توماس کرانمر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس کرانمر
توماس کرانمر
توماس کرانمر

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه 21 مارچ 1556 (67 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نظربندۍ مقام د لندن برج   د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون   د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
کار ورکوونکی د کېمبرېج پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

توماس کرانمر (زوکړه: د ۱۴۸۹ زکال د جولای ۲ مه – مړینه: د ۱۵۵۶ زکال د مارچ ۲۱ مه) د اتم هنري، شپږم اډوارډ او د لنډ مهال لپاره د لومړۍ ماري د واکمنۍ پر مهال د انګلیسي اصلاحاتو رهبر او د کانټربري لوی کشیش و. نوموړي د آراګون له کاترین سره د هنري د واده د لغو کولو اړوند دوسیې په جوړولو کې مرسته وکړه، هغه چاره چې د روم له کلیسا څخه د انګلستان د کلیسا د جلا کېدو لامل وګرځېده. هغه له توماس کرامول سره یوځای د سلطنتي غوره توب له اصل څخه ملاتړ وکړ چې له مخې یې پاچا په خپل قلمرو کې د کلیسا حاکم ګڼل کېده.

کرانمر د کانټربري د لوی کشیش په توګه د خپلې ادارې پر مهال د انګلستان د اصلاح شوې کلیسا لپاره د اعتقادي او مذهبي دوکتورینو د جوړولو مسئولیت پر غاړه درلود. د هنري د حکومت پر مهال کرانمر په کلیسا کې ډېر بدلونونه له دې امله رامنځته نه کړل ځکه چې د مذهبي محافظه کارانو او اصلاح غوښتونکو ترمنځ پر واک جګړه روانه وه. نوموړي د لومړي ځل لپاره د عباداتو د رسمي خدماتو ډول یا Exhortation and Litany خپور کړ.

هغه مهال چې اډوارډ واک ته ورسېد، کرانمر وکولای شول اساسي اصلاحات ترویج کړي. هغه د ګډو عباداتو د کتاب دوه لومړۍ نسخې راغونډې او ولیکلې چې د انګلیسي کلیسا ټول مراسم یې رانغاړل. نوموړي د څو قاره یي اصلاح غوښتونکو په مرسته چې ده ورته پناه ورکړې وه، د یو شمېر برخو دوکتورین او دسپلین لکه د مننې کولو د مراسمو، د روحانینو د تجرید، په عبادت ځایونو کې د انځورونو د رول او د مقدساتو د ستاینې په برخو کې بدل کړل. کرانمر نوي دوکتورین د عباداتو د کتاب، وعظونو او نور ډول خپرونو له لارې خپاره کړل.

واک ته د کاتولیکې لومړۍ ماري له رسېدو وروسته، کرانمر د خیانت او بدعت په تور محاکمه شو. نوموړی چې له دوه کاله څخه زیات په بند کې و او د کلیسا د چارواکو تر فشار لاندې و، څوځله یې له خپل دریځ انکار وکړ او په ښکاره توګه یې د کاتولیک کلیسا سره ځان همغږی باله. په داسې حال کې چې دغې چارې هغه له خپلو ګناهونو تبرئه کاوه، خو ماري د هغه د اعدام غوښتنه وکړه، د اعدام په ورځ هغه له انصراف څخه لاس واخیست څو د کاتولیکانو له خوا د بدعت کوونکي او همدارنګه د انګلیسي اصلاحاتو لپاره د شهید په توګه ومري. د کرانمر مړینه د فاکس د شهیدانو په کتاب کې د تل لپاره په یاد وساتل شوه او همدارنګه د انګلستان په کلیسا کې د هغه میراث د مشترکو/ګډو عباداتو د کتاب، ۳۹ مقالاتو او یوې انګلیکان ایماني وینا پر بنسټ چې د هغه له اثارو اخیستل شوې، د تل لپاره ژوندی وساتل شو.

لومړني کلونه (۱۴۸۹- ۱۵۲۷ زکال)[سمول]

تاریخ پوهان د کرانمر د لومړنیو زده کړو د مهال اړوند هېڅ مالومات نه لري. په ډېر احتمال سره نوموړی په خپل کلي کې ګرامر ښوونځي ته تللی. د ۱۴ کلنۍ په عمر، د خپل پلار له مړینې دوه کاله وروسته نوموړی د کامبریج جسیز کالج ته چې نوی جوړ شوی و ولېږل شو. اته کاله وخت یې ونیو چې نوموړي د منطق، کلاسیکو ادبیاتو او فلسفې خپل درسي نصاب بشپړ کړ او د لیسانس سند یې ترلاسه کړ. دغه مهال نوموړي د منځنیو پېړیو د روزنیزو کتابونو په راغونډولو پیل وکړ چې په خپل ټول عمر کې یې په صادقانه توګه هغه وساتل. نوموړي د خپلې ماسټرۍ ترلاسه کولو په موخه د انسان پالونکي ژاک لوفور دتپل او اراسموس اړوند څېړنه وکړه؛ هغه دغه دوره په دریو کلونو کې بشپړه کړه. په ۱۵۱۵ زکال کې د هنرونو د ماسټرۍ له ترلاسه کولو وروسته د جسیز کالج له خوا د علمي همکار په توګه وټاکل شو. [۲][۳][۴][۵]

د ماسټرۍ له ترلاسه کولو ډېر لږ وروسته هغه د جوآن په نوم نجلۍ سره واده وکړ. په داسې حال کې چې لا کشیش شوی نه و، خو اړ شو له جسیز کالج سره له علمي همکارۍ لاس واخلي او له امله یې په جسیز کالج کې د استوګنې شرایط له لاسه ورکړل. نوموړي د خپل او د خپلې مېرمنې د لګښتنو د پوره کولو په موخه په باکینګهام کالج  (چې وروسته یې نوم مګدلان کالج ته بدل شو) کې د کتاب لوستونکي دنده ترلاسه کړه. هغه مهال چې جوآن د خپل لومړي ماشوم د زیږون پر مهال مړه شوه، د جسیز کالج له کرانمر سره بیاځلي همکارۍ پیلولو ته مخه کړه. هغه د الهیاتو په برخه کې زده کړې پیل کړې او په ۱۵۲۰ زکال کې د کشیشانو په ډله کې شامل شو، پوهنتون لا له وړاندې هغه د خپلو مبلغینو په توګه معرفي کړی و. نوموړي په ۱۵۲۶ زکال کې د الهیاتو په برخه کې دوکتورا ترلاسه کړه. [۶][۷]

په کمبریج کې د درې لسیزې پاتې کېدو پر مهال د هغه د افکارو او تجاربو اړوند زیات اطلاعات شتون نه لري. په سنتي توګه، نوموړی د یو انسان پالونکي په توګه انځور شوی چې د بایبلي پوهې سره د هغه لیوالتیا نوموړی د لوتري نظریاتو د منلو لپاره چمتو کړ هغه نظریات چې د ۱۵۲۰مې لسیزې پر مهال د پراختیا په حال کې و. د هغه اړوند حاشیوي معلومات ښيي چې د مارتین لوتر پر وړاندې ابتدايي مخالفت لري او د اراسموس ستاینه یې کړې. هغه مهال چې د پاچا مشر وزیر (لومړي وزیر) کاردینال وولسي د اډوارډ لي، سټیفن ګارډنیر او ریچارډ سامپسون په ګډون د کمبریج یو شمېر پوهان په اروپا کې د دیپلماتانو په توګه وګمارل، کرانمر د روم په سپېڅلې سترواکۍ کې سفیر وټاکل شو. د هسپانیا په سفارت کې د هغه فرضي مشارکت چې په یو شمېر لرغونو متنونو کې یې یادونه شوې؛ ناسم دی. [۸][۹]

د اتم هنري په خدمت کې (۱۵۲۷- ۱۵۳۲ زکال)[سمول]

د اتم هنري د لومړي واده ریښه ۱۵۰۲ زکال ته اړوندېږي هغه مهال چې مشر ورور یې آرتور ومړ. د هغوی پلار، اووم هنري د آرتور کونډه چې د آراګون کاترین وه، د راتلونکي پاچا په نوم کړه. دغې کوژدې له ځنډ پرته د ورور له مېرمنې سره د واده کولو د بایبلي ممنوعیت موضوع را پورته کړه. دوی دواړو په ۱۵۰۹ زکال کې واده وکړ او د څو ماشومانو له سقط کولو وروسته د ماري په نوم د هغوی لور په ۱۵۱۶ زکال کې وزېږېده. په ۱۵۲۰مه لسیزه کې هنري چې زوی یې نه و زېږېدلی څو د خپل وارث په توګه یې وټاکي دغه چاره یې په ډاډمنه توګه د خدای غصه وبلله او واتیکان ته یې د هغو د لغو کولو اړوند وړاندیز وکړ. هغه کاردینال وولسي ته دنده وسپارله څو دغه موضوع جدي ونیسي. وولسي هم د پوهنتوني کارپوهانو سره مشورې کولو ته مخه کړه. له ۱۵۲۷ زکال وروسته کرانمر د کمبرېج د یوه ښوونکي په توګه د خپلو دندو سربېره د دغه واده د لغو کولو په بهیر کې مرسته وکړه. [۱۰][۱۱]

د ۱۵۲۹ زکال په نیمايي کې کرانمر په کمبرېج کې له پیدا شوي طاعون څخه د ځان ساتنې په موخه په والتهام هالي کراس سیمه (والتهام صومعه) کې له خپلو خپلوانو سره پاتې شو. د هغه د کمبرېج دوه همکاران سټیفن ګارډنیر او اډوارډ فاکس هم له ده سره یوځای شول. دوی دریو واړو د پاچا د واده د لغو کولو پر موضوع خبرې وکړې او کرانمر وړاندیز وکړ چې په روم کې حقوقي موضوع دې د ټولې اروپا د الهیات پوهانو د نظریاتو تر ارزونې پورې شاته پرېښودل شي. هغه مهال چې ګارډنیر او فاکس دغه طرحه هنري ته ورکړه، هنري له دغه نظر سره زیاته لېوالتیا وښوده. دا څرګنده نه ده چې پاچا یا د هغه نوي لومړي وزیر توماس مور په څرګنده توګه دا طرحه ومنله او که نه خو بالاخره اجرا شوه. له کرانمر وغوښتل شول چې په روم کې له سلطنتي ډلې سره یوځای شي او د پوهنتونونو نظریات را غونډ کړي.[۱۲][۱۳]

د کرانمر لومړۍ اړیکه له قاره یي اصلاح غوښتونکي سیمون ګرینیوس سره وه چې په بازل او سوئیس کې مطرح انسان پالونکی او همدارنګه د سوئیسي اصلاح غوښتونکو هالدریش زوینګلي او یوهانس اوکولامپادیوس له پیروانو څخه و. د ۱۵۳۱ زکال په نیمايي کې ګرینائوس انګلستان ته اوږد مهالی سفر دلود څو ځان د پاچا او قاره یي اصلاح غوښتونکو ترمنځ واسطه معرفي کړي. هغه له کرانمر سره د ملګرتیا اړیکه ټینګه کړه او بازل ته له ستنېدو وروسته یې په ستراستبورګ کې میشت جرمني اصلاح غوښتونکي مارتین بوسر ته د هغه اړوند ولیکل. د ګرینیوس سره د هغه لومړنۍ اړیکې د ستراسبورګ او سویس له اصلاح غوښتونکو سره د نوموړي د اړیکو جوړونکې وې. [۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p34663.htm#i346627
  2. Ridley 1962, pp. 13–15; MacCulloch 1996, pp. 7–15
  3. Selwyn 1993, pp. 63–65
  4. کينډۍ:Acad
  5. Ridley 1962, p. 16; MacCulloch 1996, pp. 19–21
  6. MacCulloch 1996, p. 21
  7. Ridley 1962, pp. 16–20; MacCulloch 1996, pp. 21–23
  8. Bernard 2005, p. 506; MacCulloch 1996, pp. 23–33
  9. MacCulloch 2016, pp. xi
  10. MacCulloch 1996, pp. 41–44
  11. MacCulloch 1996, p. 42. According to MacCulloch, he became convinced of this perhaps as much as two years before his passion for Anne Boleyn.
  12. MacCulloch 1996, pp. 54–59. The full title is The Determinations of the most famous and most excellent Universities of Italy and France, that it is unlawful for a man to marry his brother's wife, that the Pope hath no power to dispense therewith and it is likely that Cranmer undertook the translation from Latin to English. Comparing the two language versions, MacCulloch notes that the document reveals the first indications of a change away from his humanist Catholicism towards a more radically reformist stance.
  13. Ridley 1962, pp. 25–33; MacCulloch 1996, pp. 45–51
  14. MacCulloch 1996, pp. 60–66