جان براون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان براون
جان براون
جان براون

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
لاسليک
جان براون
جان براون

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان براون (د ۱۸۰۰ د مې میاشتې په نهمه زېږېدلی او د ۱۸۵۹ د ډېسمبر په دوهمه مړ شوی) د تورپوستو د غلامۍ اوصولو د له منځه وړلو د پلوی امریکایی مشر و. هغه  لومړی په کنساس (Kansas) کې د سخت دریځو د له منځه وړلو او خونړۍ جګړې له امله ملي  شهرت تر لاسه کړ، هغه په پای کې د امریکا له کورنۍ جګړې څخه مخکې په هارپېرس فېري (Harpers Ferry) کې د غلام بغاوت د ناکامې هڅې له امله ونیول او اعدام شو. د پیاوړې مذهبي عقیدې خاوند و. براون باوري و چې دی د "خدای یوه وسیله وه."  براون د امریکایي تور پوستو د مرییتوب اوصولو د له منځه وړلو په  غورځنګ کې د تاوتریخوالي مخکښ استازی و. هغه باوري و چې په امریکا کې د غلامۍ د ختمولو لپاره تاوتریخوالی ته اړتیا ده ځکه د لسیزو سوله ییزو هڅو ماته خوړلې وه. براون په مکرر ډول وویل د غلامانو د ازادۍ لپاره په کار کې هغه طلایي اوصول او د امریکا د متحده ایالاتو د خپلواکۍ اعلامیه څاري، چې وایي "ټول انسانان برابر رامنځته شوي."[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

براون هغه مهال چې د ۱۸۵۰ لسیزې په وروستیو کې یې د کنساس د خونړي کړکېچ په بهیر کې د غلامۍ ضد رضاکارانو او خپلو زامنو مشري وکړه د لومړي ځل لپاره ملي شهرت ترلاسه کړ او  د دې پر  سر چې ایا کنساس یو ازاد ایالت دی که یو غلام، د ایالت په سطحه کورنۍ د جګړې له لارې اتحادیې ته د ننه شو. هغه د تور پوستو د غلامۍ د له منځه وړلو له سوله غوښتنې  څخه راضي نه و او د سوله غوښتونکو په اړه یې وویل چې: "دا خلک یوازې خبرې کوي هغه څه ته چې موږ اړتیا لرو یوازې عمل دی - عمل!" براون د ۱۸۵۶ کال په مې میاشت کې د پوټاواټومي (Pottawatomie) په ټول وژنه کې له خپلو زامنو سره د غلامۍ پلوه ځواکونو له خوا د لارنس (Lawrence) د ګوښه کولو په ځواب کې د غلامۍ پنځه پلویان ووژل. بروان وروسته د بلک جک (Black Jack) او اوساواتومیا (Osawatomie) په جګړو کې د غلامۍ ضد ځواکونو قومانده پر غاړه لرله.

د ۱۸۵۹ کال په اکتوبر میاشت کې براون په هایپر فیري (نننۍ لویدیځه وېرجینیا) کې د فېدرالي وسلو پر مرکز د برید مشري وکړه. نیت یې دا و چې د غلامانو د ازادۍ غورځنګ پیل او سویل ته یې وغځوي؛ هغه د متحده ایالاتو لپاره له غلامۍ څخه پاک لنډمهاله تعدیل شوی اساسي قانون چمتو کړی و چې هغه یې د پلي کولو هیله لرله. هغه  وسلې تر لاسه کړې، خو اووه کسان ووژل شول او له لسو څخه  زیات ټپیان شول. براون هوډ درلود چې له شته وسلو سره غلامان په وسلو سمبال کړي. خو یوازې څو غلامان د هغه له بغاوت سره یوځای شول. د براون هغه شمېر کسان چې ونه تښتېدل د ځایي ملېشو او د رابرت اي.لي (Robert E. Lee) په مشرۍ د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له خوا ونیول یا هم ووژل شول. براون د وېرجینیا د مشترک المنافع دولت پر وړاندې د خیانت، د پنځو کسانو د وژلو او د غلام بغاوت د هڅونې په تور محاکمه شو. هغه په ټولو مواردو کې مجرم وپېژندل شو او لومړنی کس و چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې د خیانت په جرم د ۱۸۵۹ کال د ډېسمبر په دویمه اعدام شو.[۱۴]

د هایپرز فري (Harpers Ferry) یرغل او د براون محکمې چې دواړه په ورځپاڼو کې په ملي کچه پوښل شوي وو، هغه تاوتریخوالی زیات کړ چې یو کال وروسته د سویل د اوږدمهاله بېل والي او د امریکا د کورنۍ جګړې لامل شو. سویل‌یانو وېره لرله چې نور به زر د براون لار وڅاري او د غلامانو بغاوتونه به وهڅوي او په وسلو به یې سمبال کړي. هغه په شمال کې د اتل‌ولی سمبول و. د اتحادیي سرتېري د « جان براون بدن» د نوې سندرې په لور لاړل، چې هغه یې د یو اتل شهید په توګه انځوراوه. براون په بېلابېلو ډولونو د یو اتل شهید او بینا/لیدونکي او د یو لېوني او ترهګر په توګه تشرېح شوی. [۱۵][۱۶][۱۷]

لومړنی ژوند او کورنۍ[سمول]

کورنۍ او ماشومتوب[سمول]

جان براون د ۱۸۰۰ کال د مې میاشتې په نهمه د تورېنګټون (Torrington) په کانېکتيکاټ (Connecticut) کې زېږېدلی. د اوون براون/Owen Brown (۱۷۷۱ - ۱۸۵۶) او روث مېلس/ Ruth Mills (۱۷۷۲ - ۱۸۰۸ ) له اتو ماشومانو څخه څلورم دی، هغه خپل مور او پلار "بې وزله خو د درناوي وړ یاد کړل." د اوون براون پلار  کپټ.جان براون (۱۷۲۸ - ۱۷۷۶) و چې د ۱۷۷۶ کال د سپټمبر په درېیمه په نیویارک کې په انقلابي پوځ کې مړ شو. جان براون د خپل نیکه د قبر ډبره په نیویارک کې د البا په شمال کې خپل فارم ته یوړه. د قبر په هغه ډبره د لیکل شوي متن له مخې کپیټ.جان براون " د پيټر براون دمعمولي ټبر له څلورم نسل څخه، د زیارت کوونکي له پلرونو څخه یو و او د ۱۶۲۰ کال د ډېسمبر په ۲۲ له مې فلاور (Mayflower) څخه د ماساچوسېټ (Massachusetts) په پلیموث (Plymouth) کې راښکته شوی و. که څه هم اوس مهال دا نسب تر بحث لاندې دی. روث مېلز د ګېډون مېلز (Gideon Mills) لور وه چې په انقلابي پوځ کې افسره هم وه. هغه له هالنډي او ویلزي ټبر څخه وه. کله چې براون ډېر ځوان و، پلار یې د لنډ مهال لپاره کورنۍ خپل پلرني ښار کونېکتکاټ، وېسټ سېمسبېري (West Simsbury) ته کډه کړه.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د جان کوچنی ورور اولیور اوون براون/ Oliver Owen Brown(۱۸۰۴ - ۱۸۵۸) هم د تور پوستو د غلامۍ اوصولو د له منځه وړلو پلوی و.

په ۱۸۰۵ کال کې يې کورنۍ بیاځلي په لویدیځې خوندي سيمې کې هډسون، اوهي (Hudson, Ohio) ته کډه شوه چې هغه مهال تر ډېره شاړه ځمکه وه او په ښار کې خورا د غلامۍ ضد سیمه وه. د هډسون بنسټ اېښودونکی ډېوېډ هډسون چې د جان پلار ورسره مکررې اړیکې لرلې نه  یوازې د تور پوستو د غلامۍ اوصولو د ختمولو پلوی و بلکې د غلامانو د جبري مقاومت مدافع هم و. اوون براون د هډسون ښار یو بډای او مخکښ تبعه شو. هغه یوه دباغي/ څرمنسازي پرانیسته. د ولسمشر اولیسس. اېس. ګرانټ (Ulysses S. Grant) پلار جیسي ګرانټ (Jesse Grant) د هغه کارکوونکی و او څو کاله یې هلته له کورنۍ سره ژوند وکړ. اوون له غلامۍ څخه کرکه لرله او په هډسون کې يې د غلامۍ ضد فعالیتونو او بحثونو کې ګډون وکړ، د ځمکې لاندې رېل پټلۍ له لارې تښتېدونکو ته یې د امن خونو وړاندیز وکړ. په هغه وخت کې په هډسن ښار کې د ابتدایي درجې پرته بل ښوونځی نه و. جان  ټالماج (Tallmadge) ته څېرمه د مشهور الېزیورایټ د پلار په الېزیورایټ ښوونځي کې زده کړې کولې. د جان مور روث په ۱۸۰۸ کال کې وفات شوه. هغه په خپلو خاطراتو کې لیکلي چې کلونه د خپلې مور لپاره ویرجن و، په داسې حال کې چې د خپل پلار نوې ښځې ته یې درناوی درلود خو هېڅکله یې له هغې سره عاطفي اړیکه حس نه کړه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

نوې ځواني او زلمیتوب[سمول]

براون په ۱۶ کلنی کې خپله کورنۍ پرېښوده او د لېبرال زده‌کړو له طرحې سره ختیځ ته راغی. د هغه لوی ارمان د انجیل وزارت و: "یو وخت زه هیله مند وم چې په خپله وزیر وم" د دې موخې په لټه هغه د کونېکتکاټ (Connecticut) په کانټون (Canton) کې د وخت له کشیش/ ملا جرمیا هالوګ (Rev. Jeremiah Hallock) سره سلا مشوره وکړه چې د هغه د مېرمنې له خپلوانو څخه و او د هغه د لارښوونو سره سم چې په هغه ځای کې يې له خپلو تجربو څخه ترلاسه کړې وې د ماساچوسېټ پلېن فېلډ (Plainfield, Massachusetts) ته لاړ او هلته د مرحوم کشیش موسی هالوک په امر هغه پوهنتون ته تیار شو. هغه د امرهېسيټ Amherst)) په پوهنتون کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. خو هغه د سترګو په التهاب اخته شو چې د زدکړو له دوام څخه یې راوګرځاوه او بېرته هډسون ته راستون شو.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

په کانزاس کې اقدامات[سمول]

د کانزاس قلمرو د ۱۸۵۴ ز او ۱۸۶۰ ز کلونو تر منځ په ایالتي کچه د غلامۍ ضد او غلامۍ پلوو ځواکونو تر منځ د یوې کورنۍ جګړې په منګولو کې و، چې دا د کانزاس خونړۍ دوره بلل کېږي. ټاکل شوې وه چې د دغې موضوع په اړه رایه ورکوونکي پرېکړه وکړي، خو څرګنده نه وه چې دغه رایه ورکوونکي به څوک وي. د کنګرې په څېړنو کې تایید شوه چې ،په رایه اچونه کې د غلامۍ پلوو ځواکونو په ګټه پراخه درغلې شوې ده. [۳۳]

کانزاس ته تګ[سمول]

براون په ۱۸۵۵ ز کال کې په کانزاس کې له خپلو بچیانو نه پوه شو چې د دوی کورنۍ د برید لپاره بشپړې چمتو نه دي او هلته شته غلامي پلوي ځواکونه په جګړه‌ييز حالت کې دي. براون غوښتل خپله کورنۍ وساتي او د غلامۍ پلوو له پرمختګونو سره مخالفت وکړي، د همدې موخې لپاره کانزاس ته لاړ او د پیسو او وسلو راټولولو لپاره په ګڼو ځایونو کې تم شو. د نیویارک ټریبیون د راپور له مخې: براون په غلامۍ ضد کنوانسیون کې ګډون وکړ، چې د ۱۸۵۵ز کال په جون میاشت کې د نیویارک ایالت په الباني ښار کې جوړ شو. که څه هم په کنوانسیون کې د آزاد ایالت ارمان ته د رسېدو لپاره د تاوتریخجنو هڅو د ملاتړ په اړه جنجالونه راپورته شول، خو له دې سره سره څو کسانو د براون مالي ملاتړ وکړ. دا چې براون د لوېديځ پر لوري روان و، په اوهایو ایالت کې یې هم د ډېرو جنګیالیو ملاتړ پیدا کړ، په ځانګړي ډول په سخته غلامۍ ضد سیمه «وسټرن رزرو» کې، چې د هاډسون د ماشومتوب دورې کور هم هلته و.

اغېزې[سمول]

د جان براون د ژوند او په کارابین کې د غلامانو د اکثرو پاڅونونو تر منځ اړیکه له لومړیو نه مشخصه وه. براون د «هایټي انقلاب» په دوره کې وزېږېد چې د فرانسویانو پر خلاف یې د هایټي غلامانو بغاوت ولید. دا چې دغه انقلاب د براون د غلامۍ ضد لیدلورو په پیاوړي کولو کې څومره رول درلود، معلومه نه ده، خو دغه انقلاب د متحدو ایالتونو په شمال کې د غلامۍ په اړه پر عمومي لیدلوري څرګند اغېز درلود او په سویلي ایالتونو کې د یوه داسې وحشت خبرداری و چې د رامنځته کېدو احتمال یې موجود و. ډوبویس وايي چې: د امریکا په انقلابونو کې د غلامانو دخالت، «هایټي بغاوت او د بشري حقونو لپاره نوې لېوالتیا د آزادۍ پر یوه داسې څپه بدله شوه ،چې په «ورمانټ» ایالت کې د انقلاب په جریان کې پیل شوه، نیو انګلنډ او پنسلوانیا یې لاندې کړل او بالاخره په نیویارک او نیوجرسي کې پای ته ورسېده. دغه بدل شوی تمایل چې د ۱۸مې ز پېړۍ په وروستیو او د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې رامنځته شوه، د ودې په دوره کې یې د براون د غلامۍ ضد باور په جوړولو کې رول درلود.[۳۴]

سرچینې[سمول]

  1. (په December 2, 1859 باندې). A Visit to John Brown. By a lady.
  2. Frothingham, Octavius Brooks (1879). Gerrit Smith: A Biography. G. P. Putnam's Sons. د کتاب پاڼې 252. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. DeCaro, Louis (2002). "Fire from the Midst of You": A Religious Life of John Brown. New York: NYU Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0814719220. خونديځ د اصلي څخه June 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه August 1, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Smith, Narcissa Macy (September 1895). "Reminiscences of John Brown". The Midland Monthly. 4 (3): 231–236. خونديځ د اصلي څخه July 21, 2021. د لاسرسي‌نېټه October 22, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Lord, Jeannette Mather (April 1959). "John Brown: They Had a Concern". West Virginia Histor]. 20 (3): 163–183. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Wyatt-Brown, Bertram (Winter 1975). "John Brown, Weathermen, and the Psychology of Antinomian Violence". Soundings: An Interdisciplinary Journal. 58 (4): 417–440. JSTOR 41177972. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Foner, Philip S. (1964). Frederick Douglass: Selections from His Writings. New York: International Publishers. د کتاب پاڼي 25–26. OCLC 911783030. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. (په October 21, 1859 باندې). The Harper's Ferry Outbreak.
  9. Mason, James M.; Collamer, Jacob (June 15, 1860). Report [of] the Select committee of the Senate appointed to inquire into the late invasion and seizure of the public property at Harper's Ferry. د کتاب پاڼې 149. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. (په October 19, 1882 باندې). John Brown's Son.
  11. (په October 23, 1882 باندې). John Brown's Son Watson.
  12. (په October 18, 1882 باندې). Watson Brown's Remains.
  13. Hinton, Richard J. (1894). John Brown and his men; with some account of the roads they traveled to reach Harper's Ferry. Boston: Funk & Wagnalls. خونديځ د اصلي څخه May 25, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Loewen, James W. (2008). Lies My Teacher Told Me: Everything Your American History Textbook Got Wrong (چاپ Revised and updated). New York: The New Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1595583260. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Anderson, Osborne Perry (1861). A Voice from Harper's Ferry. A Narrative of Events at Harper's Ferry; with incidents prior and subsequent to its capture by John Brown and his men>. Boston: Published by the author. د کتاب پاڼي 5–7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. (په October 18, 1882 باندې). Watson Brown's Remains.
  17. Ken Chowder. ""The Father of American Terrorism". د اصلي آرشيف څخه پر November 7, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 17, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)". American Heritage. February/March 2000.
  18. Torrington Historical Society (2017). "John Brown Birthplace Site". خونديځ د اصلي څخه November 21, 2018. د لاسرسي‌نېټه November 15, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Sanford, F B; Brown, John (1878). Memoirs of John Brown, written for Rev. Samuel Orcutt's History of Torrington, Ct., by F. B. Sanborn, with memorial verses by William Ellery Channing. Concord, Massachusetts: Printed by J. Munsell]. خونديځ د اصلي څخه May 25, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 26, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. (په November 25, 1859 باندې). John Brown's early history—Almost A D. D. [sic].
  21. "Capt John Brown III". findagrave.com. خونديځ د اصلي څخه July 21, 2021. د لاسرسي‌نېټه December 26, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Sanford, F B; Brown, John (1878). Memoirs of John Brown, written for Rev. Samuel Orcutt's History of Torrington, Ct., by F. B. Sanborn, with memorial verses by William Ellery Channing. Concord, Massachusetts: Printed by J. Munsell]. خونديځ د اصلي څخه May 25, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 26, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Wyatt-Brown, Bertram (1995). "'A Volcano Beneath a Mountain of Snow': John Brown and the Problem of Interpretation". In Finkleman, Paul (سمونګر). His Soul Goes Marching On. Responses to John Brown and the Harpers Ferry Raid. Charlottesville, Virginia: University Press of Virginia. د کتاب پاڼي 9–38, at p. 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 0813915368. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. National Park Service (2020). "Ulysses S. Grant's Connection to John Brown". خونديځ د اصلي څخه May 13, 2021. د لاسرسي‌نېټه May 13, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. DeCaro, Louis A., Jr. (2002), "Fire From the Midst of You": A Religious Life of John Brown, New York University Press, د کتاب پاڼې 12 – عبر Project MUSE منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. Villard, Oswald Garrison (1910). John Brown 1800–1859: A Biography Fifty Years After. Houghton Mifflin. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Filler, Louis, "John Brown in Ohio. An Interview with Charles S. S. Griffing" (PDF), Ohio Archaeological and Historical Quarterly, 58: 213–218, خونديځ (PDF) د اصلي څخه September 28, 2021, د لاسرسي‌نېټه September 28, 2021 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. (په November 25, 1859 باندې). John Brown's early history—Almost A D. D. [sic].
  30. Villard, Oswald Garrison (1910). John Brown 1800–1859: A Biography Fifty Years After. Houghton Mifflin. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Hinton, Richard J. (1894). John Brown and his men; with some account of the roads they traveled to reach Harper's Ferry. Boston: Funk & Wagnalls. خونديځ د اصلي څخه May 25, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 25, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. (په December 31, 1859 باندې). Letter from John Brown [to J. W. McFarland].
  33. U. S. House of Representatives, 34th Congress, 1st Session (1856). Report of the Special Committee appointed to investigate the troubles in Kansas; with the views of the minority of said Committee. Washington, D.C. خونديځ د اصلي څخه August 11, 2011. د لاسرسي‌نېټه June 18, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  34. Du Bois, W. E. Burghardt (1909). John Brown. Philadelphia: George W. Jacobs & Company. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)