تاج محل
تاج محل د اسلامي تمدن يو بې سارى شاهکار دى.د تاج محل تاريخي ودانۍ دمغول بادشاه شاه جهان له خوا د خپلې ګرانې مېرمنې ممتازمحل سره دبې کچې مينې په وياړ جوړه او ودانه شوې ده. د تاج محل ودانۍ په ودانولو کې شل زره کارګران اومزدوران په ستړياوتې کار بوخت وو. ددغه تاريخي ودانۍ د جوړولو په خاطرد نړۍ له ګوټ _ګوټ څخه تکړه او نوميالي معماران ، تيږه توږونکي، مهندسان، حکاکان اومجسمه توږاندي وروبلل شول .
د تاج محل ودانۍ په ښکلې ، ښايسته اوموزون ډول سره د سينګاراوپسول په موخه له يمن څخه عقيق ، دعربستان څخه مرجان ، د فارس څخه ياقوت اود افغانستان څخه د بدخشان لعل وروغوښتل شول اوپه جوړېداکې يې وکارول شول. ترڅو، چې دغه بې سارى اوتلپاتې دمينې شاهکار له کابو(٢٢) کلونوپرله پسې کار وروسته د تکميل پوړۍ ته ورسېد.
د تاج محل ودانۍ دنړۍ په عجايبوکې راځي اوهرکال د نړۍ له ګوټ _ ګوټ څخه په زرګونوګرځندويان اوسيلانيان ددې شانداراو پرتمين شاهکار لېدا ته ورځي. تاج محل دهندوستان د ګرځندوى صنعت په برخه کې دعايداتو يوه غوره، غوړه اوبډايه سرچينه ده.
سرچینه [سمول]
د تاند له ویبپاڼې څخه