دانتې الیگيري

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: گرځښت, پلټل
Dante-alighieri.jpg

دانتې الیگیري چې اصلي نوم یې دورانتې دیگلي الیگیري و، په منځنیو پېړیو کې یو ستر ایټالیايي شاعر و. د هغه مشهور کتاب (الهي کمېډي)د نړۍ له لویو ادبي اثارو څخه گڼل کېږي چې په ایټالوي ژبه لیکل شوی دی. د دانتې د زوکړې اصلي کال معلوم نه دی، خو گومان کېږي چې هغه به په کال ۱۲۶۵ زېږدیز کې د ایټالیا په فلورانس ښار کې زېږېدلی وي.