بول ټېرییر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بل ټېرایر Bull terrier د سپیانو نسل ده، نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې، په انګلستان کې اخیستل شوی، نسل یې د سپین ټېرایر او بل سپي څخه اخیستل شوی (د سپین ټېرایر نسل اوسمهال په نړۍ کې له منځه تللی). په نسل کې یې ممکن ځینې نور نسلونه هم ګډ شوي وي. د نسل اخیستنې موخه یې د نورو سپیانو له سیمې شړل او یا د سیمې ساتنه وه. مخروطي لکۍ، لنډ وېښته، اوږد شوی مستطیل ته ورته اوربوز، مثلثي سترګې او هګۍ ته ورته سر لري. قد یې له ۲۱ تر ۲۲ انچه (۵۳ تر ۵۶ سانتي متره) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۳ تر ۲۷ کیلو ګرامه (له ۵۰ تر ۶۰ پونډه) پورې رسیږي. واړه بل ټېرایر هم شته چې په انګرېزۍ کې ورته (miniature bull terrier) وایي کوم چې یو جلا نسل ده

تړلې لیکنې[سمول]

سپیان ژوي

دا هم ولولئ[سمول]

سرچینې[سمول]