تجربه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تجربه (انګلیسي: Experience) په ټولیزه توګه د شعوري یا د پوهې اړوند پېښو او چارو په معنا ده او په ځانګړې توګه بیا هغه درک او پوهېدو، یا عملي پوهې او اشنایۍ ته ویل کېږي چې د همدغو شعوري پروسو له لوري رامنځته کېږي. تجربه، چې په ترټولو پراخه معنا کې د شعوري یا د پوهې اړوند چارې په توګه پېژندل شوې، یوه موضوع لري چې بېلابېل توکي یا موارد ورپورې اړوندېږي. په دې معنا، پر یوه څانګه د ژېړې مرغۍ لیدل همدا ډول یوه موضوع له "مرغۍ" او "څانګه"، د دوی ترمنځ اړیکه او د "زېړ" له ځانګړنې سره ښيي. هغه غیر واقعي توکي هم ښایي راونغاړي، چې د خیالونو او وهمونو یا خوبونو پر مهال رامنځته کېږي. کله چې په یو څه زیات محدود مفهوم کې بحث پرې کېږي، بیا نو یوازې د حواسو اړوند شعور یا پوهه د تجربې په توګه شمېرل کېږي. په دې معنا کې بیا تجربه معمولا په درک یا ادراک سره پېژندل کېږي او د تفکر یا تخیل یا فکر کولو او تصور کولو په څېر نورو شعوري چارو سره په تضاد کې وي او توپیر لري. په یو څه بېله معنا کې، تجربه خپله د شعوري پېښو او چارو په معنا نه ده بلکې هغه عملي پوهه او اشنایي ده چې همدا شعوري پېښې یې تولیدوي. په دې معنا کې بیا مهمه دا ده چې له بهرنۍ نړۍ سره نېغ په نېغه ادراکي اړیکه د پوهې سرچینه وي. له دې کبله یو تجربه لرونکی ګرځندوی (hiker) هغه څوک دی چې په واقعي توګه یې د ژوند په اوږدو کې ګرځندویي کړې وي، نه هغه څوک چې یوازې د ګرځندویۍ په اړه یې ډېر کتابونه لوستلي وي. دا چاره هم له تېرې مکررې اشنایۍ او پېژندګلوۍ او هم د همدغې اشنایۍ له لارې زده شوو تواناییو او ووړتیاو سره تړاو لري.

د تجربې د ماهیت اړوند ګڼ علمي بحثونه د شعوري یا د پوهې اړوند پېښې په توګه پر تجربه تمرکز کوي، هغه که په پراخه معنا وي او یا هم په محدوده معنا وي. په دې برخه کې یوه مهمه موضوع دا پوښتنه ده چې ایا ټولې تجربې قصدي او عمدي دي، یعني له ځانه هاخوا نورو څیزونو ته هم متوجه دي؟ بل بحث بیا پر دې پوښتنې تمرکز کوي چې آیا غیر ادراکي یا غیر فکري تجربې هم شته کنه، که وي، نو بیا دوی د باورونو په توجیه کولو کې څه رول لوبولی شي. ځینې تیوریستان ادعا کوي چې تجربې روښانه او شفافې دي، یعني کوم څه چې د یوې تجربې له لارې احساسېږي، هغه یوازې په همدې تجربه کې وړاندې شوې منځپانګې پورې اړه لري. نور تیوریستان بیا دا ادعا ردوي او وایي، چې یوازې هغه څه چې وړاندې کېږي مهم نه دي، بلکې دا هم مهم دي چې هغه څه ډول وړاندې کېږي.

په علمي ادبیاتو او اثارو کې د تجربو پر زیاتو بېلابېلو ډولونو بحث شوی دی. د بېلګې په توګه ادراکي یا حسي تجربې د هغو محرکونو یا پام‌ګرځوونکو له لارې بېرونۍ نړۍ ښيي، چې د حواسو له لوري ثبت شوي او لېږدول شوي وي. له بلې خوا د ورځنیو چارو یا پېښو د خاطرې یا حافظې اړوند تجربه د هغې تېرې پېښې بیا راژوندي کول رانغاړي چې مخکې مو تجربه کړې وي. په تخیلي یا تصوري تجربه کې بیا د څیزونو له واقعي څرنګوالي پرته دا څیزونه ښودل کېږي. د تفکر یا فکر کولو تجربه د ذهن بیا ښودنه او د معلوماتو پروسس رانغاړي، چې پکې نظرونه یا وړاندیزونه په فکر کې ګرځي، په اړه یې قضاوت کېږي یا هم سره تړل کېږي. خوښۍ یا لذت بیا هغې تجربې ته اشاره لري چې غوره احساس رامنځته کوي. دا له احساساتي یا عاطفي تجربې سره نږدې تړاو لري، او سربېره پر دې ارزشي، فیزولوژیکي او چلندي برخې لري. مزاجونه یا خویونه هم احساساتو ته ورته دي، خو یو مهم توپیر یې ورسره دا دی چې دوی په احساساتو کې موندل شوی یو ځانګړی څیز نه لري. شعوري تمایلات یا غوښتنې بیا د یو څه غوښتلو تجربه رانغاړي. دوی د عاملیت په تجربه (experience of agency) کې مرکزي رول لوبوي، چېرې چې ارادې رامنځته کېږي، د کړو وړ مسیرونه پلان کېږي، او پرېکړې پکې کېږي او تحقق مومي. غیر عادي تجربه بیا هغو نادرو تجربو ته اشاره لري چې د عادي بیدارۍ د حالت له تجربې څخه پام‌وړ توپیر لري، لکه دیني تجربې، له بدنه د خارجېدو تجربې (out-of-body experiences) یا له مړینې سره د نږدې‌والي تجربې (near-death experiences).

بېلابېلې علمي څانګې له تجربې څخه بحث کوي. ښکارندپوهنه (Phenomenology) د تجربې د جوړښت او منځپانګې علم دی. دا څانګه بېلابېل مېتودونه کاروي، د بېلګې په توګه اپوخه یا د قضاوت ځنډول (epoché) او د دقیقو ذهني تصویرونو بدلون (eidetic variation). په حسي یا د حواسو تجربه کې پوهنپوهنه (epistemology) ځانګړې لېوالتیا لري. په دې برخه کې یو مهم دودیز بحث دا دی چې آیا ټوله پوهه، هماغسې چې تجربه‌پالان ادعا کوي، د حسي تجربو پر بنسټ ولاړه ده، او که د عقل‌پالانو له استدلال سره سم ټوله پوهه د تجربو پر بنسټ نه ده؟ دا په ساینس کې د تجربې له رول سره نږدې تړاو لري، چې پکې تجربه د سیالو تیوریو ترمنځ د بې طرفه منځګړي په توګه کار کوي. په مېتافزیک کې، تجربه د ذهن او جسم په مسئله (mind-body problem) او د شعور په سخته مسئله (hard problem of consciousness) کې شامله ده، چې دواړه هڅه کوي د مادې او تجربې ترمنځ اړیکه تشریح کړي. په ارواپوهنه کې، ځینې تیوریسټان په دې باور دي چې ټولې مفکورې او مفاهیم د تجربې له لارې زده کېږي، حال دا چې نور بیا استدلال کوي چې ځینې مفاهیم فطري یا ذاتي دي.

تعریف[سمول]

د "تجربې" اصطلاح له ګڼو یو بل ته نژدې او اړوندو معناوو سره تړلې ده، او له همدې امله یې په علمي ادبياتو او اثارو کې بېلابېل تعریفونه موندل کېږي. تجربه اکثرا د شعور او فهم اړوندو پېښو په توګه پېژندل کېږي. ځینې وختونه د شعور په ځینو مشخصو ډولونو پورې محدودېږي، لکه درک یا احساس، چې له لارې یې د شاوخوا نړۍ په اړه پوهه ترلاسه کېږي. مګر په یوه پراخ مفهوم کې، تجربه پر درک او احساس سربېره د نورو شعوري پېښو ډولونه هم رانغاړي. د بېلګې په توګه، د فکر کولو یا خوب لیدلو تجربه همدا قضیه ده. په یوه بل تعبیر کې بیا "تجربه" خپله شعوري پېښو ته نه، بلکې هغې پوهې او عملي اشنایۍ یا پېژندګلوۍ ته اشاره لري، چې دوی یې له ځان سره راوړي. د دغې معنا له مخې، هغه څوک یو تجربه لرونکی ګرځندوی ګڼل کېږي چې په همدې اړونده برخه کې ښه عملي اشنایي ولري. په دې توګه، تجربه یوې شعوري پروسې ته نه، بلکې د دې پروسې پایلو ته اشاره لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د "تجربې" (experience) کلمه له "ازمایش یا علمي تجربې" (experimentation) سره ګډه لاتیني ریښه لري.[۸]

د تجربې د ماهیت په اړه بحثونه[سمول]

قصدي‌والی[سمول]

د ډېری تجربو، په ځانګړې توګه د درک اړوند تجربو، موخه د واقعیت ښودل دي. دا ډول تجربې معمولا په دې سره څرګندېږي چې دوی ارادیت لري یا د خپل عمدي هدف په اړه دي. که دا تجربې بریالۍ یا رښتینې وي، دوی د شاوخوا نړۍ هغسې ښودنه کوي لکه څنګه چې واقعا ده. مګر دوی ښایي ناکامې هم وي، په کوم حالت کې چې دوی بیا ناسمه ښودنه یا استازیتوب کوي. په دودیز ډول باور دا دی، چې ټولې تجربې قصدي دي. دا فرضیه د "ارادېزم" یا ارادې‌پالنې په نوم پېژندل کېږي. په دې کې ډېری وختونه ادعا کېږي چې نه یوازې تجربې بلکې ټول ذهني حالتونه ارادي یا قصدي دي. مګر معمولا په دغو بحثونو کې تجربو ته ځانګړی اهمیت ورکول کېږي ځکه ښکاري چې تجربې د ارادې ترټولو بنسټیز شکل جوړوي. دا په عام ډول منل شوي چې ټولې تجربې غیر معمولي یا فوق العاده ځانګړتیاوې لري، یعني دا چې داسې یو څه شته دي چې د هغو له لارې د ژوند کولو په څېر دي. د ارادېزم یا د ارادې د پلویانو مخالفین بیا ادعا کوي چې ټولې تجربې عمدي ځانګړتیاوې نه لري، یعني دا چې غیر معمولي ځانګړتیاوې او ارادي ځانګړتیاوې سره جلا کېدای شي. د ارادېزم ضد ځینې ادعا شوي مثالونه بیا سوچه حسي تجربې هم رانغاړي، لکه درد، چې د ادعا له مخې ښکاروونکې برخې نه لري. د ارادېزم مدافعینو ډېری وختونه د دې ادعا په ځواب کې ویلي، چې دا حالتونه هم په ټولیز ډول قصدي اړخونه لري، د بېلګې په توګه، همدا درد د بدن ستونزه او زیان څرګندوي. د تجربې صوفیانه حالتونه (Mystical states of experience) یو بل پام‌وړ مخالف مثال جوړوي. په دې برخه کې ادعا کېږي چې د خالص شعور تجربه ممکنه ده، په کوم کې چې پوهاوی لاهم وي مګر نور هېڅ نه وي. خو د دې ادعا ارزونه ستونزمنه ده ځکه دا ډول تجربې خورا نادرې او له همدې امله پکې څېړنه کول ستونزمن دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچینې[سمول]

  1. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  2. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  3. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  4. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  5. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  6. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  7. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  8. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  9. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  10. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  11. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  12. "Consciousness and Intentionality".. (2017). Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  13. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  14. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  15. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  16. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.
  17. Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:لغات' not found.