خلک له يو بل نه ځاريږي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټیکسۍ چلونکي په وړه هنداره کې تر شا ناستو سپرلیو ته وکتل یوه ګړۍ غلی و، غوږونه یې څک وو.

سپرلۍ چې پر ټلیفون خبرې بشپړې کړې، موټروان لکه د تږي لاروي ور هۍ کړې.

ته د مالي یې؟

-هو زه د مالي یم.

اوووو، خو زه هم د مالي یم، طوارق یم، په قوم طوارق.

او سړي نورې لیونۍ لمانځنې پیل کړې، خندا او خوشالۍ..

ویل ډیر کلونه کېږي خپل هیواد ته نه یم تللی، بس دوی نور پخپلو کې پر کیسو لګیا شو.

زما دوست دیني عالم دی ورته مسک و، ما ویل حتمي به ورته اوس زموږ د دود له مخې وایي چې د قوم او ژبې سره مینه ناروا ده، ګنهګارېږې.

مولانا تر موټروان ډېر خوشاله برېښېده، ویل دا څومره بختور خلک دي چې یو له بل سره دومره په مینه لګیا وو.

ما ویل زه وډار شوم هسې نه د قوم پالنې او وطني مینې له امله یې ګنهګار ونه بولې.

استاد ویل، له خپلو خلکو او وطن سره مینه او خوږ چلند زموږ ټولنیز اخلاق دي،او د هر چا حق دی، ګناه هله ده چې یو څوک د بل ژبې او خېل ته په سپکه ګوري او خپل درون ګڼي، یا دا چې د قوم نوم د سیاسي سودا لپاره ناوړه ډول کاروي.

نو خلکو له یو بله ځارېږئ!

==سرچينې==[سمول]

عبدالله نظامي