ختيځي کيکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Xenopsylla cheopis
ختيځي کيکه
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
څېرمه شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
څېرمه کلاس وزر لرونکی خوځندکې
طايفه ورږې
جنس Xenopsylla
ډول Xenopsylla cheopis

ختيځي کيکه يا ختيځي ورږه يا د خوفو ورږه (په لاتين: Xenopsylla cheopis ) د موږکانو او انسانانو یو طفيلي ژوي دی چی د آنډېميکي تيفوس او طاعون رنځونه سرايت کوي. نوموړي کيکه په منځنی پېړی کې د مرکزي آسيا څخه اروپا ته پراخه شوه خو په اوس وخت کی یوازې په آسیا او آفریقا کی ژوند کوي.

پېژندنه[سمول]

ختيځي کيکه د کيکو څخه یوه حشره ده چی درې جوړې پښې، سر ټټر او نس لري. بدن یی د نېښونو لخوا پوښ شوي دی او پر پښو باندی خپړونه لرِی. رنگ یی ژېړ دی او اوږړوالي یی ۲،۵ میلیمترو ته رسېږي. نوموړي کيکه د موږکانو او انسانانو وينه خوري او خطرناک ساری رنځونه سرايت کوي.