تورکمنستان دولت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د تورکمنستان جمهوريت د ترکمنستان برحاله حکومت دی، چې د شوروي اتحاد له سقوط سره، دغه هېواد تورکمنستان جمهوریت په نوم خپلواکي ترلاسه کړه. د دې هېواد د حکومت بڼه د جمهوريت يوه بڼه ده چې سیاسي جوړښت یې د پخواني شوروي نظام په څېر دی چې په هغې کې ولسمشر او د ترکمنستان د ډیموکراتیک ګوند منشي شامل دي چې په عملي توګه د پارلمان رئیس او ولسمشر ځای نیوونکی دی. قضايه قوه، د قواو عمومي قومانداني او نورې امنیتي ادارې هم د ولسمشر تر مستقیمو څار لاندې دي.

سياسي مخينه[سمول]

تورکمنستان د ۱۹۹۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د ۶۹ کلونو سختو کړاوونو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه. صفر مراد نیازوف چې په دې کلونو کې د ترکمنستان د کمونست ګوند مشر و، چې د تورکمنستان ترټولو لوی اداري مقام ګڼل کيږي، تر ۲۰۰۶ پورې د ولسمشر په توګه په واک کې پاتې شو، هغه د مرګ تر وخته د هېواد په ټولو چارو مسلط و، په پای کې ولسي جرګې د هغه له مړینې وروسته قربانقلي بردي محمدوف د تورکمنستان د ولسمشر په توګه وټاکه.

نوی اساسي قانون[سمول]

د ۲۰۰۸ کال په سېپتمبر کې د بنسټ ایښودونکو شورا په اجماع سره د نوي اساسي قانون د تصویب لايحه تصويب کړه. دې لايحې د تورکمنستان ولسي شورا واکونه راکمول او پرځایې د پارلمان واکونه زياتول او د دې امکان يې برابراوه چې نوي سياسي ګوندونه او ټولنې رامنځته شي، د دې لايحې د تصويف سره سم بردي محمدوف اعلان وکړ، چې نوی اساسي قانون به د ټولو نړيوالو ديموکراتيکو اصولو سره سم وي.

مقننه قوه[سمول]

د تورکمنستان د قانون جوړولو اداره يا مقننه قوه دوه برخې لري:

  • د تورکمنستان ملي جرګه
  • د تورکمنستان ولسي جرګه

د دولت غړي[سمول]

دحکومتي کابينې غړي (۲۰۲۲-۲۰۱۴)
رتبه نوم او کورنی نوم د کار پیل
ولسمشر سرپرستې برډي محمدوف ۲۰۰۷
لومړی وزير په دې اړه څه شی ویل کېږي؟ ۲۰۰۷
د کرنې او چاپیریال وزیر النور التيف ۲۰۲۲
د کار او ټولنیز چارو وزیر محمد سيد سيلاپوف ۲۰۲۲
د بهرنیو چارو وزیر باتر امانوف ۲۰۲۲
د اقتصاد او ماليې وزیر محمد ګلدي سرداراف ۲۰۲۲
روغتيايي زده کړو او سياحت وزير نورمحمد امانپسوف ۲۰۲۲
د پوهنې وزیر قربانګل اتايوف ۲۰۲۲
د صنعت او اوبدنې وزير رسول رجب اوف ۲۰۲۲
د کلتور او رسنیو وزیر ګلشاد محمدوا ۲۰۲۲
د انرژۍ وزیر حاجي محمد رجب مرادوف ۲۰۲۲
د سوداګرۍ او بهرنیو اقتصادي اړیکو وزیر اوراز مراد قربان نظروف ۲۰۲۲