دامپوټيشن اختلاطات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دامپوټيشن اختلاطات په دوه برخو ویشل کیږي: مقدم اختلاطات (EarlyComplications)

موخر اختلاطات (LateComplications)

مقدم اختلاطات: دهرو عملیاتونو له اړوندو اختلاطاتو سربیره (خصوصا دانتان له امله دوهمي وینه بهیدنه)، دوه نور ځانګړي خطرونه هم موجود دي: د skin flaps ماتیدنه او ګاز ګانګرین Skin flaps ماتیدنه (Breakdown of skin flaps): کیدای شي داسکمیا، ډیر کشش لاندې ګنډلو یا د زنګونو لاندې امپوتیشنونو کې دفلپ لاندې د tibia داوږدې برخې کیښکلو له امله رامنځته کیږي. ګازګانګرین: ډیر معمول ندی، کیدای شي دزنګونو څخه پورته امپوټیشن د Clostridia اوپه عجان کې دموجودو سپورونو پواسطه منتن شي په ځانګړي توګه هغه مهال چې امپوټیشن داسکمیک انساجو صورت ونیسي. لاندې تصویر کی ګانګرین کتلی شئ:


موخر اختلاطات: د stump تقرح: معمولا دخرابې ارواء له کبله رامنځته کیږي او اکثرا دوباره امپوټیشن ته اړتیا پیښیږي. که چیرې ارواء دقناعت وړ او دقرحې شااوخوا پوستکې روغ واوسي نو د ۲.۵ سانتی مترو په اندازه دهډوکو لیرې کول او دوباره ګنډل کفایت کوي. لاندینئ تصویر ته ځیر شئ:

Retraction of the muscle cuff: د osteomyodesis دناکامی له کبله رامنځته کیږي، چې دهډوکني نهایت دلوڅیدو او دا بیا په خپل وار دتخرشیت او د prosthesis په تطبیق کې دستونزو سبب ګرځي. Painful neuroma: ځینې وقت کله چې عصب د stump په نهایت کې قطع کړل شي رامنځته کیږي. د سټمپ څخه ۳ سانتی متر پورته دعصب قطع کول کله کله ګټور واقع کیدی شي. لاندې شکل کې نیوروما لیدل کیږي:

Spur formation یا داوستیوفایت جوړیدنه: دقطع شوي هډوکی په نهایت کې رامنځته او کیدای شي غټ واوسي اود موضعي تخرشیت سبب وګرځي. Phantom limb: هغه احساس چې ناروغ د قطع شوي برخې دموجودیت احساس کوي. دا یو غیرمعمول حالت ندی او ناروغ ته يې په اړه باید ګوت څنډنه شوی وي. په ډیریو پیښو کې خو یا نوموړی حالت له منځه ځي اویا دا چې ناروغ ورسره عادي ګرځي. Painful phantom limb: بله دیادونې وړ ستونزه ده. چې په ډیر سختی سره درملنه کیږي، دمرکزي عمل کوونکیو درد ضد دواګانې وکارول شي اما که چیرې بریالی نه وي نو ناروغ یو specialized pain clinic ته راجع کړلی شي.


References: 1. Solomon Louis, Warwick David and Nayagam Selvadurai; Apley and Solomon’s Concise System of Orthopaedics and Trauma; Fourth Edition; P.p: 165-166 2. Variou recommended medical websites