جورج کننګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جورج کننګ
جورج کننګ
جورج کننګ

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)

جورج کننګ FRS [د فدرالي ساتلو نظام] (۱۸۲۷ اګسټ ۸ – ۱۷۷۰ ز کال د اپرېل ۱۱) د انګليستان د محافظه کار ګوند د توري (Tory) ډلې يو چارواکی و. نوموړي د باندنيو چارو وزير په توګه د دوو مهمو دورو په ګډون د يو شمېر لومړيو وزيرانو تر مشرۍ لاندې د کابينې بېلابېلې لوړ پوړې دندې درلودې، چې په پای کې د ۱۹۲۷ ز کال له اپرېل څخه تر اګسټ پورې د خپل ژوند د وروستيو ۱۱۸ ورځو لپاره د انګليستان لومړی وزير شو.

کېننګ چې د يوې ممثلې يا اداکارې او ناکام شوي سوداګر او وکيل زوی و، د “Stratford Canning” په نوم کاکا يې مالي ملاتړ وکړ او کېننګ ته يې په “Eton College” او د اکسفورډ په حضرت عيسی عليه السلام کليسا “Christ Church” کې د ګډون اجازه ورکړه. نوموړی په ۱۷۹۳ ز کال کې سياست ته ننوت او په چټکۍ سره يې پرمختګ وکړ. له ۱۸۰۰ ز کال څخه تر ۱۸۰۱ز کال  پورې يې ځواکونو ته د اداينې دنده درلوده او له ۱۸۰۴ ز کال څخه تر ۱۸۰۶ پورې د ځوان ويليم پېټ (William Pitt the Younger) تر مشرۍ لاندې د خزانې وزير و. د پورټلېنډ د ديوک (Duke of Portland) تر مشرۍ لاندې يې له ۱۸۰۷ ز کال څخه تر ۱۸۰۹ ز کال پورې د باندنيو چارو د وزير په توګه دنده تر سره کړه. نوموړی په کابينه کې د واک څښتن يا حاکمه څېره وه او پر ناپيليون باندې د بریتانيې د سمندري لوړوالي د ډاډمنولو په موخه يې په ۱۸۰۷ ز کال کې د ډنمارک د ناڅاپي بريد لارښوونه وکړه. کېننګ په ۱۸۰۹ ز کال کې له خپل سيال لارډ کاسټلرييګ (Lord Castlereagh) سره دوه په دوه جګړه کې ټپي شو او ورڅخه لږه موده وروسته د “Spencer Perceval” په ګټه د ديوک د ځايناستي د يو ځايناستي په توګه وټاکل شو. د باندنيو چارو د وزير په توګه د بيا ځلي خدمت کولو وړانديزونه يې د Perceval په کابينه کې د “Castlereagh” د شتون له امله ونه منل او په ۱۸۱۲ ز کال کې د Perceval تر وژل کېدلو پورې له لوړپوړې دندې څخه لرې پاتې شو.  

کېننګ په پای کې له ۱۸۱۴ څخه تر ۱۸۱۶ ز کال پورې د نوي لومړي وزير د ليورپول پرټ [له مارکيس څخه ټيټه اشرافي رتبه) (Earl of Liverpool)  تر مشرۍ لاندې پرتګال لپاره د بریتانيې د سفير، (۱۸۲۱-۱۸۱۶ز کال) د ادارې د منصفه پلاوي د رئيس (President of the Board of Control) او (۱۸۲۷-۱۸۲۲ز کلونه) د عوامو د مجلس د مشر په توګه او د باندنيو چارو وزير په توګه خدمت وکړ. د پاچا څلورم جورج (King George IV) کېننګ نه خوښېده او د نوموړي د باندنيو سياستونو يا تګلارو د بې اغېزې کولو په موخه هڅې وې. کېننګ که څه هم په برياليتوب سره د خپلو تګلارو په اړه پراخه عمومي ملاتړ تر لاسه کړ. تاريخپوه پاول هايس (Paul Hayes) استدلال کوي، چې نوموړي په سياسي اړيکو کې هسپانيې او پرتګال ته په پام سره، د پرتګال او هسپانيې د امريکايي مستعمرو د خپلواکۍ ډاډمنولو په موخه د مرستې په واسطه سترې لاسته راوړنې خپلې کړې. د نوموړي سياستونو بریتانوي سوداګرو ته د سوداګرۍ يوه ستره ګټه ډاډمنه (تضمين) کړه او د امريکا د مونرو اصولو (Monroe Doctrine) ملاتړ يې وکړ. تاريخپوه جي ام ټريويلين (G. M Trevelyan) څرګنده کړه:

د کېننګ د پياوړي ذهنيت يا هوښيارۍ له مخې د پينځو کلونو لپاره د انګليستان لارښوونه شوې وه او د دې ډول خوښو پايلو د تر لاسه کولو په موخه په ندرت سره په خورا ځيرکتيا کې زياته هوښياري لري. د اساسي قانون منځنۍ چې په واسطه يې ياد پياوړي ذهن کار وکړ، د لومړي وزير “Lord Liverpool” سره د نوموړي ژمن او رښتينې ملګرتيا وه. [۲]

کله چې د ۱۸۲۷ ز کال په اپرېل کې لارډ ليورپول له دندې څخه لاس واخيست، کېننګ يې د ځايناستي په توګه د “Wellington” د ديوک او ښاغلي روبرت پييل (Sir Robert Peel) پر مخ غوره شو. يادو دواړو تنو د کېننګ په مشرۍ دنده کول ونه منل او د توري ډلې غړي د “Peel” او د “Wellington” د خورا توريانو (Ultra-Tories) او “Canningites” يانې د کېننګ پلويو تر منځ ووېشل شول. که څه هم د کېننګ روغتيا خرابه شوه او د ۱۸۲۷ ز کال په اګسټ کې يوازې له ۱۱۹ ورځو دندې کولو څخه وروسته وفات شو، چې د بریتانيې د بل هر لومړي وزير په پرتله د خدمت تر ټولو لنډه موده ده.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

کېننګ د لندن د ماريلبون په “Queen Anne Street” کې په خپل پلرني کور کې په يوه انګليسي الاصله ايرلېنډي کورنۍ کې وزېږېد. نوموړي خپل ځان د «په لندن کې د زېږېدلي ايرلېنډي» په توګه څرګند کړ. پلار يې جورج کېننګ د ايرلېنډ د County Londonderry له Garvagh څخه و، د ټاکلو توکو يو ښاغلی، د شرابو يو پاتې يا ناکام سوداګر او وکيل و، چې د خپلو پرېمانه پورونو د اداينې په بدل کې د کورني ملکيت د ميراث وړلو حق له لاسه ورکړ. مشر جورج په پای کې کورنۍ پرېښوده او د ۱۷۷۱ ز کال د اپرېل پر ۱۱ په لندن کې د خپل زوی د کاليزې په ورځ د غربت په حال کې مړ شو. د کېننګ مور ماري ان کوسټيلو “Mary Ann Costello” د دريځ د سر ممثلې په توګه دنده تر لاسه کړه، چې په هغه وخت کې د درنښت وړ مسلک نه ګڼل کېده. په حقيقت کې کله يې په ۱۸۲۷ ز کال کې وکتل چې کېننګ لومړی وزير کېږي، نو لارډ ګري (Lord Grey) يادونه وکړه چې: «د يوې ممثلې زوی په حقيقت کې د لومړي وزير کېدلو لپاره وړ نه دی». [۳][۴]

دا چې کېننګ په لږ عمر کې ناعادي هوښياري او ژمنه يا ډاډ څرګند کړ، د کورنيو ملګرو يې کاکا وهڅوه، چې د خپل وراره پالونکی شي. د کېننګ کاکا (Stratford Canning) د ديپلومات “Stratford Canning” پلار و او د لندن سوداګر و. جورج کېننګ د خپل کاکا په کور کې د هغه له ماشومانو سره لوی شو، چې عايد او زده کړې يې ورته برابرې کړې. د سټراټفورډ کېننګ ملاتړ ځوان کېننګ ته په “Hyde Abbey School”، “Eton College” او د اکسفورډ په “Christ Church” کې د زده کړو کولو لاره هواره کړه. نوموړی په Eton کې د ښوونځي غوره زده کوونکی شو او د ۱۷ کلنۍ په عمر يې پرېښود. په Eton کې تېر کړی وخت يې د «نږدې له موازي يا سيال پرته په توګه بيان شوی دی. نوموړی د لرغوني ادب يو نامتو يا ځلاند پوه، د ښوونځي غوره زده کوونکی او په عامه ويناوو کې تر ټولو لوړ ثابت شو». [۵]

نوموړي له راتلونکي “Lord Liverpool” [روبرت جنکينسن، د ليورپول دويم هغه اشرافي چې له مارکيس څخه ښکته واک لري] او همدرانګه (Granville Leveson-Gower) او (John Hookham Frere) سره ملګرتياوې ټينګې کړې. په ۱۷۸۹ ز کال کې يې د «د مکې حج» په نوم لاتيني شعر له امله انعام وګا ټه، چې په اکسفورډ نندارځي کې يې ولوست. کېننګ د ۱۷۹۱ ز کال په اوړي کې له اکسفورډ څخه د خپل لېسانس له تر لاسه کولو څخه وروسته د قانون تمرين [لوستل] پيل کړ، مګر سياست ته د ننوتلو هيله يې درلوده.

سياست ته ننوتل[سمول]

سټراټفورډ کېننګ د محافظه کار ګوند د وېګ ډلې غړی و او د همدې له امله يې په ۱۷۸۰ ز لسيزه کې خپل وراره د ډلې نامتو غړو، لکه: چارلس جېمز فوکس (Charles James Fox)، ايډمنډ برک (Edmund Burke) او ريچارد برېنسلي شيريډان (Richard Brinsley Sheridan) ته وروپېژاند. له شيريډان سره د جورج کېننګ ملګرتيا د شيريډان تر مړينې پورې دوام وکړ.

د جورج کېننګ تش لاسی شاليد او ټاکلو مالي سرچينو که څه هم په وېګ ډله کې روښانه سياسي راتلونکی ناشونی کړ. د وېګ ډلې سياسي ډلبندۍ [دندې] زياتره د نويو شتمنو صنعتي ټولګيو سره په يووالي د بډايه ځمکوالو اشرافو له لورې اداره کېدې. د وېګ ډلې له غړيو لکه برک “Burk” سره يو ځای اوسېدلو څخه پرته، کېننګ په خپله د ۱۷۹۰ ز لسيزې په لومړيو کې وروسته له هغې د پام وړ خورا محافظه کار شو، چې د فرانسوي اوښتون پراخه راډيکاليزم يې په خپلو سترګو وليد. «سياسي غبرګون چې وروسته پېښ شو او ځوان (کېننګ) مخالفې پای ته ورساوه او د پاچهۍ او توريانو لپاره د هغه سخت دريځ د وېګ طنز ته اشاره وکړه، چې سړيانو زياتره خپلې کورتۍ بدلې کړې وې، مګر دا لومړی ځل دی چې يو هلک خپله کرتۍ بدله کړې وه». [۶]

کله چې کېننګ سياست ته د ننوتلو پرېکړه وکړه، نو د توري ډلې د مشر ځوان ويليم پېټ (William Pitt the Younger) ملاتړ يې وغوښت او تر لاسه يې کړ. کېننګ په ۱۷۹۳ ز کال کې له پېټ څخه په مننې د “Wight” پر ټاپو باندې د “Newtwon” لپاره د پارلمان غړی شو، چې ياده سيمه يوه ناوړه يا چټله ناحيه وه. په ۱۷۹۶ ز کال يې د خپل پارلماني مسلکي ژوند پر مهال د بېلابېلو ټاکنيزو حوزو د استازي په توګه وټاکل شو. [۷]

کېننګ په چټکۍ سره په بریتانوي سياست کې د يوه اغېزناک وياند او ليکوال په توګه راپورته شو. په پارلمان کې د نوموړي ويناوو او همدرانګه مقالو د پېټ پېروانو ته د وينا ځواک ورکړ، چې پخوا يې نه درلود. د هغه مهارتونو نوموړي ته په “Pittite” ډله کې د ګټې تر لاسه کول وروښودل، چې په کابينه کې د پرله پسې (تکراري) پرمختګونو تر څنګ يې خپلو سياستونو يا تګلارو باندې د نفوذ تر لاسه کولو لاره ورته هواره کړه. نوموړی د وخت په تېرېدلو سره يو نامتو عمومي ويناوال شو او له لومړنيو سياستپوهانو څخه و، چې په هېواد کې يې پراخه ټاکنيزه مبارزه وکړه.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118668234  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Trevelyan, British History in the 19th Century: 1782–1901 (1922) p. 214
  3. کينډۍ:Cite ODNB
  4. E. A. Smith, Lord Grey. 1764–1845 (Alan Sutton Publishing Limited, 1996), p. 242.
  5. Dixon (1976), pp. 4, 7.
  6. Adams, Henry, History of the United States of America during the Administrations of Thomas Jefferson, ISBN 0-940450-34-8, p. 968.
  7. Officially, the Tory name was not used. They were called Friends of Mr. Pitt.