خير محمد عارف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سيد خير محمد عارف (د ۱۹۴۷ ز کال زوکړه) د پښتو ژبې يو شاعر، ليکوال او څېړونکی دی.

مخينه[سمول]

سيد خير محمد عارف د ۱۹۴۷ زېږدي کال په جولای کې د بلوڅستان ايالت د پښين په سیمه کې زېږېدلی دی . لومړنۍ زده کړې يې په لورلای کې ترسره کړې دي .له ۱۴ کلنۍ راهيسې يې په شعر ليکلو پیل کړی دی . لومړنی شعر يې پر ۱۹۶۱ ز کال په کوټه کې چاپ شوی وو .

دندې[سمول]

خير محمد عارف اوسمهال د کويټې د پښتو اکاډمۍ مشر دی.

چاپ شوي نښيرونه[سمول]

۱. په ترينو لهجه کښي فولکلوري اصناف.

۲. د ماتو غاړو فولکلوري او تاريخي پس منظر.

۳. د ميرزا حنان بارکزي ديوان،

۴. ترين او ترينو.

۵. زموږ غازيان او شهيدان.

۶. د اتڼ نارې.

۷.

د شعر څو بېلگې يې[سمول]

غزل

چې دي ليدلې په وران كور كې د دودونو ليكې

ستا پر تندي هم جوړېدلې د فكرونو ليكې

په شنه اسمان به څو پر ما د غم باران ورېږي

وگورم ياره په چا باندي د لاسونو ليكې

زخمونه ټول پكې له ورايه لكه ستوري مالوم

د كهكشان په شان وجود مې د اهونو ليكې

هره لمحه يې لكه گيټى شور په فكر غواړي

ژوند يو قطار دى چې په كې دي په سوونو ليكې

تېري وعدې او تېر وختونه يادومه ناست يم

ستا په اميد كاږم په مځكه له كلونو ليكې

نوى تعمير د كوم شاهكار ژوندون كوې عارفه

د ړنگېدو د پاره باسي په كورونو ليكې

سرچينې[سمول]

  1. http://www.mashaalradio.org/content/article/26633425.html
  2. http://www.taand.com/archives/23566 Archived 2014-04-21 at the Wayback Machine.
  3. http://www.larawbar.net/3174.html[مړه لينکونه]

۴. https://pashtoacademy.pk/en/publications/ ۵. ‎