جان اډمز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جان اډمز
جان اډمز
جان اډمز

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
استوګنځای ماساچوست   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱][۲][۳]
د لویې بریتانیا پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 170 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب
ښځه
اولاد
واک
عملي ژوند
تعلیم هروارد پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
جان اډمز
جان اډمز

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جان اډمز (۱۷۳۵ ، د اکتوبر ۳۰مه – ۱۸۲۶ ، د جولای ۴ مه) يو امريکايي سياستمدار، څارنوال، ليکوال او د امريکا له جوړوونکو يو و، له ۱۷۹۷ز کال څخه يې تر ۱۸۰۱ز کال پورې د امريکا د ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې ده. له ولسمشرۍ مخکې، هغه د امريکايي انقلاب يو مشر و، چې له لويې بریتانيې نه يې خپلواکي تر لاسه کړه او د امريکا د لومړي مرستيال ولسمشر په توګه يې کار وکړ. اډمز يو مسلکي ليکوال و، چې د امريکا د لومړيو کلونو د تاريخ له ګڼو مهمو شخصيتونو،لکه : د هغه مېرمن او سلاکارې ابيګيل اډمز او توماس جفرسن سره يې په منظم ډول ليکنې کولې.

اډمز له انقلاب مخکې يو وکيل او سياسي فعال و، د مشورې د حق لرلو او بې ګناهۍ اصل ته يې ځان وقف کړی و. هغه د بریتانيې ضد احساسات وننګول او په برياليتوب سره يې د بریتانوي ځواکونو له خوا د بوسټن د ټولوژنې په اړوند د وژنو له تورونو څخه دفاع وکړه. اډمز د لويې وچې کانګريس ته د ماساچوسټس له خوا استازی و، چې بيا د انقلاب لارښود شو. هغه په ۱۷۷۶ز کال کې د خپلواکۍ د اعلاميې د مسودې په ليکلو کې مرسته وکړه. په اروپا کې د یوه ديپلومات په توګه، هغه له لويې بریتانيې سره د سولې د تړون او مهمو دولتي پورونو د خونديتابه په مذاکراتو کې مرسته وکړه. اډمز په ۱۷۸۰ز کال کې د ماساچوسټس د اساسي قانون لومړی ليکونکی و، چې د متحده ايالاتو په اساسي قانون يې اغیز درلود، «د دولت په اړه اندونه» په نامه د هغه ليکنو هم د متحده ايالاتو پر اساسي قانون اغېز درلود. 

د جورج واشنګټن د ولسمشرۍ پر مهال، اډمز دوه ځلې د ولسمشر د مرستيال په توګه ټاکل شوی او په ۱۷۹۶ز کال کې د متحده ايالاتو د ديم ولسمشر په توګه انتخاب شو. هغه يوازينی ولسمشر و، چې د فډرالسټ ګوند تر بيرغ لاندې وټاکل شو. هغه په لومړي پړاو کې د جفرسن د جمهوري غوښتونکو او د خپل فډراليست ګوند د ځينو غړو له خوا له سختو نيوکو سره مخامخ شو، د کوم ګوند مشري چې الکساندر هملټن کوله. اډمز لانجمن، د پرديو او فتنې قوانين لاسليک کړل او له فرانسې سره د نا اعلان شوې جګړې پر مهال يې پوځ او سمندري ځواک جوړ کړ. د هغه د ولسمشرۍ په پړاو کې، هغه لومړی ولسمشر و چې په اجرائيه ودانۍ کې واوسيږي، چې اوس د سپينې ماڼۍ په نامه ياديږي.

د بيا ټاکل کېدو لپاره د هلو ځلو پر مهال د فدرالسټانو او د جفرسنيانو له خوا پرهغه د مطلقه حکومت تورونو له امله اډمز د خپل پخواني ملګري توماس جفرسن په وړاندې ماتې وخوړه او هغه ماساچوسټس ته د متقاعد په توګه ولاړ. د څوارلسو کلونو په موده کې د ليکونو له لارې هغه له جفرسن سره بيا ملګرتيا پيل کړه. هغه او مېرمنې يې د سياسيونو، ديپلوماتانو او تاريخ پوهانو يوه کورنۍ جوړه کړه، چې اوس د اډمز د سياسي کورنۍ په نوم يادېږي. په دې کورنۍ کې د متحده ايالاتو شپږم ولسمشر، د هغوی زوی جان کوينسي اډمز هم شامل دی. جان اډمز د جيفرسن له مړینې څو ساعته وروسته، د ۱۸۲۶ز کال د جولای په څلورمه مړشو، چې دا کال د خپلواکۍ د اعلاميې د تصويب څوارلسمه کليزه وه. اډمز او د هغه زوی د امريکا د لومړيو هغو دولسو ولسمشرانو څخه دي، چې دوی په خپل ژوند کې مريان نه لرل. څېړونکو او اندپوښتونکو د هغه اداره غوره اداره بللې ده.

د ژوند لومړي کلونه او زده کړه[سمول]

کوچنيوالی[سمول]

جان اډمز د ۱۷۳۵ز کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه، د مشر جان اډمز او سوزانا بويلسټن په کور کې زېږېدلی و. هغه دوه کشران وروڼه لرل، چې هغه بيټر (۱۷۳۸ ز)  او اليهو (۱۷۷۵ ز) دي. اډمز د ماساچوسټس د برينټري د کورنۍ په کروندځای کې زېږېدلی و. مور يې د ماساچوسټس د اوسني بروکلين اوسېدونکې، د طبابت له مخکښې کورنۍ سره اړيکه درلوده. پلار يې د مذهبي مراسمو په يوه کليسا کې مذهبي مشر، کروندګر، بوټان ګنډونکی او په مليشه ځواک کې دویم بريدمن و. مشر جان د ښار د شورا د ټاکونکي په توګه کار کړی و او د ښوونځيو او سړکونو د جوړېدو څارنه يې کوله. اډمز به ډېر ځله  خپل پلار ستايه او له هغه سره د خپلو نژدې اړيکو يادونه به يې کوله. د اډمز د نیکه په شا اوخوا ۱۶۳۸ز کلونو کې د انګلستان د اسيکس له برينټري څخه ماساچوسټس ته کوچېدلی و.[۴][۵][۴][۶][۷]

سره له دې چې اډمز، په يو عادي چاپيريال کې رالوی شوی و، هغه احساس کاوه چې له خپلو دودونو سره سم ژوند کولو لپاره تر فشار لاندې و. د هغه کورنۍ «پيوريټان» وه، کومه چې په سختۍ سره له خپل مذهب، کلتور، قوانينو او دودونو څخه اغېزمنه شوې وه. د جان اډمز د زېږېدو پر مهال د «پيوريټان» اصول مخ په ځوړ روان وو، لکه له مخکې څخه په تقدير عقيده او د دوی ډېر سخت مراسم اسانه شوي وو، خو اډمز بيا هم دا اصول «د خپلواکۍ د پورته کوونکو په توګه بلل او خپلواکي اوس هم يوه سپېڅلې اړتيا وه». اډمز يادونه کوي چې: د هغه مور او پلار «په سپکاوي او وېره کې هر ډول بد اخلاقي لرله» او له هر ډول بې لارۍ څخه رامنځ ته شوي د سپکاوي، شرارت او ورانۍ بشپړ انځور يې وړاندې کړ. اډمز وروسته درک کړه چې: «د يوه ماشوم په توګه ممکن ما هغه سترې خوښۍ تر لاسه کړې وې، چې شونې ده يوه انسان ته ورکړل شي – د هغې مور نعمت چې د خپلو کوچنيانو د شخصيت جوړولو لېوالتيا او وړتيا يې درلوده».[۸][۹]

د مشر ماشوم په توګه اډمز اړ و چې، رسمي زده کړې ترلاسه کړي. د هغه زده کړې په شپږ کلنۍ کې د نجونو او هلکانو د يوې اغلې مېرمنې په يوه ښوونځي کې پيل شوې، چې د ښوونکې په کور کې تر سره کېدې او مرکز يې «نيو انګلينډ پرايمر» و. لږ وخت وروسته، اډمز د «جوزف کلورلي» تر څارنې لاندې د برينټري لاتين ښوونځي ته ولاړ، چېرې چې لاتيني، بلاغت، منطق او حساب لوستل کېدل. د اډمز په لومړيو زده کړو کې، له ښوونځي تېښته، د ښوونکي څخه کرکه او د بزګرۍ هيله شامل وو. ټول بحثونه د هغه د پلار په حکم پای ته ورسېدل، چې هغه بايد په ښوونځي کې پاتې شي: « ته بايد زما له هيلو سره سم عمل وکړې». ډيکن اډمز د ښوونځي نوی مدير جوزف مارش د ښوونکي په توګه وګوماره او د هغه زوی، دې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه.[۱۰]

د پوهنځي زده کړې او ځواني[سمول]

ادمز په ۱۷۵۱ز کال کې، هغه مهال چې شپاړس کلن و، په هارورډ پوهنځي کې داخل شو او د جوزف ميهو تر څار لاندې يې زده کړې وکړې. په ځوانۍ کې اډمز يو لېوال څېړونکی و، د توسيديس، افلاتون، سيسرو او تاسيتوس په څېر د لرغونو ليکوالانو آثار يې د دوی په خپله ژبه کې لوستل. که څه هم پلار يې غوښتل چې، هغه يو مذهبي مشر شي، په ۱۷۵۵ز کال کې د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره له فراغت وروسته په داسې حال کې چې په خپلې دايمي دندې يې فکر کاوه، هغه په «ورسسټر» کې په ښوونځي کې د ښوونکي په توګه کار وکړ. په راتلونکو څلورو کلونو کې هغه د عزت، د «درناوي يا شهرت» په مينه او له خپلو ملګرو څخه د زيات توپير په لټه کې شو» او پریکړه يې کړې وه چې، بايد يو ستر سړی شي. هغه د خپلې موخې د تر لاسه کولو لپاره پریکړه وکړه چې وکيل شي او خپل پلار ته يې وليکل چې، د وکيلانو په منځ کې يې «مشهورې او د درناوي وړ لاسته راوړنې لرلې دي»، خو د روحانيونو په منځ کې«د ځينو مطلقو احمقانو په اړه د سپيڅلتيا څرګندنه کوي».د هغه هيلې د هغه د «پيوريتانيزم» سره په ټکر کې وې، هغه يې خپلې تعريف کړې ظاهري خوښۍ ساتلو ته وهڅاوه او له خپلو ملګرو سره د خوښۍ په شريکولو کې ناکام شو. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۷۵۴ز کال کې د فرانسې او هنديانو د جګړې په پيلېدو سره، اډمز نولس کلن و، هغه په جګړه کې د خپلو مسئوليتونو د تر سره کولو لپاره مبارزه وکړه او د هغه وخت د ډېرو نورو په څېر د پيسو لپاره جګړې ته ولاړ. وروسته اډمز وويل: «ما د بل هر وخت په پرتله هيله لرله، چې د يوه وکيل پر ځای يو سرتيری شم»، دې ته په کتنې سره، چې هغه د خپلې کورنۍ لومړی کس و چې، «د خپل کور له معيارونو ښکته شي، تر هغه وخته چې په وسله واله مليشه کې يو افسر ونه اوسي».[۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. CERL Thesaurus ID: https://data.cerl.org/thesaurus/cnp01329638 — د نشر نېټه: ۸ جولای ۲۰۲۰ — خپرونکی: Consortium of European Research Libraries — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License او Creative Commons Attribution 2.0 Generic
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118500597 — د نشر نېټه: ۸ جولای ۲۰۲۰ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500353261 — د نشر نېټه: ۸ جولای ۲۰۲۰ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ McCullough 2001، مم. 29–30.
  5. Ferling 1992، مم. 11–14.
  6. Ferling 1992، م. 317.
  7. Ferling 1992، م. 11.
  8. Kirtley 1910، م. 366.
  9. Brookhiser 2002، م. 13.
  10. Ferling 1992، مم. 12–14.
  11. Ferling 1992، مم. 17–18.
  12. Ferling 1992، م. 16.
  13. McCullough 2001، م. 13.
  14. McCullough 2001، م. 35.
  15. Ferling 1992، م. 21.