د نزاع ځای : پدې کې د فقهاؤ ترمنځ هیڅ اختلاف نشته چې په خاص ولایت کې قرشي توب شرط ندی لکه د لما نځه امامت ، پدې کې هم اختلاف نشته چې امام به هاشمي یا علوي وي بلکې اختلاف پدې کې دی چې امام غلام وی آیا امامت یی صحیح دی که نه ؟ .[سمول]
اصل اختلاف پدې کې دی چې حدیث « الأئمة من قریش » دغه حدیث امام احمد او امام نسائی رحمت الله علیه په سنن کبری کې د أنس رضی الله عنه څخه روایت کړی دی .[سمول]
هغه کسانو چې حدیث یې صحیح کړی دی په لاندې ډول دي :[سمول]
۱-حافظ ابن کثیر رحمت الله علیه ویلي دي : حدیث قوی کیدی شي ، ځکه چې د حدیث دوه جید سندونه دي .[سمول]
۲- امام بن الملقن رحمت الله علیه وایي : روات یې صحیح دي ، ابوؤاد باندې امام مسلم احتجاج کړی او په علی باندې امام بخاری رحمت الله علیه احتجاج کړی او په نورو رواتو امام بخاری او امام مسلم دواړو احتجاج کړی دی .[سمول]
۳ – امام عراقی رحمت الله علیه وایي : امام نسائی ا وامام حاکم د أنس رضی الله علیه حدیث په صحیح سند سره روایت کړی دی .[سمول]
۴- حافظ ابن حجر رحمت الله علیه ویلي دي : ددې حدیث طرق ( سندونه ) چې په یو مستقل کتاب کې د څلویښتو صحابه ؤ څخه ټول کړی دي چې په « لذة العیش فی طرق حدیث الأئمة من قریش » نومولۍ دۍ .[سمول]
۱- د جمهورو علماؤ لکه : حنفیه رح ، مالکیه رح ، شافعیه رح ، حنابله رح ، أهل الظاهر رحمهم الله أجمعین ، دوی وایي : امام باید قرشي وي .[سمول]
۲- شوافع او نور وایي : که قرشي نه وي بیابه کنایي امیر کیږي که هغه نه وي ، بیابه د بنو اسماعیل څخه وي ، که هغه هم نه وي بیابه أعجمي وي ، په یو قول کې جرهمي هم راغلی دی ، که هغه هم نه وي ، بیابه د اسحاق د او لادې څخه وي .[سمول]
۳ – امام ابن حزم رحمت الله علیه وايي : که چیرې لفظ « الأئمة من قریش » د امر په صیغې سره وي نو د غیر قرشي ټاکل حرام دي ، او که په صیغه خبر سره وي نو بیا که غیر قرشي دعوی د خلافت وکړي نو ټاکل ورته نشته ( یعني په داوړه حالاتو کې باید قرشي وي ) . [1][سمول]
۴ – شهید عبد القادر عوده رحمت الله علیه وایي : د امامت حق مقید دی ، د الله جل جلاله تراطاعت پورې ، او دا یواځې په قریشو پورې محصور نده .[2][سمول]
۵ – د/ یحیی اسماعیل وایي : قرشی توب د کمال شرط دی د صحت شرط نه دی . [3][سمول]
۶ – د / قرضاوي رحمت الله علیه وایي : د قرشي توب شرط د قریشو د قوت په له منځه تللو د منځه لاړ ، همدغه د امام ابن خلدون رحمت الله علیه نظر هم دی ، ځکه حکم د علت سره په و جود او عدم کې یو ځای وي .[سمول]
۷- شیخ عطیه صقر ویلي دي : د قرشي توب د شرط څخه مطلب تبرک ندی بلکې د امت د مصلحت لپاره د سلطان هیبت او د نفوذ وړاندې توب ، قوت طاقت مطلب دی ........... [4][سمول]
۸- شیخ شینقطي رحمت الله علیه ویلي دي : قرشی توب په شرط باندې ډیرو احادیثو دلالت کړی دی او عامو اهل العلم هدا نظر دی مګر د الله جل جلاله د دین د اقامت ، دهغه او د رسول صلی الله علیه وسلم په اطاعت پورې اړه لري خو که د الله جل جلاله د امر مخالفت یې وکړ نوغیر قرشي چې د الله جل جلاله اطاعت کوي او امر یې نافذوي د قرشي څخه غوره دی . [5][سمول]
دغه د دې بحث نچوړ او خلاصه ده او تفصیل یې په لاندې ډول دی :[سمول]
څکه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: عن آنس رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : الأئمةُ من قريشٍ ، [6]ا[سمول]
ژباړه : حضرت آنس رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړئ چې فرمایلی یې دي : بايد امام له قريشو څخه وي : دا حديث پدي لفظ سره امام احمد رحمت الله علیه ،امام نسايي رحمت الله علیه ، امام بيهقي رحمت الله علیه ، امام ابن أبی شيبه رحمت الله علیه ، امام ابويعلی رحمت الله علیه ، امام طبراني رحمت الله علیه په معجم کبير ، امام حاکم رحمت الله علیه ، امام سعيد بن منصوررحمت الله علیه ، امام أبوداود رحمت الله علیه ، امام طیالیسي رحمت الله علیه دحضرت علي او حضرت انس (رضی الله عنهما ) څخه روايت کړيدی .[سمول]
عن معاویة رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : إنَّ هذا الأمر في قريش لايعاديهم أحدٌ إلاّ أكبه اللّه في النّارِ علي وجههِ ما أقاموا الدّينَ[7][سمول]
ژباړه : امام بخاری رحمت الله علیه د حضرت معاويه رضی الله عنه څخه روايت کړی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : دغه کار دامامت به په قريشو کې وي هيڅوک به ددې کارمخالفت نه کوي مګر الله جل جلاله به يي دجهنم په اور کې پړمخې وغورځوي تر څو چې دوی ستاسو په منځ کې دين قائموي .[سمول]
عن عبد الله بن عمر رضی الله عنهما عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : لايزال هذا الأمر في قريش ما بقي منهم إثنانِ [8][سمول]
همدارنګه ابن عمر رضی الله عنهما روايت کړی چې فرمايلي يی دي : امامت به په قريشو کې ترهغه پورې وي ترڅو دخلکوڅخه دوه کسان هم پاتې وي .[سمول]
وبتفصيلٍ أكثر للحاكم في مستدركه، عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه، أنّ رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: «الأئمة من قريش، أبرارُها أمراءُ أبرارِها، وفجارُها أمراءُ فجارِها، ولكلٍّ حق، فآتوا كلَّ ذي حقّ حقَّه، وإنْ أمّرتُ عليكم عبداً حبشياً مجدعاً، فاسمعوا له وأطيعوا، ...»[9].[سمول]
او همدرنګه په زیات تفصیل سره امام حاکم رحمت الله علیه په خپل مستدک کې د علی بن أبی طالب رضی الله عنه هغه درسو ل الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړئ چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : امامان دقريشوڅخه دي نيکان يي دنيکانو اميران دي او بدان يي د بدانواميران دي که قريشو پرتاسې يو پرې کړل شوي پوزې والاحبشي غلام هم مقرر کړتاسو يي اطاعت وکړی او خبره يي واروی ...دا حديث شريف امام حاکم رحمت الله علیه اوامام بيهقي رحمت الله علیه دعلي رضی الله عنه څخه روايت کړي .[سمول]
،او امام طبراني رحمت الله علیه په صحيح سند سره دعبدالله بن سائب رضی الله عنه څخه اوامام بزار رحمت الله علیه دعلي رضی الله عنه څخه په مرفوع ډول روايت کړی چې : عن عبد الله بن السائب رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم أنه قال : قدِّموا قريشًا ولا تَقَدَّموها [10][سمول]
دحضرت عبد الله بن سائب رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی : قريش وړاندې کړی او په هغوی یی مه وړاندې کوی( قريش خپل امامان وټاکی) او همدارنګه عَنْ عُتْبَةَ بْنِ عَبْدٍ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ الْخِلَافَةُ فِي قُرَيْشٍ وَالْحُكْمُ فِي الْأَنْصَارِ......... [11][سمول]
ژباړه : عتبه بن عبدرضی الله عنه دپيغمبرصلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی دی چې فرمايلي دي : خلافت به په قريشو کې اومشورت به په انصارو کې وي ..... دا حديث امام احمد رحمت الله علیه امام طبراني رحمت الله علیه،امام ابن ابي عاصم رحمت الله علیه ، امام ابن عساکررحمت الله علیه دعتبه بن عبد رضی الله عنه څخه په صحيح سند سره راويت کړی دی .[سمول]
امام احمد رحمت الله علیه او امام ابويعلی رحمت الله علیه په مر فوع حديث دعبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه نقل کړی چې فرمايلي يي دي : اي قريشو تاسو ددې کار لپاره اهل او وړياست تر ځو چې لاره مونه وي ورکه کړي . او بدعت مونه وي اختيار کړی ، پدې کار سره صحابه کرام په سقيفه بني ساعده کې راټول شول کله چې انصارو وويل زموږڅخه دامير وي او ستاسې څخه دهم يو امير وي نو ابوبکر رضی الله عنه د مخکې حديث په استناد سره ددوی قول ردکړ ، نو انصارراضي شول اوویی ويل : تاسو امامان يئ اوموږ ستاسو وزيران يو.[سمول]
امام نووي رحمت الله علیه ددې حديث په اړه ويلي دي : دغه او ددې په څير نوراحاديث پدې څرګند دليل دی چې بايد امامت يوازې په قريشو کې وي او پرته له دوی څخه هيچا ته دخلافت ورکول اوخليفه ټاکل رواندي ، په همدې خبره دصحابه کرامو په وخت او له هغوی وروسته اجماع شوي ده اوچا چې ددې اجماع څخه وروسته دبدعتيانو او نورو مخالفينو څخه ددې مسألې په اړه څه وړاندي کول هغوی دصحابه کرامو اوبيا د تابعينو په اجماع سره د منلو وړندي [12][سمول]
چې په فتوی غوښتنه او د نورو ورځنيو مسايلو په هکله باید بل چاته اړنه وي پدې شرط سره دپخوا نه اتفاق شوی دی.[سمول]
مګر خلک داجتيهاد په اړه سره مختلف دي : يوه ډله علماء اجتهاد شرط بولي او ويلي يي دي په امام واجب دي چې ددين په اصولو او فروعو کې مجتهد وي تر څو وکولای شي فتوی ورکړي او احکام استنباط کړي دادي : امام ماوردي رحمت الله علیه ،امام ابويعلی رحمت الله علیه او امام جويني رحمت الله علیه ، امام غزالي رحمت الله علیه اوامام بيضاوي رحمت الله علیه نظردی امام ابن خلدون رحمت الله علیه پخپله مقدمه کې دا نظر د يوې ډلې څخه ياد کړيدی . [سمول]
امام شهر ستاني رحمت الله علیه ويلي دي : داهل سنتو څخه يوه ډله داجتهاد د نه شرطوالي خواته اوښتي او میلان یی کړئ دئ په ځانګړي ډول په وروستنيو وختونوکې تردې چې دايي روا وبلل چې امام د مجتهد نه وي مګر داټکی واجب دی چې بايد له ده سره داسې مجتهدين موجود وي چې دفتوی او احکاموپه اړه ورته مراجعه کوي . [13] [سمول]
–امام ماوردي رحمت الله علیه ويلي دي: دريم شرط آزادي ده ځکه چې مريي پخپل ځان وﻻيت نلري نو دا کار ددې کار خنډکيږي چې په بل چا دحاکم وټاکل شي ، ځکه چې دمريی ګواهي او شهادت نه قبلیږي نو داغوره ده چې دحکم دپلي کيدو امامت څخه هم منع کړی شي[14] [سمول]
نو دامام دآزادی او اسلام په شرط ګرځيدوکې څه پټوالی نشته .[سمول]
ټول اسلامي امت دلوی امامت او دمسلمانانو د او چت چار و وا ګې (خلافت ) لپاره دنارينتوب په شرطوالي سره اتفاق کړی دی نو دښځي لپاره دهيواد مشري کول ناروا دي . – عن أبی بکرة نفیع بن الحارث عن النبی صلی الله علیه وسلم قال: لن يُفْلِحَ قومٌ ولَّوْا أمرَهَمُ امرأَةً[15][سمول]
دحضرت أبوبکرة نفیع بن حارث رضی الله عنه څخه روایت دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرما يلي دي : هيڅکله به هغه قوم بريالی نشي چې ښځه يي د چارو واکداره اومشره وي . دا حديث امام بخاری رحمت الله علیه ،امام احمد رحمت الله علیه،امام ترمذي رحمت الله علیه ، امام نسايي رحمت الله علیه د حضرت ابوبکره رضی الله عنه څخه روايت کړی دی او بل دا چې ښځه د عقل او دين له پلوه نا قصه ده .او اسلامي امت پدې اتفاق کړی چي دښځي امامت رواندی ....... [سمول]
٨:- دامام دبدن اعضاء (غړي ) با يد سالم او صحیح وي . [سمول]
ځکه چې ماشوم مکلف ندی او دقضا لپاره يي ټاکل هم رواندي ، دخپل ځان اختيار نلري نو څنګه به دبل چا اختيار لرلی شي ،له همدې امله امام بخاری رحمت الله علیه پخپل صحيح کتاب کې په مرفوع سند سره د ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت کړی چې : زما دامت هلاکت او تباهي به دقريشو د ماشومانو په لاس کې وي ، دامام ابن ابي شيبه رحمت الله علیه سره په مصنف کې راغلي چې : ابو هريره (رضی الله عنه به په بازار کې روان وه او ويل به يي :(اي الله جل جلاله شپيتو کلونو عمر ته مې مه رسوې او دماشومانو پاچاهي مه راويني .[سمول]
عدالت دمکلف انسان دحالاتو برابر ښت دی چې هغه کار سرتري ونه وهي چې پدې يي څرګندوي او عدالت په تقوی او صلاح کې را ټوليږي ځکه چې پاچاهي او امامت دلويو امانتونو څخه دی او فاسق امين ندی اونه يي روايت قبليږي ،. امام ماوردي رحمت الله علیه ويلي : په ټولو امامتونو کې عدالت معتبر او معتمد څيزدی .[سمول]
عدالت دادی : چې انسان بايد درښيتينې لهجې ،امانت ته پوره پام کوونکی ، دټولو حرامو او ناروا و څخه پاک دګناهو نو څخه ځان ساتونکی دشک او شبهې څخه لري ، دغوصې او رضا په دواړو حالتونو کې مينه ناک . په خپل ديني اودنيوي کار کې د مرمت او ځوانمردی کار وونکی و ي [17].[سمول]
دښه اوبد ترمنځ توپير وکړي.ځکه چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فر مايلي دي : ددري کسانو څخه قلم پورته دی او بد اعمال يي نه ليکل کيږي : ماشوم ترڅو چې بالغ نه وي او ليونی ترڅو چې روغ نه وي.[سمول]
ژباړه :-ځکه چې دهغه چا وړاندې کيدل چې دالله جل جلاله څخه په هيڅ شي کې نه ویريږي او په ځمکه کې فساد او منکرات ښکاره کوي هغه د ډاډ وړندي او يا هغه څوک چې دخپل دين څخه معلومات نلري، نو يقينا يې په ګڼاه او تيري کې مرسته ورسره وکړه دنيکئ او تقوی مرسته يي ونکړه ، بيشکه چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :- عن عائشة رضی الله عنها عن النبی صلی الله علیه وسلم قال : مَن أَحْدَثَ في أَمْرِنَا هذا ما ليسَ فِيهِ، فَهو رَدٌّ . [21] متفق علیه .[سمول]
ژباړه : چاچې داسې يو کار وکړ چې زموږدﻻرې مخالف وه هغه کاریی رداو نامنلی شويدی . دغه حديث امام بخاری رحمت الله ، امام احمد رحمت الله علیه ، امام أبوداود رحمت الله علیه،[سمول]
امام ابن ماجه رحمت الله علیه ، امام بیهقي رحمت الله علیه ، امام أبوعوانه رحمت الله علیه او امام ابن ابي شيبه رحمت الله علیه روايت کړي دی .[سمول]
عن أبی ذر الغفاری عن النبی صلی الله علیه وسلم فقال : يا أبا ذَرٍّ، إنِّي أراكَ ضَعِيفًا، وإنِّي أُحِبُّ لكَ ما أُحِبُّ لِنَفْسِي، لا تَأَمَّرَنَّ علَى اثْنَيْنِ، ولا تَوَلَّيَنَّ مالَ يَتِيمٍ. [22][سمول]
د حضرت ابوذر غفاری رضی الله عنه څخه روایت دی چې حضرت پيغمبر صلی الله علیه وسلم ماته وفرمايل :-ای ابوذره ! ته کمزوری يي، ددوه کسانو مشري مه کوه، او هيڅکله د يتيم د مال سرپرستي مه کوه .[سمول]
او الله جل جلاله فرمايلي دي: فَإن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهًا أَوْ ضَعِيفًا . [23][سمول]
ژباړه :- .نو هغه څوک چې حق یی پرذمه وي کم عقل یا ناتوان وي .[سمول]
نو داصحيح اوسمه خبره ده چې که عقل یی کمزوری وي او هغه څوک چې خپل کار نشي کولی بايد ولي او سرپرست ونه نیول شي او هغه څوک چې حتما بايد ولي او سرپرست ولري نو ده ته ندي روا چي د مسلمانانو سرپرست او مشرشي او دا صحيح خبرده چې په چاکې چې دغه اته شرطونه پوره نشي سرپرستي يي باطله او ناروا ده او هيڅکله يي سرپرستي او امامت منځه ته نه راځي بيا دا کار مستحب دی چې دديني وړو وړو مسألو له عباداتو ،سياست او احکامو څخه خبر وي فرايض په پوره ډول سره سرته ورسوي او هيڅ کمبود په کې رانشي ټولې لویي ګناوي که پټې وي ياښکاره او همدارنګه له وړې ګناه هم ځان ترې وژغوري نو دغه څلور واړه صفات دي چې انسان يي بد ګڼي او غواړي دمسلمانانو خليفه بايد ځان ترې وساتي که يي بيا هم مشري واخسته نو خلافت يي صحيح دی او دغه صفات يي بدبولو او په هغه کې چې دالله جل جلاله پيروي کوي اطاعت يي واجب دی او په هغه څه چې دالله جل جلاله پيروي نه کوي بيا هم دفاع کول ترې واجب دي پدې کې اصلي هدف او موخه داده چې :- په خلکو او رعيت باندې پرته له ضعف او کمزورتيا څخه نرمي کوونکئ وي ،دمنکر په له منځه وړلوکې دشدت څخه پرته او دواجبو نه دتيري کولو پرته کلک وي ،ويښ او بيدار به وي دﻻوراوغيرتي نفس لرونکی دخپل ځان لپاره به دحق مال منع کوونکی نه وي . اوهمدارنګه به د هغه مال په اړه چې حق يي نه وي ، زيات مصرف کوونکی ( اسراف کوونکئ ) نه وي . [سمول]
دغه ټول پدې کي راټوليږي چې :-امام بايد دقران کريم په احکامو او د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په سنتو برابر وي ددغه کار ټول ښه والئ اوغوره والئ راټولوي .او دغه کار امام ته زيان نه رسوي چې په جوړښت او خلقت کې يي څه عيب او کمبودي وي .لکه : ړونډوالی اوګونګوالی،پوزه يي پرې وي غوږ يي پرې وي يا هغه چې دواړه ﻻسونه او دواړه پښې يي نه وي يا زوړ وي مګر پوهيږي اګر که سل کلن هم وي اوڅوک چې بي هوشه کيږي او بيا بيرته رابيداريږي ، او څو ک چې دمجرد بلوغ ته رسيدوسره سم بيعت ورسره کيږي او دامامت شروط په کې وي نو ددغه ټولو يادشووکسانو امامت صحيح او سم دی ځکه چې نه د قران کريم نص ،او نه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم سنت ،نه اجماع ،نه رای (نظر) او نه هم دليل ددې څخه ممانعت کړی دی .بلکه الله جل جلاله فرمايلې دي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ . [24] النساء اية٨ [سمول]
ژباړه :- ای مومنانو په عدالت سره عمل وکړی ، چاچې عدل وکړ بيشکه دالله جل جلاله امريي پرځای کړ ،دټولو مسلمانانو ترمنځ پدې کې هيڅ اختلاف نشته چې خلافت په ميراث نه ورکول کيږي او نه دپلار په ځاي زوی اونه څو ک دچا څخه وروسته په موروثي ډول خليفه ټاکل کيږي او همدارنګه د ماشوم لپاره خلافت روا ندی خو يو اځي روافض دي چې دا دواړه کارونه يي روا بللي دي او بل دا چې دهيچا ترمنځ پدې کې اختلاف نشته چې دښځې لپاره خلافت رواندئ ، دالله جل جلاله څخه مرسته غواړو . [25][سمول]
- صحیح الجامع الصغیر په 2758 نمیر روایت کړی او صحیح یی بللئ دئ ، امام احمد رحمت الله علیه په 12329 نمبراو امام نسائی رحمت الله علیه په سنن کبری کی په 5942 نمبر په لږ اختلاف سره روایت کړی دئ .[6][سمول]
- صحیح الامام بخاری رحمت الله علیه ، کتاب الاحکام په 7139 نمبر یی روایت کړئ دئ . [7][سمول]
- صحیح الامام بخاری رحمت الله علیه ، کتاب الاحکام په 7140 نمبر یی روایت کړئ دئ .[8][سمول]
[9] -الحاكم: المستدرك على الصحيحين، كتاب معرفة الصحابة، باب فضائل قريش، 4/85، حديث 6962. ورواه الامام الطبراني رحمت الله علیه بنفس اللفظ في المعجم الصغير،1/260، حديث 425 .[سمول]
-صحیح الجامع په 4382 نمبر سره روایت کړی دی ، او حدیث صحیح دی. [10][سمول]
- مسند امام احمد رحمت الله علیه، مسند الشامیین نمبر د حدیث شریف 17654 :[11][سمول]
--39 - شرح امام مسلم رحمت الله علیهج 12 ص 441-442. کتاب الامارة . ،غياث اﻻ مم للجويني ٦٢۲ -٦٢٣ ، احکام سلطاني للما وردي فتح الباري ج١٣ص١١٣-١٢١ مقدمه ابن خلدون ص.١٧٣.[سمول]