د ټاپي پروژه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ټاپي پروژه
Turkmenistan–Afghanistan–Pakistan–India Pipeline
ددې پايپ لاين هغه لاره چې تجويز شوې ده
ددې پايپ لاين هغه لاره چې تجويز شوې ده
ددې پايپ لاين هغه لاره چې تجويز شوې ده
موقیعیت
هېوادترکمنستان
افغانستان
پاکستان
هند
مسیرشمال-جنوب
پیلIolotan gas field، ترکمنستان
ترمنځهرات
کندهار
کوټه
ملتان
ترفضيلکه، هند
څنګ کې تیرودونکې لارهد کابل کندهار لویه لار
عمومي مالومات
ډولطبیعي غاز
Technical information
اوړدوالی۱٬۷۳۵ kم (۱٬۰۷۸ ميل)
Maximum dischargeپه يو کال کې 27  بلين مکعب ميټر

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د نومونو د لومړنیو تورو لنډیز دی؛ ددې هېوادونو ترمنځ د غازو نللیکې ته وایي چې د (۲۰۱۵، ۱۳، ۱۲مه میاشت یې د کار پیلېدا عملي جنبې تړون د اړوندو هېوادونو هېواد مشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو. ددې پروژې د گټې اخېستنې وروستۍ نیټه د ۲۰۱۹ کال تر پایه پورې اټکل شوې. د دې پروژې ټول ظرفیت به شاوخوا (90 MMSCMD) پورې وي چه له دې څخه به (38 MMSCMD) پاکستان ته (38 MMSCMD) هندوستان او پاتې (14 MMSCMD) به افغانستان ته ورکول کیږي. ویل کیږی چې دا پروژه به تقریبا ۳۰ کاله دوام وکړي او په دې کې به شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو ته په افغانستان کې د کار کولو زمینه مساعده شي. د ترکمنستان هيواد چې د گازو خورا سترې زيرمې لري، په ١٣٦٨لمريز کال کې يوه داسې طرحه وړاندې کړه چې له مخې به یې له دغه هېواده د گازو يوه اوږده نلليکه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته وغځول شي او په دې توگه به د ترکمنستان گاز د پاکستان او هند بازارونو ته لار پيدا کړي.

د پایپ لاین مسیر[سمول]

د گازو دغه پايب لاين د افغانستان د هرات او کندهار له ولايتونو، د پاکستان د کويټي او ملتان ښارونو څخه تيريږي او د پاکستان — هند تر پولې د فاضلکه تر کلي پورې غزيږي. د دغه پايپ لاين ظرفيت په يوکال کې ۳۳ مليارد متر مکعبه طبیعي گاز دی. نو له دې کبله ددغې نللېکې ۲۱۴ کيلو متره د ترکمنستان په خاوره ، ۷۷۳ کيلو متره د افغانستان او ۸۲۷ کيلو متره د پاکستان په خاوره کې تيرېږي. د ټاپی د پروژي طرح د يو شمېر هيوادونو له هغې جملي د امريکا متحده ايالاتو او روسيي د تائيد وړ گرځدلې. ده.[۱]

پلي کونکي مووسسه[سمول]

د يونیکال په نوم يوه امريکايي شرکت، چې مرکز يې په کليفورنيا ايالت کې دى او د نړۍ په بيلابيلوه هيوادونو کې د نفتو او گازو د یو شمیر شرکتونو سرمشري پر غاړه لري؛ په دې پروژه کې د سيالۍ لپاره تیاری ونيوه او له ١٣٧٠ څخه تر ١٣٧٣لمريز کال پورې یې د دې پروژې د لومړنۍ سروې لپاره نږدې يو ميليون ډالره مصرف کړل. خو دغه امريکايي شرکت له ١٣٧٣ل نه تر ١٣٧٦لمريز کال پورې په دې ونه توانيد، چې د پروژې د پلي کولو لپاره په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ملاتړ ترلاسه کړي او له همدې کبله د ټاپي پروژه له خنډ او ځنډ سره مخ شوه. له ترکمنستان څخه تر هندوستانه د گازو د نل ليکې غځولو په اړه دوه بڼې په پام کې نيول شوې وی، چې يوه يې د ترکمنستان له دولت اباد نه شروع او د افغانستان په خاوره کې له فارياب نه شبرغان، مزارشريف، سمنگان، بغلان، سالنگونو، پروان، کابل پورې غځېده او بیا به د جلال اباد له لارې پاکستان ته او بيا هند ته غځول کیده.

دویمه طرحه[سمول]

خو دويمه طرحه چې بيا نهایي شوه، د ترکمنستان په خاوره کې تر ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته، د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولايتونو څخه په ٧٣٥ کيلومتره فاصله کې تر پاکستانه غځېږي. چې هلته بیا د کويټې له لارې پنجاب ايالت ته غځېږي او بیا په دغه هېواد کې تر ٨٠٠ کيلومتره مزل وروسته د هندوستان هيواد په فاضليکا سيمې کې پاى ته رسيږي. هغه مهال د ټاپي پروژې غړو هيوادونو ژمنه کړې وه، چې د دې پروژې ترڅنگ به يوه بله ستره اساسي او بنسټيزه پروژه هم پلې کيږي، چې هغه د نل ليکې ترڅنگ په نړيواله کچه د لويې لارې جوړيدل و، ترڅو هند او پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا له هيوادونو سره ونښلوي.

د ټاپي لمټيد بنسټ[سمول]

د ټاپي پروژې غړو هيوادونو (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هندوستان) ترمنځ په ١٣٨٠لمريز کال کې يو تړون لاسليک شو، چې د يادو څلورو هيوادونو په خوښه د گازو ددې سترې پروژې د عملي لپاره یې د «ټاپي لمټيد» په نوم يو گډ شرکت جوړ کړ. په ټاپي پروژه کې له يوڅه پرمختگ وروسته يو بل اساسي تړون د ١٣٨٩ لمريز کال د وږي د مياشتې په ٢٩مه د ترکمنستان په پلازمينه عشق اباد کې د ولسمشر حامدکرزي، د ترکمنستان ولسمشر قربان علي بري محمداوف، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او د هند د انرژۍ وزير له لوري لاسليک شو. په همدې کال کې افغان چارواکو د دې پروژې په اړه وويل، چې د دغه تړون له مخې به هر کال ۳۳ ميليارده متره مکعبه گاز له ترکمنستانه افغانستان، پاکستان او هند ته وليږدول شي، چې%۴۲گاز به هندوستان،%۱۶سلنه افغانستان او پاتې نور به پاکستان تر لاسه کوي. د ټاپي پروژې د غړو هيوادونو چارواکو اټکل کړى و، چې د ١٣٩٠لمريز کال په نيمايي کې به د نړيوالو باوري کمپنيو ترمنځ داسې يوه ټولنه رامنځته شي،ترڅو د نل ليکې د غځولو چارې په ١٣٩١ کې پيل او تر ١٣٩٣لمريز کاله پورې بشپړې کړي، خو دغه چارې عملي نه شوې. همداراز په دې وروستيو کې يو ځل بيا د افغانستان، ترکمنستان ، پاکستان او هند چارواکو په عشق آباد کې په خپله وروستۍ غونډه کې يوه پرېکړه وکړه، چې په ١٣٩٤لمريز کال کې به د ټاپي پروژې چارې پيل او تر ١٣٩٦لمريز کال پورې به پای ته ورسيږي. په ١٣٩٠لمريز کال کې د ترکمنستان چارواکو د دې پروژې په اړه له پاکستاني چارواکو سره اسلام اباد کې خبرې اترې وکړې، دواړو هيوادونو د يوه تړون په لاسليکولو سره د ټاپي پروژې گازو بيه معلومه کړه، چې د تړون تر مخه به د ترکمنستان د گازو بيه په نړيوال بازار کې د اوومو تيلو له بيې څخه ديرش سلنه ټيټه وي. په همدې کال کې د ترکمنستان د تيلو او گازو وزير بيرمگدلي نيديروف يوې نړيوالې پانگونکې جرگې ته ويلي ول چې ډير ژر به د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان گازو د ليږد پر پلور تړون لاسليک شي. دغه ترکمن چارواکي وويل: "هيڅ د شک ځاى نشته، چې دا پروژه به ارو مرو عملي کيږي". د نوموړي په وينا، که دا پروژه عملي شي، نو د ترکمنستان دري ديرش ميليارده متر مکعب گاز به د هند او پاکستان تږو بازارونو ته لار ومومي . د ټاپي پروژې له بشپړېدو وروسته په لومړيو لسو کلونو کې پنځه سوه ميليون متر مکعبه گاز ترلاسه او دويمه لسيزه کې به يو ميليارد متر مکعبه او درېيمه لسيزه کې به ١،٥ ميليارد متر مکعبه گاز له دغه هېواده وپېري. د ١٣٩٢لمريز کال د ليندۍ د مياشتې په شروع کې د ټاپي غړو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان ،پاکستان، هند) استازو د د ې پروژې د مالي مشورتي خدمتونو (TASA) تړون د ٢٤ مې تخنيکي غونډې په ترڅ کې د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې لاسليک کړ. په دې گډه ناسته کې غړو هېوادونو ژمنه وکړه، چې که پېريدونکي هېوادونه (افغان، پاک، هند) له خوا تر قرارداد اضافي گازو ته اړتيا پيدا شوه، نو پلورونکى هېواد ترکمنستان ته به کم تر کمه ٤٨ ساعته مخکې خبر ورکوي، تر څو د اړتيا وړ گاز پر ټاکلي وخت برابر شي.

د پروژي امنیت مسئله[سمول]

له بل پلوه د ټاپي پروژې د امنيت لپاره افغان دولت اعلان کړى، چې يوه اوه زريزه امنيتي ځواک ته به دنده ورکړي، ترڅو د افغانستان په خاوره کې د گازو د دې نل ليکې امنيت خوندي کړي. په ١٣٨٩لمريز کال کې د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت د پرمختيايي پروگرامونو رييس، جليل جمرانيوويل، چې د ټاپي پروژې د امنيت د ټينگښت په اړه اندېښنه نه لري. هغه وايي: "د افغانستان د کانونو وزارت له امنيتي ادارو سره يوځای د دې پروژې د امنيت د ټينگښت لپاره يو پلان لري، چې د ټاپي د امنيت د ټينگښت لپاره به ۷۰۰۰ تازه نفسه ځواک وگومارل شي، د دې پروژې د امنيت د ټينگښت لپاره له ۵۰ څخه تر ۶۰ ميليونو ډالرو پورې پيسې ځانگړې شوې دي." د ټاپي پروژې په پيليدو سره، چې نږدې اته ميليارده ډالرو پورې لگښت لري، يواځې په افغانستان کې به په زرگونو افغانانو ته د کار زمينه برابره شي او همداراز افغانستان به له دې لارې هر کال کابو څلور سوه ميليونه ډالره گټه ترلاسه کړي.

سرچینې[سمول]

  1. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)