خبري غونډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خبري غونډې(انگرېزي: Press Conferences) چارواکي ولس ته نژدې کوي او ولس يې له لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرېږي، دغه راز خلکو ته دا باور ورکوي چې دولت د شفافيت په پام کې نيولو سره ولس له خپلو چارو خبروي. کوښښ دې وشي غونډه پر يوې مهمې موضوع راوبولئ، هڅه وکړئ زيات معلومات راټول کړئ، زيات ارقام او شمېرې ستاسو د څرگندونو اهميت نور هم زياتوي. د يوې اغېزناکې غونډې جوړولو لپاره لاندې ټکي مهم دي:

  • د غونډې تر پيل مخکې اجنډا بيان کړئ، که مو چاپ کړې وي بر گډونوالو او خبريالانو يې ووېشئ.
  • تـــاسې د يوه دولتي چارواکي په توگه په غونډه کې گډون کوئ، غونډې ته پر وخت ورشئ.
  • غونډې پر يوې مشخصې موضوع رابولئ او د موضوع په اړه زيات معلومات راټول کړئ.
  • کوښښ وکړئ سيده موضوع ته دننه شئ او په لنډ وخت کې مهم ټکي بيان کړئ.
  • کله چې وينا کوئ کوښښ وکړئ پر خپلې ټاکل شوې موضوع خبرې وکړئ، که چېرې له ليکنې پرته وينا ورکوئ کوښښ وکړئ مهم ټکي پر يوه کاغذ تر وينا مخکې نوټ کړئ.
  • کوښښ وکړئ خبريالانو ته د غونډې په پای کې د پوښتنو وخت ورکړئ.
  • کېدی شي خبريالان داسې پوښتنې وکړي چې تاسې به يې ځواب ته امادگي نه لرئ، داسې ځواب ورکړئ چې نه هغوی خپه شي او نه د خلکو په ذهن کې نورې پوښتنې ولاړوي، مثلاً وواياست، ښايي دا مسئله همداسې وي خو اجازه راکړئ نن پر همدې ټاکل شوې موضوع درسره خبرې وکړم.
  • که چېرې فکر کوئ غونډه ډېره مهمه ده، د غونډې تر پيل مخکې مطبوعاتي بيان پر خبريالانو ووېشئ، ځکه په دې توگه به په ارقامو، نومونو او شمېرو کې غلطي نه راځي.
  • کوښښ وکړۍ دغه ډول غونډې تل راوبولئ په دې توگه ستاسو کړنې په مطبوعاتو کې انعکاس پيدا کوي او خلک مو له کړنو خبرېږي.