جاله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جاله یا بېړۍ یوه لامبو وهونکې وسیله ده چې ګڼ‌شمېر ډولونه او اندازې لري، خو په ټوله کې د کښتۍ په پرتله کوچنۍ ده. د کښتۍ اندازه او بڼه لا لویه او د بار یا مسافر وړلو ظرفیت یې لا زیات دی او د جالو د لېږدولو وړتیا لري.

کوچنۍ بېړۍ، په ټولیزه توګه، د یوه هېواد کورنیو اوبولارو کې، لکه سیندونو، سمندرګیو یا ساتندویه ساحلي سیمو کې موندل کېږي. سره له‌دې ځینې یې، لکه د نهنګ د ښکار بېړۍ، د سمندرونو په چاپېریال کې د کارولو لپاره جوړې شوې وې. د نومهالي سمندري ځواک په اصطلاح کې، بېړۍ هغه کوچنۍ جاله ده چې په کښتۍ کې د لېږدولو وړ وي.[۱]

بېړۍ په بېلابېلو کچو او جوړښتونو، ټاکل شوې موخې، د لاسرسي وړ موادو یا سیمه‌ییزو دودونو ته په کتو سره جوړېږي. له جالو څخه له لرغوني پېر راهیسې ګټه اخېستل کېږي او همدا راز په ټولې نړۍ کې د حمل او نقل، کب‌نیونې او ورزش لپاره کارول کېږي. د کب‌نیونې بېړۍ، سیمه‌ییزو شرایطو سره په مطابقت کې، ګڼ‌شمېر بڼې لري. تفریحي بېړۍ، لکه د سکي بېړۍ، پانتون بېړۍ او بادبان لرونکې بېړۍ، د تفریحي موخو لپاره کارول کېږي. کور ډوله بېړۍ کېدای شي د رخصتیو یا اوږدمهالې استوګنې لپاره وکارول شي. هغو لویو کښتیو څخه، چې سمندر غاړې ته نږدې کېدلای نه‌شي، د بار د وړلو او راوړلو په موخه له باري بېړیو (لایټرونو) څخه ګټه اخېستل کېږي. د ژغورنې بېړۍ د ژغورنې او خوندیتوب په برخو کې کارول کېږي. 

بېړیو ته کولای شو د انساني ځواک (لکه، په پارو او پایډل وهونکو بېړیو کې)، باد (لکه، په بادبان لرونکو بېړیو کې) او دننیو/بهرنیو موټورونو (لکه، پترولي، ډیزلې او برېښنایي موټورونه) پر مټ حرکت ورکړو.

تاریخ[سمول]

وروسته له‌دې چې کابو یو میلیون کاله دمخه «پر پښو ولاړ انسان» د وچو ترمنځ له تنګیو څخه د تېرېدو لپاره له بېړیو څخه کار اخېستل پیل کړل، تر تاریخ دمخه پېر کې له بېړیو څخه د حمل او نقل وسیلې په توګه کار اخېستل کېده. له یو شمېر شواهدو څخه (د بېلګې په توګه: په اسټرالیا کې کابو ۴۰،۰۰۰ کاله دمخه استوګنه، په کرېت کې د کابو ۱۳۰،۰۰۰ کلنو او د فلورس په ټاپو کې د ۹۰۰،۰۰۰ کلنو اړوند موندنې) معلومېږي چې د تاریخ دمخه پېر کې له بېړیو څخه کار اخېستل کېده. داسې اټکل کېږي چې تر ټولو پخوانۍ بېړۍ «ناړه وزمه بېړۍ (dugout)» دي او د لرغون‌پېژندنې له پلټنو څخه لاس‌ته راغلي معلومات ښیي چې تر ټولو لرغونې بېړۍ کابو ۷،۰۰۰ تر ۱۰،۰۰۰ کاله پخوا شتون درلود. د نړۍ تر ټولو موندل شوې بېړۍ «د پېسې جاله» ده چې په هالنډ کې پیدا شوې ده او یوه «ناړه وزمه بېړۍ» ده چې له سارانۍ صبر ونې څخه د ۸۲۰۰ او ۷۶۰۰م‌ز کلونو ترمنځ جوړه شوې ده. دغه جاله د هالند د اسېن ښار په درېنت موزیم کې نندارې ته وړاندې شوې ده. د دې ترڅنګ، ګڼ‌شمېر نورې «ناړه وزمه بېړۍ» هم بیاموندل شوې دي. بل ډول جالې کابو ۸،۰۰۰ کاله پخوا مخینه لري. له نی څخه جوړه شوې ۷،۰۰۰ کلنه سمندري بېړۍ د کویټ په H3 مېنه کې موندل شوې ده. له بېړیو څخه د ۴،۰۰۰ او ۳،۰۰۰م‌ز کلونو ترمنځ په سومر، لرغوني مصر او د هند په سمندر کې کار اخېستل کېده.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د سند درې تمدن او بین‌النهرین ترمنځ سوداګرۍ کې، بېړۍ خورا زیات ارزښت درلود. د سند درې په بېلابېلو لرغونو سیمو کې د بېړیو د ګڼ‌شمېر موډلونو شواهد او نښې ترلاسه شوې دي. د اورو بېړۍ په بېپور کې (د سویل‌لوېدیځ هند د کېرالا د سویلي کالیکوټ یو کلی) جوړېدلې. دغه لویې کښتۍ یوازې د سګوان ونې له لرګي څخه جوړېدلې او په یوه وخت کې یې د ۴۰۰ ټُنو بار د لېږدولو وړتیا درلوده. لرغونو عربانو او یونانیانو له ورته بېړیو څخه د سوداګریو کښتیو په توګه کار اخېست. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د هېرودوت، لوی پلیني او سترابون له لیکنو څخه معلومېږي چې بېړۍ د سوداګرۍ، سفر او نظامي په موخو کارول کېدلې. [۲۱]

ډولونه[سمول]

بېړۍ په درېیو سترو ډولونو باندې وېشلای شو:

  1. بې‌سون توکو یا د انساني ځواک پر مټ حرکت لرونکې بېړۍ: دغه ډول بېړیو کې هغه جالې شاملېږي چې په یوه لورې مخ په کوزه خوا حرکت لري. د بې‌سون توکو بېړیو بېلګې کوچنۍ جالې، کایاک، ګوندولا او د پونټ په څېر هغه بېړۍ دي چې د میلو پر مټ حرکت کوي.
  2. بادباني بېړۍ: هغه بېړۍ دي چې په ټولیزه توګه د بادبانونو پر مټ حرکت کوي.
  3. موټوري بېړۍ: هغه بېړۍ دي چې د انجن په څېر میخانیکي وسیلو پر مټ حرکت کوي.

ګڼ‌شمېر لویو کښتیو ته بېړۍ ویل کېږي. اوبتل (تحت‌البحري) بېړۍ یې سترې بېلګې دي. د کښتیو نور ډولونه چې له پخوا راهیسې بېړۍ نومول شوې دي، په سترو سمندرګیو کې بار وړونکې بېړۍ، نهري بېړۍ، او ماکو (فېري بېړۍ) دي. که څه هم دغه کښتۍ ډېر لویې دي او کولای شي نورې بېړۍ او درانه بارونه حمل او نقل کړي، خو د یوه هېواد کورنیو اوبولارو یا ساتندویه ساحلي اوبو کې ورڅخه کار اخېستل کېږي.[۲۲][۲۳]

جوړوونکي مواد[سمول]

د نولسمې پېړۍ تر نیمایي پورې ډېري بېړۍ له طبیعي مواد، په تېره بیا لرګیو څخه جوړېدلې؛ سربېره پر دې د یوشمېر بېړیو په جوړښت کې نی او د نباتاتو پوست یا د ژویو څرمن هم کارول کېده. د پخوانیو بېړیو بڼې، د نی په مرسته جوړې شوې بېړۍ (چې په لرغوني مصر کې لېدل شوې دي)، د birch په نامه ونې له پوست څخه جوړې شوې جالې، د ژویو له څرمن څخه جوړ شوي کایاکونه او کوراکول او هغه ناړه وزمه بېړۍ دي چې د ونې له یوې کوندې څخه جوړې شوې دي.[۲۴]

د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې داسې بېړۍ رامنځ‌ته شوې چې په جوړښت کې یې اوسپنه یا پولاد کارول شوی ؤ خو لا هم له تختو او لرګیو څخه په‌کې کار اخېستل کېده. په ۱۸۵۵ز کې د فرانسویانو له‌خوا د فېروسېمنټ په نامه د بېړۍ جوړښت رامنځ‌ته شو. په دغه سیسټم کې د یوې بېړۍ چوکاټ له اوسپنیز یا پولادي سیمونو څخه جوړېږي او شاوخوا یې په سېمنټو پوښل کېږي او د لا ټینګولو لپاره یې دیوالي کوچني استنادونه او ورته دنني جوړښتونه په پام کې نیول کېږي. دغه بېړۍ ډېرې پياوړې خو درنې دي، په اسانۍ سره ترمیمېږي او که جوړښتي سیمونه یې په سمه توګه وتړل شي، نو د اوبو د نفوذ لاره به یې بنده شي.

څرنګه چې د بریتانیا او اروپا له ځنګلي ونو څخه د لرګي کښتیو د چوکاټ جوړولو د تامین په موخه کارول کېدلې او د بسمر پروسس کولو لړۍ (چې نوموړې اختراع په ۱۸۵۵ز کې ثبت شوه) د اوسپنې قیمت راښکته کړ او په پایله کې اوسپنیزې او پولادي کښتۍ او بېړۍ لا متداولې شوې. په ۱۹۳۰ز لسیزه کې، بېړۍ په بشپړه توګه، له چوکاټه نیولې تر نکل‌کاري پورې له پولاد څخه جوړېدلې، نو په صنعتي کارونو او کب‌نیونه کې یې د لرګي کښتیو ځای ونیوه. په تفریحي بېړیو کې لا هم د اوسپنې او پولاد کارول هومره معمول نه‌وو. په ۱۸۹۵ز کې و.ھ. مولینز له ګالوانیزه شوې اوسپنې څخه پولادي بېړۍ تولید کړې چې په ۱۹۳۰ز کې د تفریحي بېړیو په صنعت کې د نړۍ تر ټولو ستر تولیدوونکی ؤ.

د دې ترڅنګ، مولینز له ۱۸۹۵ تر ۱۸۹۹ز پورې او بیاځلي په ۱۹۲۰ز لسیزه کې المونیمي بېړۍ تولیدولې او د شلمې پېړۍ په نیمایي کې په صنعت کې د المونیم کارونې خورا زیات ارزښت پيدا کړ. که څه هم المونیمي الیاژونه د پولاد په پرتله خورا ګران دي، خو د المونیم داسې الیاژونه شته دي چې په مالګینو اوبو کې نه‌خرابېږي او سربېره پر دې چې المونیمي بېړۍ د پولادي بېړیو په پرتله سپکې دي، ورته وزن لرونکی بار لېږدولای شي.[۲۵]

د ۱۹۶۰ز لسیزې په نیمایي کې له فایبرګلاس څخه (چې د «ګلاس‌فایبر» په توګه هم پېژندل کېږي) جوړې شوې بېړۍ، په ځانګړې توګه د تفریحي بېړیو په صنعت کې مشهوره شوې. فایبرګلاس په بریتانیا کې د «GRP» (د ښیښې په وسیله غښتلی شوی پلاستیک) او په متحده ایالاتو کې د «FRP» (د فایبر په وسیله غښتلی شوی پلاستیک) په نومونو پېژندل کېږي. فایبرګلاسي بېړۍ ډېرې غښتلې دي، زنګ نه‌نیسي، نه ورستېږي او نه هم خرابېږي؛ خو جوړښتي تخریب یې د لمر وړانګې له‌امله رامنځ‌ته کېدونکی دی او د تودوخې پر وړاندې یې د مقاومت کچه راټیټېږي. فایبرګلاسي جوړښتونه د ساندویچ‌ډوله ټوټو په مرسته لا ټینګېدلای شي، چې په داسې حالت کې فایبرګلاس د باسلا یا فوم په څېر یوې سپک‌وزنې هستې په وسیله پېچل کېږي.[۲۶]

سړه بڼه ورکونه د جوړولو یوه نومهاله لار ده، چې په‌کې له لرګي څخه د جوړښتي توکي په توګه کار اخېستل کېږي. په سړې بڼه ورکونه کې، د لرګیو خورا نرۍ پترې د یوه قالب پر مخ سره تړل کېږي. هر یو قشر یې د کنډ په وسیله پوښول کېږي او وروسته پرې متناوب جهت‌لرونکي قشر خورېږي. د کنډ تر وچېدلو او کلکېدلو پورې، وروستني قشرونه کېدای شي د سټپلر شي یا په میخانیکي توګه مخکنیو قشرونو سره وتړل شي.

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. First Mariners – Archaeology Magazine Archive. Archive.archaeology.org. Retrieved on 2013-11-16.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  18. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  19. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  20. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  21. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  22. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  23. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  24. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  25. WH Mullins boat history, Salem Ohio
  26. .. as in the Iroqois catamaran