جېن آسټن

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جېن آسټن
(انګلیسي: Jane Austen د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جېن آسټن
جېن آسټن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Jane Austen د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۶ ډيسمبر ۱۷۷۵[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 18 جولای 1817 (42 کاله)[۷][۸][۳][۲][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي

د لویې بریتانیا پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

طبی کیفیت نری رنځ  د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال[۹][۵][۱۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۱][۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ادبيات[۱۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جېن آسټن
جېن آسټن

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۱۵]  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اوب رنگو او وچکښ په مرسته کښل شوی د جېن آسټن انځور ، ښايي د هغې د خور کسندرا آسټن لخوا په کال ۱۸۱۰ زېږيز کې کښل شوی وي

جېن آسټن (په انگرېزي:Jane Austin) يوه انگرېزه ناول لیکونکې وه . د هغې ادبي ځېل د مينې په کړکیسه اییز بنسټ ولاړه وه . له همدې کبله ېې په انگرېزي ادبياتو کې تر ټولو ډېر لوستوال وموندل.. د هغې په لیکنو کې د ريښتینوالي او ټولنیزو تودو نیوکو برسېره په لیکنه کې ېې د کرکتر د شنلو اړخ په کنايه اییزه توگه او خندني طرز له کبله د خلکو ، نقادانو او پوهاندو ترمنځ يو ځانگړی او مهم ځای خپل کړ.

دناولونو ځېلونه

د نوموړې نالونه د هغې د خپل ژوند انعكاس او انځورونه جوړوي، دې خپل ټول ژوند د ټولنې له ځينو برخو څخه ليرې تېر كړ، د دې نژدې ملگري د خپلې کورنۍ غړي او يا هم د ورته ټولنيز موقف څښتنان وو، ځكه خو يې په ناولونو كې يوازې دوې يا درې منځنۍ او يا هم بډايه كورنۍ ليدلاى شو.

همدارنگه د نوموړې ناولونه زياتره د كليوال او له ښاره ليرې ژوند په اړه دي، كوم چې د جاني زړه ته ډېر نژدې و.

د جېن په ناولونو كې په خپل زړه او سم واده كولو موضوع هم ډېره تر سترگو كيږي، د هغې په وخت كې د نر او ښځو دواړو لپاره واده كول ډېره غټه مسله وه، زياتره مهال به د واده پر وخت د يو بل پيسې او شتمنې هم په پام كې نيول كېده.

د يوې ليكوالې په توگه هغې هر وخت دغه ټكي غندلې، د ساري په ډول په Pride and Prejudice (غرور او تعصب) نومي ناول كې په هغې مور ډېرې ټوكې او ملنډې وهل شوى چې غواړې خپلې لوڼې د شتمنۍ په بدل كې واده كړي.

جېن پخپله هيڅكله واده و نه كړ،بېله يو څو د مينې له اړيكيو نه ټول وخت همداسې يوازې پاته شوه، نوموړې د خپلو ناولونو د لوبغاړو برعكس په واده كې هيڅ دلچسپي نه لرله.

د جېن د ناولونو زور په دې كې هم دى چې نوموړې دا وړتيا لرله چې د خپل لوبغاړي، او انساني اړيكيو تل ته تلله، كه څه هم له دې دواړو لږ ليرې پاته شوې وه.

هغې په ځانگړې ډول د خپل ځان غوندې د منځنۍ طبقې د ښځو د رول او غوښتنو په اړه وليكل او په دې برخه كې يې مرسته وكړه، همدارنگه يې د ښځو پر وړاندې ټولنيزو بنديزونو ته په ډېر شوخ انداز پېغور وركړ، او د ښځو د آواز په جگولو كې يې مرسته وكړه.

د جېن آسټن د ژوند پر مهال هم د هغې ناولونه ډېر زيات مشهور و، د هغې د مرستندويانو څخه يو هم والټر سكاټ و چې د دې د ناولونو په اړه يې ويلي:

دغه ځوانه نجلۍ د دې پوره وړتيا او استعداد لري چې د عام وگړي احساسات بيان كړي، ما تر اوسه پورې داسې ليكنه نه ده ليدلې.

د برتانيې څلورم پاچا له نوموړې څخه غوښتنه وكړه چې د هغې يو ناول دې ده ته ډالۍ شي، يو ناول يې Emma هغه ته ډالۍ شوى خو پر دې سربېره جېن د پاچا خوا ته ډېر پام نه كوه او په هغه كې يې څه خاصه دلچسپې يې نه ښودله.

د جېن په اړه ادبي كره كتوونكى مارك ټوېن ويلې:

جېن آسټن؟ زه به يوازې دومره ووايم چې هر هغه كتابتون ښه دى چې د جېن يو اثر په كې پروت وي، كه څه هم په ټوله كتابتون كې بل كتاب نه وي.

جېن آسټن په ۱۸۱۶ كې د ۴۱ كلونو په عمر مړه شو، او په وينچسټر كې خاورو ته وسپارل شوه، د نوموړې په نوم دوه ميوزيمونه جوړ شوي دي، چې يو يې هغه ځاى دى چيرې چې دا اوسېدله.

په ۲۰۰۵ م كال كې د هغې Pride and Prejudice ناول د بي بي سي د رايې ټولونې له مخې د ټول وخت ښه ناول وټاكل شو.

جېن آسټن همدارنگه د خلكو د رايو له مخې په ۱۰۰ لويو برتانويانو او په ۵۰ هغه ښځو كې راغلې چې نړۍ ته يې بدلون وركړى.

ژوند او زده کړې

آسټن خپل ټول ژوند د يوې اشرافي کورنۍ د غرور دچتر لاندې په محرومه فضا کې تېر کړ. هغه د يوه پريسټ (عیسوي ملا) لور وه . هغې ته لومړنۍ زده کړې خپل له کوره پیل شوې . په لومړي سر کې ېې پلار پرې خپل لخوا لوست پیل کړ بیا ېې مشرانو وروڼو او په پای کې دې خپله د لوست سره د مینې لرلو له کبله ځان تر د لیکوالۍ کچې پورې ورساوه .

د جېن آسټن کورنۍ

جوېنیه (د يادښت لیکچه)

پېغلتوب

لومړني ناولونه

مړینه

سرچینې

  1. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Jane Austen — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — ارزښت: 16.XII.1775
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Jane Austen (1775-1817) — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ https://snaccooperative.org/view/83837620 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/904 — د نشر نېټه: ۲۸ نومبر ۲۰۲۰ — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/4586/ — د نشر نېټه: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/4586/ — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  7. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia — ارزښت: 18.VII.1817
  8. پیوستون : 118505173  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118896036 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  12. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990000321 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/8965475
  14. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn19990000321 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  15. خپرونکی: MetaBrainz Foundation