د پیسو نړیوال صندق
د پیسو نړیوال صندق انګليسي ژبه: International Monetary Fund یا IMF یو نړیوال سازمان دي چې په ۱۹۴۵ میلادي کال یې بنسټ په امریکې کې کیښودل شو چې اوس 189 غړي لري. ددې صندق موخې په مختلفو جهتونو کې شتون لري یعنې د نړیوالې پولي همکارۍ پیاوړتیا، مالي ثبات ساتنه، نړیواله سوداگري اسانول، کار او اشتغال کچه لوړول، باثباته اقتصادي پرمختگ رامنځ ته کول او د نړۍ په سطح د غربت کچه راټیټول.
د صندق دندې
[سمول]د دولتونو اقتصادي، مالي او پولي سیاستونو جوړونه او ارزونه ، د تسهیلاتو ( پور ) ورکړه. کله چې د تادیاتو بیلانس توازن موجود نه وي، د غړي هیواد د اړتیا او غوښتنې په اساس لازم تسهیلاتو ( پور ) ورکول کیږي خو شرایط لري. متقاضي هیواد باید د صندق غوښتنې او شرایط ومني او کړنې د صندق د شرایطو په اساس عیارې کړي او ددې ترڅنگ دریېمه دنده یې تخنیکي او فني مرستې او روزنیز پروگرامونه د دولتونو مرکزي بانکونو او اړونده ادارو ته دي. ددې په خواکې، ځینې نورې اهمې دندې هم پرمخ وړي. د مالي او پولي ثبات او پرمختگ لپاره لازمې مشورې او توصې کول، له اړونده چارو څارنه کول، د اړونده مقرراتو او بانکي ساختارونو بیا کتنه او سمون، د ارزي عملیاتو سمبالښت او د تادیاتو د سیستمونو سمون او پرمختگ او هم په مالي نظام کې د سیستمونو ملاتړ او داسې توصې وړاندې کول ترڅو مالیاتي او گمرکي امور، بودجه جوړونه، د مخارجو مدیریت او د کورنیو او بهرنیو قرضو سمبالښت او په ټوله کې د اقتصادي او مالې قوانینو او طرحو سمون او ترتیب د پیسو د نړیوال صندق بنسټیزې دندې او موخې دي. ددې چارو پر مخ بیولو کې، د پیسو نړیوال صندق د دولتونو په چارو کې لاسوهنه کوي او د واکمنۍ د نقض سبب گرځي. د بیلگې په توگه، دا صندق د پیسو د تبادلې رژیمونه ټاکي. د اساس نامې پر بنسټ یې، Floating Regime منلی دی چي د بازار د قووتونو له لوري ټاکل کیږي او غړو هیوادونو دا ورسره منلي دي که کوم تغیر په کې راوړي د صندق خوښه او سلا به مني او هم د پولي سیاستونو په ابزارو کې گوتې وهي یعنې که معین مبلغ ډالر لیلامیږي ترڅو د ملي پیسو ارزښت وساتل شي، د پیسو مبلغ چې باید لیلام شي، د صندق له خوا ټاکل کیږي.
شرایط او توصې
[سمول]د پیسو د نړیوال صندق شرایط او توصې په مختلفو برخو سرخي لکه دولتونه باید مصارف کم کړي او په عام المنفع پروژو ډېره پانگونه ونه کړي، د لیبرال سوداگرۍ اصول او پرنسیپ باید ومنل شي، بهرنۍ مستقیمې پانگې اچونې ته لاره پرانستل شي، د قیموتونو کنټرول له منځه ولاړ شي او د حکومت له لوري سبسایډي موجوده نه وي، دولتي تصدۍ باید خصوصي شي او ښه حکومتوالي رامنځ ته شي او د فساد پر وړاندې مبارزه وشي او دې ته ورته نور شرایط لري چې غړي دولتونه او د مرستو متقاضي هیوادونه اړ دي چې دا شرایط و مني. د پیسو نړیوال صندق د غړو هیوادونو په سهم روان دی. د یو دولت چې څومره سهم وي په هماغه اندازه یې رایه وي. د امریکا متحده ایالات ډېر سهم لري ځکه خو یې تصامیم هم منل کیږي خو له اروپايي ټولنې سره داسې یو غیر رسمي تفاهم شته چې د صندق مشري اروپا وکړي او د نړیوال بانک مشر امریکايي واوسي.
نور ولولئ
[سمول]سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ Invalid
<ref>
tag; no text was provided for refs namedabout
- ↑ Boughton 2001, p. 7 n.5.
- ↑ "Factsheet: The IMF and the World Bank". IMF. 21 September 2015. بياځلي په 1 December 2015.
- ↑ "Funds, Programmes, Specialized Agencies and Others". ملگري ملتونه. بياځلي په ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۷.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - ↑ سرچينې تړی: https://www.ngfs.net/en/about-us/membership. Retrieved: ۲۵ اکتوبر ۲۰۱۹.
- ↑ سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20231020113811/https://orcid.org/members. Retrieved: ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۳.
- ↑ "GRID" (in انګرېزي ژبه). بياځلي په ۱۳ جون ۲۰۲۰.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ ذکر کېدنه: Global LEI index. Retrieved: ۱۷ سپټمبر ۲۰۲۴.
بهرنۍ تړنې
[سمول]ويکيخونديځ کې د پیسو نړیوال صندق اړوند دوتنې شته. |
- رسمي ویب پاڼه
- IMF Publications page
- World Economic Outlook - quarterly staff periodical
- recurrent Regional Economic Reports - published annually
- biennial Global Financial Stability Report
- Staff Discussion Notes - publication as and when desired
- Fiscal Monitor publication as and when desired
- Finance and Development - quarterly academic journal
- IMF Publications page
- کينډۍ:Dmoz
- IFIWatchNet Archived 2007-08-19 at the Wayback Machine. (Web resource for analysis and commentary critical of the IMF and similar institutions)
- "IMF-Supported Macroeconomic Policies and the World Recession: A Look at Forty-One Borrowing Countries", from the Center for Economic and Policy Research, October 2009
- "Proceedings and Documents of the United Nations Monetary and Financial Conference, Bretton Woods, New Hampshire, July 1–22, 1944"
- "IMF's Effect on Third World Countries" from the Dean Peter Krogh Foreign Affairs Digital Archives
- "IMF and Ukraine found a compromise"
کينډۍ:Trade کينډۍ:Central banks کينډۍ:International organizations کينډۍ:United Nations کينډۍ:Economics
|
- Pages using the JsonConfig extension
- مخونه د غبرګونيزي تيروتنې سره
- CS1 errors: dates
- CS1 maint: unrecognized language
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P37 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P463 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځايي تړنه له ذسټاک وېشنيزی په توګه د ويکيسيند سره
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- Wikipedia articles with VIAF identifiers
- Wikipedia articles with LCCN identifiers
- Wikipedia articles with ISNI identifiers
- Wikipedia articles with GND identifiers
- Wikipedia articles with SELIBR identifiers
- Wikipedia articles with BNF identifiers
- Wikipedia articles with NLA identifiers
- International Monetary Fund
- International finance institutions
- United Nations specialized agencies
- Global policy organizations
- International development
- United Nations Development Group
- United Nations Economic and Social Council
- Organizations established in 1945
- Organizations based in Washington, D.C.
- 1945 in economics
- نخشه لرونکي مخونه