توکل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د توکل لغوي تعريف[سمول]

تَوَكُّلْ په لغت کې مصدر دی د ثلاثي مزيد فيه د تَفَعّـُلْ له باب څخه چې ماضي يي تَوَكّـَلَ ،مضارع يې يَتَوَكَّلُ ،امر يې اِتَّكِلْ او اسم فاعل يې مُتَوَكِّلْ راځي چې د عجز څرګندولو ،په بل باندې اعتماد کولو ،بل ته د خپلو امورو سپارلو او تسليمېدلو په معنی دی ،لکه چې وايي : ( وکل امره الی فلان ) يعنې خپل امر او کار يې هغه ته وسپاره او په هغه يې اعتماد وکړ.(لسان العرب)

د توکل اصطلاحي تعريف[سمول]

توکل په شرعي اصطلاح کې د دنيا او آخرت په امورو کې د منافعو د جلب او زيانونو د دفع لپاره په الله جل جلاله باندې د زړه دريښتينی اعتماد او تکيې څخه عبارت دی د توکل حقيقت او واقعيت عبادت او له الله جل جلاله څخه مرسته غوښتل دي ،لکه چې الله جل جلاله فرمايي :

فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ ژباړه : يوازې د الله جل جلاله عبادت کوه او يوازې په همغه باندې توکل وکړه.

بل ځای الله جل جلاله فرمايي :

رَبُّ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَاتَّخِذْهُ وَكِيلًا. ژباړه : پس الله جل جلاله رب د مشرق او د مغرب دی له هغه پرته بل هېڅوک حقانې‎ي معبود نشته مگر يوازې همدی ،نو ونيسه هغه خپل وکيل او کارجوړونکی د خپلو امورو لپاره.

په همدې اساس په توکل کې د منافعو د جلب او زيانونو د دفع لپاره استعانت شامل دی که څه هم دا به دنيوي امورو کې وي الله جل جلاله په څو ځايونو کې دا دوه اصلونه يو له بل سره يو ځای ذکر کړيدي :

إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ. ژباړه : (اې الله جل جلاله) يوازې ستا عبادت کوو او يوازې له تا څخه مرسته غواړو.

نو کله چې مونږ يوازې د الله جل جلاله عبادت وکړو يوازې له هغه څخه مرسته وغواړو او يوازې پر هغه توکل وکړو بيا نو الله جل جلاله په هر حالت کې مونږ ته کافي دی .

توکل او تواکل[سمول]

د توکل او تواکل تر منځ توپير په دې کې دی چې په توکل کې د يو سلسله شرعي اسبابو برابرول شته ،په داسې حال کې چې په تواکل کې د اسبابو برابرولو ته کوم ارزښت نه ورکول کيږي خو درست توکل دا دی چې ټول هغه شرعي اسباب چې د برابريدو امکان او توان يې موجود وی برابر شي او د هر کار لپاره د يوسلسله اسبابو نه برابرول د عقل له نيمګړتياوو څخه شميرل کيږي .د الله جل جلاله مخلص بنده همدا اسباب که څه هم لږ او ناچيز هم وي برابروي (یعني اسباب که لږ استعمال کړې هم صحیح دی!) او الله جل جلاله په هغوی برکت او اثر غورځوي ،الله جل جلاله د حضرت مريم علیها السلام د قصې په ترڅ کی مونږ ته په دې هکله يادونه کړې ،چې يو شاعر يې داسې بيانوي .

     توکَّل علی الرحمن فی کلّ حاجة               و لاتؤثرنّ العجز يــومـاً علی الطـلـب
     ألـــــم تـــــر أنَّ الله قــــالَ لـــــمـريـم                إلـيک فَهــزِّی الجذع يسقُط الـرُّطب
     و لـوشـاء أن تجنيه من غيرهزّها               جَـــنـتـــه و لــکــن کـل شـیءٍ لـه سبـب

(بهجة المجالس وأنس المجالس)

ژباړه يې دا ده چې په هر حاجت کې په الله جل جلاله باندې توکل وکړی او هيڅ وخت يې په پلټنه کې سستي مکوی او آيا تاسې نه وينی چې مريم علیها السلام ته الله جل جلاله وفرمايل چې د ونې تنه وښوروه تر څو تازه خرماوې درته راتويې شي ، په داسې حال کې چې که اراده يې کړې وای د مريم له ټکان ورکولو پرته به يې خرما پخپله راتويې شوې وای خو د هر څه لپاره سبب شته چې بايد برابر شي الله جل جلاله پخپله فرمايي :

وَهُزِّي إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسَاقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا. ژباړه : د خرما د ونې تنه وخوځوه چې درته راتويې کړي تازه ، پخې او لندې خرماوې .

دلته د هر ډول ټکان پرته هم الله جل جلاله کولای شوای چی د دې ونې ميوه راتويې کړي نو د هغې دردمنې او ناتوانه ښځې ( مريم ) خوځولو څه ګته درلوده ؟ ځواب دا دی چې الله جل جلاله بنده ګانو ته دا وروښوده چې بايد اسباب هم برابر کړي له همدې کبله يې مريمې علیها السلام ته امر وکړ چې ونه خوځوې په همدې اساس ويلای شو چې د اسبابو برابرول د توکل له ډيرو اهمو اصولو څخه ګڼل کيږي دغه راز يوه ورځ چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم غوښتل غزا ته ووځي نو هغه زغره واغوسته او خولی يې په سر کړه هغه دا هر څه د يو سلسله اسبابو د برابرولو په ترڅ کې تر سره کړل .

توکل څنګه کېدلای شي[سمول]

١: د الله جل جلاله ذکر او په مبارکو اسماؤ او صفاتو يي توسل کول : په ده او عظيم الشان قدرت يې ايمان ،اعتقاد او اعتماد درلودل ،هغه کسان چې د الله جل جلاله اسماء او صفات پريږدي ،تعطيل يا يي انکار کوي حقيقاً دې مرتبې ته رسيدلای نشي .

٢: د اسبابو او مسببونو اثبات : داسې چې اسباب په يوازېتوب سره پوره او اغيزمن اغيز نشي کولای ،بې له شکه چې داسې اسباب شته چې له برابرېدو پرته يې بله چاره نه وي ، د مثال په توګه د اولاد درلودلو لپاره بايد واده وشي او د محصول او ثمرې لپاره اړينه ده چې بايد کښت وکرل شي او...

٣ : د توحيد په لاره کې ثابت قدمي او ټينګ ودريدل کله چې انسان توحيد محقق کړي نو بې له شکه چې د توکل لويه برخه يې تر لاسه کړيده ،الله جل جلاله په دې برخه کې فرمايي :

لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ. او له هغه نه پرته بل معبود برحق نشته ، پر همغه مې توکل کړی او همغه دی د لوی عرش رب او پروردګار .

۴ :

۵ : په الله جل جلاله باندې ښه ګمان کول : په هغه څه چې ستا په لاس کې دي اعتبار مه کوه بلکه په هغه څه اعتماد او اعتبار وکړه چې د الله جل جلاله په قدرت کې دي په الله جل جلاله باندې د ښه ګمان کولو په هکله په قدسي حديث شريف کې راغلي دي چي :

أَنَا عِنْدَ ظَنِّ عَبْدِي بِي زما بنده چې څرنګه پر ما ګومان کوي زه هماغسې ورسره کوم .

په الله جل جلاله باندې نيک ګومان کول په هغه باندې د توکل موجب ګرځي ، که بنده پوه شي چې الله جل جلاله بې نيازه د ملک خاوند او مطلق واکمن دی په هغه به توکل وکړي .

٦: الله جل جلاله ته د خپل زړه تسليمول : کله چې انسان خپل ځان د يو مطيع او فرمانبرداره بنده په څېر خپل پروردګار ته وسپاري ، توکل ايجاديږي .

٧ : فَسَتَذْكُرُونَ مَا أَقُولُ لَكُمْ وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ

ژباړه : پس ژر ده چې ياد به کړی تاسې (په وخت د ليدلو د عذاب کې) هغه څه چې زه يې اوس درته وايم او زه سپارم هر کار خپل الله جل جلاله ته بېشکه چې الله جل جلاله ښه ليدونکی دی د (ټولو اقوالو او اعمالو) د بنده ګانو.

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه فرمايي : هغه آيت شريف چې پکې الله جل جلاله ته د امورو سپارل په پوره او پرېکنده توګه راغلي دا آيت شريف دی :

وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ژباړه : هر څوک چې په الله جل جلاله توکل وکړي الله جل جلاله د هغه لپاره کافي دی .

دغه راز ابن قيم رحمة الله علیه د علامه ابن تيميه رحمة الله علیه څخه را نقل کړي دي چې مقدور د دين او توحيد له نظره د دوو حالتونو تر منځ واقع شوی ، توکل يي مخکې او رضا ورپسې ده ځکه هر هغه کس چې د يو کار له کولو مخکې په الله جل جلاله باندې توکل وکړي او وروسته چې څه پېښيږي په هغه خوشحالي څرګنده کړي دې بنده عملاً عبوديت (بنده ګي) په اثبات ورسوله .( مدارج السالكين)

دتوکل ځايونه[سمول]

دا چې توکل په کومو ځايونو کي کيږي او په څه ډول دا او دې ته ورته موضوعات به په دې مبحث کي وڅيړل شي .

توکل دعبادت په مقام کي[سمول]

مسلمان بنده بايد د بنده ګي او عبادت محور په الله جل جلاله  باندي توکل او دهمغه ذات څخه د خپل عبادت  د قبلېدلو دعا وګرځوي ، الله جل جلاله فرمايي:


وَلِلَّهِ غَيْبُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَيْهِ يُرْجَعُ الْأَمْرُ كُلُّهُ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَيْهِ وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ. (123) سورة هود  .

ژباړه: خاص الله جل جلاله  لره دى علم په پټو د آسمانونو او ځمکو ،او همده لره د بنده ګانو ټول کارونه ورګرځي يوازي د همده عبادت کوه او په همده باندي توکل کوه ، او ستاسي رب له هغو کارونو څخه چي تاسي يې کوى ، بې خبره نه دى .


په دې آيت شريف کې الله جل جلاله خپل پيغمبرصلی الله علیه وسلم ته په عبادت امر کړى دى او دا امر يې يوازي خپل پيغمبر ته نه ،بلکه ټولو مؤمنانو ته متوجه دى ، الله جل جلاله خپل پيغمبر ته په خطاب کي فرمايي :

وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا (2) وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا (3). سورة الأحزاب

ژباړه: اې محمده ! د هغه حکم چي تاته د خپل رب له لوري درلېږل شوى متابعت کوه ، الله جل جلاله ستا په کارونو چي کوې يې ښه خبردار دى او ته په الله جل جلاله باندي توکل کوه او ستا لپاره الله جل جلاله کافي او کار جوړوونکى دى .


په پورته مبارک آيت شريف کي الله جل جلاله خپل پيغمبرصلی الله علیه وسلم  ته په هغه څه دعمل کولو امر کړى دى کوم چي د همده له خوا ورته رالېږل  شوی وو او په دې چي د همده عبادت وکړي او په همده توکل وکړي ، دغه راز تر څو چي په دې آيت شريف باندي د تخصيص کوم واضح دليل راغلى نه وي چي دا نشته ، په همدې اساس دا خطاب او امر ټول مسلمان امت ته امر او خطاب دى چي بايد د قيامت تر ورځي عمل پرې وشي .

توکل د دعوت په مقام کي[سمول]

الله جل جلاله خپلومؤمنو بنده ګانو ته د دعوت په لاره کي په توکل سره امر کړى دى او فرمايي :

فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُلْ حَسْبِيَ اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَهُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ (129). سورة التوبة

ژباړه: که چيري دوى په تا باندې له ايمان راوړلو څخه وګرځېدل نو ته ووايه چي ما ته الله جل جلاله کافي دى او له هغه پرته بل د عبادت وړ نشته ما يوازي په همده باندي توکل کړى دى او همدى د لوى عرش مالک او څښتن دى .


دا چي زمونږ رب د مطلق واک ،عظمت او ملک څښتن دى بايد په دعوت کي تر ټولو زيات په خپل رب توکل وشي ،حضرت نوح عليه السلام هم د دعوت په مقام کي په الله جل جلاله باندي توکل وکړ چي الله جل جلاله يي حال داسي بيانوي :  

    

وَاتْلُ عَلَيْهِمْ نَبَأَ نُوحٍ إِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَيْكُمْ مَقَامِي وَتَذْكِيرِي بِآيَاتِ اللَّهِ فَعَلَى اللَّهِ تَوَكَّلْتُ فَأَجْمِعُوا أَمْرَكُمْ وَشُرَكَاءَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُنْ أَمْرُكُمْ عَلَيْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوا إِلَيَّ وَلَا تُنْظِرُونِ (71). سورة يونس

ژباړه: اې محمده! ولوله دوى ته دنوح عليه السلام حال ، کله چي نوح عليه السلام خپل قوم ته وويل :

اې زما قومه ! که چيري ستاسو په منځ کي زما اوسېدل سخت وي يا د الله جل جلاله په آيتونو باندي پندونه په تاسي سخت پرېوزي ، نو ما خاص په الله جل جلاله باندي توکل کړى دى تاسي خپل کارونه او شريکان راټول کړى بيا دي ستاسي کار په ستاسي باندي پټ نه وي ،بيا ماته هيڅ مهلت مه راکوى ،او هر ډول ضرر چي غواړى راورسوى .


نوح عليه السلام د ډېري مودې دعوت سره سره د خپل له خوا تکذيب شو وروسته نوح عليه السلام په الله جل جلاله باندي توکل وکړ و خپل دعوت او ژوند يې الله جل جلاله ته په توکل سره حواله کړ او له دې دا فهميږي چي که دعوتګر د دعوت په لاره کي د رد يا قبول سره مخ کيږي بايد خپل زغم او حوصله له لاسه ورنکړي ، په خپل الله جل جلاله باندي توکل وکړي چي دا يې ضرر او آزار دفع کوي او صبر او برده باري يې زياتوي .


توکل دحکم او قضا په مقام کي[سمول]

په توکل او حکم کولو کي  الله جل جلاله په الله جل جلاله باندي د توکل امر او سپارښتنه کړې او فرمايي :

وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ (10) سورة الشوري.

ژباړه : او په هغه خبره کي چي تاسي جګړه او اختلاف کوى ، په هغه کي حکم او فيصله الله جل جلاله لره ده ،همدغه الله جل جلاله زما رب دى او يوازي په همغه توکل کوم او يوازي همغه ته رجوع کوم .


له پورته آيت شريف څخه لومړى دا راڅرګنديږي چي د اختلاف په وخت کي بايد بنده ګان د الله جل جلاله د کتاب يا دهغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم احاديثو ته رجوع وکړي او خپل مسائل حل کړي نه دا چي د الله جل جلاله د کتاب يا يې د حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم د احاديثو څخه بغير په بل څه باندي خپل مسائل حل کړي.


دويمه مسئله: دا چي قاضي او حاکم تل په احکامو اوفيصلو کي په حقه نه وي بلکه قاضي ، حاکم او بل هر بنده له سهوي او خطا سره مخ دى دخپل حکم د حقانيت لپاره د خپل علم سره سره بايد په الله جل جلاله باندي توکل وکړي او د فيصلې د صواب او حقيقت لپاره الله جل جلاله ته التجا او دعا وکړي.

توکل د جهاد په مقام کي[سمول]

توکل په هر مقام او ځاى کي اړين دى خو په جهاد او قتال کي تر ټولو زيات اړين ځکه دى چي د مسلمانانو کم شمېر او لږ وسايلو ،او دکفارو د زيات شمېر  او پر مخ تلليو وسايلو لپاره ضروري ده چي په الله جل جلاله باندي توکل  او تکيه وشي او د اسبابو سره سره بايد ټوله پناه او تکيه الله جل جلاله ته وي.


الله جل جلاله په دي اړه فرمايي:

وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (121) إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (122) سورة آل عمران.


ژباړه : او ياد کړه اې محمده ! کله چي ته د ورځې په لومړيو کې راووتي او دخپلو مؤمنانو لپاره دي د جګړې ځايونه برابرول ، الله جل جلاله ډېر ښه اورېدونکى او ښه عالم دى ، کله چي ستاسي دوو طائفو د دې نيت وکړ چي بې زړه او سست شي دوى ،حال دا چي الله جل جلاله د دوى مرستندوى او مددګار دى او خاص په الله جل جلاله دي مؤمنان توکل وکړي.


حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته الله جل جلاله د په سنګر کي د توکل امر وکړ ،سره له دې چي د مقابلې لپاره يې هم لښکر راايستلى و او هم د لښکر لپاره دتوان سره سم ټول لوازم او تجهيزات ،يا په بل عبارت هغه صلی الله عليه وسلم لومړى تجهيزات او لښکر تيار کړ بيا يې په الله جل جلاله باندي تو کل وکړ او دا ځکه چي الله جل جلاله تر ټولو غالب او تر ټولو ښه مرستندوى دى ،لکه چي فرمايي :

إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلَا غَالِبَ لَكُمْ وَإِنْ يَخْذُلْكُمْ فَمَنْ ذَا الَّذِي يَنْصُرُكُمْ مِنْ بَعْدِهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (160) سورة آل عمران


ژباړه: که الله جل جلاله له تاسي سره مرسته وکړي بيا نو پر تاسي بل غالب څوک نشته ،او که الله جل جلاله له تاسي سره مرسته ونکړي بيا نو څوک دي چي له هغې وروسته به له تاسي سره مرسته وکړي؟ پس مؤمنان بايد په الله جل جلاله باندي توکل وکړي .


د الله جل جلاله مرسته له خپلو مؤمنو بنده ګانو سره په هر حالت کي وي که دا د مسلمانانو د ضعف حالت وي او يا يې د قوت ،د ضعف په حالت کي يې مثال الله جل جلاله داسې بيانوي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ هَمَّ قَوْمٌ أَنْ يَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ فَكَفَّ أَيْدِيَهُمْ عَنْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (11) سورة المائدة.


ژباړه : اې هغو کسانو چي ايمان مو راوړى دى ياد کړى د الله جل جلاله نعمت او احسان کله چي يو قوم غوښتل تاسو ته لاسونه خپل دروغځوي الله جل جلاله د هغوى لاسونه له تاسي څخه منع کړل او و وېريږى له الله جل جلاله څخه، او مؤمنان دي خاص په الله جل جلاله باندي توکل وکړى .


دغه راز د مؤمنانو د قدرت په حالت کي د دوى سره د الله جل جلاله د مرستې مثال ، الله جل جلاله يې داسي بيانوي:

وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا... (25) سورة التوبة.

ژباړه: او د حنين په ورځ کله چي تاسې خپل ډېروالي په تعجب کي واچولى نو له تاسي څخه، دې ډيروالي هيڅ شى دفع نکړل .


دغه راز د موسى عليه السلام په کيسه کي الله جل جلاله فرمايي :

قَالُوا يَا مُوسَى إِنَّ فِيهَا قَوْمًا جَبَّارِينَ وَإِنَّا لَنْ نَدْخُلَهَا حَتَّى يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنْ يَخْرُجُوا مِنْهَا فَإِنَّا دَاخِلُونَ (22) قَالَ رَجُلَانِ مِنَ الَّذِينَ يَخَافُونَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِمَا ادْخُلُوا عَلَيْهِمُ الْبَابَ فَإِذَا دَخَلْتُمُوهُ فَإِنَّكُمْ غَالِبُونَ وَعَلَى اللَّهِ فَتَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (23) سورة المائدة.


ژباړه: موسى عليه السلام ته بني اسرائيلو وويل چي بېشکه په دې ځمکه کي يو ډېر قوي او زورور قوم دى او تر هغې چي دا قوم له هغه ځايه ونه وځي مونږ به تر هغې پورې دې ځمکي ته ورداخل نشو او همدا  چي دوى ترې بهر شي مونږ به بيا ورځو،له هغو کسانو څخه چې له الله جل جلاله څخه وېريدل او الله جل جلاله پرې احسان کړى و دوو کسانو يې وويل : چي ورځى پرې ،کله چي تاسي د دې قوم په دروازو ورننوځى نو همدا تاسي به غالب وى.


د پورته ټولو مبارکو آيتونو په استناد همدا راجوتيږي چيمجاهدين که هر څومره يې شمېر زيات او مجهز هم وي بايد په الله جل جلاله باندي ټينګ توکل وکړي ،نه دا چي له يوې مخي په خپلو تجهيزاتو ،اسبابو او پلانونو تکيه او اعتماد وکړي.

توکل د هجرت په مقام کي[سمول]

له خپل کور او کلي څخه سفر او پردي ملک او وطن ته د کفارو له شره د نجات په خاطر پناه وړل ،کومه آسانه خبره نده خو دا هر څه په الله جل جلاله باندي په توکل سره آسانيږي، الله جل جلاله فرمايي:

وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ (41) الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ (42) سورة النحل.


ژباړه : او هغه کسان چي هجرت يې کړى دى د الله جل جلاله په لاره کي وروسته له هغې چي ظلم پري وشو، پس خامخا به مونږ په دنيا کي ښه ځاى ورکړو او د آخرت اجر او ثواب ښه او لوى دى، که چيري دوى پوهېدلى او دوى هغه کسان دي چي صبر يې کړى دى يوازې په الله جل جلاله توکل کوي .


دا آيت شريف د الله جل جلاله په لاره کي د هجرت په اړه نازل شويدى پخپله حضرت پيغمبر صلی الله عليه وسلم او د هغه يارانو او اصحابو هم هجرت وکړ ،دوى دوه ځلي حبشې ته مهاجر شول ، الله جل جلاله د پيغمبر صلی الله عليه وسلم او دهغه د اصحابو د هجرت په اړه فرمايي :

إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (40)سورة التوبة.


ژباړه : که تاسي له دغه رسول صلی الله عليه وسلم سره مرسته ونکړى نو الله جل جلاله به ورسره مرسته وکړي، پس په تحقيق سره الله جل جلاله مرسته کړې وه له دغه رسول صلی الله علیه وسلم سره کله چي دى له مکې څخه هغو کسانو چي کافران شوي وو راوايست ،کله چي د دوى يوه ملګري (محمد) خپل بل ملګري (ابوبکر) ته وفرمايل :مه خپه کېږه، الله جل جلاله مونږ سره دى په ساتنه ، ثواب ورکولو او نصرت کي ،نو الله جل جلاله خپلو دې بنده ګانو ته تسکين رانازل کړ او الله جل جلاله د هغه تائيد وکړ په خپلو هغو لښکرو سره چي تاسي نه ليدلي او الله جل جلاله غالب، قوي او د ډير حکمت والا ذات دى.

توکل د مشورې او مصلحت په مقام کې[سمول]

دا چي مؤمن بايد مشوره وکړي دا هم يو الهي امر دى خو د مشورې په هکله بايد په الله جل جلاله باندي توکل وکړي تر څو کومه او د چا مشوره ومني ، الله جل جلاله فرمايي :

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ (159)سورة آل عمران.


ژباړه: د الله جل جلاله د رحمت په خاطر له دوى سره نرمي کوه او په سخت زړه سره به هرومرو ستا له شاوخوا څخه خلک تار په تار شوي وو، دوى ته عفو وکړه او  له الله جل جلاله څخه ورته مغفرت وغواړه او په کار کي ورسره مشوره کوه ،کله دي چي عزم او اراده وکړه په الله جل جلاله باندي توکل وکړه بېشکه چي الله جل جلاله توکل کوونکي  بنده ګان  خوښوي.


په دې آيت شريف کي او مصلحت د اسبابو څخه شمېرل شوي دي ،نظرونه او وړانديزونه اسباب دي او صحيح او درست نظرونه او وړانديزونه کولاى شي چي په درست تصميم او عزم نيولو کي مرسته وکړي خو دا بايد هېر نکړو چي که هر څومره پوه او لوى مشاورين ولرو بايد په الله جل جلاله باندي له توکل څخه لاس په سر نشو، په همدې اساس په تصميم نيولو او مشوره کي هم بايد په تر ټولو پوه مشاور الله جل جلاله توکل وکړو.

توکل د رزق او روزي په مقام کي[سمول]

يوبل مهم او اړين ځای چي هلته بايد مومن بنده په خپل رب پرېکنده او قاطع توکل وکړي هغه د روزي ګټلو يا لاسته راوړو په مقام او ځای کي توکل دی ، الله جل جلاله فرمايي:

...وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا (3)سورة الطلاق.


ژباړه: هغه څوک چي له الله جل جلاله څخه وېرېږي او تقوی ولري الله جل جلاله به د دنيوي لارو څخه يوه لاره ورته پيدا کړي او رزق او روزي به ورکړي له هغه ځايه، چي دی يې گومان هم نه کوي، او هغه څوک چي په الله جل جلاله باندي توکل وکړي همدا ورته کافي ده، په تحقيق سره الله جل جلاله خپل کار او امر ته رسېدونکی دی او بېشکه چي الله جل جلاله هرڅه ته اندازه ټاکلې ده .


حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د پورته آيتونو  په هکله فرمايي: (إن أكبر آية في القرآن تفويضا [ ومن يتق الله يجعل له مخرجا * ويرزقه من حيث لا يحتسب(.۱

يعنې د الله الله جل جلاله په کتاب کي په هغه ذات باندي د توکل او هغه ته د خپلو امورو د سپارلو په اړه لوی آيتونه همدا دي.


توکل د تړونونو او ميثاقونو په مقام کي[سمول]

د تړونو، ميثاقونو او معاهدو په برخه کي د توکل په اړه الله جل جلاله ديعقوب عليه السلام د زامنو قول راوړي کله يې چي خپل پلار ته وويل: (فَأَرْسِلْ مَعَنَا أَخَانَا). يعني زمونږ سره زمونږه ورور ولېږه ،يعقوب عليه السلام ورته وويل:

قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَنْ يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ (66)سورة يوسف.


ژباړه: يعقوب عليه السلام ورته وويل :چی له سره يې له تاسی سره نه ليږم ،تر څو په الله جل جلاله سره محکم عهداو تړون راسره ونکړی چی هغه به بيرته راستنوی ،هسې نه چې چاپيروالی وشي يعنې کوم تاوان تاسی ته ورسيږي ،کله چی يې زامنو کلکه وعده ورکړه بيايې وويل: چې الله جل جلاله په هغه څه چی وايو وکيل او شاهد دی .


ميثاق او تړون دلته کلکي وعدې او ټينګ سوګند ته ويل کيږي، الله جل جلاله فرمايي:

وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ (67) سورة يوسف.


ژباړه: اويعقوب عليه السلام خپلو زامنو ته له شفقت څخه وويل: اې زما زامنو تاسو مصر ته له يوې دروازې مه ورننوځی، بلکه له بېلابېلو دروازو ورننوزی ځکه زه نشم دفع کولی هيڅ شی د الله جل جلاله له قضا اوقدر څخه، او نه دى حکم او نشته قضا، مگر خاص الله جل جلاله لره ده، په همغه مي توکل کړی دي او په همغه باندي دي، ټول توکل کوونکي توکل وکړي.


دغه راز د نکاح ديا د بيع او اجارې په تړونونو کي هم بايد په الله جل جلاله باندي توکل وکړو الله جل جلاله د نکاح په اړه فرمايي: کله چی دشعيب عليه السلام سره موسی عليه السلام  موافقه وکړه چي آته کاله به يې شپني کوي او د هغه لور به په نکاح اخلي نو په الله جل جلاله يې توکل وکړ، الله جل جلاله يې په اړه فرمايي:


قَالَ إِنِّي أُرِيدُ أَنْ أُنْكِحَكَ إِحْدَى ابْنَتَيَّ هَاتَيْنِ عَلَى أَنْ تَأْجُرَنِي ثَمَانِيَ حِجَجٍ فَإِنْ أَتْمَمْتَ عَشْرًا فَمِنْ عِنْدِكَ وَمَا أُرِيدُ أَنْ أَشُقَّ عَلَيْكَ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ (27) قَالَ ذَلِكَ بَيْنِي وَبَيْنَكَ أَيَّمَا الْأَجَلَيْنِ قَضَيْتُ فَلَا عُدْوَانَ عَلَيَّ وَاللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ (28)سورة القصص.


ژباړه: شعيب عليه السلام و موسی عليه السلام ته وويل: که ته زما سره آته کاله مزدوري وکړې زه به يوه له خپلو دوو لورانو څخه تا ته په نکاح درکړم خو که لس کاله راسره تېر کړې دا به ستا احسان وي او زه پر تا د مشقت اراده نلرم که الله جل جلاله اراده وکړه نو ته به ما له صالحو بندګانو څخه ومومې، او موسی عليه السلام ورته وويل: چي همدا عهد زما او ستا تر منځ مقرر شو چي هره يوه  نېټه مي له دې دوو نېټو څخه پوره کړه  پر ما به زيادت نه وي او الله جل جلاله په همغه څه چي مو وويل شاهد او وکيل دی.


حضرت موسی عليه السلام بيا هماغه لس کاله پوره کړل د کومو يې چي وعده کړې وه. حضرت ابن عباس فرمايي:

(قضى أكثرهما وأطيبهما إن رسول الله صلى الله عليه و سلم إذا قال فعل ).۲

ژباړه: بېشکه چي موسی عليه السلام يې همغه زياته او ښه موده پوره او تېره کړه يقينا د الله جل جلاله رسول چي څه وايي همغسې کوي .


له نکاح پرته د پېر او پلور په ټولو مشروعو معاملاتو کي بايد په الله جل جلاله باندي وشي او که نه معا ملاتو کي به خير او ګټه  نه وي.

مأخذونه[سمول]

۱: المعجم الکبير :  سليمان بن احمد بن ايوب ابوالقاسم الطبراني ،  ناشر- مکتبة العلوم والحکم - الموصل ،    ج ٩ ،ص ١٣٣، رقم،۸۶۶۱.

۲: صحيح البخاري : کتاب الشهادات ، ج ٢ ، ص ٩٥٣ ، رقم ٢٥٣٨.

۳: ژباړه : دکابلی تفسير څخه.

د توکل ګټي[سمول]

۱ :(..... وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (۱۷۳) فَانْقَلَبُوا بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ لَمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُوا رِضْوَانَ اللَّهِ وَاللَّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ.(سورة آل عمران: ۱۷۳-۱۷۴)


ژباړه : او وويل دوی (مسلمانانو) چې موږ لره الله جل جلاله کافي او حامي دی دوی د خداي په فضل او نعمت بيرته را وګرځيدل او هيڅ زيان ورته ونه رسيده او د الله جل جلاله د رضا فرمانبردار شول او الله د ډیر لوی فضل (احسان رحمت) څښتن دی.


۲: په الله جل جلاله باندې په توکل سره هر ډول زيانونه ، آفتونه او مصيبتونه لېري کيږي او په دې سره روزي، منافع او له بيماريو څخه درمان تر لاسه کيږي .


٣ : په الله جل جلاله باندې توکل د زړه د ژوند او د هغه د قوت او تازه توب سبب ګرځي . او همدا توکل د روحي او رواني ماتو او ناروغيو د مخنيوي سبب کيږي .


۴ : توکل بنده له ځان وژنې او هغو اعمالو څخه ساتي چې د بې توکله کسانو له خوا صادريږي دا هغه کسان دي چې نا اميده شوي او د ماتې او سر خوږي سره مخ شويدي او فکر کوي چې په دنيا کې يې نور هيڅ ځای پاتې ندی ، توکل له دا رنګه اشخاصو څخه د لېرې والي سبب او باعث ګرځي .


۵ : توکل د خپل روح ، مال ،اولاد او کورنۍ د ژغورنې سبب او موجب ګر ځي ، الله جل جلاله په دې هکله د يوسف علیه السلام په اړوند فرمايي :


(....قَالَ اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ


ژباړه يې دا ده چې يوسف وويل : الله جل جلاله زموږ په خبرو او ګفتار وکيل (شاهد او ناظر) دی.


دغه راز کله چې يعقوب علیه السلام خپلو زامنو ته لارښونه کوي په پای کې ورته وايي :


(إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ

ژباړه : حکم يوازې او يوازې الله جل جلاله لره دی په همغه مې توکل کړی او په همغه باندې بايد متوکلين توکل وکړي.


په بل ځای کې پاک پروردګار فرمايي :


(إِنَّمَا النَّجْوَى مِنَ الشَّيْطَانِ لِيَحْزُنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَيْسَ بِضَارِّهِمْ شَيْئًا إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ


ژباړه : بېشکه چې (د ګناه) پټي خبري د شيطان له کارونو څخه ده ،غواړي چې مؤمنان پرې محزون او غمجن کړي خو د الله جل جلاله  له اذن پرته به هغوی ته څه ضرر ونه رسوي بايد مؤمنان يوازې په الله جل جلاله توکل وکړي.


دغه راز کله چې انسان له کور څخه بهر وځي هم بايد په الله جل جلاله د توکل اراده وکړي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :


( إِذَا خَرَجَ الرَّجُلُ مِنْ بَيْتِهِ فَقَالَ بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ


ژباړه : کله چې يو کس له خپل کور څخه وزي  نو داسې دې ووايي چې (بِسْمِ اللَّهِ تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ لاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللَّهِ).


۶ : په الله جل جلاله باندې توکل په بنده کې د کار اراده  او شوق را پاروي ځکه چې د شرعي اسبابو د برابرولو لار ورته پرانيستل کيږي، کله چې د بنده سره د توکل درست فهم پيداشي نو د زړه له تله په کار پسي وځي او د خپلې روزي اسباب او وسائل برابروي او دا وسائل او اسباب بيا د توليد ، نتيجه ګيری او د ګټې اخيستنې باعث ګرځي .


۷ : توکل په الله جل جلاله باندې د معنويت روح لوړوي که څه هم چې مصيبتونه او سختي يي لمنه رانيسي . او په الله جل جلاله باندې توکل د انسان روزي تأمينوي .


۸ : په الله جل جلاله باندې توکل د هر کار نتيجه محققه کوي مثلاً محصل په خپلو درسونو کې موفقيت غواړي ، سوداګر په خپل کار او کسب کي ګټه او کاريګر مناسب کار او او منصب غواړي او توکل د دې هدفونو په تر لاسه کولو کې ور سره مرسته کوي .


۹ : هر څوک چې په الله جل جلاله توکل وکړي له خپل ځان سره د الله جل جلاله ملګرتوب او مرسته احساسوي پوهيږي چې الله جل جلاله له هغه سره دی ، مرسته يې کوي ، هېلې يې پوره کوي او حافظ او ساتونکی يې دی ، دغه راز په الله جل جلاله باندې توکل د الله جل جلاله مينه او محبت بنده ته ډالۍ کوي ، د بنده هم د توکل په نتيجه کې د الله جل جلاله مينه په زړه کې ځای نيسي ځکه چې آثار او اغيزې يې په خپلو سترګو ويني او پوهيږي چې الله جل جلاله يې څرنګه د نيت او توکل پر بنا هر څه چې غواړي ورکوي .


۱۰ : هر څوک چې په عمل کې لکه څنګه چې ښايي توکل محقق کړي له حساب او عذاب پرته به جنت ته رسيږي چې دا په خپله لکه څرنګه چې د اويا زرو کسانو په حديث شريف کې راغلي د توکل يوه لويه ثمره ده ، بالآخره توکل له سره تر پايه ټول عزت ، دولت ، شتمني او له لويه سره ژوند دی .


د توکل عملي بېلګې[سمول]

د هغه امورو له ډلي چي په الله جل جلاله باندې په توکل کولو کې تېزي راولي او د زړه علاقه يې ورسره ډېرېږي، يو هم د صالحو متوکلينو د قصو اورېدل او لوستل دي، کوم چې الله جل جلاله د دوی د توکل په سبب په هغوی باندې خپل نعمتونه په ارزانه او آسانه توګه لورولي وو.

لومړی مطلب:- الله جل جلاله د حضرت ابراهيم علیه السلام  د هغو يارانو په هکله کومو چې د حضرت ابراهيم علیه السلام  په دين باندې اېمان راوړی و او په خپلو افعالو او اقوالو سره يې د خپل بت پرست او جاهل قوم څخه بېزاري اعلان کړې وه فرمايې :(رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ) (4)سورة الممتحنة.


ژباړه : اې زموږ ربه ! موږ خاص په تا توکل کړی او موږ خاص تاته رجوع کړېده او يوازې تاته به په آخرت کې د جزا له پاره راګرځو.


د دې څخه د حضرت ابراهيم علیه السلام  او د هغه د يارانو هدف همدا ؤ چې ای ربه ! موږ په خپلو ټولو کارونو کې په تا توکل کړی او په تا مو سپارلي دي، له همدې امله الله جل جلاله د يوې عالي قدوې اوسرمشق په څېر هغوی موږ ته راوپيژندل، لکه چې فرمايي :

(قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ ) (4)سورة الممتحنة


ژباړه :


حضرت ابراهيم علیه السلام او د هغه يارانو په داسې حال کې چې په خپله يې هم د اسبابو او د وسايلو په کارولو سره هڅه او کوښښ کاوه خپل ځانونه او کارونه يې الله جل جلاله ته سپارلي ؤ او د رحمن ذات د رضا او خوشحالي په خاطر يوه لحظه هم له توکل څخه نه بېلېدل .


دويم مطلب :

د حضرت محمد ص د يارانو حال د احد په غزا کې الله جل جلاله داسې بيانوي :


( الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُوا لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَانًا وَقَالُوا حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ) (۱۷۳) سورة آل عمران


ژباړه : هغه کسان دي ، چې دوی ته خلکو وويل : تاسې ووېرېږی ځکه د مکې خلک مو جګړې ته راټول شوي دي او زيات سامان يې هم د جګړې له پاره راټول کړی دی ، دې خبرو د دوی يقين او اېمان نور هم زيات کړ او ويې ويل : موږ لره الله جل جلاله کافي دی او الله جل جلاله تر ټولو ښه وکيل (کارجوړونکی ) دی.


په همدې اړه حضرت ابن عباس رضي الله عنه  فرمايې چې کله حضرت ابراهيم علیه السلام  اور ته وغورځول سو، نو هغه  علیه السلام  وفرمايل : چې - حسبنا الله ونعم الوکيل - همدا راز کله چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  او يارانو ته يې وويل سول چې مشرکين په خورا ګڼ شمېر سره ستاسې مقابلې ته راوتلي نو هغه  صلی الله علیه وسلم  هم ورته همدا آيت شريف تلاوت کړ.


په همدې اساس توکل د هغې ورځې لپاره ډاډمنه توښه او وسله ده، چې اېمان او نېکي په کې د نورو له خو ا د ګڼ شمېر دښمنانو په شتون وېرول کيږي او يا هم تر ټولو د کلک او متين هوډ لرونکي مسلمانان له سره اور څخه پکې وېرول کېږي .


دريم مطلب :

حضرت محمد  صلی الله علیه وسلم  د متوکلينو سردار او سالار دی، هغه  صلی الله علیه وسلم  يوه ورځ د خپلو اصحابو کرامو سره په يوه دښته واړول، پيغمبر صلی الله علیه وسلم  خپله توره په ونه کې را وځړوله، خلک سره تيت پرک سول او ځانونو ته يې د ونو سيوري لټول ، دوی هغه مهال ناڅاپه د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  غږ واورېد ، د دوی ټولو اندامونه په لړزه راغلل ، دوی ژر ځانونه د حضرت پيغمبر څنګ ته راورسول ، ويې ليدل چې يو کس هلته ولاړ دی او يوه توره په ځمکه پرته ده، رسول الله دوی ته وفرمايل :


(إِنَّ رَجُلاً أَتَانِى وَأَنَا نَائِمٌ فَأَخَذَ السَّيْفَ فَاسْتَيْقَظْتُ وَهُوَ قَائِمٌ عَلَى رَأْسِى فَلَمْ أَشْعُرْ إِلاَّ وَالسَّيْفُ صَلْتًا فِى يَدِهِ فَقَالَ لِى مَنْ يَمْنَعُكَ مِنِّى قَالَ قُلْتُ اللَّهُ. ثُمَّ قَالَ فِى الثَّانِيَةِ مَنْ يَمْنَعُكَ مِنِّى قَالَ قُلْتُ اللَّهُ . قَالَ فَشَامَ السَّيْفَ فَهَا هُوَ ذَا جَالِسٌ).


ژباړه : په داسې حال کې چې زه ويده وم يوکس زما لوري ته راغی ، توره يې راواخيسته ،دا مهال زه را بېدار سوم ومې ليدل چې هغه مې په سر پورې ولاړ دی هغه په ډېره تيزى سره توره له تېکي څخه را بهر کړه او ويې وويل : څوک به اوس ستا څخه د فاع وکړي ؟


ما وويل : الله جل جلاله


هغه په دويم ځل را څخه وپوښتل :


څوک به دې دفاع وکړي ؟


ما ورته وويل : الله جل جلاله


له دې سره يې توره په تېکي کې کېښود ه او کښېناست.


د پورته حديث شريف څخه په څرګند ډول دا خبره را جوتېږي چې مؤمن مسلمان بايد تل او هر ځای په خپل مالک او خالق باندې تکيه او توکل وکړي او له هغه پرته په خپل ځان يا بل څه باندې اعتماد ونه لري ځکه چې الله جل جلاله تر ټولو غوره ساتونکی دی، په الله جل جلاله باندې توکل هم له کفر او هم له مرګ څخه، چې دواړه مهلک شيان دي انسان ساتي.


څلورم مطلب :

امام بخاري رحمة الله علیه  د حضرت پيغمبر  صلی الله علیه وسلم  او حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه  قصه د ثور په غار کې رانقل کړې او فرمايې :


(عَنْ أَبِي بَكْرٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قُلْتُ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم وَأَنَا فِي الْغَارِ لَوْ أَنَّ أَحَدَهُمْ نَظَرَ تَحْتَ قَدَمَيْهِ لأَبْصَرَنَا فَقَالَ مَا ظَنُّكَ يَا أَبَا بَكْرٍ بِاثْنَيْنِ اللَّهُ ثَالِثُهُمَا). صحيح البخاري : کتاب فضائل النبي صلى الله عليه وسلم


ژباړه : حضرت ابوبکر صديق  رضي الله عنه  فرمايې، موږ په غار کې ؤ، چې ما رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وويل : که دوی د خپلو پښو لاندې ځای ته وګوري، دوی به هرو مرو موږ وويني، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وفرمايل : ای ابوبکره! ستا څه فکر دی د هغه دوو په اړه چې الله جل جلاله يې دريم دی.


دا حديث شريف هم د توکل د ريښتينو نمونو څخه يوه په زړه پورې نمونه ده، چې په يوازيتوب، سختي او د نا ورينونو پر مهال الله جل جلاله ته د خپلو امورو د سپارلو سپارښتنه کوي او دا بيا هغه مهال خورا اړين سي، کله چې اسباب شتون ونه لري.


له حضرت ابن عباس رضي الله عنه  څخه نقل او روايت دی چې د يمن اوسېدونکي به حج ته د کومې توښې له برابرولو پرته راتلل او دوی به ويل : چې موږ په الله جل جلاله باندې توکل کړی دی، خو چې کله به مکې معظمې ته راورسېدل هلته به يې بيا له خلکو څخه د خواړو سوال کاوه، په همدې سبب الله جل جلاله دا آيت شريف رانازل کړ : ( وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ)


ژباړه : او توښه واخلی له ځان سره، بې شکه چې تر ټولو ښه توښه پرهېزګاري ده، او له ما (الله جل جلاله )څخه ووېرېږى اې د عقل خاوندانو.


بې له شکه د اسبابو د نشتوالي په صورت کې په الله جل جلاله باندې د تکيې او توکل پرته بله لاره بنده ته په لاس نه ورځي، نو په همدې اساس با يد په داسې مهال تر ټولو زيات او ټينګ اعتماد په خپل پروردګار باندې وکړي.


پنځم مطلب :

امام احمد رحمة الله علیه  په خپل سند سره له حضرت ابو هريره رضي الله عنه  څخه يو روايت نقل کوي چې فرمايې : يوه ښځه او د هغې مېړه وو چې دوى د خوراک لپاره څه نه شواى پيدا کولى، يو ځل يې مېړه له سفر څخه کورته راستون سو، هغه چې ستړيا او لوږې پسې اخيستی وو، خپلې ښځې ته يې وويل : آيا د خوراک لپاره څه سته چې يې وخورم ؟

ښځې يې ورته وويل: هو!

زيرى مې درباندې مونږ ته الله جل جلاله روزي راليږلې، هغې دا خبره په داسې حال کې وکړه چې د خوراک لپاره يې په کور کې څه نه درلودل، خو هغه څه چې يې درلودل هغه يوازې الله جل جلاله ته هيله او په هغه باندې توکل وو.


په خاوند باندې يې لوږه زوروه سوه، تر دې چې خپلې ښځې ته يې وويل : چې ژر کوه ډوډۍ راته راوړه، ښځې ورته وويل : صبر کوه اوس تنور تياريږي، دا  چې سړي سکوت وکړ ښځې غوښتل چې څه ورته ووايي خو له ځانه سره يې وويل :

راځه يو ځل خو تنور وګوره په همدې اراده د تنور خواته ورغله، د تنور سر پوښ يې چې بېرته کړ، که ګوري چې په دېګونو کې د پسونو پښتۍ او ورانونه جوش کېږي او د ژرندې پل (تيږه) يې تاويږي او اوړه راباسي، دې د ژرندې تيږه ودروله اوړه يې ترې راټول کړل او له تنور څخه يې هم غوښې رابهر کړې، حضرت ابو هريره رضي الله عنه  د حضرت پيغمبر صلی الله علیه وسلم  په ژبه فرمايي: چې قسم په هغه ذات چې د ابوالقاسم روح يې په لاس کې دی چې :

( لو أخذت ما في رحييها ولم تنفضها لطحنتها إلى يوم القيامة). مسنداحمدحنبل : مسند المکثرين من الصحابة


ژباړه: که يې هغه څه، چې يې په ژرنده کې وو راټول کړي وای او ژرنده يې درولې نه وای، دقيامت تر ورځې پورې به دې ژرندې اوړه کول او څرخېده به.


دغه راز امام احمد رحمة الله علیه  يوه بله خورا په زړه پورې قصه د هغې ښځې په اړه رانقل کړې کومه چې د مسلمانانو مجاهدينو له يوې ډلې سره جهاد ته وتلې وه او په کور کې يې دولس وزې او يوه د اوبدلو وسيله پرېښې وه، کله چې له جهاد څخه راستنه شوه، ويې ليدل، چې د اوبدلو وسيله او يوه وزه يې ورکه شوېده.


دې ښځې وويل :ای الله جل جلاله ! تا خو د هغه چا ضمانت کړی، چې ستا په لاره کې ووزي، څو يې له کارونو او مالونو څخه ساتنه وکړې، زما له رمې څخه يوه وزه او د اوبدلو وسيله ورکه شوې، ای پروردګاره ! زه يې له تا څخه غواړم .


رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلو اصحابو کرامو ته د دې ښځې د توکل مقدار او مېزان تشرېح کړ او د هغې ښځې د توکل لوړ مقام يې دهغې له دې جملې څه ورته بيان کړ چې :


(يا رب إنك قد ضمنت لمن خرج في سبيلك أن تحفظ عليه وإني قد فقدت عنزا من غنمي وصيصيتي وإني أنشدك عنزي وصيصيتي). مسند احمدبن حنبل : مسندالکوفيين


ژباړه : ای پروردګاره ! تاخو بې له شکه د هغه کسانو د اموالو او اموراتو د ساتنې وعده او ضمانت کړی کوم چې ستا په لاره کې وزي او زما يوه وزه او د اوبدلو وسيله ورکه شوې اې الله جل جلاله ! زه يې له تا څخه بېرته غواړم.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپلو اصحابو ته وفرمايل : چې الله جل جلاله په هماغه سبا ورته خپل ورک مالونه را پيدا کړل او نه يوازې دا چې ورته را پيدا يې کړل بلکه دوه چنده يې کړل او هغه ځکه چې دا ښځه په خپل توکل کې خورا ريښتينې وه .


شپږم مطلب:

د احاديثو کتابونو دغه دوه قيصې ذکر کړې دي چې ځينې خلک يې په اړه له مشکلاتو او پوښتنو سره مخامخ سويدي.


لومړی له يوه مجذوم سره د حضرت عمر رضي الله عنه  په يوه کاسه خوراک کول او هغه هم د نبي علیه السلام  د  دې مبارک حديث شريف په استناد او پيروي سره :

(عن جابر بن عبد الله : أن رسول الله صلى الله عليه و سلم أخذ بيد مجذوم فأدخله معه في القصعة ثم قال كل بسم الله ثقة بالله وتوكلا عليه). سنن الترمذي : باب الاطعمة


ژباړه : حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه  روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو مجذوم کس له لاسه ونيو او په يوه کاسه يې د ډوډی خوړلو له پاره ورسره کېښناوه حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : د الله  جل جلاله په نامه يې وخوره، تکيه او پنا الله  جل جلاله ته ده او په همده  جل جلاله باندې توکل دى.


دغه راز د خالد بن وليد مشهوره قصه، چې هغه زهر وخوړل، داسې چې د هغه لښکر د حيرة په سيمه کې د بني المرازبة په قبيله واړول، ددې قبيلې خلګو هغه ته وويل:


(احذر السم لا يسقيكه الأعاجم فقال : ائتوني به فأتي به فأخذه بيده ثم اقتحمه وقال : بسم الله فلم يضره شيئا).مسند ابي يعلي : احمد بن علي المثنى ابو يعلي الموصلي التميمي


ژباړه : تاسې له زهرو څخه ځان وساتى، هسې نه، چې دا عجم يې درباندې وڅښي. حضرت خالد بن وليد ورته وويل : ماته زهر راوړی، زهر يې ورته راوړل هغه بسم الله وويل او زهر يې و څښل، هغه ته يې هېڅ  ضرر هم ونه رساوه.


له دې قصو څخه څه مفاد لاسته راځي  داسې چې د حضرت عمر رضي الله عنه  له قصې، په الله  جل جلاله باندې د هغه د توکل او تکيې شدت او ريښتينولي را ښکاريږي او علماؤ د اشکال د رفع په خاطر په دې قصه کې څو توجېهات ذکر کړيدي:


١ : حضرت عمر رضي الله عنه  په دې تر تيب سره غوښتل دا ثابته کړي چې هر څه د الله  جل جلاله له لوري دي که مرض او که صحت، نه دا چې هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا امر رد کړی وو چې فرمایي له مجذوم څخه وتښتى.


٢ : حضرت عمر رضي الله عنه  غوښتل چې د همغه مجذوم سره دهغه د ناقص خلقت له امله يو ډول همدردي او همکاري څرګنده کړي.


٣: له مجذوم څخه تېښته پر الله  جل جلاله باندې د تو کل ټيټه مرتبه ده او دا چې هر څه په الله  جل جلاله پورې اړه لري دا د توکل اعلی او لوړه درجه ده.


دغه راز د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  له قصې هم څه مفاد لاس ته راځي، کوم چې هغه ته د زهرو څښلو کوم تاوان رسولی نه و خو دا نه ښايې چې دلته او په دې ډول د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  پيروي او تقليد وسي ځکه چې په دې کې هم علماؤ ځينې تو ضيحات او توجيهات کړيدي چې عبارت دي له :


١ : دا د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  له کراماتو څخه شمېرل کېږي نو په همدې اساس بل چا ته نه ښايې چې داسې عمل تر سره کړي ځکه چې زهر وژونکي دي .


٢ : د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  وعده وه چې ده ته به زهر کوم ضرر نه رسوي او خالد هم له دې وعدې سره په الله  جل جلاله باندې توکل وکړ او زهر يې وڅښل .


٣ : حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه  په دې ډول سره غو ښتل چې دښمنان ورته تسليم سي تر څو که کيداى سي په دې ډول د خپلو مجاهدو جنګياليو او د هغوی د مالونو او بلکه د ټولو مسلمانانو د سرونو د حفاظت او ساتنې يوه وسيله سي. (فتح الباري : ج ١٠، ص ٢٤٨)

سرچينې[سمول]

تعليم الاسلام ويب پاڼه

googleweblight.com/i?u=http://www.taleemulislam-radio.com/bashpar.php%3Fid%3D7332&hl=ps-AF&tg=597&pt=39[مړه لينکونه]