تره خيل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تره خيل په اصل کې غلجي پښتانه او د احمدزيو قبيلې پورې تړلی ښاخ دی چې د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ په تره خيلو کې، د لغمان ولايت د تبۍ کونج او تره خيلو په سيمو او يو شمير هم په کوهدامن کې ميشته دي٠

د ده سبز ولسوالي چې دکابل په شمال ختيز اته کيلو مترۍ کې پر ته ده دخلکو مجموعي شمير يې (١٠٠١٣٦ تنه دی چې په سلو کې ٧٠ خلک يې پښتا نه او زيا تره تره خيل دي٠

د ده سبز ولسوالي د شکر درې،مير بچه کوټ،کلکا نو او دقره باغ سره گډه پو له لري٠ دده سبز ولسوالي مر کز د تره خيلو په پل سنگي کې مو قعيت لري٠ دده سبز ولسوالي د لا ند نيوکليو او با نډو نه جوړه شوې ده : تره خيل،ده يحيي،بختياران، خواجه چا شت،د پای منار پا چا صا حب،خاص ده سبز، اب دره، قلعه شاه محمد،کټه خيل،نوار، سورخي، ابد ره بالا،جارو اوده سبز بالا٠ په افغا نستان با ندې د رو سانو د ير غل په دوران کې ددغې ولسوالۍ زيا تره خلک اوله هغې جملې نه تر ه خيل له خپلې سيمي نه مها جرت ته اړ شول او پيښور ته وليږ ديدل او زياتره يې د اکوړې او زا خيلو په کيمپو نو کې او سيدل٠ داسي ويل کيږي چې د تپل شوې جگړې په تر څ کې ددوی په سلو کې ٨٠ کورونه ويجاړ او دکر نې ځمکې يې شاړې شوې٠

تره خيل زيا تره دکر کيلي اوباغو نو په چا رو بو خت دي٠ د کر نې محصو لات يې غنم،جوار ، خټکي او هند وانې دي٠دوی په خپلو بڼو نو کې د توت، زردالو،انگوراو بادامو ونې لري، خو دپنبه گل په نا مه دتاکونو نا روغي ددوی د انگورو حا صلاتو ته ډيرتا وان رسوي ٠په پخوا وختو نو کې ددوی ځمکې دکابل د سيند او هم دکاريزونو په ذريعه خړوبيدلې،خو د ديرش کلن تباه کوونکې جگړې په تر څ کې ددوی داوبو لگو لو سيستم بيخي ويجاړ شو، په تيره بيا پر له پسي وچکا ليو ددوی کرنې او ونو بو ټو ته ډير زيات ز يا نو نه واړول اواوس د ژورو څا ه گا نو په ذريعه خپل د کر کيلې چارې پر مخ بيا يي، خو اوس يې هم ډيرې ځمکې داوبو دنشتوالي له کبله شاړې پر تې دي٠حيوانات يې پسونه، وزې او غواگانې دي٠

تره خيل زيا تره دکر کيلي اوبا غدارۍ په چارو بو خت دي، خو لږ شمير يې دبيلا بيلو کارونو دتر سره کو لو له پاره کا بل ته ځي٠ د ده سبز ولسولي په عمو مي ډول او په تيره بيا دتره خيلو سيمه په ځا نگړي تو گه کوم رو غتون نلري ، خو يوازې دوه رو غتيا يي کلينيکونه لري چې د ډاکټرانو او نر سا نو مجمو عي شمير يې ٨ تنو ته ر سيږي چې ددوی د سيمې له پاره کفا يت نه کوي. دده سبز ولسوالي په مجمو عي تو گه٢ ليسې او د گو تو په شمير لو مړ ني ښوونځي لري٠ تره خيل غير تي، ميلمه پا لو نکي،نرم مزاجه او دښو اخلاقو او کړو وړو څښتنان دي٠ دروسي ير غلگرو په وړاندې ښه په ميړانه جنگيدلي او خپل هيوادنی رسالت يې تر سره کړی دی٠ دوی دعلم او ښوونې او روزنې له چارو سره هم ځانگړې مينه لري٠ددوی قو مي مشران او سپن ږيري هم ډير درانه خلک دي٠ د تره خيلوخلک دسپورټ سره هم ځا نگړې مينه لري لکه غيږه نيونه، تيږه اچول اوپه ځا نگړي تو گه توره وهل يا شمشير بازي پکې زيات رواج لري چې د لوبي په وخت کې د مخصو صو ډالو نو نه پکې کار اخلي او په دې کار کې خورا مهارت لري٠

په او سني وخت کې لا نديني بهر نۍ مو سسي ده سبز ولسوالۍ د بيا ودانولو په چارو کې مر سته کوي:

  1. UNOPS دده سبز دده يحي دليسې او دسړ کو نو د جوړو لو په بر خه کې مر سته کوي.
  2. KOHINOOR چې دکا ريزو نو په بر خه کې مر سته کوي.
  3. CAREچې دروغتيايي چارو او پو هنې په بر خه کې مر سته کوي.
  4. UNICEFد پوهني او ښوونې او روزنې په بر خه کې.
  5. DACAAR د اوبو او پاکوالي په بر خه کې.
  6. IAMدخوړو او روغتيا په بر خه کې.
  7. SCA دروغتيا او ټولنيزې سو کالۍ په بر خه کې.
  8. WFP د خوړو په بر خه کې.
  9. PAYANA دتره خيلو دښوونځي په بر خه کې.
  10. ARKAR دکاريزو نو په بر خه کې.
  11. ICRC د پا يپونو په بر خه کې.

په دې ورو ستيو وختو نو کې دافغا نستان دبيا رغا ونې وزارت پتييلې ده چې په ده سبز کې به يو ښار گو ټی چې دښار جوړولو په نړ يوالو معيارونو سره به برابر او د٢٠ زره تنو له پاره به کورونه ولري جوړ کړي چې دا په خپل ذات کې دده سبز دولسوالۍ په غوړيدو اد پر مختگ کې ستر رول لو بولای شي٠

سرچينې