د قرآن لرغونې نسخه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د قرآن کریم له ټولو لرغونې او لومړنۍ نسخه د انگلستان برمنگهم پوهنتون په کتابتون کې موندل شوې چې لرغونپوهانو او تاریخپوهانو د نړۍ له ټولو لومړۍ لرغونې لیکل شوې نسخه گڼلې چې د پسه په څرمنه کښل شوې ده.

دقران کریم هغې خطي نسخې،چې دانگلستان په برمنگهم پوهنتون کې وه او دوه ورځې وړاندې د(کاربوني وړانگو) پر وسیله ارزول شوې ده، د ختیځپوهانو هغه نظریه رد کړه، چې دوی به ویل قرانکریم د محمد صلی الله علیه وسلم پر مهال شتون نه درلود او داسلامي فتوحاتو د توجیه لپاره د محمد صلی الله علیه وسلم اصحابو راټول کړې او لیکلی دی. خو دپوهنتون څیړنو او ارزونووښوده،چې دقرانکریم لیکوال د محمد صلی الله علیه وسلم په ژوند دا کار کړی دی او یا دقران کریم کومه ایاتونه، چې لیکل شوي دي، چې د محمد صلی الله علیه وسلم پر وفات دیارلس کاله نه نه و تیر شوي په بله مانا قران کریم د عمر رضی الله عنه دخلافت پرمهال بشپړ لیکل شوی. پر کوم پوست، چې قرانکریم لیکل شوی دی دپسه یا وزې دی ، څیړنې یې دقیق عمر مالوم کړی دی ، د کره والي سلنه یې ۹۵.۴٪ ښودل شوې ده، څیړنه وايي دا دخطي نسخه د۶۴۵-۵۶۸ ز کلونو تر منځ لیکل شوې ده، دسیرت کتابونه وايي : محمد صلی الله علیه وسلم په ۷۵۰ زیږیدلی دی ۶۱۰ کې پیغمبر شوی دی او په ۶۳۲ په مدینه منوره کې وفات شوی دی. دا خطي نسخه د رسول صلی الله علیه وسلم پر ژوند دده کوم صحابي لیکلی ده او یا دنبي علیه السلام له وفات وروسته،چې ۶۴۵ کلونو څخه اوړي. د برمنگهم پوهنتون د عیسویت او اسلامي زده کړو متخصص استاد دیوید توماس وايي : دا خطي نسخه داسلام دپیل دکلونو ده،پر حجازي خط لیکل شوې ده،چې د عرب لیکدود مشهوره بڼه ده ،زه ویلای شم ،چې دا دقران کریم تر ټولو لرغوني خطي نسخه ده. پروفیسور توماس وايي : ډېر احتمال شته،چې دخطي نسخې لیکوال دی دنبي علیه السلام په عصر کې ژوند کړې دی وي او نبي علیه السلام یې مخامخ لیدلی ، خبرې یې ورسره کړې دي او کېدای شي دنورو اصحابو په پرتله ورته نږدې هم وي .