جين
د ويکيپېډيا لخوا
جين (په انګرېزي: Gene) په يوه ژوندي اورګانيزم کې د وراثت يو ماليکيولي يوون دی. دا نوم د ډي ان اې او آر ان اې هغو برخو ته وييل کېږي چې د يو ډول پروټين شفر پکې نغښتی وي او يا هم د آر ان اې هغې کړۍ ته وييل کېږي چې په يوه اورګانيزم کې يوه کړنه ترسره کوي. هر ژوندی شی په جينونو باندې منحصره دی او دا ځکه چې جينونه د ټولو پروټينونو او د آر ان اې عملي کړۍ ځانګړې کوي. جينونه په ځان کې هغه مالومات لري چې له مخې يې د يوه اورګانيزم ژونکې جوړېږي او جنيټيکي نښې نښانې زېږندويانو ته ورلېږي.