جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي
جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي
جین چارلز لئونارد دي سیسمونډي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت سويس (۱۸۱۵–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)

جین چارلز لئونارډ ډي سیسمونډي (چې د جین چارلز لئونارد  سیسمونډي دی سیسمونډي په نوم هم پېژندل کېږي) (فرانسوي: [ʒɑ̃ ʃaʁl leɔnaʁ də sismɔ̃di]؛ د ۱۷۷۳ کال د مې ۹ – د ۱۸۴۲ کال د جون ۲۵)، چې اصلي نوم یې سیمونډي ؤ، یو سویسي تاریخ پوه او سیاسي اقتصاد پوه ؤ، هغه په فرانسوي او ایټالیوي تاریخ کې د خپلو آثارو او د خپلو اقتصادي نظرونو په پار زیات مشهور دی. په ۱۸۱۹ کال کې د هغه (d'économie politique, ou de la richesse dans ses rapports avec la Popular) اثر د آزاد اقتصاد لومړۍ لیبرال انتقادي تحلیل ښيي. د اوزګارۍ بیمې، د روغتیایي مرستو، تصاعدي مالیې، د کاري ساعتونو د تنظیم او د تقاعد د طرحې یو له مخکښو پلویانو څخه ؤ. همدارنګه لومړی کس ؤ چې د proletariat اصطلاح یې جوړه کړه چې په کپیټلیزم کې رامنځ ته شوې کارګر طبقې ته اشاره کوي، او میو ارزښت (mieux value ) په اړه د هغه بحث د مازاد ارزښت مفهوم اټکل کوي. د ګیرت سټیډمن جونز په وینا، " ډېر هغه څه چې سیسمونډي لیکلي د عصري صنعت د سوسیالیستي انتقاد د معیاري ټولګې برخه وګرځېدل،" او هغه یې په کمونیست مانیفست کې انتقادي تبصرې ته ورساوه.   [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

لومړنی ژوند  [سمول]

داسې برېښي چې پلرنۍ کورنۍ یې لږترلږه له هغه وخت راهیسې چې د نانټ د حکم په باطل کولو کې له داوفین څخه سویس ته کډه شوه، د سیمونډ نوم یې په ځان کېښود. وروسته له دې چې سیسمونډي لیکوال شو، د سیسمونډي پیسان کورنۍ سره، چې هغه وخت د غوړېد په حال کې وه، د خپلې کورنۍ د هویت په لیدلو سره، متوجه شو چې د هغې کورنې ځینې غړي فرانسې ته کډه شوي دي، پرته له کوم ثبوت څخه یې دا اړیکه و انګېرله او ځان یې سیسمونډي ونومو.   [۱۱]

که څه هم سیمونډیان پخپله د جینوا د لوړې طبقې ښاریان وو او مقام او شتمني یې دواړه درلودې، سره له دې چې پلار یې هم د کلي کشیش ؤ. ماما یې جاکوب ورنس، نامتو کشیش او د ولټایر او روسو ملګری ؤ.   [۱۲]

دا راتلونکی تاریخ پوه ښه روزل شوی ؤ، خو کورنۍ یې غوښتل چې د ادبیاتو پر ځای سوداګرۍ ته ځان وقف کړي، نو په لیون کې د بانک مامور شو. بیا انقلاب پیل شو او څرنګه چې په جینوا یې اغیزه وکړه، د سیمونډي کورنۍ انګلستان ته پناه یوړه، چې هلته اتلس میاشتې پاتې شول (۱۷۹۳-۱۷۹۴). ویل کېږي د دې له امله چې اقلیم یې خوښ نه شو، یېرته جینوا ته راستانه شول، خو چارو حالات او شرایط یې لاهم نامساعد ولیدل؛ حتی یوه افسانه هم شته چې د کورنۍ مشر په خپله په ښار کې د شیدو پلورلو ته اړ شوی ؤ. د کورنۍ د شتمنۍ لویه برخه یې وپلوره او پیسو سره یې ایټالیې ته کډه وکړه، لوکا او پیستویا ته یې نږدې په پیسکیا کې یوه کوچنۍ کرونده وپیروده او په خپله یې د کرنې کار پیل کړ.   [۱۱]

سیسموندي هلته هم د خپلو لاسونو او هم مغزو پر مټ سخت کار وکړ او خپلو تجربو يې ورته د لومړي کتاب (Tableau de l'Agriculture toscane ) لومړني مواد برابر کړل، چې جینوا ته له راستنېدو وروسته یې په ۱۸۰۱ کال کې خپور کړ. سیسموندي په ځوانۍ کې د ملتونو شتمنۍ کتاب (The Wealth of Nations) لوستلی ؤ او د سمېت له تیوریو سره یې ټینګ تړاو پیدا کړ. ظاهراً یې په سیاسي اقتصاد کې يې خپل لومړی اثر (De la richesse commerciale ou principes de l'economie politique appliqué à la legislation du commerce)) (په ۱۸۰۳ کال) خپور کړ، ترڅو د سمېت اصل تشریح او مشهور کړي، خو په دې پسې سیسومنډي زیات وخت په تاریخي څېړنه باندې تېر کړ چې هم دې ته وقف شوی ؤ. هغه د  ۱۸۱۸ کال شاوخوا کله چې نوموړي ته دنده وسپارل شوه ترڅو د اډینبورګ دایره المعارف (Edinburgh Encyclopædia) لپاره د "سیاسي اقتصاد" په اړه لیکنه وکړي، سیاسي اقتصاد ته یې بیا خپل پام راواړو. دا کار  په ۱۸۱۵ کال کې د لومړي ستر ناورین له رامنځ ته کېدو وروسته په جدي اقتصادي رکود پسې پېښ شو.    [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Jean Charles Léonard Simonde de Sismondi". Encyclopedia of World Biography. (2004). 
  2. Stewart, Ross E. (1984). "Sismondi's Forgotten Ethical Critique of Early Capitalism". Journal of Business Ethics. 3 (3): 227–234. doi:10.1007/BF00382924. S2CID 154967384. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Spiegel, Henry William (1991). The Growth of Economic Thought. Duke University Press. د کتاب پاڼي 302–303. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Ekins, Paul; Max-Neef, Manfred (2006). Real Life Economics. Routledge. د کتاب پاڼي 91–93. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Murray, Christopher John (2004). Encyclopedia of the Romantic Era, 1760-1850, Volume 2. Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 1054–1055. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Ekelund Jr, Robert B.; Hébert, Robert F. (2006). A History of Economic Theory and Method: Fifth Edition. Waveland Press. د کتاب پاڼې 226. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Lutz, Mark A. (2002). Economics for the Common Good: Two Centuries of Economic Thought in the Humanist Tradition. Routledge. د کتاب پاڼي 55–57. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. McCracken, Harlan Linneus (2001). Value Theory and Business Cycles. Minerva Group. د کتاب پاڼې 22. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Stedman Jones, Gareth (2006). "Saint-Simon and the Liberal origins of the Socialist critique of Political Economy". In Aprile, Sylvie; Bensimon, Fabrice (سمونګران). La France et l'Angleterre au XIXe siècle. Échanges, représentations, comparaisons. Créaphis. د کتاب پاڼي 21–47. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Nicolas Eyguesier (2018). "Marx, primitive accumulation, and the impact of Sismondi". The European Journal of the History of Economic Thought. 25 (5): 833–858. doi:10.1080/09672567.2018.1523943. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ کينډۍ:EB1911
  12. Charles Dardier (1876). Ésaĭe Gasc, citoyen de Genève: sa politique et sa théologie, Genève – Constance – Montauban 1748–1813. Sandoz et Fischbacher. د کتاب پاڼې 54. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "An Introduction to the Study of Crisis by Kuruma Samezō 1929". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)