داټک تاریخي کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

داټک تاریخي کلا چې دسند ددریاب پر غاړه پرته ده بنسټ یې دهندوستان ددریم مغولي واکمن جلا ل الدین محمد اکبر دواکمنۍ په وخت کې د ۱۵۸۱زیږدیز/میلادي کال دمی د میا شتې په ( ۳۰) نېټه کیښودل شو او داهغه وخت و چې اکبر خبل میرنی ورور میرزا حکیم چې په کابل کې ګورنر و او پر پنجاب یې برید کړی و او اکبر هغه ته ماتې ورکړې وه او بیرته کابل ته ور ستون شوی و.ددغې تاریخي کلا دبنسټ ایښودنې او ودانولو په اړوند داکبر ددربار نامتو تاریخپوه او دپیښو لیکونکی ابو الفضل علامي په اکبرنامه کې هرڅه په تفصیل اوبشپړه توګه لیکلي او بیان کړي دي .اټک په اصل کې یوه ترکي کلمه ده چې دغره لمنې ته ویل کیږي .

په پخوانیو تاریخي کتابونو کې ددغې کلا دجوړولوپه اړوند داسې راغلي دي :

" کله چې اکبر پاچا دې سیمې ته راغی نو دیوې کلا او ښار دجوړولو نیت او اراده یې وکړه ځکه ددغې سیمې په شمالي برخه کې نهه لکه یوسفزي افغانان ، لویدیز ته یې خټک افغانان ، جنوب ته یې بهنګي خیل پښتانه او ختیز ته یې متا ني ، ترین او غر غښتي پښتانه مېشته دي . داکبر پاچا دپوهې او ځیرکتیا له کبله داټک دکلا برج اوبو ته نږدې جوړشو چې د جګړې او ددښمنانو دبریدونو په وخت کې دکلا دننه خلک اوبو ته اړ او محتا جه نه وي ."

په اکبر نامه کې راغلي دي چې داټک کلا دخواجه شمس الدیبن خوافي تر څارنې لاندې د ( ۱۵۸۱ او ۱۵۸۳ میلادي کلونو تر مینځ ددووکلونو په موده کې جوړه شوه ،خواجه شمس الدین خوافي دایران دخواف له سیمې نه راغلی و او داکبرپاچا ددربار له نږدې او باوري کسانو نه شمیرل کیده.خواجه شمس الدین په اټک کې پنځه کلونه پاتې شو. اکبر باچا دهندوستان دبنارس له ښارنه ډیر پیړۍ چلوونکي اټک ته راوستل او دلته یې میشته کړل او دکښتیو یو دتلو راتلو یوبندر یې جوړ کړ.ده په دغه سیمه کې دغو کښتي وانانو ته ځمکې دجاګیرپه توګه ورکړې چې اولاده یې اوس هم هلته مېشته ده اوددوی کلی د(ملاحي نوله ) په نامه سره یادیږي .اکبر پاچا تر هغه وروسته خپل زوی شهزاده سلیم چې وروسته په نورالدین جهانګبر سره مشهورشوداټک دکلادار په توګه وټاکه ، خو سلیم یو عیاش انسان و او شپه اوورځ به دشرابو په نشو کې ډوب و. ورسته اکبر دغه کلا راجا مان سینګ ته وسپارله .

داکبر تر مړینې وروسته جهانګیر څو څو ځلې ددغه کلا دلیدلو لپاره اټک ته راغی چې لومړی ځل په (۱۰۱۶)لیږدیز /هجري کال او دویم ځل په ( ۱۶۲۶) زیږدیز /میلادي کال کې .

کله چې مهابت خان په (۱۶۲۸) زیږدیز/میلادي کال کې دجهانګیر پاچا پر خلاف دبغاوت جنډه پورته کړه په دغه وخت کې آصف خان او خواجه ابوالحسن د جهانګیر پاچا دپوځونو سره یوځای پر مهابت خان برید وکړ، خو راجپوتانو د هغوی دغه برید شنډ کړاو آصف خان دمها بت خان له خوا بندي شو.

کله چې شاه جهان دهندوستان واکمن شو نو پنځه ځلې داټک پر لارې کابل ته لاړ او هرځل دبیرته راتلو په وخت کې به داټک په کلا کې تم کیده .

دشاه جهان نامې په تاریخي کتاب کې راغلي دي چې شا جهان په (۱۶۷۴) زیږدیز /میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په دویمه نېټه دسند له دریابه تیرشو او داټک کلا ته لاړ ، به دغه وخت کې دده زوی شهزاده داراشکوه دخپل زوی سلیمان شکوه سره دلاهور نه داټک کلا ته راغلل او شاه جهان ورته یو الماس او یولک روپۍ دانعام په توګه ورکړې .

تر شاه جهان وروسته داورنګزیب په وخت کې داټک کلادار کامل خان و، ده دیوسفزیو افغانانو سره ډیرې جګړې وکړې اوډیر شمیر یوسفزي پښتانه یې له تیغه تیرکړل او دهغو له سرونو نه یې منارې جوړې کړې . 

اټک په ۱۷۵۲ زیږدیز/میلادي کال ددرانیوواکمنانو لا سته ورغی ، ددرانیو دواکمنۍ په وخت کې عطا محمد خان او دهغه ورور جهانداد خان دافغانستان دحکومت له خوا داټک او کشمیر دسیمو ګورنران وواو دواړو غوښتل چې د دراني حکومت پر خلاف بغاوت وکړي ،دشاه محمود دواکمنۍ په وخت کې دده وزیر فتح خان غوښتل چې دغو دوو ورونو ته سزا ورکړي .

جهانداد خان خو په ښکاره ډول ددراني حکومت اطاعت ته غاړه کیښودله . وزیر فتح خان دپنجاب له لارې پر کشمیر دبرید له پاره تیاري ونیوله او درنجیت سینګ نه یې مرسته وغوښتله او دهغه سره یې ژمنه وکړه که چیرې په کشمیر کې پر عطا محمد خان باندې بریالیتوب ترلاسه کړي نو دغنیمت دمالونو نه به دریمه برخه هغه ته هم ورکوي . دغه تړون دوزیر فتح خان او رنجیت سینګ تر مینځ په ( ۱۸۱۳) زیږدیز /میلادی کال درهتاس په تاریخي کلا کې چې په جهیلم کې پرته ده لاسلیک شو او ددغه تړون له مخې وزیرفتح خان پر کشمیر برید وکړ.ددغه تړون له مخې ددیوان محکم چند په مشرۍ دولس زره سرنیري هم وو ، څو دراجورۍ او پیر پنجال دسیمو نه دتیریدو په وخت کې افغان پوځونو ته هر ډول آسانتیاوې برابرې کړي . سیک پوځونو دواورو اوسوړ ژمي په وجه وړاندې تګ ونکړ ، خو افغاني پوځونه وړاندې لاړل اوپر کشمیریې برید وکړ او تریوې درنې جګړې وروسته عطا محمد خان ماتې وحوړه او ونیول شو او دغنیمت ډیر مالونه دافغاني لښکرو لاسته ورغلل .ددې لپاره چې سکهانو دافغاني پوځونو سره مرسته ونکړه نو دغنیمت دمالونو نه بې برخې شول . دغه خبره رنجیت سینګ زړه ته ورواچوله . جهانداد خان چې په ښکاره ځان ددراني حکومت پلوی ښکاره کاوه دخپل ورور عطا محمد خان سره یې خواخوږي درلودله او ددې لپاره چې دی هم ددراني حکومت له خوا ونه نیول شي نو درنجیت سینګ سره یې په پټه اړیکې ونیولې او داټک کلا یې د یولک روپیو په بدل کې پر رنجیت سیګ خرڅه کړه او دغه کلا دسیکهانو لاسته ورغله .که څه هم وزیر فتح خان بیا دیوه ستر لښکر سره هلته لاړ، خو په ( ۱۸۱۳) زیږدیز/میلادي کال کې دده لښکرو دسکهانو له لاسه ماتې وخوړله او داټک کلا په بشپړه توګه دسکهانو لاس ته ورغله .

سکهانوته داټک دکلا لاسته ورتلنه دډیر اهمیت وړو ه او دوی ددې کلا په نیولو سره چې پوځي او سوق الجیشي اهمیت یې درلود په آسانۍ سره پيښور او دپښتنو نورې پرتې سیمې ترلاسه کولی شوې . رنجیت سینګ اوسکهانو ددغه کلا دنیولو په خوشالیو کې په لاهور کې ترددوو میاشتو پورې دخوشالۍ جشنونه وکړل او ددغه کلا په نیولو سره درنجیت سینګ مورال نور هم لوړشو. 

تر هغه وروسته شهید سید احمد بریلوي ددغه کلا دنیولو لپاره ډیرې هڅې وکړې خو په خپلو هلو ځلو کې بریالی نه شو .

په دغه وخت کې چې چتر سینګ دسکهانو له خوا دهزاره دسیمې ګورنر واو انګریزي جیمزایبټ دده سلا کار و. چتر سیګ نه غوښتل چې په لاهور کې دسیکهانو حکومت دې دانګریزانو تر اغیزې لاندې وي . په دغه وخت کې داټک کلا دانګریزي افسر هربرټ په لاس کې وه .چتر سینګ له دانګریزانو نه کرکه درلودله، نو همدا وجه وه چې ده دکابل امیر دوست محمد خان ته يې بلنه ورکړه چې راشي اود دهزاره پر سیمې دې برید وکړي.دکابل امیر دوست محمد خان دیوه ستر لښکراوپوځونو سره پيښور ته لاړ او دپيښو رله لارې ېې ځان اټک ته ورساوه . دامیر دوست محمد خان او چتر سینګ پوځونو په ګډه سره د (۱۸۴۸) زیږدیز /میلادي کال دنوامبر په میاشت کې داټک کلا، کلابند ( محاصره ) کړه .په دغه وخت کې دانګریزانو له خوا هربرټ داټک دکلا ، کلادار(قلعه دار) و.دکابل دامیر ، امیر دوست محمد خان او سکهانو ترډیرې مودې پورې دغه کلا محاصره کړې وه او دوچې ټولې لارې یې پرې بندې کړې وې ، خو انګریزي میجر ایبټ دسیند له لارې ورته په کښتۍ کې دخوړو او نور سامان آلاتو دلیږلو بندو بست وکړ و ،خو دغه کښتۍ هم ددوومشهور و ډبروسره دټکر او لګیدو په وجه چې جلاله اوکماله نومیږي اوپه سیند کې پرتې دي ډوبه شوه .په پای کې انګریزي لیفټننټ هر برټ د۱۸۴۹زیږدیز کال دجنورۍ دمیاشتې په شپږمه نېټه په دې وتوانید چې ددریابپر لارې داټک له کلا نه وتښتي اوپه دې توګه داټک کلا دکابل دامیر ، دوست محمد خان لاسته ورغله .

په ۱۸۴۸ زیږدیز /میلادي کال دبرتانوي هند ګورنر جنرال لارډدلهوزي دسکهانو پر خلاف دجګړې اعلان وکړ .لومړي یې سکهانو ته دپنجاپ دامرتسر په جیلیانواله اوبیا دګجرات په سیمو کې ماتې ورکړه .ترهغه وروسته انګریزانو دامیر دوست محمد خان پر پوځونو هم بریدونه وکړل او دوی یې دحسن ابدال ، اکوړه خټک او نوښار نه پیښورته پر شا وتمبول . 

انګریزتو د( ۱۹۴۹) زیږدیز /میلادي کال دمارچ دمیاشتې په ۱۷ نېټه دانګریزي پوځ دافسر میجرایبټ په مشرۍ داټک پر کلا برید وکړ او دغه کلا یې له افغانانو نه ونیوله او د۱۹۴۷دآګست ترمیاشتې پورې چې کله هندوستان له انګریزانو نه خپله خپلواکي واخیستله دغه کلا دانګریزانو سره وه . تر هغه وروسته چې کله پاکستان جوړشوداټک کلا دپاکستان لاس ته ورغله.

ماخذونه :[سمول]

۱- اکبرنامه ،دابوالفضل علامي لیکنه 

۲- کشمیر ددرانیانو دامپراتورۍ په وخت کې ،دډاکټر لطیف یاد مقاله .

۳-شاه جهان نامه 

۴- تاریخ حیات افغاني ، دډاکتر لطیف یاد ژباړه 

۵- رنجیت سینګ ، دنریندر کرشن سهنا تالیف 

۶- تاریخ هزاره ، دډاکټر شیر بهادر پني تالیف 

۷- تذکرہ رؤسائے پنجاب