

-سورت بقره آیت 30. [10]

- سوره بقره آیت 30.[11]

- سورت ص آیت 26.[12]

- سورت نور آیت 55.[13]

-تفسیر قرطبی ج ا ص 208-282 .چاپ دارالحدیث القاهرة .[14]

- سورت النساء آیت 59 .[15]

- سورت البقرة آیت 286.[16]

-الفصل فی الملل و الاهواء والنحل ج 4 ص 87.[17]

- الاحکام السلطانیة للماوردی ص 5. شرح صحیح امام مسلم  رحمت الله علیه ج 7صر 144 .[18]

- الاحکام السلطانیة لابی یعلی ص 3 ، فتح الباری ج 8 ص 123 . [19]

- تهذیب الریاسة و الترتیب السیاسة ص 74 .[20]

- مقدمة ابن خلدون ص 171.[21]

- المحلی ج 1 ص 57 . شبکة الالوکة مقال د / طالب بن عمر بن حیدره الکثیری . [22]

- الاسلام واوضاعنا السیاسیة ص 125 .[23]

- منهج السنة فی العلاقة بین الحاکم و المحکوم ص 276 . [24]

- صقر عطیه فتوی بعنوان حدیث : الأئمة من قریش ، ( اسلام نیت ) [25]

- اضواء البیان ج 1 ص 24 . [26]