علامه ډاكتر اقبال چې پخپله هم دلويديزي نړي دتمدن او تاريخ پوهانو څخه دۍ په يوه ډيره لنډه جمله كې يې دغه واقعيت ته اشاره كړۍ وايي: ددغه تمدن اوپرمختګ روح او اساس دعفت او طهارت سره اوږد واټن لري.[سمول]
په اسلامي تمدن كې دعباداتونو نظام دپاكوالي سره بشپړه رابطه او تړون لري مګر دلويديزتمدن داسې ندۍ.[سمول]
اسلامي تمدن زړه اوسترګو پاكوالي ، دنظر اوفكرپاكوالي ته بلنه وركوي ولې غربي تمدن يواځي دقانون اوچاپيريال پيژندني له نظره ارزښت وركوي اوبس ، كه چيري عمومي فضا اوياهم مقابل لوري دكوم كاراجازه وركړي دهغه بدكاربدي له منځه ځي اوله هغه وروسته دعزت اوپاكۍ ضد نه كڼل كيږي ، په پايله كې قانون رواج اوچاپيريال ته تسليميږي اوبس.[سمول]
اسلامي تمدن حجاب اوسترلازم بولي مګر غربي تمدن حجاب اوستر ته كوم ارزښت نه وركوي او دا دبشر دحقوقومخالفت بولي بلكي په لومړي مرحله كې پخپله دپردي اوحياپه ضد اقدام كوي اوهغه يووروسته پاتي كاربولي.[سمول]
كله چې لمونځ انسان دفساد اوتباهۍ څخه په ساتلوكې ډير مهم رول لري كولاي شي چې دفرهنګي هجوم په مقابل كې دمقابلې دمهمو لاروڅخه وشميرل شي، په يقيني ډول كه چيرې زموږ ځوانان دجومات او لمانځه سره مينه پيداكړي او د الله ج او د هغه دعبادت خوند اولذت درك كړي هيڅكله به حا فر نشي چې خپل ځان په نورو حرامو خوندونو ككړكړي ، لمونځ انسان جوړوي روح پاكوي بدي پخپله حقيقي څيره انسان ته ورښيي ، د روح په چاپيريال دهدايت اورحمت دباران د اوريدو سبب اولامل كيږي انسان دفساد او بديو څخه منع كوي دشيطان نقشي پر اوبو لاهو كوي اوله منځه يي وړي ، انسان پخپلو نفساني غوښتنو مسلطوي لكه څنګه چې الله ج فرمائي: . ژباړه : بيشكه لمونځ انسان ړفحشا اوبديو څخه منع كوي.[سمول]
له همدي امله ځوانان بايد هڅه وكړي چې خپله رابطه دجومات لمانځه دجمعي دلمانځه سره پري نكړي او كوښښ وكړي چې لمونځ پخپل وخت سره اداء كړي ترڅو دالله ج ذكر او ورسره رابطه ټينګول چې په پرتليز(مقايسوي) ډول دبل هيڅ خوند سره پرابر ندي دركړي.[سمول]
اي ځوانانو! دهغو بربنډو او بد كاره آوا زويونكو او نڅا كوونكو څخه وويريږي چې رذالت او فحشا يي آخري حدته رسيدلي وی ، دشرابو او نڅا بنډارونه يي ګرم كړي وی ، په ډيره مستي او جګ آواز سره داسې چيغي او آوازونه وهي لکه د ډول په څیر سره ، ډيري بدي بي حيا په بشپړه بي ادبي سره يي په ژبو داسي كلمات جاري ساتي چې د انسانيت په چوكات كي هم ځاي نلري ، پرته له كوم واټن او حد څخه ښځي او نارينه سره ګډ چې عزت او حيثيت یی تر پښولاندي كوي ، چې دفجشا او بي بند وباري تري له ورایه ښكاري.[سمول]
دهغو خلكو څخه وويريږي چې دوي دپيشرفت او ترقي چيغي وهي د دوي تشو دعوا ووته غوږ مه ايږدي ځكه بدوكارونو ته ښه رنګ وركوي اوخلكوته خپله نظريه او ايډيالوژي دحل ښه لار ورپيژني او څرګندوي چې دټولو مشكلاتو دحل لار دهلاكو او نجونو د وړوكوالي څخه ګډوالي او اختلاط دۍ.[سمول]
دا داسي كلمي دي چې پخپله نه پري پوهيږي او داسې مطالب بيانوي چې په معنا اومهوم يي نه پوهيږي دهغه محتوا نه ده ورته روښانه داداسي خلك دي چې په شعوري يا لاشعوري ډول سره ديهودو صليبيانو ، كمونستانو او صهيونستانو پروګرامونو او نقشو پلي كوونكي او په لاراچوونكي دي.[سمول]
دغه خائنان غواړي زموږ ځوانان په فاجرو فاسقو بي احساسه او فاسدو عناصرو باندي واړوي ځكه دوي غواړي چې مسلمانان ځوانان دهغوي هڅي ، جهاد ، او هرراز كوښښونه له ياده وباسي ترڅو دظالمانو او اشغالګرو په مقابل كي دتسليمۍ سرونه ښكته كړي ، او ددوي هر بد او ناروا غږ چې دپليتيو او ككړو مريو يي راوزي بايد مسلمان ځوانان ورته چكچكي ووهي او دهر بي دينه او نا مسلمانه شخص حكم ومني دغه كافران غواړي چې زموږ ځوانان دپسونو درمو په څير چې چيرته وغواړي هلته بوځي پخپله امسايي وڅروي . اي ځوانانو هوښيار اوسۍ دكفارو ددي پوچو او بي مفهومه دعواوو او هغه فريب وركوونكو كلماتو او خبروته متوجه شي او دغه پروګرامونه په دوامداره توګه پخپلو ذهنونو كې وساتۍ ، خپل عفت په صبر سره وساتي ،خپله رابطه دخپل الله ج سره ټينګه او محكمه كړي ، داافتخار ، سرلوړي تاج ، داسلام سپيڅلي دين ته په راګرځيدوسره پخپل سركيږدي دهر بي دينه ، فاجر، فاسق دعوت اوبلنه ردكړي ،دملحدانو او كافرانو افتخاراتو او مباهاتوته توجه ونكړي.[سمول]
ددغه بحث ترلیکلو وروسته دې نیتجی ته ورسیدو چې :[سمول]
۱- داسلام سپیڅلی دین د فطرت سره موافق دی هر هغه شی چی اسلام د هغه نه منع کوی د انسان د ګټی او فوائدو لپاره ده هیڅ داسی عمل نشته چې اسلام منع کړی وی او د انسان پکی ګټه نه وی.[سمول]
۲- د وخت ارزښت د اسلام له نظره خورا با ارزښته سرمایه ده چې د موسیقی او ساز او سرود تر څنګ دغه سرمایه له لاسه وځی .[سمول]
۳- ساز او سرود د اسلام له نظره حرام دی په هر بالغ او مکلف انسان باندی لازم دی چې تری ډډه وکړی.[سمول]
۴- ساز او سرود د انسان روح مریضوی او دهغی استحکام او قوت تری اخلي د سختیو په مقابل کې هیڅ مقاومت نشی کولی او د امتحان په وخت کې ځان بایلی.[سمول]
۵- داسلامي تمدن ارزښت ښودل شو ی دی ، چې له اساسي ټکو څځه یی دنر او ښځي اختلاط ردول دی .[سمول]
۶- دهغو بربنډو او بد كاره آوا زويونكو او نڅا كوونكو څخه ويره په ګوته شوی ده چې رذالت او فحشا يي آخري حدته رسيدلي دشرابو او نڅا بنډارونه يي ګرم كړي وی .[سمول]
۷- علامه ډاكتر اقبال: په يوه ډيره لنډه جمله كې يې دغه واقعيت ته اشاره كړۍ وايي: دغربی تمدن اوپرمختګ روح او اساس دعفت او طهارت سره اوږد واټن لري.[سمول]
۸- سازاو سرودڅخه لري اوسئ ځكه داشرم او حيا كموي ، شهوت زياتوي ځوانمردي له منځه وړي دشرابو اثرعملا په وجود كې ټينګوي .[سمول]
۲-إغاثة اللهفان من مصايد الشيطان ،المؤلف: محمد بن أبي بكر بن أيوب بن سعد شمس الدين ابن قيم الجوزية (ت ٧٥١هـ، المحقق: محمد حامد الفقي ا لناشر: مكتبة المعارف، الرياض، المملكة العربية السعودیة .[سمول]
۶- تلبيس إبليس ، المؤلف: جمال الدين أبو الفرج عبد الرحمن بن علي بن محمد الجوزي (ت ٥٩٧هـ[سمول]
الناشر: دار الفكر للطباعة والنشر، بيرزت، لبنان الطبعة: الطبعة الأولى، ١٤٢١هـ/ .٢٠٠١[سمول]
۷- - جامع البيان عن تأويل آي القرآن ، المؤلف: أبو جعفر، محمد بن جرير الطبري (٢٢٤ - ٣١٠ه[سمول]
توزيع: دار التربية والتراث - مكة المكرمة - ص.ب: ٧٧٨٠ الطبعة: بدون تاريخ نشر.[سمول]
۸-خطبه های اصلاحی - تربیتی ، علامه مفتی محمد تفی عثمانی ، مترجم : محمد عمر عیدی ، سال چاپ 1369 ، نوبت چاپ : اول ، انتشارات : شیخ الاسلام احمد جام.[سمول]
۹ - الزواجر عن اقتراف الكبائر ، المؤلف: أحمد بن محمد بن علي بن حجر الهيتمي السعدي الأنصاري، شهاب الدين شيخ الإسلام، أبو العباس (ت ٩٧٤ه، لطبعة: الأولى، ١٤٠٧هـ - ١٩٨٧م .ـ)الناشر: دار الفكر[سمول]
۱۰- - سنن ابن ماجه . المؤلف: ابن ماجة أبو عبد الله محمد بن يزيد القزويني، وماجة اسم أبيه يزيد (ت ٢٧٣ تحقيق: محمد فؤاد عبد الباقي ، الناشر: دار إحياء الكتب العربية - فيصل عيسى البابي الحلبي.)[سمول]
۱۱- سنن ابي داود ، المؤلف: أبو داود سليمان بن الأشعث بن إسحاق بن بشير بن شداد بن عمرو الأزدي السِّجِسْتاني (ت ٢٧٥هـ)المحقق: محمد محيي الدين عبد الحميد ،الناشر: المكتبة العصرية، صيدا – بيروت.[سمول]
۱۲- السنن الكبرى ،المؤلف: أبو بكر أحمد بن الحسين بن علي البيهقي (ت ٤٥٨ ه، المحقق: محمد عبد القادر عطاء الناشر: دار الكتب العلمية، بيروت – لبنان ، لطبعة: الثالثة، ١٤٢٤ هـ - ٢٠٠٣ م.[سمول]
۱۳- سلسلة الأحاديث الصحيحة وشيء من فقهها وفوائدها، المؤلف: محمد ناصر الدين الألباني ت 1420ق ، الناشر: مكتبة المعارف للنشر والتوزيع، الرياض ـالطبعة: الأولى لمكتبة المعارف عدد الأجزاء: ٧ ، عام النشر جـ ١ - ٤: ١٤١٥ هـ - ١٩٩٥ م.[سمول]
۱۴- صحيح البخاري ، المؤلف: أبو عبد الله، محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة ابن بردزبه البخاري الجعفي ، تحقيق: جماعة من العلماء، الطبعة: السلطانية، بالمطبعة الكبرى الأميرية، ببولاق مصر، ١٣١١ هـ، بأمر السلطان عبد الحميد الثاني ثم صَوّرها بعنايته: د. محمد زهير الناصر، وطبعها الطبعة الأولى عام ١٤٢٢ هـ لدى دار طوق النجاة - بيروت، مع إثراء الهوامش بترقيم الأحاديث لمحمد فؤاد عبد الباقي، والإحالة لبعض المراجع المهمة ، عدد الأجزاء: 9.[سمول]
۱۵-صحيح الجامع الصغير وزياداته، المؤلف: أبو عبد الرحمن محمد ناصر الدين، بن الحاج نوح بن نجاتي بن آدم، الأشقودري الألباني (ت ١٤٢٠ه. ـ)الناشر: المكتب الإسلامي[سمول]
۱۶- غذاء الألباب في شرح منظومة الآداب، المؤلف : شمس الدين، أبو العون محمد بن أحمد بن سالم السفاريني الحنبلي (المتوفى : ١١٨٨ه، الناشر : مؤسسة قرطبة – مصر، لطبعة : الثانية ، ١٤١٤ هـ / ١٩٩٣م.)[سمول]
۱۷ -الفتاوى العالمكيرية المعروفة بالفتاوى الهندية . المؤلف: جماعة من العلماء ، برئاسة الشيخ: نظام الدين البرنهابوري البلخي . بأمر السلطان: محمد أورنك زيب عالمكير. الطبعة: الثانية، ١٣١٠ ه الناشر: المطبعة الكبرى الأميرية ببولاق مصر (وصَوّرتها دار الفكر بيروت وغيره ـ)[سمول]
۱۸- مجموع الفتاوى ، المؤلف: شيخ الإسلام أحمد بن تيمية جمع وترتيب: عبد الرحمن بن محمد بن قاسم رحمه الله وساعده: ابنه محمد وفقه الله، الناشر: مجمع الملك فهد لطباعة المصحف الشريف - المدينة المنورة – السعودية، عام النشر: ١٤٢٥ هـ - ٢٠٠٤ م.[سمول]
۱۹- المصنف في الأحاديث والآثار ،المؤلف: أبو بكر عبد الله بن محمد بن أبي شيبة الكوفي العبسي ــ،تقديم وضبط: كمال يوسف الحوت ، الناشر: (دار التاج - لبنان)، (مكتبة الرشد - الرياض)، (مكتبة العلوم والحكم - المدينة المنو رة ، الطبعة: الأولى، ١٤٠٩ هـ - ١٩٨٩ م.[سمول]
- دوهم فصل زیاتره مطالب می د انتر نیتی شبکو لکه : اصلاح آن لاین او داسی نورو څّه می اخستی دی .[1][سمول]
- كشف الخفاء عن حكم سماع الغناء)صفحه ۲۸ .[2][سمول]