توره غاړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

توره غاړه ( pertussis) چي یوه سخته بکتریایی ناروغي ده کله چي کوچني د مرض سره مخ شي نو د (7-21) ورځو څخه وروسته په کوچني د تبي او ذکام علایم ښکاره کیږي ،وروسته ژور ټوخئ مینځ ته راځي، ټوخۍ په شپه کي سخت وي او اکثره وخت استفراق ورسره تړلئ وي.

کله چي پوه سئ چي کوچنی مو مریض دی نو بهتره داده چي کوچني پر وخت ډاکټر ته بوزئ ترڅو تشخیص او علاج یي په سمه توګه وسي.

يادونه: ژر تر ژره طبي یا صحي مرسته وغواړی که چیري کوچنی د لاندي مشکلاتو څخه یو مشکل ولري:

1.که کوچني مړځوانده وي ، جیټکي یا ریږد ( Seizure) ولري او یا یی په ستوني کي بندوالئ راځي.

2.که کوچني په ساه اخستلو کي مشکل ولري او یايي د ټوخي په وخت کي ژبه او شونډان شنه کیږي.

مخنیوی:

د مخنیوي یوازنئ لاره یي واکسین دی،کله چي کوچنی پیدا سي نو وخت پر وخت باید صحي مرکز ته د واکسین لپاره یووړل سي او ټول واکسینونه باید ور و لګول سي.