خپره شوې لورنه (امام مهدي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

خپره شوې لورنه (امام مهدي)[سمول]

(( بسم الله الرحمن الرحیم)) آیت یوسل و څورالس ځل په قرآن کې بیاځلي شوی دی- یوسل و دریالس ځل د سورتونو په پیل کې او یو ځل د نمل سورت په آیتونو کې- یوازې په دې آیتونو کې ۲۲۸ ځل د لورنې په ځانګړنې ستایل شوی دی. پردې سربېره، په نورو آیتونو کې الله ډېری ځل په دې ځانګړنه ستایل شوی دی.

ددې آیتونو له ټولګې، دا مهم او ټولیز آر راڅرګندېږي:  ((د انسان او نړۍ د پنځون بنسټ لورنه ده))؛ نو په هر ځای کې باید ددې آر په لټه کې ووسو.

د رسول الله په بعثت کې د الله لورنه[سمول]

الله په قرآن کې رسول الله ته وايي : ((وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ[1]= او ته مو نړيوالو ته يوازې رحمت لېږلى يې. ))

خدای د اسلام پېغمبر او نور پېغمبران ځکه مبعوث کړي دي، چې انسانان له خپلې لورنې برخمن کړي.

د آنحضرت (ص) اوصیاء او ځایناستي هم د رسول الله لارې ته دوام ورکوونکي دي. د نبوي کورنۍ د امامانو د لړۍ دولسم امام؛ حضرت مهدي هم ټولو انسانانو ته د پالونکي د پراخه لورنې یوه وړانګه ده.

په ((آل یاسین)) زیارت کې چې د امام مهدی پهه باب دی، لولو: ((والرحمه الواسعه[2]))، سلام دې پر تا وي .... ای د پالونکي پراخه لورنې.

حضرت جابر (رض) له رسول الله (ص) نه روایت رانقل کړی، چې امام مهدي پکې په ((رحمة للعالمین)) یاد شوی دی.[3]

هو! هغه امام دی او پر ځمکه د الهي لورنې او پېرزو پلي کولو ته د الله زېرمه ده.

رسول الله (ص) د امام مهدي په باب وايي :

(( تاسې ته د مهدي زېری درکوم، هغه به زما په امت کې مبعوث شي، هغه مهال چې خلک یو له بل سره ډېر اړپېچ لري او هېڅه به کوټلي نه وي او ټیکاو به نه لري، هغه به ځمکه له عدل او نیاو ډکه کړي؛ لکه څنګه چې له ظلم او تېري ډکه شوې ده. اسمان مېشتي او ځمکمېشتي به ترې خوښ شي، شتمني به په سمه توګه پر خلکو وویشي.))

یو سړي وپوښتل: رسول الله! د شتمنۍ د سمې ویشلو څه مانا ده؟

آنحضرت (ص) وویل: ((یعنې په عدالت به شتمني پر خلکو ویشي.[4]))

همداراز امام مهدي په ((غیبت صغری)) کې په یوه لیک کې خپل یوه ځانګړي ملګري ته لیکلي دي: (( زه د ځمکمېشتو د هوساینې لامل یم.[5]))

هو! امام مهدي ځمکمېشتو ته  د الهي لورنې او پېرزو یوه وړانګه ده او که د جګړې او تورې خبره یې هم کېږي؛ نو دا چار یې هغه ظالمانو او سرغړاندو ته دی، چې د الهي لورنې د پلي کېدو پر لار خنډ دي.


[1] . انبیاء/ ۱۰۷ آیت.

[2] . بحارالانوار، ۵۲ ټوک، ۱۷۱ مخ.

[3] ، کلینی، محمد بن یعقوب، الکافي، لومړی ټوک، ۵۲۷ مخ.

[4] . کشف الغمه/ دویم ټوک، ۵۷۱ مخ.

[5] . کتاب الغیبه، شیخ طوسي، ۲۹۲.