تومانچه موډل ٧٥

د ويکيپېډيا لخوا
ورټوپ کړه: ګرځښت, پلټل
تومانچه ماډل ۷۵
Pistole ČZ 75
Cz75.jpg
هېواد Flag of Czechoslovakia.svg چکوسلواکیا
جوړونکی Česká zbrojovka Uherský Brod
وزن ۱۰۰۰ ګرامه
اوږدوالى ۲۰۶ م.م.
د برل اوږدوالی ۱۲۰ م.م.
کارتوس 9x19 Parabellum /40 S&W

تومانچه ماډل ۷۵ (په چیکی کې:Pistole ČZ 75) یوه نیمه اوټوماتک لاسی وسله ده چې د چکوسلواکیا په جمهوریت کې د ۱۹۷۵ کال څخه تر ۱۹۹۲پورې جوړېده. د چکوسلواکیا تر تقسیم وروسته په ۱۹۹۳ کال کی د تومانچې جوړول د چېک په جمهوریت کې ادامه ورکوی. هغه تومانچه د چکوسلواکیا د پوځ او د پولیسو لپاره جوړ شو. هغه وسله په اوس وخت کې د نړۍ قومی په پوځونو کې تر ټولو پراخه سوی وسله ده

تومانچه ماډل ۷۵

تومانچه ماډل ۷۵ د پولاد څخه جوړېږي مګر د وسلې عصري ماډلونه کولای سی پلاستیکی برخې ولری. د تومانچې ګلنګدان سیستم قفل شوی دی. دغه د ګلنګدان سیستم چې د چکوسلواکیا په جمهوریت کې طرح شو، د نړۍ تر ټولو پراخه شوی د ګلنګدان سیستم دی. هغه تومانچه په جاغور کې ۱۵ ګولی لری. وزن یی ۱۰۰۰ ګرامونه دی او د مرمی کالیبر یی ۹ م.م. پارابلوم دی. د تومانچې عصری ماډلونه کولای سی د ۴۰ سمیس ویسن د مرمی کالیبر ولری.




د تومانچې ماډلړنه

  • څې زیټ ۷۵ ( CZ-75)
  • څې زیټ ۷۵ / پې ( CZ-75P-07 Duty)
  • څې زیټ ۸۵ ( CZ-85)