جین ماري لې پېن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جین ماري لې پېن
جین ماري لې پېن
جین ماري لې پېن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ جون ۱۹۲۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
تابعیت فرانسه   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.77 متر [۱۰]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت د يوې سترګی لرونکي   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه فرانسوي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د الجزاير جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جین ماري لې پېن
جین ماري لې پېن

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جین ماري لې پېن (فرانسوي تلفظ کې: [ʒɑ̃ ma.ʁi lə.pɛn]، د ۱۹۲۸م کال د جون ۲۰مه کې زېږېدلی) یو فرانسوی افراطي ښي اړخی سیاستوال دی چې له ۱۹۷۲م تر ۲۰۱۱م کاله یې د ملي جبهې د رئیس په توګه خدمت وکړ. هغه همدارنګه له ۲۰۱۱م تر ۲۰۱۵م کاله د ملي جبهې د رئیس په توګه په افتخاري ډول خدمت وکړ.

لې پين په ۱۹۴۹م کال کې په پاریس کې د حقوقو له پوهنځي څخه فارغ شوی. په پوځ کې د هغه له شتون وروسته، هغه سیاسي علوم او حقوق په پانټون – آساس پوهنتون کې ولوستل.

لې پېن فرانسې ته د مهاجرت، اروپایي ټولنې، دودیز ارزښتونه او کلتور، قانون او نظم او په فرانسه کې د اوزګارۍ لوړې کچې اړوند موضوعاتو باندې تمرکز کوي. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د اصلي سیاسي جریان پر فکرونو باندې د هغه د پام وړ اغیز له امله د هغه پرمختګ د «ذهنونو لپنیزه کېدل) په توګه پېژندل کېږي.          د هغه جنجالي ویناوې او په عامه ژوند کې د هغه ادغام هغه په دوه قطبي څېره بدل کړی چې د مخالفینو په منځ کې د «د جمهوریت شیطان» او د خپلو پلویانو په منځ کې «په سیاست کې د وروستي سامورایي» په توګه ګڼل کېږي. هغه د هغو ویناوو له امله چې هولوکاسټ کم ارزښته ښکاروي، محکوم شوی او په فرانسه کې د مسلمانانو په هکله خبرو کې تبعیض ته د هڅونې له امله، جریمه شوی دی.

په سیاست کې د هغه اوږد عمر او د فرانسې ولسمشرۍ لپاره د هغه ۵ ځله هڅه، هغه د فرانسې سیاسي ژوند کې په یوې اصلي څېرې بدل کړی دی. د ۲۰۰۲م کال ولسمشرۍ ټاکنو کې دوهم پړاو ته د هغه پرمختګ د فرانسې په عمومي ژوند کې خپله اغیزه پرځای پرېښوده او «د اپرېل ۲۱مه» اوس په فرانسه کې د یوې دود شوې اصطلاح په توګه کارول کېږي. لې پېن، د اروپا پارلمان پخوانی غړی (MEP)، له ۲۰۱۱م تر ۲۰۱۵م کاله د ملي جبهې رئیس په توګه په افتخاري توګه خدمت وکړ. هغه په ۲۰۱۵م کال کې د نویو جنجالي اظهاراتو وروسته، د خپلې لور مارین لخوا له ګوند څخه ووېستل شو.

ژوند او دنده[سمول]

د ژوند اوایل[سمول]

جین لوئیز ماري لې پېن د جان لې پېن (زوکړه ۱۹۰۱ – مړینه ۱۹۴۲) یوازېنی زوی وو. جین لې پېن د خپلو نیکونو په څېر بریټانیان کې وزېږېد او په ۱۳ کلنۍ کې یې په یوې لویې اټلانټیکي بېړۍ کې خپل کار پیل کړی وو. هغه د لرغونو مبارزینو ټولنې مشر او د La Trinité-sur-Mer مشاور وو. د جین ماري لې پېن مور، آنا ماري هروه (زوکړه ۱۹۰۴ – مړینه ۱۹۶۵) یوه خیاطه او له ځایي مشرانو څخه وه.[۱۱][۱۲][۱۳]

لې پېن د ۱۹۲۸م کال د جون په ۲۰مه په La Trinité-sur-Mer، د بریټانیا یو کوچني ساحلي کلي وزېږېد، هغه د آنا ماري هروه او جین لې پین په نوم یو کب نیوونکي زوی وو. هغه په نوې ځواني کې، کله چې د هغه د پلار La Persévérance بېړۍ په ۱۹۴۲م کال کې د مین په واسطه چاودنه وکړه، یتیم شو (د ملت وارډ، د دولت لخوا رالوی کړل شو). هغه د یوه رومي کاټولیک په توګه لوی شو او په واننس کې یې د فرانسوا خاویر جیسویټ عالي لیسه کې زده کړې وکړې، وروسته له هغه د لورینټ په لیسه کې.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

د ۱۹۴۴م کال په نومبر، په ۱۶ کلنۍ کې، کله چې هغه هڅه وکړه د فرانسې کورنیو ځواکونو (FFI) سره یوځای شي، د ډګروال هانري دې لا وایسیر (د وخت د کمونیسټ ځوانانو استازي) لخوا (د هغه د سن لخوا) رد شو. له هغه وروسته په پاریس کې د حقوقو پوهنځي ته د ننه شو او په سړکونو کې یې د سلطنت غوښتونکې فرانسوي ورځپاڼې، Aspects de la France، په خرڅولو پیل وکړ. هغه په مکرر ډول په برید او یرغل (کودتا) محکوم شو.[۱۹][۲۰][۲۱]

لې پېن خپل سیاسي فعالیت په ټولوس کې د زدکړیالانو ټولنې د رئیس په توګه پیل کړ. هغه، Association corporative des étudiants en droit، د حقوقو زدکړیالانو د شرکتي انجمن رئیس شو چې د هغوی اصلي دنده په کوڅه ډبي جګړو کې د «کوکوګانو» (کمونیسټانو) پر ضد ګډون وو. هغه په ۱۹۵۱م کال کې له دې سازمان څخه ووېستل شو.[۲۲]

په پوځ کې د هغه له دورې وروسته، هغه د پانټئون آساس پوهنتون کې د سیاسي علومو او حقوقو تحصیل بشپړ کړ. د هغه د فراغت مقاله چې په ۱۹۷۱م کال کې د هغه او جین لوپ وینسنټ لخوا وړاندې شو د Le courant anarchiste en France depuis 1945  یا (له ۱۹۴۵م کال راهیسې په فرانسه کې انارشیسټي خوځښټ) تر سرلیک لاندې وو.[۲۳][۲۴]

پوځي خدمت[سمول]

د حقوقو پوهنځي څخه له فارغېدو وروسته یې په بهرني لجیون کې نوم لیکنه وکړه. هغه په ۱۹۵۴م کال کې د ډین بین فو له جګړې وروسته هندوچین ته د ننه شو، هغه جګړه چې فرانسې په کې ماته خوړلې وه او د فرانسې لومړي وزیر پیر منډس یې اړ کړ ترڅو د هندوچین جګړې ته د جنیوا کنفرانس کې پای ورکړي. لې پېن وروسته په ۱۹۵۶ز کال کې سوئز ته ولېږدول شو، خو یوازې له اوربند وروسته بېرته راورسېد.[۲۵]

په ۱۹۵۳م کال کې، د الجزایر جګړې څخه یو کال وروسته، هغه له ولسمشر وینسنټ اوریول سره اړیکه ونیوله چې په هالنډ کې له سیلاب وروسته یې د طبیعي بلاګانو مرستې لپاره د لې پېن سپارښت شوې پروژه تایید کړه. د دوه ورځو په ترڅ کې، د هغه له پوهنتون څخه ۴۰ داوطلبان پیدا شول، هغه ډله چې وروسته یې په ایټالیا کې د زلزلې قربانیانو سره مرسته کوله. په ۱۹۵۶م کال کې پاریس کې، هغه د پیر پوژاد تر مشرۍ لاندې پوپولیسټ ګوند UDCA یوه غړي په توګه ملي شورا ته وټاکل شو. لې پېن ډېرې وخت خپل ځان د دې ټولنې د ترټولو ځوان غړي په توګه معرفي کړی دی، خو یو ځوان کمونیسټ، آنډره چن، چې ۲۷ کلن او له هغه څخه یو نیم کال ځوان وو، په هماغه کال کې وټاکل شو.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

په ۱۹۵۷ کال کې، لې پېن د ملي جبهې، چې د سرتېرو زوړ سازمان وو، عمومي منشي، او همدارنګه لومړی فرانسوی سیاستوال شو چې یو مسلمان نوماند، الجزایری احمد جبور، یې نوماند کړ، چې په ۱۹۵۷م کال کې د پاریس مرستیال په توګه وټاکل شو. بل کال ته، له پوجاده څخه له جلا کېدو وروسته، هغه د آنټوین پینای تر مشرۍ لاندې د پایسان ملي مرکزي خپلواک ګوند د غړي په توګه ملي شورا ته وټاکل شو.

لې پېن ادعا وکړه چې د ۱۹۵۸م کال ټاکنیزو مبارزو په لړ کې د وحشیانه وهلو ټکولو له امله یې خپله کینه سترګه له لاسه ورکړې ده. شهادتونه بیا داسې څرګندوي چې یوازې د هغه ښی سترګه ژوبله شوې او هغه یې له لاسه نده ورکړې. هغه د خپلې کینې سترګې لید څو کاله وروسته د یوې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ. (عمومي باور دا دی چې هغه ښیښه یي سترګه لري.) د ۱۹۵۰مې لسیزې په اوږدو کې، لې پېن د الجزایر جګړې (پیل په ۱۹۵۴ – پای په ۱۹۶۲) او د فرانسې دفاعي بودېجي ته ډېره لېوالتیا لرله.[۳۰][۳۱][۳۲]

لې پېن چې د پوجاډیسټ تر سرلیک لاندې د فرانسې پارلمان د استازي په توګه وټاکل شو، په داوطلبانه ډول یې خپل ځان د فرانسې بهرني لجیون کې د دوه تر درې میاشتو لپاره نوماند کړ. هغه وروسته د استخباراتي افسر په توګه (۱۹۵۷) الجزایر ته ولېږل شو. هغه په شکنجې تورن شوی دی. لې پېن دا تورونه رد کړي دي، که څه هم هغه اعتراف کړی چې کار یې ترې اخیستی.[۳۳][۳۴]

ښي اړخه افراطي سیاستونه[سمول]

لې پېن په ۱۹۶۵م کال د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې ښي اړخه افراطي نوماند جین لویز ټیکسیر ویګنانکور ته لارښوونه وکړه چې ۵.۱۹٪ رایه یې لاس ته راوړه. هغه د همکاري پالو بیا رغونه باندې ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ:

ایا په اشغال شوې سیمه کې جنرال دې ګول له مارشال پټېن څخه لا زړور وو؟ دا انصاف ندی. په فرانسه کې د مقاومت په پرتله په لندن کې مقاومت کول ډېر آسانه وو.[۳۴]

په ۱۹۶۲م کال کې، لې پېن په شورا کې خپله څوکۍ له لاسه ورکړه. هغه د Serp (Société d'études et de relations publiques) شرکت رامنځته کړ، یو شرکت چې د موسیقي په صنعت کې راګیر وو، چې په تاریخي ثبتونو کې یې تخصص درلود او د کارګري ټولنې د کویر ډلې CGT غږونه او د نامتو مخکښو سندرو په څېر یې د نازي سرودونه هم خرڅول.

سرچينې[سمول]

  1. پیوستون : 118839624  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.senat.fr/senateur-communaute/le_pen_jean_marie0105sc.html
  3. subject named as: Jean-Marie Le Pen — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/7607 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  4. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c28xws — subject named as: Jean-Marie Le Pen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1008805 — subject named as: Jean-Marie Le Pen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/le-pen-jean-marie — subject named as: Jean-Marie Le Pen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lepen — subject named as: Jean-Marie Le Pen
  8. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=jean+marie;n=le+pen — subject named as: Jean-Marie Le Pen
  9. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017251 — subject named as: Jean-Marie Le Pen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. https://vos-celebrites.fr/taille-celebrites.php?star=Jean-Marie-Le-Pen
  11. Le Pen, Jean-Marie. p45
  12. Le Pen, Jean-Marie. p16
  13. "Jean-Marie Le Pen: genealogie". geneanet.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Biographie Jean-Marie Le Pen". Linternaute.com. 20 June 1928. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Le Pen, Jean-Marie, p82
  16. Fauchoux, Marc and Forcari, Christophe. p42
  17. Le Pen, Jean-Marie, p72
  18. Le Pen, Jean-Marie, p94
  19. Quand Le Pen voulait rejoindre les FFI Archived 1 October 2007 at the Wayback Machine., L'Express, 28 March 2007 کينډۍ:In lang
  20. "Assemblée nationale – Les députés de la IVe République : Jean-Marie Le Pen". Assemblee-nationale.fr. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Le Pen, son univers impitoyable Archived 24 February 2012 at the Wayback Machine., Radio France Internationale, 1 September 2006 کينډۍ:In lang
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Le Pen, son univers impitoyable Archived 24 February 2012 at the Wayback Machine., Radio France Internationale, 1 September 2006 کينډۍ:In lang
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. (په 4 June 2002 باندې). Battle of Algiers returns to haunt Le Pen as claims of torture focus on far-right leader. The Guardian.
  31. (په 22 April 2002 باندې). Exposing the myth of poison Le Pen.کينډۍ:Cbignore
  32. Tribune, Ray Moseley, Chicago. "EX-PARATROOPER AROUSES POLITICAL PASSIONS". Chicago Tribune. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. CatusJack. "Jean-Marie Le Pen et La Torture [1/3] Excellent ! – une vidéo". Dailymotion. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  34. ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ Le Pen, son univers impitoyable Archived 24 February 2012 at the Wayback Machine., Radio France Internationale, 1 September 2006 کينډۍ:In lang