Jump to content

خوست ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خوست د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه يو هغه ولايت دى، چې د هېواد تقريباً په سوېل- ختيځ کې موقعيت لري، چې د طول البلد د ٦٩ درجو، ٣٩ دقيقو او ٥٨ ثانيو او شمالي عرض البلد د ٣٣ درجو، ٥ دقيقو او ٢٤ ثانيې په کرښه کې پروت دى.

خوست ولايت
اړوند
ژبې
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۶۴۷٬۷۳۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۴٬۱۵۱٫۵ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۳°۲۴′شمال ۶۹°۵۴′ختیځ / 33.4°شمال 69.9°ختيځ / 33.4; 69.9 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

له غرونو ډک خوست د پاکستان قبايلي سيمې وزيرستان سره لگيدلی دی، چې له پاکستان سره (١٨٥) کلومتره گډه پوله لري او په راتلونکي کې به يو ښه ټرانزيټي ښار وي. خوست له پکتيا او پکتيکا سره لگيدلی دی چې د اوسني پاکستان له غلام خان څخه را پروت سړک له خوست څخه تيريږي او گرديز ته رسيږي او بيا دغه سړک پلازمېنې کابل ته غځېدلی دی.

جغرافيه

دغه ولایت ٤٠٢٩ كيلومتره مربع پراخوالی لري او نفوس يې له يو ميليون څخه زيات دی. ١٢ ولسوالۍ او د ښاروالۍ ٣ ناحيې او د کوچيانو ٣٠٠٠٠ کورنۍ لري. له غرونو ډک خوست د پاکستان قبايلي سيمې وزيرستان سره لگيدلی دی، چې له پاکستان سره (١٨٥) کلومتره گډه پوله لري او په راتلونکي کې به يو ښه ټرانزيټي ښار وي. خوست له پکتيا او پکتيکا سره لگيدلی دی چې د اوسني پاکستان له غلام خان څخه را پروت سړک له خوست څخه تيريږي او گرديز ته رسيږي او بيا دغه سړک پلازمېنې کابل ته غځېدلی دی. دغه سړک له پاکستان څخه نورو را داخليدونکو سړوکونو په نسبت ٤٣٣ کلومتره په کچه کم دی او د افغانستان د اقتصادي پرمختگ لپاره مناسبه لارده . خوست د نورو ولايتونو په نسبت ښه معتدله هوا لري او د ژوند د ډېرو چارو لپاره ښه مساعد ولایت دی. د خوست ځمکې ښې حاصل خيزې دي، په زراعتي ځمکو سربېره ځنگلونه هم لري چې د بيلگې په ډول يې تڼي، منگل، ځاځي ميدان او د ځډراڼو ځنگلونو نومونه يادولی شو. له يادو شوو ځنگلونو څخه وچې ميوې لکه چارمغز او جانغوزي په زياته پايمانه لاسته راځي. د وچو ميوو تر څنگ لمدې ميوې لکه زردالو، الوچه، انار، مڼه او شفتالو هم د دې ولايت له زراعتي لاسته راوړنو څخه دي. زياتره وگړي يې د مالدارۍ په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوند ډېرې اسانتياوې له همدې لارې پوره کوي. د کرهڼيزو ځمکو او ځنگلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو يانې سيند او باران اوبو څخه گټه اخلي او زياتره سيمې يې روانې اوبه لري. په ځينو سيمو کې د برېښنا د توليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدای شي، په دې ولايت کې ډېر تاريخي ځايونه هم شته، له دې تاريخي ځايونو څخه د منگسو په سيمه کې د ايسار غونډۍ يادولی شو. د پخوانيو خلکو په خبره، دغه غونډۍ په مصنوعي توگه د انسنانو په مټ جوړه شوې ده او غونډ جوړښت لري، د سيمي د خلکو په خبره، ځينې تاريخي اثار په دې غونډۍ کې پيدا شوي، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي. د دې ولايت خاوره د اولياوو کرامو او بزرگانو له برکته هم ډکه ده. د يادونې په ډول يې مشهور زيارتونه لکه کوکرک بابا، عالم شېر پير، نصري اقا، آدمحمد، خواجه متون بابا او گلزار اقا يادولی شو . خوست پر ځنگلونو سربېره، طبيعي زيرمې هم لري چې په ځينو سيمو کې يې د چينې (Caco3 ) ، اوسپنې، مسو، جستو او کرومېټ لرونکي ډبرې پيدا شوې دي. د کروميټو ډبرو د ايستلو قرارداد هم شوی دی چې افغان دولت يې د کال ٦ ميليونه امريکايي ډالره گټه اخلي .

د فرهنګ عميد سيند پر بنسټ، د خوست لغوي مانا جزيره يا د درياب په منځ کې وچې ته ويل کيږي، چې د فولکلوريکو روايتونو له مخې، په لرغونو زمانو کې هغه خوړونه چې د ځدراڼو، منګلو او تڼيو له غرونو رابهيدل، ټولې اوبه يې په خوست کې ډب کيدې او د وتو لار يې نه وه.

خوست پخوا د پکتيا ولايت اړوند يوه لويه ولسوالي وه او اوسنۍ ولسوالۍ يې د علاقه داريو په کچه وې، چې د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال يې د ولايت کچې ته ارتقاع وکړه، چې دا مهال د دريو اداري واحدونو، شمل، متون او لکڼو په ګډون، د سپېرې، دوه مانده، نادرشاه کوټ، اسماعيل خېل او مندوزي، تڼي، ګربز، عليشېر، صبري، باک، ځاځي ميدان، موسى خېل او قلندر په نومونو ١٢ ولسوالۍ لري.

وګړې او ژبې

د دې ولايت نفوس له يو میلیون څخه اوړي چې مطلق پښتانه دي، د دې ولايت رسمي او تعليمي ژبه پښتو ده. د دې ولايت خلک د پښتو ژبې په خوستۍ لهجې خبرې کوي، خوستي لهجه له وزيرستانۍ لهجې سره نږدېوالی لري.

ولسوالۍ

کلتور

په خوست کې په منظم ډول د ادبي او فرهنګي هڅو پيل له استقلال ادبي ټولنې وشو. دغه ټولنه په ١٣٧٦ لمریز کال کې د خوست په مرکز کې تاسيس شوه او له لارې يې په خوست کې ليکوالان، شاعران او فرهنګيان يو په بل پسې راپيدا شول او ورپسې د خوست د مرکز اړوند په لکڼو سيمه کې د محمدصديق روهي او عليشېرو ولسوالۍ کې د عبدالباري جهاني په نومونو ادبي ټولنې جوړې شوې، چې دا مهال په خوست کې څه باندې ١٥ فرهنګي ټولنې شته او هره يوه يې د مشاعرو، غونډو، د کتابونو چاپ او په بېلابېلو لارو کې خپل فعاليتونه کوي.

په خوست کې د چنار په نوم کلنۍ مشاعرې هم له تېرو څو کلونو راهيسې پيل شوې دي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو او له کرښې هاخوا فرهنګيان او شاعران په کې ګډون کوي.

په خوست کې دا مهال د مطالعې کلتور ډېر شوى او کتابتونونه هم ډېر دي، چې د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست او شېخ زايد پوهنتون پر لويو کتابتونونو سربېره، ځینې فرهنګي ټولنې او مرکزونه هم توانيدلي چې کتابتونونه جوړ کړي او د دې ترڅنګ په خوست ښار کې تر ١٢ کتابپلورنځي هم شته، چې بېلابېل کتابونه او مجلې په کې پلورل کيږي.

په خوست کې د اطلاعاتو او کلتور په رياست چوکاټ کې موزيم هم شته، چې د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ورته لرغوني اثار او ځينې عجايب راوړل شوي او دا مهال ٣٠٠ اثار په کې ثبت او موجود دي.

په خوست ولايت کې تر ١٤ پورې د خطاطۍ او رسامۍ کورسونه شته، چې تر اوسه يې ډېر ځوانان په دې هنر کې روزلي دي. د خوست د ځانګړې موسيقۍ الات ډوول، سورڼى او سرېنده دي، خو دا مهال په افغانستان کې د دود موسيقۍ ټول الات د هنري ډلو لخوا غږول کيږي او اوس اوس په خوست کې د سندرغاړو او هنرمندانو شاوخوا ١٣ ډلې شته، چې په ودونو، کوژدو، اخترونو، نوي کال او نورو ملي او تاريخي ورځو کې کنسرتونه تر سره کوي.

اتڼ چې د هېواد ملي نڅا ده، د لويې پکتيا او په ځانګړي ډول د خوست د خلکو لرغونى دود دى.

رسنۍ

په خوست کې لومړنۍ چاپي جريده د غازي په نوم ده، چې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال له خوست څخه خپرېده، يوه ګڼه يې د خوست په موزيم کې ساتل کيږي.

د خوست دولتي راډيو په ١٣٦١ لمريز کال کې تاسيس شوه او د خوست ټلوېزيون په ١٣٦٥ لمریز کال کې په خپرونو پيل وکړ. سولې پيغام په نوم په کې لومړنۍ خپلواکه راډيو وه، چې د ٢٠٢ زيږديز کال په پيل سره يې په خپرونو پيل وکړ، چې دا مهال د ولس غږ، هيلو کاروان، کليد او نن په نوم ځايي راډيوګانې د اېف اېم په څپو کې خپرونې کوي او دغه راز د غرغښت په نوم يو خپلواک ټلوېزيون هم شته، چې له تېرو څو کالو راهيسې خپرونې کوي.

خوست مجله چې دولتي خپرونه ده، لومړۍ ګڼه يې په ١٣٧٨ لمريز کال کې چاپ شوه او ورپسې د سمون، ژمنه، سوداګر، روغتيا او پيوستون مجلې دي چې دا مهال له پيوستون پرته يې ډېرې نورې نه خپريږي.

د مزل، بېړۍ، ګام، الماس، زانګو، ازانګه، غږ، الوېښ، غومبسه، اسلام غږ، مجاهد غږ، ځوان ځواک، زلمى، پرمختګ، مستربل، نوى ګام او ځینې نورې پرله پسې له چاپه راووتې چې په دې کې هم ډېرې د لنډمهال لپاره وې او ځينې يې اوس هم چاپيږي. لومړنۍ ورځپاڼه د برېښنا په نوم وه، چې په خوست کې یې په خپرونو پيل وکړ، دا مهال د ملي احساس په نوم يوه دولتي ورځپاڼه هره ورځ له چاپه راوځي.

په دغه ولایت کې پر ملي ټلوېزيون سربېره، نور خصوصي ټلوېزیونونه هم خپرونې کوي او تر څنګ یې راډیوګانې هم فعالیت لري.

پوهنه

په خوست کې دا مهال ۳۰۰ ښوونځي دي، چې له جملې يې ١٤٣ لومړني، ٦١ منځني او ٨٧ يې ليسې دي چې هلکان او نجونې دواړه پکې زده کړې کوي.

د دولتي ښونځیو تر څنګ، په خوست ولایت کې اوسمهال خصوصي ښوونځي هم خپل فعالیت لري او د زده کړو په برخه کې یې ډېرو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

ديني مدرسې

خوست کې څه باندې ٢١ ديني مدرسې دي او په دې کې يې ډېری له پوهنې رياست سره ثبت دي.

پوهنتون

خوست پوهنتون چې د شېخ زايد پوهنتون په نوم ياديږي، په ١٣٨١ لمريز کال کې تاسيس شوى دى. ١٠ پوهنځي «طب، انجنیري، حقوق، اقتصاد، ښوونه او روزنه، ژورنالېزم، د ژبو او ادبيات، شرعيات او کمپيوټر ساينس. پوهنځي لري.»

کرنه

دا چې خوست د دنګو غرونو په منځ کې پروت ولايت دى، خو له دې سره سره بیا هم د کرنې لپاره مناسبې او وړ ځمکې لري. که تر ټولو لومړۍ د دغه ولايت په غرونو او د هغو په حاصلاتو لنډه کتنه وکړو، نو ښکاره ده چې د خوست غرونه د سون لرګيو د ونو تر څنګ، مېوه لرونکې ونې لري لکه، ځڼغوزي (جلغوزي)، څېړۍ، ښوون (زيتون) ګورګورې، د مزرو سکري او چهارمغز چې په دغو کې له چهارمغز پرته نو ټول يې په غرونو او بيدياوو کې را زرغونيږي او د هېچا له خوا يې پالنه او ساتنه نه کيږي او د مېوو حاصل يې هم په کال کې يو ځل دى. شته. دغه راز د خوست په کرنيزو ځمکو کې جوار، غنم، وريجې، ممپلي او سبزيجات ښه حاصل ورکوي، چې د دغه ولايت د لرې پرتو سيمو ډېری وګړي یې پر کر بوخت دي.

لاسي صنایع

په دغه ولایت کې ډېرى لاسي صنايع له مزرو او پاڼو څخه جوړيږي، چې د ورځنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه ترې کار اخیستل کېږي او ګټور تماميږي، لکه د ناستې لپاره پوزي، د لمانځه مصلې يا جاىنمازونه، د ډوډۍ ساتلو سوزي، د ډوډۍ خوړلو شکرونه، د سامان الاتو د انتقال لپاره پوني، کشري او ټوکرکي، لاسي ببوزي يا پکى، کړبان چې د کټونو په پوښلو کې ترې ګټه اخيستل کيږي او همدارنګه د مزرو له پاڼو د ځينو ماهرو کسانو لخوا د اغوستلو جامې، د سر خولۍ او څپلۍ هم جوړيږي.

په يادو شوو لاسي صنايعو کې يوازې تر يوې کچې کړبان، پوزي او مزرينې څپلۍ د نارينه‌وو لخوا جوړيږي او نور ټول يې ښځې جوړوي او په خوست کې تر ډېره ټول لاسي صنايع په ښځو پورې اړوند دي او خلک يې په زياته اندازه کاروي. همدارنګه شړۍ چې د پښتنو مشهور ترين پټونى ګڼل کيږي هم، په خوست کې د منګلو او ځاځي ميدان په سيمو کې د ښځو لخوا په لاسونو جوړيږي.

لوبې

په دغه ولايت کې خوسى، غېږ نيونه، تيږه اچونه، چندرۍ، ګام اچول او منډه وهل دوديزې لوبې دي، چې له ډېر پخوا راهيسې دود دي؛ خو واليبال، فوټبال، کرکټ، تکواندو، جيدو، وزن پورته کول، د بدن ښکلا او ځینې نورې لوبې په دغه ولایت کې مینه وال لري؛ خو په دې وروستيو کې کرکټ ، فوټبال او واليبال لوبو ډېره وده کړې او مينه وال يې زيات شوي دي.

سرچينې

https://www.spogmairadio.com/10126/