تره کي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تره کي يا ترکئ ، د پښتنو د عنعنوي شجرو له مخې تره کي د غلجيو په ټو لنيز گروپ پورې اړه لري٠ تره کی د موسی زوی دابر اهيم لمسی او د غلجي کړ وسی دی٠ تر ه کي زياتره د غزني ولايت د مقر، نا وې،گيلان او اب بند په ولسواليو کې ميشته دي چې ٢پر ٣ بر خه خلک يې په کليو او با نډو کې او يوه بر خه خلک يې په پو ونده او کو چيا ني ډول ژوند کوي چې ددوی دشمير په تنا سب د هغوی سيمه وړه او کو چنۍ ده٠ ددې په وجه چې دمقر د سيمې زيا ته بر خه د علي خيلو او خدو زيو( خدرزيو) په لاس کې ده نو ځکه د ځمکې دلږ والي له کبله يې يو پر ٣ برخې خلک په شپو نتوب او دپسونو، ميږو، وزو او غواگانو په روزنه او پا لنه ژوند کوي٠

د تره کي قبيلي جنوب او جنوب ختيز ته د سليمان خيلو او تو خي قبيلې، ختيز ته يې سليما ن خيل، شمال ته يې علي خيل، اندړ او هزاره او جنوب ته يې سيمه د ډيورنډ پر کر ښه د کا کړو پښتنو سره نښتي ده ٠ د تا ريخ حيات افغا ني مؤ لف ډپټي محمد حيات خان په خپل دغه تا ريخي اثر کې چې ١٤٤ کلو نه دمخه يې کښلی دی د تر ه کو پښتنو په اړ وند داسې ليکلي دي : " په افغا نستان کې دتره کو د قبيلې شمېر پنځلس زره کو رنيو ته رسيږي چې له ٢ پر دريو نه زيات خلک يې دايمي استو گنځي لري او يوه دريمه برخه خلک يې په پوونده او کو چي ډول ژوند کوي٠ ددوی اصلي ټا ټو بی د مقر او ناوې سيمه ده چې ددوی دسيمې په پر تله د هغوی سيمه وړه ده٠ ددغې قبيلې خلک د مني مو سم په پيل کې د ژمي دتير ولو له پاره کند هار ته ځي او په پسر لي کې بير ته د مقر سيمې ته را ستنيږي چې ددوی ددې تگ راتگ په اړوند د پښتو يو مشهور متل دی چې داسې وايې:

چې چو نگښې وايې قر، تره کي وايې مقر چې چو نگښې وايې غار، تره کي وايې کندهار

د دې متل مقصد دادی چې کله د گر مۍ د مو سم په پيليدو سره چو نگښې دقر غږ پو رته کوي،نو په دغه وخت کې تره کو کو چيانو ته خپل وطن او ټا ټو بی ور په ياد شي، نو د دوبي دتير ولو له پاره بير ته مقر ته راځي، خو کله چې چو نگښې د يخنۍ د رار سيد لو له کبله د غار نارې وهي نو تر ه کي د ژمي د تير ولو له پاره کند هار ته ځي چې دغه متل ډير شهرت لري٠

دتره کي قبيلې ښا خو نه :

دتره کي قبيله په لاند نيو ښا خو نو ويشله شوې ده: با دين خيل،ناخيل، ساک خيل، تسويل خيل، گر بز خيل، با رک خيل،مصري خيل، حسن خيل، حا تم خيل، لالو خيل،جما ل خيل،گربز خيل، حريف خيل،گلان خيل، شباب خيل،تراب خيل، سليم خيل، کنجو خيل، ميري خيل ،کلو خيل، نوروز خيل، تا جو خيل، اناري خيل، صا بر خيل، نازک خيل، دلدار خيل، شيکي، المري، قدرت خيل ، دوران خيل، خجل خيل، شاگل خيل، شيرين خيل، سدو خيل، شيخ نور خيل،نور خا ن خيل، سدو خيل، خيرو خيل، کبير خيل، سالي خيل، قتال خيل، اکبر خيل، زرين خيل، تري خيل، بستام خيل،لا جمير خيل ، شهباز خيل، قباد خيل، سيني زي، نورزي، ملک دين خيل، موسی خيل، گران خيل، بر ا هم خيل، زلو خيل، خان خيل، صا حبداد خيل، فراق خيل، بيگو خيل، شاه عبدال خيل ٠

دتره کي قبيلې د استو گني سيمې:

١- د غزني په ولايت کې : لکه چې په پيل کې مو يا دونه وکړه چې ددغې قبيلې اصلي ټا ټوبی د غزني ولايت د مقر، ناوې، گيلان او اب بند ولسوالۍ دي٠ په تيره بياپه مقر او ناوه کې زيات شمير تر ه کي ژوند کوي٠

٢- د زابل په ولايت کې : تره کي د زابل ولايت په مر کز کلات او هم د شاه جوی په ولسوالۍ کې ژوند کوي٠

٣- دکند هار په ولا يت کې: د دغې قبيلې کو چيان په عمو مي تو گه په ژمي کې د کند هار ولايت د ريگ ا و اڅکز يو په سيمو کې او همدا راز د کند هار په نورو بر خو کې ليد ل کيږي، ددوی يو شمير د ډيو رنډ له کر ښې تير يږي او د کا کړو د قبيلې سيمې ته ليږدي او تر پشينه پورې ځي٠

٤-د هلمند په و لا يت کې: د تر ه کيو د قبيلي يو شمير خلک ددغه و لايت د ناد علي او گر مسير په ولسو اليو کې هم ژو ند کوي٠

٥- د باد غيس په ولا يت کې : دبا دغيس په ولايت کې تره کي ددغه ولايت د مر غاب ولسوالۍ دبو کن په کلي کې چې مشر يې ملک عبدالر حمن خان دی استو گنه لري٠ پردې بر سيره د نو موړي ولا يت د غو ر ما چ د ولسو الۍ په څو کليو کې هم تره کي ا ستو گنه لري٠

٦- د فارياب په ولايت کې : ددغه ولايت د قيصار او پښتون کوټ په ولسو اليو کې هم تره کي شته، چې يو شمير يې کو چياني ژوند لري٠

٧- پ-د سر پل په ولايت کې: ددغه ولايت په ځينو کليو کې هم تره کي استوگنه لري٠

٨- دکندز په ولايت کې : ددغه و لايت په ځينو ولسواليو کې هم تره کي استو گنه لري٠

٩- د ننگر هار په ولايت کې: ددغه و لايت د چپر هار د ولسوالۍ د تره کو په کلي کې هم زيات شمير تره کي استو گنه لري چې شمير يې ٣٠٠٠ تنو ته رسيږي٠

١٠- په سهيلي پښتو نخوا کې:

د سهيلي پښتو نخوا په کو ئيټه، پشين، ژوب، سيوۍ او کچلاغ کې هم يو شمير تره کي استو گنه لري، چې په سهيلي پښتو نخوا کې ددوی ځيني نا متومشران دادي: تادين خان تره کی، چار گل خان تره کی، الحاج شير محمد خان تره کی،حاجي عبد الغفور تر ه کی ، محمد يو سف خا ن تر ه کی او حا جي گلاب خا ن تر ه کی٠

دتره کو دقبيلې نوميالي او مشران :

د تاريخ حيات افغا ني په قول ١٤٤ کلو نه وړاندې په مقر او نا وه کې ددوی مشران او نو ميالي خان تر ه کی،محمود خان تر ه کی، زمان خان تر ه کی،هارون خان تر ه کی،مر تضی خان تر ه کی او مير احمد خان تر ه کی ول٠ د افغانستان د خلک ډيمو کر اتيک گو ند مشر او د انقلابي شورا رئيس نور محمد تره کي چې د ١٩٧٨ کال دثور دکو دتا په نتيجه کې يې ځواک تر لا سه کړ هم دغزني دمقر ولسوالۍ دسور کلي تره کی و٠

سر بيره پردې عبدالقدير تره کی د افغا نستان د سترې محکمې لو مړنی رئيس و، چې د اعليحضرت محمد ظا هر شاه له خوا پر دغه دنده گو مارل شوی و٠ دکابل پو هنتون د حقو قو د پو هنځي پخوانی استاداو سيا ستپوه ښاغلی دکتور رو ستار تر ه کی هم د تره کی قبيلي ته منسوب دی٠ تره کي غير تي، ميلمه پا له ، هيواد پا لو نکي او په پښتني ننگ او پښتنواله با ندې ټينگ خلک دي٠ دانگريزي ير غلگرو سره په دري گو نو جگړو کې يې ښې تورې و هلي دي چې ښه بيلگه يې د ستر غازي صاحب خان په مشرۍ ددوی د غه و يا ړلې مبا رزې وې چې زموږ دگران هيواد افغا نستان په ويا ړلي تا ريخ کې ثبت دي٠

همدارازدتره کو دقبېلې يو بل نامتو مبارز او ملي شخصيت غازي پير محمد خان و چې دغز ني ولا يت د گيلان دو لسو الۍ او سيد ونکی و او دزابل ولايت په شاه جوی او دغز ني ولايت په ناني نومې سېمه کې يې انگريزي ير غلگرو ته مر گوني گوزارونه ورکړل٠ همدا و جه ده چې په پښتو ولسي ادب کې دده نوم تلپا تې او ژوندی دی او په سندرو کې دده د ويا ړلو کار نا مو ستا ينه کيږي٠ دروسي ير غلگرو او ددوی دلاسپو څو پر خلاف هم د تره کو د قبيلې مبارزې دستا ينې او شا بسي وړدي٠

سرچينې

  • ١- تاريخ حيات افغاني، پښتو ژباړه، ٢٨٩ مخ، دپيښور چاپ٠
  • ٢-پښتني قبيلې، د دکتور لطيف ياد اثر،٧٩،٨٠ او ٨١ مخونه، دپيښور چاپ
  • ٣-معلو مات مختصر در باره اقوام وقبايل سر حدي کشور، دکابل چاپ،٧٣ او ٧٦ مخو نه٠
  • ٤- د پښتنو قبيلو شجرې او مينې، دپو هنوال محمد عمر روند ميا خيل اثر،ميوند خپر ندو يه ټو لنه،٢٥١ او ٢٥٢ مخونه٠