بيټالکټمېز
د ويکيپېډيا لخوا
ښي لور ته ايشېريشيا کولي باکټريا د دوه بيټالکټام انټيبيوتيکونو سره حساس دي، او دا باکټريا په نيم-دايروي سيمه کې چې د انټيبيوټيکو لخوا چاپېره شوي، وده نشي کولی. اې کولي باکټريا کيڼ لور ته د بيټالکټام انټيبيوتيکونو په وړاندې مقاوم دي او د يوه انتيبيوتيک تر څنګ په اسانۍ سره وده کوي (لاندې) کوم چې په لږو انتيبيوتيکو چاپېره شوی(سر کې).
بيټالکټمېز (په انګرېزي: Beta-lactamase) يا بيټالکټمېزونه هغه اېنزايمونه دي چې د ځينو باکټرياګانو لخوا جوړېږي همدا اېنزايم د بيټالکټام انتيبيوتيکونو لکه پېنيسيلين، سيفامايسين او کارباپينيم په وړاندې مقاوم دي (ايرټاپينيم) (سيفلوسپورين په نسبي ډول د بيټالکټمېز په وړاندې مقاوم دي). دا انټيبيوټيکونه په خپل ماليکيولي جوړښت کې يو عام عنصر لري: هغه د څلورو اتومونو يوه کړۍ ده چې د بيټالکټام په نامه يادېږي. د لکټمېز اېنزايم همدا کړۍ ماتوي، او په همدې توګه دا ماليکيول خپل باکټريا ضد خاصيت له لاسه بايلي.
بيټالکټام انټيبيوتيکونه د پراخې ساحې ګرام-مثبت او ګرام-منفي باکټرياګانو په درملنه کې کارېږي.